کابل ناتهـ، Kabulnath

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

۳٤

 

۳۵

 

۳۶

 

۳۷

 

۳۸

 

۳٩

 

٤٠

 

٤۱

 

٤٢

 

٤٤

 

٤۵

 

٤۶

 

٤۷

 

٤۸

 

٤٩

 

۵٠

 

51

52

۵۳

۵٤

55

56

۵۷

۵۸

۵۹

۶۰

۶۱

 

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)

۶۳  برخه


دکتور لطيف ياد
       
 
 

बयाना      بيانه (

بيانه هم  د هندوانو په زړو متو نو کې يو لر غونى او پخوانى ښار گڼل شوى دى .دغه ښار په او سني وخت کې د هندوستان د راجستهان ايالت دبهارتپور په ډيسټريکټ يا ولسوالۍ کې پروت دى . دهندو ميټولوجۍ او اساطيرو پر بنسټ ددغه ښار بنسټ د ناسورا له خوا ايښودل شوى دى اوناسورا  دبيانه دسيمې واکمن گڼل شوى دى .داسې ويل کيږي چې نا سورا د شيري کريشناپه وخت کې ژوند کاوه او د هغه لور اوشا دشيري کريشنا جي دلمسي اني رود سره واده وکړ.

بيانه يوه ا واره سيمه ده چې غرونه ورته نږدي دي او دګمبهير د سيند په کيڼه خوا کې ودانه شوې ده. د هندوستان په لر غو نو تاريخونو کې دبيانه نوم د شانتي پور په نامه سره هم راغلى دى .

دبيانې ښار باندې که څه هم هندو واکمنانو ډير راج چلولى دى، خو دتاريخ په اوږدو کې د ځينو مسلمانو واکمنانو لا س ته هم ورغلى دى.لومړنى مسلمانو واکمنا نو چې دغه ښار يې نيولى دى هغه قطب ا لدين ايبک او محمد سام ول. همداراز بيانه د را جپوت د جدون هندوانو پلازميينه هم ګڼل شوې ده .

دبيانه ښار په دې سره هم زياته مشهوره ده چې هلته ډير مزارونه پکې  شته دي .په دې ښار کې د ابوبکر کندهاري نوم او مزار چې دقطب الدين ايبک سره يو ځاى دلته راغلى و هم مشهور دى . په هند کې د مغولو د واکمنۍ په وخت کې بيانه داګرې د صوبې د يوې برخې په تو ګه و تړل شوه .تر مغولو وروسته دغه ځاى د جاټ حکمرانانو لاس ته ورغى چې هغوى دغه ځاى په بهارتپور پور ې وتاړه .په هندوستان کې د انګريزانو د واکمنۍ په وخت کې بيانه دد بهارتپور د ولسوالۍ هيډکواټر يا مر کز ګڼل کيده .

.بيانه دخپلو تاريخي ځايونو د درلودلو له کبله هم شهرت لري او مهم تاريخي ځايونه يې په لاندې ډول دي :

١-دبيانه  پو ځي کلا :

دغه کلا د هندوانو او د مسلمانانو دتهذيب او ارټ او کلچر ښه بيلګه ده .

٢-باره کمبهو کا چتري(د١٢ستنو چتري):

چې هر کال ډير ګرځندويان ددغه ځايه ليدنه کتنه کوي .

٣-اوشا مندير

٤-لودي مينار:

چې د١٥١٩-١٥٢٠ زيږديزو کلونو تر مينځ د نظام خان لودي له خوا جوړ شوى دى .

٥-دابوپکر کندهاري مزار   

ددې مقالې په اړوند انځورونه په لانديني برخه کې ليدلاى شئ !

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۷۴،          سال    هشتم،        اسد/سنبله   ۱۳۹۱ هجری خورشیدی                    ۱۶ اگست      ۲۰۱۲ عیسوی