






۱
٢
۳
٤
۵
٦
۷
۸
٩
٠۱
۱۱
۱٢
۱۳
۱٤
۱۵
۱۶
۱۷
۱۸
۱٩
٢٠
٢۱
٢٢
٢۳
٢٤
٢۵
٢۶
٢۷
٢۸
٢٩
۳٠
۳۱
۳٢
۳۳
۳٤
۳۵
۳۶
۳۷
۳۸
۳٩
٤٠
٤۱
٤٢
٤٤
٤۵
٤۶
٤۷
٤۸
٤٩
۵٠
51
52
۵۳
۵٤
55
56
۵۷
۵۸
۵۹
۶۰
|
|
|
|
هندوئېزم (هندومت)
۶۱
برخه
دکتور لطيف ياد |
|
|
دهندوانو لر غو ني ښارونه:
ايودهيا (اجودهيا) अयोध्या :
ايودهيا يا اجودهيا چې د ساکيت په نامه سره هم شهرت لري دهند داتراپراديش د ايا لت د فيض اباد په ولسوالۍ يا ډيسټريکټ کې پروت دى .
ا يو دهيا د هندوانو لپاره ځکه سپيڅلى ګڼل کيږي چې درا مچندرجي او سوامي نراين دزيږيدو ځاى گڼل کيږي.
پر ايودهيا باندې د تاريخ په اوږدوکې ډيرو واکمنانو راج چلولى دى . په لرغونو زمانو کې ايودهيا د کوسالا د واکمنۍ پلازميينه وه . داسي ويل کيږي چې پر ايودهيا باندې دلومړي ځل لپاره د اکشواکو د لمر قبيلې يا سوريا ونشا حکمراني کوله.
د ايو د هيا ښار د سار يو ددرياب ښۍ غاړې ته پروت دى . د هند د لر غونې حماسې راميانا پر بنسټ ددغه لر غونى ښار بنسټ د هند د لوى قانو نپوه منو له خوا ايښودل شوى دى . همداراز ايو دهيا د سوريا د حکمرانې کورنۍ پلاز ميينه هم وه .
ايو د هيا درامچندرجي د واکمنۍ په وخت کې د هغه د واکمنۍ پلا زميينه يا پا يتخت هم پاتې شوى دى .
د هندوانو په سپيڅلو او مذ هبي متو نو کې را غلي دي چې دا د هند د سپيڅلو ښارونو نه يو ښاردى چې هندوان ورته ډېر درناوى لري ځکه دا ښار د را مچندرجي دزيږيدو ښار و او درا ميانا مشهوره حما سه هم همدلته ليکلې شوې وه .
د ايو دهيا نوم د سنسکريت د يود (جګړې)نه اخيستل شوى دى، خو دلته ايودهيا دا مانا لري چې بايد جګړه ونه شي يا هغه ښار چې بايد جګړه پکې ونه شي.
د بودها په وخت کې دا ښار د ايو جها په نا مه سره يا ديده چې وروسته د ايو دهيا په نامه سره مشهور شو.
د مغو لو د واکمنۍ په وخت کې ايو دهيا د اود سرکار له خوا اداره کيده،خو د انګريزانو د راج په وخت کې ايو دهيا د اګرې او اود د سرکار برخه ګڼله کيدله.
د موريآ د ا مپا تورۍ په وخت کې په دې ښار کې ډير بودايي لمانځونتو نونه جوړ شول .همدا راز سوامي نراين چې د هندوانو د سوامي نراين دسيکشن بنسټ ايښودونکى و په همدې ښار کې زيږيدلى و.
په اوسني وخت کې په ايو د هيا کې لانديني ځا يونه د ليدو وړدي:
کنک بهون
رام کوټ،سورګ دوار
ماني پرابتوسورګ پرابت او سوګريو پرابت
تريتا کې ټاکور
نګيش ورناته ټيمپل
چوټې ديوکاتي مندير
لنډه داچې ايودهيا يو لر غونى او د هندوانو لپاره يوسپيڅلى ښار ګڼل کيږي او هر کال ډير خلک ددغه ځاى ليدنې ته ورځي.

|
|
 |