کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

۳٤

 

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)  

دکتور لطيف ياد
۳۵ برخه     
 
 

هندو واکمنان :

٢- دموريا  دکورنۍ واکمني :

ددغې کورنۍ دواکمنۍ بنسټ ايښودونکی  چند ګپت موريا دی٠ دغې کورنۍ دواکمنۍ بنسټ دعيسی مسيح دزېږېدو نه٣٢٠کلونه وړاندې ايښودل شوی و او دعيسی مسيح دميلاد نه دمخه تر ١٨٥کال پورې يې دوام ومو ند چې پوره١٣٥کلونه کيږي ٠ د موريا دواکمنۍ په ١٣٥ کلنه دوره کې دغه لانديني  واکمنان تېر شوي دي :

چندر ګپت موريا، بندو سارا، اشوکا، دساراتها، سامپراتي ، سليسوکا، ديوا ورمان، ستادهنوان، بريهاد راتها٠

١- دموريا دواکمنۍ بنسټ ايښودونکی چندر  ګپت موريا :

لکه چې دمخه وويل شول دموريا دواکمنۍ بنسټ ايښودونکی چندر ګپت موريا دی٠ ده ته ځکه موريا ويل کيږي چې موريې مورا نو مېده اودده دمور دنامه له کبله دغه کورنۍ په موريا سر ه مشهوره ده٠

چندر ګپت دنندا  دکورنۍ واکمني له  مينځه يووړه او پرځای يې د موريا دواکمنۍ بنسټ کېښود٠په پيل کې دچندر ګپت موريا دواکمنۍ ساحه دګنګا حوزه مګدهه( اوسنی بيهار، ختيز اتهرا پراديش،دبينګال او داوړيسا ځينې برخې) وې٠ په هغه وخت کې دده دواکمنۍ پلا زمېينه پا ټالي پوټرا نو ميد چې دهند داوسني بيهار مرکز دپټنې ښارو ، خو وروسته چندر ګپت دموريا دامپراتورۍ  ساحه پر اخه کړه په دې مانا چې په ختيز کې يې دبينګال او اسام سيمې ونيولې، په لويدېز کې يې ځان دافغا نستان ،ايران او بلو چستان پو لو ته ځان ورساوه، په شمال کې تر نيپال او کشمېره پورې وړاندې لاړ او په جنوب کې يې ددکن سيمې ونيولې٠

چندر ګپت موريا په داسې وخت کې دموريا دواکمنۍ پر ګدۍ باندې ډډه واچوله چې مقدوني سکندر ٦ کلونه وړاندې دهندوستان دنيولو لپاره دايران او بيا دافغانستان له لارې دخيبر دتاريخي درې او اباسين نه دافغانانو دمقاومتونو سره سره تېرشوی و اوځان يې ټکسيلا ته رسولی و٠

که څه هم راجا پورس د٣٠ زره پليو،څلورزره سپرو اودوه سوه هاتيانو سره دجيلم ددرياب پر څنډو دسکندر دلښکروسره په ميړانه وجنګيد اوټپي شو او ماته يې وخوړه٠

دعيسی مسيح دميلاد نه ٣٠٥ کلونه وړاندې هغه وخت چې لا چندر ګپت ٢٠ کلن ځوان و نو  د جنرال سيلو کس په مشرۍ بيا دمقدوني سکندر لښکرې داباسين نه دتيرېدو وروسته پر هندو ستان برېد وکړ ، خو چندر ګپت په ډېرې ميړانې او زغم سره دمقدوني لښکرو په وړاندې ودرېد ،خو ټپي شو او دمقدوني لښکرو لاس ته ورولويد٠

داسې ويل کيږي چې تر چندر ګپت دمخه هندو ستان په کو چنيو کو چنيو ريا ستونو با ندې ويشل شوی و، خو چندرګپت خپل قلمرو په پنځو بېلا بېلو صوبو باندې ووېشه ٠ دماليي سيتم يې منظم کړاو کرنيز سيستم ته يې جدي پاملرنه وکړه٠

همداراز داوږده واټن سړکونه او لارې يې جوړ ې کړې او دلارو په دواړو غاړو يې ونې کښينولې او کاروان سرايونه يې جوړ کړل چې مسا پران پکې په ارامۍ سره پکې شپې او ورځې تيرې کړي٠ همداراز دلارو په اوږدو کې يې څا ګانې او کو هيان وکيندل چې مساپران يې پر او بو خپلې تندې ماتې کړي٠

دجرمونو دمخنيوي لپاره يې سخت قوانين جوړ کړل او دغلو، لو ټمارانو او ډاکوانو ته به يې سختې سزاګانې ورکولې تر څو رعيت په امن او سو کالۍ او له ويرې او ډاره پرته ژوند ولري٠ دچندر ګپت دواکمنۍ دوره نه يوازې دلويوالي په وجه د اعتباره ډکه واکمني وه،بلکې دغوره حکومتدارۍ په وجه هم ښه واکمني وه٠

د چندرګپت يو مشهور سلاکار او مشاور چانکيا نو ميد چې په هغه وخت کې دتکسيلا دپو هنتون استادو او په ټولو هيواد نيو چارو کې به يې دهغه سلا او مشوروته غوږ نيوه اوهغو ته به يې دعمل جامه وراغو ستله٠د چندر ګپت تر مړينې وروسته دهغه زوی بندوسارا دموريا دواکمنۍ پر ګډۍ تکيه وکړه

٢-بندوسار:

دچندر ګپت تر مړينې وروسته دهغه زوی بندوسار پاچا شو چې دعيسی مسيح دزېږيدونه ٣٢٠کلونه وړاندې يې د٢٧٢ پورې واکمن و٠ هغه دوه زامن درلودل چې يو يې سوسي ما او بل يې اشوکا و چې يو يې دتکسيلا او بل يې داو جين دصوبو واليان  وو٠ بندوسارا دډېرو هيوادونو دواکمنانو سره ښې او دوستانه اړيکي درلودې، په تېره بيا دمصر او سو ريې دواکمنا نو سره چې هغوی يې څو څو ځلې په خپل دربار کې ميلمانه کړي هم وو٠ بندوسارا دخپل پلار دواکمنۍ ټول حدود او ثغور وساتل او همداراز يې څونوې صوبې هم فتحه کړې٠ بندوسار ٢٥ کلونه واکمن و٠ په پای کې دهغه تر مړ ينې ورو سته يې زوی اشوکا واکمن شو٠

٣ -اشوکا:

نوموړی دچندرګپت لمسی او دبندوسارا زوی دی٠ اشوکا دموريا دکورنۍ دريم پاچاو چې دميلاد نه دمخه د٣٠٤ نه تر٢٣٢ پورې تقريبا دهند دنيمې وچې واکمن و٠ دی يو مدبر او زړور سپهسالارا و په پو ځي او جنګي تاکتيکونو باندې پوهيده٠ دده په وخت کې دکالينګا يا داوسني اوړيسا جګړه وه چې دغه سيمه يې د خپلې واکمنۍ په حدودو کې شا مله کړه٠

اشوکا دکالينګا په جګړه کې تر سلوزرو تنو زيات انسانان له تېغه تېر کړل ، خو ورو سته په خپلو دې ظالمانه کړووړو باندې پښيماني وښودله او دبودايي مذهب پيروي يې غوره کړه٠ تردې وروسته اشوکا دجنګ جګړو نه لاس واخيست، ان تردې چې دحيواناتو او ژوو وژل هم دده په وخت کې لږ شول٠

اشوکا يو پياوړی او منظم اداري سيستم در لود٠ دده په وخت کې ډېر رو غتونونه، مساپر ځايونه، څاه ګانې او سړکونه جوړ شول ٠ داشوکا په وخت کې خلک دهندو ئېزم، جينېزم او بو دهېزم د مذاهبو پيروان وو،که څه هم اشوکا پخپله دبو دايي مذهب پيرو و، خو نور خلک يې ددغه مذهب منلوته په زور او جبر سره نه وربلل٠داشوکا د امپراتورۍ پا يتخت دپاټالي پوترا يا اوسنۍ پټنې ښارود٠ ده امپرا توري پر څلورو صو بو باندې ويشلې شوې وه چې په ختيز کې تو سالي يا داوړيسا او سنی ايالت ، په لويديز کې او جين، په جنوب کې سووار ناګري يا دکر نا ټکا اوسنی ايالت او په شمال کې ټکسيلا يا دپا کستان دپنجاب دايالت د راولپنډۍ حدود٠ د اشو کا د امپراتورۍ لمنه په لويدېز کې تر افغا نستان، بلو چستان او دايران تر پو لو پورې غځيدلې وه٠

د اشوکا په وخت کې داسيايي، اروپايي او افريقايي هېوادونو سره سفارتي اړيکې ټينګې وي٠ دروم دامپراتورۍ سره يې هم ښې اړيکې درلودلې٠ داشوکا په وخت کې بودهېزم افغا نستان، تايلند او داسيا جنوب ختېزو بر خو ته خپورشو٠ اشوکادعيسی مسيح عليه السلام تر زېږيدو٢٣٢ کلو نه وړاندې له دې نړۍ ستر ګې پټې کړې ٠

٤ -:دساراتها

د اشوکا تر مړينې وروسته دعيسی مسيح تر زېږېدو وړاندې په ٢٣٢ کال کې داشوکا ورور دساراتها دشلو کلو نو په عمر دموريا دکورنۍ پر ګدۍ ډډه ولګوله٠ که څه هم اشوکا دکو نا لا په نامه يو زوی درلود ،خو هغه ځکه ددې کار وړ ونه ګڼل شوځکه چې نو موړی  ديوې دسيسې او تو طئې له  کبله دمخه لا ړوند  کړل شوی و او ددغې دسيسې مو خه داوه چې نو موړی تر اشو کا وروسته واکمن نه شي٠ دساراتها دعيسی مسيح تر  زېږېدو٢٢٤ کلو نو وړاندې پورې واکمني وکړه٠

٥ - : سمپراتي

نوموړی دعيسی مسيح تر زېږېدو وړاندې په ٢٢٤ کال کې واکمنۍ ته ورسېد٠ نو موړی د کونالا زوی او داشوکا لمسی دی٠ کونالا دلو مړنۍ ملکې پد ما وتي چې هغه له اره دجين دمذهب پيروه وه زوی و چې ديوې دسيسې په پا يله کې دې لپاره چې واکمنۍ ته ونه رسيږي ړوند کړل شو٠ سمپراتي هم دجينيزم دمذهب پيرو و٠ ده دجين دمذهب دخپرېدو لپاره ډېر ې هلې ځلې وکړي او دجين دمذهب په زرګونو عبا دتځايونه يې ودان کړل ٠ سمپراتي ٥٣ کلونه واکمني وکړه٠

٦ -: سليسوکا

دسمپراتي تر مړينې وروسته دموريا دکورنۍ يو بل واکمن چې سليسو کا نو مېد دعيسی مسيح ترزېږېدو٢١٥ کلونه وړاندې واکمن شو او دميلاد نه دمخه يې تر ٢٠٢ پورې  پوره پنځلس کلو نه واکمني وچلوله ٠ دهندو سپيڅلو متونو پورانا پر بنسټ تر نو موړی وروسته ديوا ورمان واکمنۍ ته ورسيد٠

٧ -:ديوا ورمان

تر سليسوکا وروسته دعيسی تر زېږېدو ٢٠٢ کلونه وړاندې ديوا ورمان دموريا دکورنۍ د واکمنۍ پر ګدۍ کښيناست٠ نو موړي اووه کلونه واکمني وکړه او پر ځای يې ساتا هانوان پا چا شو٠

٨ -:ساتاهانوان

دعيسی مسيح تر زېږېدو ١٩٥ کلو نه وړاندې دموريا د کورنۍ واکمن شواو پوره اته کلونه يې پا چا هي وکړه چې بيا دهغه تر مړينې وروسته برېهاد راتها په ١٨٧ کال کې پا چا هي تر لا سه کړه ٠

٩ -:برېهادراتها

برېهاد راتها دموريا دکورنۍ وروستنی واکمن ګڼل کيږي ٠ نوموړی د عيسی مسيح تر زېږېدو دمخه د١٨٧ نه تر ١٨٠ پورې واکمني وکړه،خو دخپل پوځ دلوی درستيزپوسيا ميترا سونګا له خوا ووژل شو٠

دنوموړي دواکمنۍ پلازمېينه دپوټالي پوترا يا اوسنۍ پټنې ښارو٠ دعيسی مسيح تر زېږېدو دمخه په ١٨٠ کال کې د هندوستان شمال لويدېز ته په افغانستان اواوسني پا کستان باندې يوناني- باختر پاچا ډيميټريس بريد وکړ،نوموړي داو سني پنجاب ځمکې تر خپل لاسته لا ندې راو ستې او دګنګا تر څنډو پورې يې ځان ورساوه٠ ډيميټريس ددبرېهاد راتها دواکمنۍ په وخت کې پنچالا يعنې دنني هندا ترکهنډ او اتهراپراديش، ايودهيا، متهورا او پاټالي پوترا يا اوسنۍ پټنه سيمې لاندې کړې٠

پرېهادراتها د ميلاد نه دمخ په ١٨٠ کال کې دخپل لوی درستيز پوسيا ميترا سو نګا له خوا ووژل شو او په دې تو ګه دتل لپاره دموريا دکورنۍ دواکمنۍ ټغر ټول شو او  دسونګا دکورنۍ دواکمنۍ بنسټ کېښودل شو٠

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل    ۱٤۵    سال        هفتم               جـــــوزا       ۱۳۸٩  خورشیدی                   اول جون ٢٠۱۱