کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

۳٤

 

۳۵

 

۳۶

 

۳۷

 

۳۸

 

۳٩

 

٤٠

 

٤۱

 

٤٢

 

٤٤

 

٤۵

 

٤۶

 

٤۷

 

٤۸

 

٤٩

 

۵٠

 

51

52

۵۳

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندو مت)

۵٤  برخه
دکتور لطيف ياد
      
 
 

 دهندوانو لر غو ني ښارونه:

 

کورو کشيتر ا(कुरुक्षेत्र) :

 

کوروکشيترا د هند يو لرغونی ښار دی چې دهندوانو په سپيڅلو کتا بو نو لکه مهابهارت ، بهګود ګيتا ،پورانا ويدونواوزړو او لر غو نو شا سترونو کې هم ترې يا دونه شوې ده ٠ د کورو کشيترا ښار دډهلي په شمال او د پنجاب ايالت په جنوب کې دډهلي او پنجاب تر مينځ دهاريانا په ايالت کې پرو ت دی  ٠

 

دکورو کشيترا ښار دتاريخ په بيلا بيلو پړاوو نو کې په بيلا بيلو نو مو نو سره ياد شوی دی لکه  :اتهراويدي،براهما ويدي او دهر مکشيترا او دغه ښار دکوروانو دنامه له کبله په کورو کشيترا سره نو مول شوی دی٠ په پورانا کې راغلي دي چې دبهارتا دکورنی واکمن کورو په څه ډول دې سيمې ته راغی او څنګه پکې استو ګن شو٠ ويل کيږي چې نو موړي داځای له دې کبله خوښ کړ چې دسرا سوتي ددرياب پر غاړه پروت و او دده دراتلو په وخت کې کورو کشيترا داتهراويدي په نا مه ياديده ٠تر هغې ورو سته په کورو کشيترا کې ډېر واکمنان تير شوي دي ٠ د کورو کشيترا اهميت په دې کې هم نغښتی دی چې دکورو او پا نډو تر مينځ ستره جګړه چې اتلس ورځې يې دوام وکړ همد لته پېښه شوه چې ددې جګړې ټول جز ئيات دهندوانو په مشهورې رز منا مې مها بهارت کې راغلي دي ٠

 

 د کورو کشيترا دښار مذهبي اهميت په دې کې هم نغښتی دی چې د کو رو کشيترا تر جګړې دمخه کر يشنا ،ارجن ته دبهګود ګيتا تعليمات ور ښيي ٠ ځکه د بهګود ګيتا لومړنی څپرکی يا فصل د بهګود ګيتا د رامينځ ته کيد لو تر څنګ دکورو کشيترا دجګړې پر ډګر او دجګړې پر حالاتو څرګندونې کوي چې اصلي کرکټرونه يې شري کرشنا او شهزاده ارجن دي٠ ارجن د مهابهارتا په جګړه کې د خپلو څلورو مليونو سر تېرو شاهد دی، خو بيا هم د يو ډول ذهني وېرې او کشمکشونو سره مخامخ دی چې جګړه ونه با يلي٠ دکورو کشيترا ښار دهندوانو دسپيڅلي کتا ب بهګود ګيتا د رامينځ ته کيدو ځای هم بلل شوی دی٠ مشهور ګرامر پوه پا نيني هم پخپل مشهور اثر اشټ اد هيا کې چې اته بر خې يې درلودلې د کورو کشيترا يا دونه کړې ده او بوداهم له کو رو کشيترا نه ليد نه کړې وه٠

.ماخذونه:

 

١-http://en.wikipedia.org/wiki/Kurukshetra

٢-http://en.wikipedia.org/wiki/Mahabharata ٣-

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 






 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۶۵    سال       هشـــــــــتم         حمل    ۱۳٩۱   هجری خورشیدی         ٠۱ اپریل      ٢٠۱٢ عیسوی