کابل ناتهـ، Kabulnath












































Deutsch
هـــنـــدو  گذر
قلعهء هــــنــدوان

همدلان کابل ناتهـ

باغ هـــندو
دروازهء کابل

 
 
 
 
 

هندوئېزم یا (هندو مت)

 
لومړۍ برخه
 

دکتور لطيف ياد- استراليا

 

 ندوئېزم يا هندومت دنړۍ يو ډېر پخوانی مذهب دی چې لرغونتوب يې له نن نه ٥٠٠٠ کلونه وړاندې اټکل شوی دی٠ هندو ئيزم ته سناتن (سناتم) مذهب هم وايې چې معنی يې تلپاتی دی٠ دغه مذهب تر عيسويت او اسلام نه وروسته دنړۍ دريم ستر مذهب ګڼل شوی دی چې دپيروانو شمېريې په ټوله نړۍ کې ٩٠٠ مليونو تنوته رسيږي چې ددې مذهب زياتره خلک په هندوستان کې استو ګنه لري٠ دهندوستان نه سر بېره ډېر شمېر هندوان دنړۍ په بېلابېلو هېوادونو لکه: نېپال، بنګله دېش،سريلانکا، پا کستان، مالېزيا، سنګا پور، تايليند، داندونيزيا په بالي، دخليج په عربي هېوادونو لکه دوبۍ، قطر، ابو ظبي، کويټ، بحرين، عمان ، مسقط په افر يقايي هېوادونو لکه کينيا او جنوبي افريقا، د امريکې په متحده ايالتونو، کاناډا، د جنوبي امريکې په ځېنوهېوادونو لکه تر ينيداد او تو با ګواو ګيانا،او د انګلستان، جرمني ، هالينډ، روسيې، پولينډ، استراليا او فيجي په هېوادونو کې هم استوګنه لري٠ همدارا دنړۍ په ډېرو نورو هېوادونو کې هم په خواره واره ډول ژوند کوي٠زموږ دګران هېواد افغانستان په بېلابېلو برخولکه : کابل، جلال اباد، لغمان، پکتيا، خوست، شينوار، غزني، کندهار ،هيلمند، پروان او کندز کې هم هندوان استوګنه لري، چې له بده مرغه دتېرې دېرش کلنې جګړې په ترڅ کې ډېر شمېر هندوان هم د خپل هېواد افغانستان پرېښو دلی او دېته اړايستل شوي دي چې خپل هېواد او ځای ځايګی پرېږدي او دنړۍ نورو هېوادونو ته کډې وکړي٠

ما په خپلې دغې مقاله کې هڅه کړې ده چې د هندوئېزم د پيدايښت،عقايدواو دسپيڅلو کتابونو په اړوند يوه لنډه شانته څېړنه وکړم، هېله ده ده چې زموږګرانوهېواد والواو هغو کسانو ته به په زړه پورې وي چې ددې مذهب په اړوند معلومات ترلاسه کوي٠

د هندو کلمه دسند يا اندوس د سيند يا درياب نه چې پښتانه يې په خپله سېمه کې اباسين بولي او دسندهو په نامه يا ده شوې ده اخيستله شوې ده٠

لکه چې دمخه وويل شول هندوئيزم ته سناتن  (سناتم) يا تلپاتي مذهب ويل کيږي٠ دغه مذهب کوم ځانګړی بنسټ ايښودونکی نلري٠ دغه مذهب بنسټ پر ويدونو، اپنيشدونو او پران باندې ولاړدی چې دهندوانو سپيڅلي مذهبي متون دي اوس به نو دې خبرې ته را شو چې دويدا د کلمې په معنی او مفهوم ځان پوه کړو٠

 ويدا (بيد) :

 د ويد کلمه د ويديانه اخيستل شوې ده چې دزده کړې او علم په معنا دی٠زياتره پوهان هم په همدې عقېده دي چې د ويدا کلمه د ود له مصدره جوړه شوې او د پوهنې او علم په معنی راغلې ده٠ مشهور ويد پوه عالم ميکس ميولر عقيده لري چې دويد معنی پوهنه، علم او دانش دی چې دسنسکرت نه اخيستله شوې ده چې نورو عالمانو ګريفت او مکډونال هم ددغې خبرې تائيد کړی دی٠

په اصل کې ويدا د هندوانو لرغوني او زړې مذهبي سندرې او سرودونه دي چې ددوی دمذهب بنسټ او اساس پرې ولاړدی او دغه زړې او لرغونې سندرې په دووبر خو باندې ويشل کيږي چې يوه ته يې سروتي وايې چې معنا يې (اوريدل شوي او الهامي) دي يعنې هغه حقايق چې رشيانو او ريدلي دي او څلور ويدونه چې دهندوانو په اند لرغوني صحيفې دي چې دوی ته خورا سپيڅلي او مقدس دي او دهندومت دعقيدې بنسټيز کتابونه او مستندې سر چينې ګڼل کيږي٠ دو هم ډول يې سمرتي دي يعني ( يا دشوي) يعني هغه حقايق چې رشيانو، زاهدانو او عالمانو بيان کړي دي او ديوه نسل نه بل نسل ته خو له په خو له رانقل شوي او ليږ ديدلي دي ، خوالهامي کيفيت نه لري دا په دې مانا چې سمرتي انساني تخليق دی او الوهي بڼه نلري٠ په دغو کتابونو کې دانسانانو د ورځني ژوند په اړوند لار ښوونې شوي دي او د انساني ژوند اصول او ضوابط يې بيان کړي دي چې دهغو په رڼا کې خلک خپلې ورځنۍ چارې سرته رسوي٠په شروتي کې ټول ويدونه شامل دي ،خو سمرتي د ويدونو شرحې، پايڅوړ (ضمايم) او تفاصيل دي٠

ويدونه په څلورو برخو باندې ويشل شوي دي چې دغو څلورو ته سمهيتا يا ټو لګه او مجموعه وايي او هغه عبارت دي:له ريګو يد، اتهر ويدا ، يجرويد، اساما ويدا٠

که څه هم ددغو څلورو ويدونو دليکلو زمانه معلومه نده، خو ځيني عالمان او پوهان په دې عقيده دي چې ښايې دا به له نن نه ٤٠٠٠ کلو نه وړاندې ليکل شوي وي، خو ددې ټولو اختلافونو سره سره ويدا دهندومت يا هندوئيزم ډېر سپيڅلي متون ګڼل کيږي او ويلای شوچې دهندوانو د مذهب بنسټ پر همدې ويدونو ولاړ دی٠ اوس به د دغو ويدو نو څلور برخې تر څېړنې لاندې ونيسو٠

١ -  ريګويدا :

دا هغه منظومې بدلې او سندرې دي چې ټول شمېر يې ١٠٢٨ او دټولو بيتونو شمېر يې١٠٦٠٠ ته رسيږي چې هره سندره يې بهجن بولي او دا ټولې سندې په لسو برخو يا منډالا يا دايرو باندي ويشلې شوي دي٠ د ريګ کلمه يوه سانسکرت کلمه ده چې معنی يې ستاينه ،حمد او ثنا ده٠ لرغوني هندوانو يوه ډله مذهبي عالمان او شاعران درلودل چې ريشيان به يې ورته ويل چې اکثره دغه سندرې هغو ريشيانو ته منسوبې دي٠ ريشيانو په لرغوني اريايي قومونو کې د مشر، بادار، لا رښوونکي ، شاعر او روحاني مقام درلود، نو ځکويدونه هم هغو ريشيانوته منسوب دي٠ د هندوانو په اند دغو ريشيانو ته د ويد د مضامينو الهام کيده او دغو روحانيونو د ارباب الانواعو سره ټېنګې اړيکې درلودلې٠که چيرې دويدونو متون په غور سره ګورو، نو په هندوانو کې هر قوم ځانته يو ريشي درلود او هر ريشي دخپل قوم لارښود، شاعر او خطيب بلل کېده او هر وخت به يې خپل قوم ته د قربانيو او عباداتود وختونو، دعاوې او سندرې نظم کولې، د حمد او ثنا مضامين به يې په شعر کې ويل او دا سندرې او دعاوې چې سره را ټولې شوې نو د ويدا کتاب ځينې جوړ شو٠ لنډه داچې رېګويدا ترټولو مهم اثر ګڼل شوی دی او د ډېرو لرغونو زما نو پورې اړه لري.

٢ اتهر ويدا :

دا د کوډو، طلسم او جادو (نجومی) پوهنه ده او څلورم ويد دی چې دما کډونال په قول تر ريګويدا ورو سته پيدا شوی دی٠ منظومې بدلې لري او ريګويدا ته ډېر ورته دی٠ مضامين يې په کوډو،طلسم، جادو او شيطان اړه لري٠ دريګو يدا سره په سندرو کې تقريبا برابر دی او شپږمه برخه يې هغه بدلې دي چې دريګويدا نه اخيستلې شوي دي او شپږ مه بر خه يې نثر ده٠ اتهر ويد په شلو بر خو ويشلې شوې ده چې هره بر خه يې کهنډا بولي او دغه ټولې٧٦٠ سندرې او تقريبا ٦٠٠٠ بيتونه کيږي٠

٣ يجر ويدا :

دا د ويدونو دويم کتاب دی چې قرباني، دعا وې او مذهبي مراسم پکې راغلي دي٠ په يجر ويد کې له رېګوېدا نه تقريبا نيمې سندرې را اخيستلې شوي دي٠ دمکډونال په اند دا نوم دyajus  نه جوړ شوی دی او معنی يې قرباني ده٠ په دې کتاب کې ځينې منثورې جملې هم راغلي دي او دوې بر خې لري (توريجر کرشنا) چې، ته اتريا سمهيتا يې بولي يعني د(ته اتريا) ريشي مجموعه او ټو لګه بل يې (سپين يجر شکلا) چې يا جن ولکيا سمهيتا يې بولي يعنې د يا جن ولکيا ريشي مجموعه٠

 

٤  سا ماويدا :

د پوهانو په عقيده د ساما کلمه له سامن يا اهنګ نه اخيستله شوې ده او دا کتاب د ريګويدا له سندرونه جوړه شوې او عموما هغه بدلې دي چې ارب الانواعو ته د قربانيو پروختو نو ويل کيدلې٠ دا سندرې ټولې په لوړغږ ويل کيږي او شميريې ١٥٤٩ ته رسيږي چې د٧٨ سندرونه پر ته ټولې دريګويدا نه اخيستلې شوي دي٠

په څلور ګونو ويدونو کې لاندينۍ څلور برخې هم دځانګړي اهميت نه برخمنې دي٠

الف - منتر : دا دخدی په ثنا ، صفت او ستاينه کې حمديه سندرې یا جملی دي٠

ب- برهمنا : دا دمنترونو تشريحات دي او دهغې ترڅنګ د قربانۍ د دود و رسم تفصيلات هم پکې راغلي دي٠

ج - ارنيک : چې په هغې کې د علم او تصور په اړوند تفصيلات پکې راغلي دي٠

د - اوپنيشد: هه تعليمات چې انسانان او کائنات څيړي٠

بايد زياته شي چې ريګويدا، يجر ويدا او ساما ويدا دترايي وېديا يا درې پوهنې يا د درې علومو په نامه هم يادوي، ځکه چې لرغونتوب يې زيات دی٠

اوس مو چې پر ويدونو رڼا واچوله نو ښه به وي چې اوپنيشادونه هم وپيژنو ځکه چې دمخ وويل شو چې ويدونه او اوپنيشادو نه د هندوئيزم بنسټ او اساس جوړوي٠

ا- اپنيشدونه :

اپنيشدونه يا ودانتونه هغې پوهې اوسري تعليماتو او ښوونې ته ويل کيږي چې کائنات او انسانان ترڅېړنې لاندې نيسي٠ اپنيشد د دريو کلمو او تورو نه جوړه ده چې اپا( نږدې) ، اونی (لاندې) او شد يعنې (کښيناستل) يعنې داپنيشد مانا داده چې نږدې پر ځمکه لاندې کښينا ستل، لکه چې يو شاګرد دخپل استاد مخې ته کښيني يا په بل عبارت د خپل استاد په وړاندې کښينا ستل او ترې دپوهې او علم زده کول٠

په پيل کې داپنيشدو نوله پاره دويدانت کلمه کا رېدله چې مطلب يې دی هغه فلسفي نظام چې داپنيشدو نو پر بنسټ ولاړ وي، خو د لغوي پلوه د ويدانت کلمه د اختتام يا پای ته رسېدو په معنی دی يا په بل عبارت د موخې او مقصدتر لاسه کول يعنې دويدو نوانت يا پای ته رسيدل ٠ د غه ويدانتو نه د روحاني حقايقونه ملا مال او ډک دي٠

اپنيشدونه په وا قعيت کې دويدونو بشپړوونکې ده چې دويدونو دورې په پای کې رامينځ ته شوې او ويدونه يې بشپړ کړي دي٠ ځينې هندو با مبړان او پنډتان په دې اند دي چې اپنيشدونه پر ويدونو زيات اهميت لري٠ داسي ويل کيږي چې داپنيشدونو ټول شمېر ١٠٨ ښودل شوی دی چې لاند ينی لس يې ډېر مشهور دي٠

  • ایشا

  • کینا

  • کتها

  • پرشن

  • مندوک

  • تې ترییا

  • اتاریا

  • چندوگیا

  • برهادارنیک

  • نوربيا

     

    (())(())(())(())(())(())

    بالا

    دروازهً کابل
     

    شمارهء مسلسل 111           سال پنجم        جــــدی   ۱۳۸۸  هجری خورشیدی       جنوری 2010