کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

 
 
 
هندو ئېزم (هندو مت)
 
دکتور لطيف ياد - استراليا
 
 

 ديار لسمه بر خه

 

په هندوئېزم کې ارباب الانواع او الاهې :

 

دکابل ناتهـ دويبپاڼې اغلوا و ښاغلو لوستونکو !

دکابل ناتهـ د ويبپاڼې په تېره ګڼه کې مودهندو ئېزم دارباب الانواعو او الاهو دپېژندلو په لړکې تاسو ته د سراسوتي، شکتي ما يا شکتي مور او کر تيکي په اړوند معلومات دروړاندې کړل٠ داځل به په همدې لړکې د دهوماوتي، مټنګي او دهانونتري په اړوند معلومات در وړاندې کړو:

 

دهو ماوتي :

د هوماوتي دشکتي يا ځواک هغه بڼه ده چې دلو ګي په څېر وي٠ همداراز دهو ما وتي د تلپا تې کو نډې په نا مه سره هم يا ديږي او يا هغه ځواک ته ويل کيږي چې دشېوا نه پر ته وي ٠ دهو ماوتي بد رنګه څېره لري او دالکشهمي په نا مه هم يا ديږي يعني دنور او رڼا پر ته٠

دهو ما وتي هغه رب النو عه ده چې دسيلا وو نو او تو پا نونو په وخت کې چې ځمکه تر او بو لا ندې وي را څر ګند يږي ٠ که څه هم دهو ماوتي بد رنګه او ډاروونکې څېره او بڼه لري، خو هغه څوک چې ور ته عقيده لري هغه پر خپل ښي لاس باندې پر هغوی باندې دمهر با نۍ او شفقت لاس ورتېروي٠ ددهو ماوتي پر بيرغ باندې د کارغه انځور کښل شوی دی چې دتور ځواک او تور جادو او کوډو سمبول ګڼل کيږي ٠

دهو ماوتي دلسو مها ودياوو يا لسو سترو پو هانو په ډله کې راځي٠ پا تې نهه نور يې کاکي،تارا،شوداشي، بهو ونيشواري ،بهيروي،چينا مستا، متنګي، کمالا، بګلا او مو کهي دي٠

 

مټنګي :

 

مټنګي هغه رب النو عه ده چې تو ر بخنه څېره لري ٠ مټنګي ځان د سر اسو تي په بڼه دمتنګ ريشي دلور په څېرځان بدل کړی و٠ دغه رب النو عه په اصل کې د ښکتنۍ طبقې يا کاسټ پورې اړه درلوده ، خو پخپله يې د کاسټ په طبقاتي سيستم عقيده نه درلودله او غو ښتل يې چې خپل سپيڅلتوب دکرما يا غوره کړو وړو له لارې تر لاسه کړي٠ ددغه مقصد او هدف دتر لاسه کو لو لپاره يې لو مړی دايندرا او بيا يې دسراسوتي په لما نځنې لاس پورې کړ٠

مټنګي هم د لسو مها ودياوو په مينځ کې يو ستر مها وديا دی٠

 

دهانونتري :

دهانونتري په اصل کې د اربا ب الا نواعو او الا هو ډاکټر و طبيب او دايور ويديک طب رواجوونکی ګڼل کيږي٠ ايور ويد يو ه سنسکريت کلمه ده چې ايور" ژوند" او ويد " پو هې " ته وايي يعني" د ژوند پو هه او علم" چې ايور ويديک طب هم له همدې ځايه پيل شوی دی٠

دهانونتري په داسې وخت کې رامينځ ته شو چې دشېدو سمندر شاربل کېده او دهانونتري په داسې حال کې دشيدو ددې سمندر نه سر راپورته کړ چې دامرېتا يا دتلپاتې ژوند بښونکی شربت يا اب حيات پياله يې په لاس کې نېولې وه٠ همداراز دهانونتري په خپل بل لاس کې ژوره يا هغه حشره نېولې وه چې د هغې په ذريعه ايور ويديک طب کې ورنه دانسا نانو دوينو دڅښلو او زبېښلو په واسطه علاج کيږي٠

همداراز دهانونتري د بنارس دواکمن په بڼه وزيږېد او دطب  علم يې دځمکې پر مخ خپور کړ ٠ که تا سو هندوستان ته لاړ شئ او دايور ويديک طب رو غتو نونو کې وګورئ نو هلته د دهانونتري انځورونه او مجسمې ليد لای شئ ٠ همداراز دهانونتري ديوه ستر جراح په تو ګه و دايورويديک د جراحۍ دپلار په نا مه سره ياد يږي٠

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۱٢۳          سال شـــشم               سرطـــــــــان ۱۳۸٩  خورشیدی           جولای ٢٠۱٠