کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

۳٤

 

۳۵

 

۳۶

 

۳۷

 

۳۸

 

۳٩

 

٤٠

 

 

 
 
   
هندوئېزم ( هندو مت)

٤۱ برخه

دکتور لطيف ياد 
 
 

 هندو واکمنان:

 

٩- په راجستهان (راچپوتانه) کې هندو واکمنان:

راجستهان چې په پخواز مانو کې راجپو تانه هم ورته ويل کيدل دهندوستان په شمال لويدېز کې دهند يو ستر ايالت ګڼل کيږي٠ دراجستهان مانا دواکمنانو يا پا چا يانو هېواد دی٠

دراجستهان لويدېز ته دپا کستان هېواد پروت دی، جنوب لويديز ته يې دهند دګجرات ايالت، جنوب ختيز ته يې دمدهيا پراديش ايا لت او شمال ختيز ته اوتهر پراديش او دهاريا نا ايالتونه او شمال ته يې دپنجاب ايالت پروت دی٠

دتاريخي مؤ ثقو او مستندو روايتو نو پر بنسټ  اريا ئيان دعيسی مسيح عليه السلام له زېږېدو نه ١٤٠٠ کلونه وړاندې دې سيمې ته راغلل او ددې سيمې بومي يا اصلي او سيدونکي يې دجنوب خواته وشړل٠

 په اوسني وخت کې دراجستهان ايالت تقريبا ٦٨ مليونه او يو سل زره  تنه وګړي لري او ددغه ايالت مرکز دجيپور ښاردی ٠ رسمي ژبې يې مارواړي، راجستهاني او هندي دي٠ نورمشهور ښارونه يې اجمير، جسلمير، بيکانير، ګنګا نګر،هنو مان نګر، ناګور، پالي، چتورګړ، دهولپور، راج سمند، کوټا، ټونک، بنسواره،بوندي، الوار، مونټ ابو،جهاله وار، سروهي او اوديپور دي٠

راجپوتان دهند په تاريخ کې ډېر جنګيالي او تورزن خلک ګڼل کيږي چې دکشيترا يا دجنګياليو په طبقې پورې اړه لري او تقر يبا دهند په پوځ کې در اجستهاني او راجپو تو ونډه ډېره ښودل شوې ده٠ دراجستهان سر بېره ډېر شمېر راجپوتان په اتهراپراديش، هيماچل پراديش، جمو، پنجاب ،انترانچل،مدهيا پراديش،بيهار، ګوجرات

اومهاراشټر کې اوسيږي٠ همداراز دپا کستان په سند کې هم ډېر شمېر راچپوتان استو ګنه لري ٠ دلته به منا سبه وي چې دځينو هغو هندو واکمنو کورنيو يادونه وکړو چې پر دې سيمه يې واکمني کړې او راج يې چلولی دی٠

١- د رور دکورنۍ واکمني :

دتاريخي روايتونو له مخې دغه کورنۍ د راجپوتانو لومړۍ واکمنه کورنۍ وه چې دعيسی مسيح له زېږېدو نه پنځه پيړۍ وړاندې يې واکمني کړې ده چې سندد دوی دواکمنۍ مر کز ګڼل کيده٠ درور دکو رنۍ واکمني دعيسی مسيح له زېږېدو نه ٤٥٠ کلونه وړاندې پيل شوه او دعيسی مسيح تر زېږېدو وروسته يې تر ٤٨٩ کال پورې دوام وموند٠ درور په کورنۍ کې ٤١ تنه هندو واکمنان تير شوي دي چې نو مو نه يې په لاندې ډول دي:

دهاج رور کمار،کونک،رورک، هرک، ديوايک، اهيناک، پاري پت،بالا شاه، کهانګر، بريهاردت،هرانش،موهري، راسان کيت، امرون، مهاسين،بريهاد دهول،هري کيت، سوم، يتراون، پوشيا پا تا،سوداو،بايدي راک، نهاک مين، منګل ميترا،سورت، پوشکار کيت،انتر کيت، سوتجايا، بريهاد دهواج، با هوک، کمپجايي،کاګنيش، کاپيش، سومانترا، لنيګ لاو،مناس جيت، وندر کيت او دادرور٠

بايد يا دونه وکړو چې راجا دهاج رور  د رور دکورنۍ د واکمنۍ بنسټ ايښودونکی و٠

٢-درای دکورنۍ واکمني:

درای راجپوتې کورنۍ د٤٨٩ زيږديز کال نه تر ٦٣٢ زېږديز کاله پورې پر سند واکمني کړې ده٠ که څه هم درای کورنۍ دبود هيزم دګروهې يا عقيدې پيروا ن ول ،خوسره له دې يې هم هندوئيزم ته ډېر خد متو نه کړي دي، دبيلګې په تو ګه د پا کستان د سکر په ښار کې دشيوا معبد چې په همدې عصر کې جوړ شوی دی٠

دغې کورنۍ دڅلورو مشهورو واکمنانو نو مونه په لاندې ډول دي:

رای سهيراس

رای سهاسي

دويم رای سهيراس

دويم رای سهاسي

 

دګيهلوټ دکورنۍ واکمني د ٨زېږديزې پيړۍ نه تر يولسمې زيږديزې پيړۍ پورې :

 

دګيهلوټ د کورنۍ  د واکمنۍبنسټ ايښودونکی باپا راول و چې په ٧٣٤ زيږديز کال کې يې دراجستهان په چيتور کې واکمنۍ ته ورسيد٠ په دغې کورنۍ کې ٣٧ تنه واکمنان تېر شوي دي چې وروستنی يې راول رتن سنګ و٠

دچوهان دکورنۍ واکمني:

 چو هان يوه هندو راچپوته کورنۍ وه چې په ډهلي، اجمير او شمالي هندو ستان کې يې ددولسمې زيږديزې پيړۍ په ورو ستيو کې يې واکمني کړې ده ٠

 

په دې کورنۍ کې هم يو شمېر واکمنان تير شوي دي  چې نو مونه يې دادي:

هرسراج چوهان، اجی راج چوهان،بسال ديو چو هان او پيرتهوي راج چوهان٠

له دغو ټو لو نه مشهوريې پير تهوي راج چوهان دی ٠

پير تهوي راج چوهان  ١١٤٩- ١١٩٢ ميلادي :

پير تهوي راج چوهان دچو هان په را چپوتانو کې يو مشهور جنګيالی واکمن تېر شوی دی ٠ نو موړی په ١١٩١ او ١١٩٢ کلونو کې دوه ځلې دشهاب الدين محمد غوري سره په تارين نومې سيه کې چې په اوس وخت کې دهند دهريانا په ايالت کې مو قعيت لري د دوه لکه پو ځونو ،دېرش زره سپرو اودری سوه جنګي ها تيانو په ملتيا وجنګيد٠ همداراز پير تهوي راج دګجرات دبهيم ديو سو لنکي او دمهوبا دواکمن سره هم جګړې کړي دي ٠ نو موړی دهند په تاريخ کې  ديوه ملي اتل په تو ګه پيژندل کيږي ٠

دمهارانا سنګرم سنګ چې د رانا سنګها په نامه سره يې

شهرت درلود دواکمنۍ دوره:

رانا سنګهاپه اصل کې دراجستهان دايالت دميوار دسيمې و او دسيسوديا راچپوتانو په قبيلې پورې يې اړه درلودله٠نوموړی په ١٤٨٤ زيږديز کال کې زيږيدلی او په ١٥٢٧ کال کې مړ شوی دی٠ دده دواکمنۍ دوره د١٥٠٩ او  ١٥٢٧ زيږ دېزوکلو نو تر مينځ وه ٠

نوموړي دراجپوتانو يوه پياوړې واکمني رامينځ ته کړه٠ دده دواکمنۍ په وخت کې عدل او انصاف ډېر و٠ نو موړي دبابر سره په کنوا نومې سيمه کې جګړې هم وکړې٠ تر ده ورو سته دده زوی مهارانا اودی سنګ دميوار دسيمې واکمن شو٠

مهارانا اودی سنګ ١٥٢٢-١٥٧٢ ميلادي:

نوموړی درانا سنګا زوی و چې په ١٥٢٢ زيږديز کال يې دې نړۍ ته ستر ګې پرانيستلې٠د اوديپور د ښار بنسټ دده په وخت کې ايښودل شوی و٠ کله چې مغولي واکمن جلا ل الدين محمد اکبر په ١٥٦٧ ميلادي کال پر ميوار بريد وکړ نو مهارانا اودی سنګ په ميړانه ورسره وجنګيد٠ دی يو مدبر واکمن و٠ نوموړی په ١٥٧٢ کال کې په ګوګوندا کې مړ شو٠ دهغه تر مړينې وروسته يې زوی مهارانا پرتاپ د ميوار دسيمې واکمني تر لا سه کړه٠

مهارانا پرتاپ ١٥٤٠-١٥٩٧ ميلادي:

نوموړی هم دميوار دسيمې يو زړور هندو واکمن تير شوی دی٠ دی دمهارانا اودی سنګ زوی دی٠ داودی سنګ تر مړينې وروسته راجپوت مشران سره کښيناستل او نو موړی يې د ميوار دسيمې دواکمن په تو ګه اعلان کړ٠ دده په وخت کې هم له مغولو سره ډېرې جګړې شوي دي چې يوه يې هم په ١٥٧٦  ميلادي کال کې دهلدي ګاټي جګړه وه٠ نو موړی په هند کې ديوه ملي اتل په څېر پيژندل کيږي٠

نور بيا٠٠٠

 

1-http://en.wikipedia.org/wiki/Chauhan

2-http://en.wikipedia.org/wiki/Maharana_Pratap

3-http://en.wikipedia.org/wiki/Rana_Sanga

4-http://en.wikipedia.org/wiki/Rana_Udai_Singh_II

5-http://en.wikipedia.org/wiki/Prithviraj_Chauhan

6-http://en.wikipedia.org/wiki/Rajput

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل    ۱۵۱   سال        هفتم              سنبله       ۱۳۸٩  خورشیدی               اول سپتمبر ٢٠۱۱