کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

۳٤

 

۳۵

 

۳۶

 

۳۷

 

۳۸

 

۳٩

 

٤٠

 

٤۱

 

٤٢

 

٤٤

 

٤۵

 

٤۶

 

٤۷

 

٤۸

 

٤٩

 

 

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندو مت)

۵٠  برخه
دکتور لطيف ياد
  
 
 

   

دهندوانو لر غو ني ښارونه:

 

هستيناپورहस्तिनापुर):

 

هستينا پور د لرغوني هند يا بهارت ورشا يو لوی ښارو٠ ددغه  لرغوني ښار په اړوند دلر غو نپو هانو تر مينځ بيلا بيلې نظر يې شته٠ ځينې يې او سنی ډيلی( دهلي) بولي چې  دجمنا سين ته څېر مه جوړ شوی و، خو ځينې بيا په دې اند دي چې هستينا پور هغه ښار دی چې نن ورځ دهند دتراپراديش دايالت  دميرټ دولسوالۍ پورې  اړوندددواب په سيمه کې پروت دی ٠

د هند دلر غوني رز منا مې مها بهارت پر بنسټ هستينا پور  دکورو کشيتراپه جګړې کې پرکوروانو باندې دپانډوانو دبر يا ليتوب له کبله پانډوانو ته ور کړل شوی و ، ځکه د مها بهارت ستره جګړه چې ددوو د تره زامنو قبيلو يعنې پا نډوانو او کوروانو تر مينځ دعيسی مسيح عليه السلام تر زېږېدو ٣١٣٩ کلونه وړاندې په کوروکشيترا  کې پېښه شوې وه د پا نډوانو په ګټه پای ته ورسيدله او پا نډوانو ٣٦ کلونه او اته ميا شتې په هستينا پور باندې واکمني وکړه او جو ډيشټر دپا نډوانو لو مړنی واکمن و چې دهستينا پور پر تخت کښيناست٠  د هستينا پورمانا د پيلانو يا ها تيا نو ښار دی٠

ويل کيږي چې دغه ښار دپلان له مخې جوړ شوی و چې ګرد چا پيره يې ديوالو نه درلودل٠ همدارنګه دې ښار

 پر اخه واټونه او بازارو نه در لودل٠ دتا ريخي مستندو روايتونو پر بنسټ په هغه  وخت کې دهستينا پور خلک په خو شالۍ کې خپل ژوند تيراوه او داقتصاد له پلوه دخلکو ژوند ښه و٠

د هند لر غون پيژندونکو د هند تر خپلواکۍ تر ګټلو ورو سته په ١٩٥٠ زيږ ديز کال کې دهستينا پور په ښار کې يو لړ کيند نې وکړي چې دغو کيند ند دچارو مشري دهند دلر غون پيژندنې دادارې يوتن ته چې بي٠بي، لال نو ميدور په غاړه وه٠

هستينا پور ته داشوکا او دهغې دلمسي له خوا هم زياته پا ملر نه وشوه او ډېر معبدونه پکې ودان شول٠

په او سني وخت کې په هستيناپور کې دغه لا نديني معبدونه شته چې په بو دايي، هندوئېزم او جينيزم پورې اړه لري٠

١- دجين دمذهب ستر معبد ډای ګامبر

٢- کيلاش پروات

٣-د پنديشوار معبد

٤- دلارډ شيوا معبد

٥- دکالي ماتا معبد

٦- کاران ټيمپل

٧- لو ټس ټيمپل

لنډه داچې هستيناپور دلر غوني هند يومشهور تاريخي ښارو چې په مهابهارت او په ويدي متونو کې يې يادونه شوې ده٠

 

 --

ماخذونه او سر چينې:

 

 

١-http://www.thevedicfoundation.org/bhartiya_history/mahabharat.htm

٢-http://www.bvashram.org/articles/105/1/Mahabharata-The-Great-War-and-World-History/Page1.html

٣-http://en.wikipedia.org/wiki/Hastinapur

 

 

 

ددې ليکنې په اړوند عکسونه او انځورونه

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۶۱       سال        هفتم             دلو    ۱۳٩٠     هجری خورشیدی         اول ٢٠۱٢ عیسوی