کابل ناتهـ، Kabulnath

















لومړی برخه



دوهمه برخه







Deutsch
هـــنـــدو  گذر
قلعهء هــــنــدوان
همدلان کابل ناتهـ

باغ هـــندو
دروازهء کابل

 
 
 
 
 
هندوئيزم ( هندومت)

درېمه برخه

 
 
دکتور لطيف ياد- استر اليا
 
 

 ښاغلو لو ستونکو! تا سو ددې مقالې په دويمه بر خه کې د پران يا پرانا په اړوند چې دهندو انو دمقد سو او سپيڅلو متو نو نه شميرل کيږي او الها مي بڼه لري او همداراز د پراناد شلو کتا بو نو په اړوند لنډ او مختصر معلو مات ولو ستل ٠ اوس غواړم چې د هند هغه دوې مشهوري حما سي منظو مې هم درو پيژنم چې يوه يې مها بهارت او بل يې راماين دي ٠ دغو دواړو حما سو دهندو ئيزم په ودې او پر مختګ کې مهم رول لو بو لی دی٠ را ماين او مها بهارت دهندو ستان هغه دوې ملي حما سي دي چې دهندو ئيزم پير وانو ته داخلا قيا تو درس او تعليم ورکوي٠

 

١- مها بهارت ( مها بارتا) :

 

مها بهارت چې مها بهارتا يې هم بو لي د حضرت عيسی مسيح له مېلاد نه د ٨٠٠ يا ١٠٠٠ کلو نه وړاندې د وياسا له خوا ليکل شوی دی په خپل ذات کې يو ستر حماسي اثر دی چې ١١٠٠٠٠ بيتو نه لري او په ١٩ پر بو نو يا څپر کو کې ليکل شوی دی٠ په دغه منظو م حما سی اثر کې د لر غو ني هند ددوو نا متو کو رنيو يعني کوروانو او پا نډو انو تر مينځ چې په اصل کې تر بر ونه او داکا زامن وو جګړه ښودل کيږي٠ د جګړې يو اړخ ته د پا نډوانو پنځه زامن او بلې خو اته د کوروانو او لاده چې شمېر يې سلو ته رسيږي٠

داسې ويل کيږي ې واکمن دهريتراشتهرا د خپل ورور پا نډو په مر سته په هستا نپور با ندې واکمني کو له ٠ ورو سته يې ورور پا نډو د خپلودوومېر منو کو نټي او مادري سره ځنګل ته ولاړل او خدای کو نټي ته پنځه نا رينه اولادونه ورکړل ٠

د پا نډو تر مړيني ورو ستهيې زامن د ځنګله نه بېرته هستا نپور ته را ستانه شول او غو ښتل يې چې هلته استو ګنه غوره کړي، خو دکوروانو اولاده هغوی نه خو ښول، ځکه چې پا نډوان پر دوی با ندې په علم او پو هه کې بر لاسی درلود٠

يوه ورځ د کوروانو اولاده دپا نډوانو زامن د نرد لو بې ته را وبلل٠دوی په دغې لو به کې پا نډوانو ته ما تې ورکړه او دوی ته يې وويل چې با يد بېر ته ځنګله ته ستا نه شي او هلته به ١٢ کلو نه تېروي پر ته له دې چې څو ک ېي وګوري٠ تر دولسو لو نو تبعيد وروسته پا نډوان ، کوروانو ته خبر ورکړ چې زموږ دتبعيد ١٢ کلنه  موده پای ته ورسيده او اوس مو هستا نپور ته دبېرته راتلو نيت کړی دی او زموږ هېله داده چې موږ به هم دهستا نپور په واکمنۍ کې شر يکوي او بر خه به راکوئ، ځکه چې موږ هم ستا سو تر برونه او داکا زامن يو، خو کوروان ور ته وايې چې موږ به هيڅکله هم تا سو ته په دې واکمنۍ کې بر خه در نه کړو٠

په پای کې پا نډوان دکو روانو سره دجګړې اعلان کوي  او دغه جګړه د هند دهر يا نا دايا لت دکورو کشيتهرا په سېمه کې چې نن هم دغه ښار دکور وانو دنا مه له کبله په کوروکشيتهرا سره مشهور دی پيښيږي او دپا نډوانو نا متو اتل ارجن تر اتلس ورځنۍ جګړې ورو سته په دې بر يالی کيږي چې  کو روانو ته ما تې ورکړي او دهستا نپور  دواکمنۍ پر ګدۍ تکيه وکړي٠

د مها بهارت دمنظو مې نو لس ګو ني څپر کي يا فصلو نه دادي :

١-ادي پرب : دغه څپر کی شهزاده ګانو او ددوی ديږېد نو نېټو ته وقف شوې دی٠

٢- سبها پرب : دپا نډوانو او دايندرا پراستها دښار په باب دی٠

٣-ارنکاياپرب : په ځنګله کې د ار انيا دولس کلن تبعيدښيي٠

٤-ويراتها پرب : دويراتها په دربار کې يو کلن تبعيد٠

٥- يود وګا پرب : د جګړې له پاره تياری٠

٦-بهيشم پرب :دغه څپر کی دبهيشم په اړوند ليکل شوی چې دکوروانو کما نډر و٠

٧- درونا پرب : دد رونا سره د جګړې ادامه  چې هغه هم کمانډرو٠

٨-کارنا پرب : د کارنا سره جګړه چې هغه هم کمانډر و٠

٩-شا ليا پرب : د جګړې وروستۍ بر خه او دشا ليا سره جګړه چې هغه هم کما نډرو٠

١٠-سو پتيکا پرب : په دې فصل کې لو لو چې په څه ډول ا شواتاما او دکور وانو سر تېرو دپا نډو انو سر تيري په خوب کې ووژل٠

١١- ستري پرب : په څه ډول ګند هاري او نرو ښځو دجګړې دمړو وېر او ما تم وکړ٠

١٢-شا نتهي پرب : په دې څپر کي کې لو لو چې  په څه ډول جوديشتهر ته تاج په سرايښو دل کيږي او دبهيشم له خوا ده ته اوامر بيا نيږي٠

١٣- انو سا شن پرب : د بهيشم وروستي اوامر٠

١٤-اشوامي ديهيکا پرب : په دې فصل کې لو لو چې دجد يشتهرا له خوا اشو اميد ته  د اسو نو دقر با نۍمراسم تر سره کيږي٠

١٥-ا شرم واسيکا پرب : په دې فصل کې لو لو چې دريتشتهرا، ګند هاري او کو نټي اشرم ته ځي او هلته په ځنګله کې ددوید احتما لي مړېنې سره مخا مخ کيږي ٠ 

١٦- مو سالا پرب : ديا داف او مو سالا تر مينځ جګړه بيانوي٠

١٧-مها پرستا نيکا پرب : د جوډيشتهر او دهغه دوروڼو دمړينې په اړوند ده٠

١٨- سورګ روهن پرب : په دې فصل کې لو لو چې پا نډوان بېر ته رو حاني نړۍ ته راځي٠

٩- هري ومسا : د کر شنا جي ژوند٠

لنډه دا چې مها بهارتا يوازې يوه منظو مه حما سه نه ده، بلکې په هغې کې داسې کار نا مې او پيښې شته چې دانسان د غوره کړو وړو تر جما ني کوي او انسان ته دميړانې ،وفادارۍ، سر ښند نې، حق ويلو او ثابت قد مۍ درس ورکوي٠ مها بهارتا نه يوازي هندو ستاني نسلو نه متا ثر کړي دي، بلکې دهندو ستان په ارټ او ادب يې هم ژوره اغېزه ښند لې ده٠

 

اوس مو چې دمها بهارت په اړوند معلو مات تر لا سه کړل نو ښه به وي چې د هندوئيزم پر يوې بلې منظو مې حما سې چې  را ماين نو ميږي او درامچندر جي د ژوند انه حالات بيا نوي لږ شا نتې رڼا وا چوو :

 

٢- را ماين ( را ميا نا ):

 

راما ين يا  را ميا نا دهند وانو بله منظو مه حما سه  ده چې په اصل کې په سنسکرت ژبه ليکلې شوې ده چې ليکوال يې وا لميکي دی چې ويل کيږي درام چندر جي معا صر او دهند لو مړ نی شا عر ګڼل شوی دی ٠را ميانا په اصل کې د رام د ژوندانه کېسه او سر ګذ شت دی چې ٢٤٠٠٠ بيتو نه لري ٠ را ميا نا يوه عادي کېسه نه ده، بلکې په دې کې د هندو ئيزم د فلسفې او اخلا قو په زړه پورې اړ خو نه مطا لعه کو لای شو٠ دراماين په منظو مه کې لو لو چې په هغه کې په څه ډول راون ته ما تې ورکول کيږي او په څه ډول با ندې دعدل او حق حکمراني  رامينځ ته کيږي، دا په اصل کې پر ظلم او تيرو با ندې  د بر يا ليتوب کيسه ده٠

  در ا ميا نا د منظو مې کر کټر ونه :

١- رام :

 رام چې د هندوانو تر مينځ  په رام چندر جي سره هم شهرت لري ددغې منظو مي اصلي او مر کزي کر کټرا و اتل دی٠ نو موړی د ايو د هيا يا اجو دهيا د واکمن دشرت او د هغه د مېر منې کوسا ليا مشر زوی دی٠ نو موړی يو مشهور شهزاده او دتقوا، زغم او نيک چلند سمبول  ګڼل شوی دی ٠ دشرت د خپلې بلې مير منې ککۍ يا ککهيا تر ګواښ او فشار لاندې و چې با يد داجو د هيا د واکمنۍ اصلي وارث رام  چې دتا ج ايښو دلو د مر اسمو له پا ره ورته تياری نيول کېده د څوارلس کلو نو له پاره تبعيد کړي، ځکه هغه  ددشرت نه غواړي چې ددې زوی بهارت د تاج او تخت اصلي وارث و ټاکي٠ په پای کې رام د خپلې ګر انې مير منې سيتا سره يو ځای د تبعيد ژو ند غوره کوي او د ايو دهيا نه ځنګله ته ځي٠ په ځنګله کې د د لنکا يا او سني سريلا نکا واکمن راون چې يو شيطان صفته انسان دی سيتا تښتوي او له ځا نه سره يې لا نکا ته بيا يي او هلته يې په زندان کې اچوي، خو رام د خپل ورور لکشهمن  او هنو ما نجي په مر سته يو ستر لښکر جو ړوي او په هغه جګړه کې چې درام او راون تر مينځ د سيتا د ژ غو رنې له پاره  کيږي ، رام پر راون با ندې بر يالی کيږي او خپله مير من سيتا د دغه ديو صفته واکمن له منګو لو نه ژغوري او خپل اصلي ټا ټوبي ايو دهيا ته را ستنيږي٠

٢- سيتا :

 سيتا درام چندرجي مير من ده٠ نو موړې د يوه بل واکمن لور ده چې جنک نو ميږي٠ سيتا د راميا نا په منظو مه کې دتقوا او عفت يوه بېلګه ښو دلې شوې ده ٠ لکه چې دمخه مو ورته اشاره وکړه سيتا درام سره دتبعيد په وخت کې د لا نکا يا سريلا نکا د وکمن راون له خوا وتښتو له شوه٠

٣- هنو مان جي :

 هنو مان چې ورته هنو مان جي هم وايي په اصل کې د کيشکينداد سېمې اوسيدونکی و٠ نو موړي د سيتا په مو ند لو کې درام سره ډېره مر سته کړې ده٠

٤- لکشهمن :

درام چندر جي کو چنی ورور دی چې درام دتبعيد په وخت کې له ده سره ملګری و او دخپل ورور رام او خپلې ورېندارې سيتا سا تنه يې کوله ٠ ده هم د راون  د منګو لو نه د سيتا په ژ غو رنه کې  ډېر مهم رول لو بو لی دی٠

٥- راون :

په اصل کې دی يو شيطا ن صفته انسان  او د لانکا يا او سني سر ېلا نکا واکمن و ٠ هغه درا م مېر من په داسې حا لت کې وتښتو له چې هغوی دتبعيد په حا لت کې وو  ٠ راون په پای کې درام د لښکرو له خوا ووژل شو٠

٦- دشرت :

دشرت د ايو دهيا يا اجو دهيا واکمن او درام پلارو٠ دشرت درې مېر منې درلودې يوه يې کو سا ليا  نو ميدله چې درام مور وه، دويمه مېر من يې سو مېترا نو مېدله٠ درېمه يې ککهيا نو مېد له چې درې زامن يې درلودل چې بهارت، لکشهمن او شتر وګهن نو مېدل٠

ککهيا غو ښتل چې خپل زوی بهارت د دشرت دواکمنۍ اصلي وارث وټا کي٠ د ا هغه وخت و چې دشرت درام دتاج ايښو دلو دمر اسمو په تيا ري بو خت و٠ هما غه و ککهيا  پر خپل خا وند دشرت با ندې دباو راولي چې رام  د څوار لسو کلو نو له پاره تبعيد کړي٠ کله چې رام دتبعيد له پاره ځي نو دده پلار دشرت ډېر خپه کيږي او زړه يې ما تيږي چې ورو سته بيا له دې فا ني نړۍ نه ستر ګې پټوي٠

د راميا نا منظو مه په اوو کندونو يا کتا بو نو کې ليکلې شوې ده چې نو مو نه يې په لاندې ډول دي :

١- بالا کندا :

 لو مړنی کند يا کتاب دی چې د رام زېږېدو، دهغه کو چنيوالي او ما شو متوب او بيا دسيتا سره دده  دواده په اړوند مطا لب لري٠

٢- ايو دهيا کندا :

په دغه کتاب کې درام چندر جي د تاج ايښو دنې د تيا ريو او ځنګله ته د هغه د تبعيد په بر خه کې ليکل شوی دی٠

٣-ارانيا کندا :

 دغه کتاب درام  ژوند په ځنګله کې ښيي، کله چې رام دتبعيد شپې او ورځې تير ولې٠ همداراز په دې کتاب کې دراون له خوا دسيتا تښتول هم بيا نوي٠

٤-کيشکيندا کندا:

 د اکتاب درام او هنو مان جي د ليد نې کتنې په اړوند معلو مات راکوي٠ همداراز په دې کتا ب کې لو لو چې دونارا واکمن چې والي نو ميږي په څه ډول را پر زول کيږي او پر ځا ی ې دهغه ورور سو ګريوا د کيشکيندا پر تخت باندې کښيني٠

٥- سو ندېرا کندا : په دغه کتاب کې د هنو ما ن جي اتلو اله او مېړ انه ښو دله کيږي٠ همداراز لنکا ته د هغه تګ او دسيتا جي سره د هغه ملاقات هم بيا نوي٠

٦- يودها کندا :

 د غه کتاب درام او راون د پو ځو نو تر مينځ جګړې ته وقف شوې دی ٠

٧- اتهر کندا :  په دې کتاب کې د سيتا د دوو زا منو لاوا او کو شا د زېږېدلو،د دوی دتاج ايښودلو د مر اسمو او درام  د ژوندانه ورو ستيو شپو او ورځوپه اړوند مطا لب لولو٠

لنډه دا چې کله رام د سرېلا نکا واکمن راون ته ما تې ور کوي او هغه وژني، نو تر څوار لس کلن تبعيد نه ورو سته د خپلې مېر منې سيتا او د خپل ورور لکشمن سره يو ځای خپل پلر ني ټا ټو بي ايو دهيا ته را ستنيږي او خلک د خپل شهزاده رام چندر جي په وياړ شمعې بلوي چې د ديو الي اختر په همدې منا سبت را مينځ ته شوی دی

 

  ( نور بيا)

(())(())(())(())(())(())

بالا

دروازهً کابل
 

شمارهء مسلسل 113           سال پنجم         دلــو  ۱۳۸۸  هجری خورشیدی        فبوری 2010