کابل ناتهـ، Kabulnath

 
 
 
 
 
هندو ئېزم (هندومت (

اتمه بر خه

 
دکتور لطيف ياد- استر اليا
 
 

په هندو ئېزم کې اربا ب الا نواع او الا هې :

 د کا بل نا ت اغلو او ښا غلو لو ستو نکو په تېره ګنه کې مو دهندو ئيزم دالا هو په لړ کې د کالي مور، کر شنا جي اولکهشمي په اړ وند معلو ما ت و لو ستل٠ په دې ګڼه کې ددرېو نورو الا هو يعني رام چندرجي، شيوا او ويشنو په اړ وند معلو مات وړاندې کوم :

٧-شري رام چې په رام چندر جي سره هم شهرت لر ي :

 

 رام چې د هندوانو تر مينځ په رام چندر جي سره هم شهرت لري ، د ايو د هيا يا اجو دهيا د واکمن دشرت او د هغه د مېر منې کوسا ليا مشر زوی دی٠ نو موړی يو مشهور شهزاده او دتقوا، زغم او نيک چلند سمبول ګڼل شوی دی ٠ دشرت د خپلې بلې مير منې ککۍ يا ککهيا تر ګواښ او فشار لاندې و چې با يد داجو د هيا د واکمنۍ اصلي وارث رام چې دتا ج ايښو دلو د مر اسمو له پا ره ورته تياری نيول کېده د څوارلس کلو نو له پاره تبعيد کړي، ځکه هغه ددشرت نه غواړي چې ددې زوی بهارت د تاج او تخت اصلي وارث و ټاکي٠ په پای کې رام د خپلې ګر انې مير منې سيتا سره يو ځای د تبعيد ژو ند غوره کوي او د ايو دهيا نه ځنګله ته ځي٠ په ځنګله کې د د لنکا يا او سني سريلا نکا واکمن راون چې يو شيطان صفته انسان دی سيتا تښتوي او له ځا نه سره يې لا نکا ته بيا يي او هلته يې په زندان کې اچوي، خو رام د خپل ورور لکشهمن او هنو ما نجي په مر سته يو ستر لښکر جو ړوي او په هغه جګړه کې چې درام او راون تر مينځ د سيتا د ژ غو رنې له پاره کيږي ، رام پر راون با ندې بر يالی کيږي او خپله مير من سيتا د دغه ديو صفته واکمن له منګو لو نه ژغوري او خپل اصلي ټا ټوبي ايو دهيا ته را ستنيږي٠ په هندو ستان او دنړۍ په ډېرو بر خو کې درام چندر جي دلما نځنې لپاره لما نځنتو نو نه يا عباد تځا يو نه شته او دده مجسمه پکې ايښودل شوي وي چې په لاس کې يې غشي او ليندۍ ليدله کيږي او مير من يې سيتا جي او ورور يې لچهمن تر څنګ ولاړ وي او هنو ما نجي يې دپښو تر څنګ نا ست وي٠ با يد وويل شي چې درام لېلا جشن او فسټيوال درام چندر جي او راوڼ تر مينځ د جګړې هغه يا دونه ددغه مذهب پير وانو ته ور په يا دوي چې دسېتا جي د ژغو رنې لپاره ددوی تر مينځ شوې وه٠ په دغه فسټيوال کې خلک درام او راوڼ تر مينځ د جګړې حالات د ډرامې په بڼه وړاندې کوي چې په پای کې دراوڼ مجسمو او انځورو نو ته په داسې حال کې چې دبا رو تو نه ډک شوي وي اور ور اچول کيږي٠ دهندو انو مشهور فسټيوال او جشن ديوالي يا ديپا والي هم د رام دبر يا ليتوب او دراون دما تې په وياړ جوړيږي، ځکه چې په دغه ورځ با ندې رام چندرجي دخپلې مير منې سيتا او خپل ورور لچهمن سره يو ځای تر څوارلس کلن تبعيد ورو سته دايود هيا يا اجو د هيا ښارته راستنيږي او خلک دخپل شهزاده دراستنيدو له پاره د خپلو کورونو بلۍ په شمعو رو ښا نه کوي او دخپل شهزاده شري رامچند رجي هر کلی او دراتلو په وياړ يې خو شا لۍ کوي٠

٨- شيوا :

شيوا چې په لارډ شيوا او شيو جي سره هم شهرت لري دهندوانو يو مشهور او لر غو نی رب النوع ګڼل کيږي٠ په سنسکرت کې شيوا دنيکمر غه مانا لري او په اصل کې دله مينځه وړلو او قهر رب النوع ده او په دريو ترېمو رتيو کې يوتر يمو رتي ده٠ دوه نورې تر مورتيا نې براهما او وشنو دي٠ داسي ويل کيږي چې شيوا د خپلې مير من پار وتي سره چې دهيما ليا لوروه دهيما ليا دکيلاش په غره کې او سيدل٠ که موږ د شيوا ځا نګر تياوو ته وګورو نو دده په غاړه کې دکبرا مار را تاو شوی دی، په ښي لاس کې يې د تر يشول لکړه نيولې، دزمري جا مې يې پر تن دي،د رودراکش دونې د دانو نه يې پېيل شوې تسبيح په غاړه کې پر تې دي چې ويل کيږي درودراکش ونه د شيوا دستر ګو داو ښکو نه را ټو کېد لې ده اودرودراکش ددانو په اړولو سره هندوان دخدای نوم يادوي او وايې چې ستيم، شيوم، سندرم يعني خدای حق دی او خدای ښا يسته دی٠ دشېوا بله ځا نګر تيا داده چې دپخل سر دپا سه دميا شتې نښه لري او پر تندي باندې درېمه ستر ګه هم لري چې هغه ته د عقل ستر ګه او ا بيندي هم وايې ٠ همداراز په هند وانو کې دا عقيده هم شته چې د ګنګا سپيڅلی سين دشيوا د پريشانه ويښتانو نه سر چينه اخيستلې ده چې دغه سين خلکو ته نيکمر غي په ار مغان راوړې ده ٠ د لارډ شيوا دلمانځنې لپاره په هندوستان، نيپال او نورو هيواد ونو ې ډېر مندرونه شته چې خلک يې لمانځي

 

٩- ويشنو :

د هندو ئيزم دعقېدې پر بنسټ ويشنو يو لر غونی رب النو عه دی چې نوم يې دهندوانو په سپيڅلو متو نو لکه: ويدونو،اپنيشيدونو، پورانا او بهګود ګيتا کې راغلی دی ٠ يوازې په ريګو يدا کې دو يشنو نوم ٩٣ ځا يه راغلی دی٠ د هندوئېز م دعقيدې پر بنسټ ويشنو دنړۍ او هستۍ سا تو نکی ګڼل شوی دی چې د خپلې مهر با نۍ له مخې دهستۍ او کا ئنا تو نه سا تنه کوي ٠ ويشنو ته دنا رائن لقب هم ور کړل شوی دی او ددريو تر يمو رتيا نو نه يو تري مور تي همدی دی٠ که څه هم دويشنو په انځو رو نو کې تو پېرونه شته، خو په عمومي تو ګه يې بڼه او جوړښت دانسان په څېر دی چې ابي رنګه بڼه لري او دڅلورو لا سو نو در لو دونکی دی چې ه يوه لاس کې يې سمندري سيپۍ، په بل لاس کې يې يو ګرز او بل لاس کې يې يو ګرد څرخ يا ډيسک ليدل کيږي٠ هغه په خپل سر باندې تاج لري، په غاړه کې يې دګلانو هارونه پر اته دي او ژيړ بخونې جامې اغوندي٠ ده پر سمندرونو تکيه کړې ده٠ دو يشنو مېر من لکهشمي ده چې دنيکمر غۍ او شتمنۍ الا هه ګڼله کيږي٠ په هندو ستان او دنړۍ په ډېرو هغو هېوادونو کې چې هندوان پکې استو ګنه لري دويشنو دلما نځنې لپاره مندرونه جوړ شوي دي چې دوی په هغو کې پوجا يا عبا دت کوي٠ 

 

بالا

دروازهً کابل
 

شمارهء مسلسل    118          سال شـشم       حمل/ ثور  ۱۳۸۸  هجری خورشیدی      اپریل  2010