کابل ناتهـ، Kabulnath

 
 
 
 
 
هندو ئېزم ( هندو مت )
 

شپږ مه برخه

 
دکتور لطيف ياد - استراليا
 
 

په هندوئيزم (هندو مت) کې اربا ب الانواع او الاهې :

د کابل ناتهـ، د ويبپاڼې اغلو او ښاغلولوستونکو !

ما تاسو ته په تېره برخه کې د هندئيزم د عقائدو او د هغه په لړکې د اوتارونو ، د تنا سخ دعقيدې او د جنت يا سورګ او دزخ يا نرک په اړوند معلوما ت در کړل٠ دا ځل غواړم چې په همدې لړکې د هندوئيزم دارباب الانواعو او الاهو په اړوند ګرانو لوستونکو ته يو څه معلومات وړاندې کړم٠

 

په هندو ميتالوجۍ کې په تېره بيا په ويدونو، او پنيشدونو او پورانونو کې موږ د هند وئيزم يا هند ومت د ډېرو ارباب الانواعو او الاهونو مو نه ګورو چې د دوی د مذهبي عقايدو يوه ډېره مهمه بر خه جوړوي٠ په دغه ارباب الانواعو او الاهو کې د براهما، دورګا، رام، شيوا ، کالي ، ګوري ، ګنيش ، لکهشمي او ويشنو نومونه د يادولو وړدي٠ بايد ووايم چې ما هڅه کړې ده چې پور تني ياد شوي نومونه په الفبايي ډول تاسوته وړاندې کړم٠

 

١- براهما :

په هندو ميتا لوجۍ کې برهما د ټولې نړۍ او ټولو شيانو هستوونکی دی او د دري ګونو تري مورتيونه يو هم براهما دی٠پاتې دوه نور تري مورتيان ويشنو او شيوا دي٠ د پورانا دليکنو پر بنسټ براهما پخپله پيدا شوی دی٠ که موږ د براهما مجسمو او انځورو نوته ښه ځير شو نو براهما څلور سرونه او څلور لاسونه لري او تل د زنبق د ګل په مينځ کې ناست وي٠ د براهما دغه څلور سرونه د څلورو ويدونو ريګويد ، يجور ويد، ساما ويد او اتهر ويد، د څلورو کاسټونو او طبقاتو لکه برهمن، کشيترا، ويسيا او شودر او د څلورو يو ګاوو يعني کريتا، تريتا، دواپارا او کالي نمايندګي او استازيتوب کوي

٠

کله کله دی په انځو رونو کې ليدل کيږي چې په يوې بګۍ باندې نا ست وي چې د اوو بتوله خوا کشول کيږي چې دغه اوه بتي د اووګو نو نړ يو نه عبارت دي٠ که څه هم په هند وستان او د نړۍ په بل کوم ګوټ کې دبراهما دلما نځنې لپاره کوم ځانګړي لمانځنتون يا عبادت ځای نشته، خو دهندو ستان در اجستان د ايالت په اجمير کې په پو شکر نومې ځای کې يو مندر شته چې د براهما مجسمې پکې ايښودل شوي دي او د ده لما نځنه پکې کيږي٠

 

٢- دورګا :

دورګا په هندوئيزم کې يوه مشهوره رب النوعه ده چې هندوان ورته ماه دورګا هم وايي يعني دورګا مور٠ دورګا مور خلک د ټولو ناخوالو لکه حرص، کينې ،بغض ، دښمنۍ، رخې او حسد، غرور، ځان خوښوونې، نفرت او کرکې نه ساتي او هغه له مينځه وړي٠که چيرې موږ ددورګا مور مجسمو او انځورونو ته ځير شو نو پر يوه زمري  يا پړانګ باندې  په داسي حال کې ناسته وي چې توره، غشي او نورې وسلې يې په لاس کې وي او اتلس لاسونه لري او تل دې ته چمتو وي چې نړۍ او دنړۍ خلک دبد يو نه وژغوري چې دغه زمری يا پړ انګ  دا خبره جو توي چې دورګا مور د ډېره ځواکمنه او د ډېر قوت څښتنه ده ٠ د دغو ډيرو وسلو درلودل دا ښيې چې يوازې پر يوې وسلې نه شو کولای دښمنان له مينځه يو سو با يد د دغو دښمنانو دله مينځه وړلو لپاره بيلا بيلې وسلې په کار واچوو٠

 بايد وويل شي چې د دورګا مور لپاره په هندو ستان او دنړۍ په نورو هيوادونو کې ډېر مندرونه يا عبادت ځا يونه جوړ شوي٠ لنډه داچې دهندو ئيزم دعقيدې پر بنسټ دورګا مور ټولې بدۍ له مينځه وړي او دهغې په وړاندې کلکه مبارزه کوي٠

 

٣-ګنيش :

په هندوئيزم يا هندو مت کې ګنيش يو دهغو الاهو نه دی چې ډير خلک يې لمانځنه کوي٠که چيرې موږ دهندوانو معبدونو ته لاړ شو او دګنيش جي مجسمه له نږدې وګورو نو سر يې د پيل يا هاتي په بڼه دی٠ نوموړی دشيوا او پاروتی لومړنی زوی ګڼل کيږي او دعقل او پوهي رب النوعه دی٠دده بل لقب ګنپتي او وينا يک هم دی٠ګنيش ته دموانعو او ستونزو دليرې کولو رب النوعه هم ويل کيږي٠

 دګنيش مجسمې د هندو ستان او نيپال په ډېرو مندرونو کې شته په تېره بيا دهندوستان په مهارا شتهرا، تا مل ناډو، ګجرات، ګوا، کرنا ټکا او اندهرا پراديش کې خلک دده ډېره لما نځنه کوي٠ د ګنيش د زيږ يدو په وياړ هر کال د اګست دمياشتې دشلمې نيټې او دسپټمبر د پنځلسمې نيټې تر مينځ دهندوستان په ځينو ښارونو کې دګنيش چتو رتهي په نا مه ميلې او جشنو نه جو ړيږي.

 

 (نو ربيا) 

 

بالا

دروازهً کابل
 

شمارهء مسلسل    116            سال شـشم       حوت  ۱۳۸۸  هجری خورشیدی       مارچ  2010