کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

۳٤

 

۳۵

 

۳۶

 

۳۷

 

۳۸

 

۳٩

 

٤٠

 

٤۱

 

٤٢

 

٤٤

 

٤۵

 

٤۶

 

٤۷

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندو مت)

٤٨برخه
دکتور لطيف ياد
 
 
 

 

دهندوانو لر غو ني ښارونه:

 

مو هن جودارو:

موهن جودارود لر غوني هند يو مشهور او پخوانی ښاردی چې دسند دوادۍ د تمدن يوه بر خه ګڼله کيږي ٠ مو هن جودارو داوسني پا کستان دسند په ايالت کې پروت دی چې دلاړ کانه نه شل کيلو متره او دسکر نه جنوب لويدېز ته په٨٠ کيلو مترۍ کې مو قعيت لري٠

دموهن جودارو مانا دمړو غو نډۍ ده او د هراپه يا هړپه نه چې دمخه مو ترې يادونه کړې ده ٤٠٠ ميله واټن لري٠ مو هن جودارو د لر غون پو هانو داټکلو نو له مخې د عيسی مسيح عليه السلام تر زيږېدو ٢٦٠٠ کلونه وړاندې جوړ شوی و چې دغه ښار د عيسی مسيح تر زېږېدو ١٨٠٠ کاله دمخه وران شو چې لر غون پو هان يې دورانېدو عوامل طبيعي پېښې لکه زلزلې، د سند ددرياب د مسير بدلون، سيلاوونه او يا هم بهرني ير غلونه  ښيي٠ ويل کيږي چې داښار اووه ځلې وران او بيا له سره ودان شوی و٠

د مو هن جودارو ښار د شلمې پېړۍ په دريمې لسېزې يعنې په ١٩٢٢ زيږديز کال کې دهندوستان دلرغون پيژندنې ادارې ديوه تن غړي راکهلداس  بانديوپادهيای(١٨٨٥-١٩٣٠)زيږديز چې په ار٠ کي ٠بنر جي سره يې هم شهرت درلود او په اصل کې دهندوستان دبينګال اوسيدونکی و او په لرغون پيژندنې او دلر غوني هندوستان  په تاريخ او کلچر کې ماهر او پوه و، له خوا کشف شو٠ بايدو وايو چې نو موړي دکلکتې او بنارس په پو هنتو نو کې دلر غون پيژندنې استاد هم و اودده کتاب( دهندو ستان پنځه زره کلن ښار) نو مېد چې په ١٩٣٤ کال کې په هندو ستان کې چاپ شوی دی٠

بايد وويل شي چې نو موړي هندي لر غون پيژندونکی راکهلداس  په مو هن جودارو کې ديوې بو دايې ستوپې په لټه کې وو چې دا ښار يې کشف کړ٠ بيا  تر هغه وروسته ځينو نورو لر غو نپو هانو لکه سرجان هيوبرت مارشل،کي٠اين ډيکشيټ ،اير نيسټ مککای او نورو په دې لر غونې ښار کې کيندنې وکړې ٠ په ١٩٤٥ زيږدېز کال کې داحمد حسن دني او مارټيمر ويلر له خوا هم دکيندنو چارو پر مختګ وکړ٠ تر هغه وروسته بيا په مو هنجو دارو کې دکيندنو چارې د١٩٦٤ او ١٩٦٥ کلو نو تر مينځ  تر سره شوې چې ددغو کيند نو چارې جيورج٠ ايف ډيلس ته ور په غاړه وې٠ همداراز په ١٩٨٠يمو کلونوکې د جر مني او ايټا ليې هيوادونو لر غون پي پېژندونکو هر يو ډاکټر مايکل جانسن او ډاکټر مور يزيو توسي تر مشرۍ لاندې کيندنې تر سره شوې٠ په ١٩٨٠ کال کې مو هنجو دارو ديو نسکو له خوا په نړيوال کلتوري ميراث کې وشميرل شو٠

د لر غون پيژندونکو په اند مو هن جودارو هم دهراپه په څېر يو ښارو چې دپلان له مخې جوړ شوی و چې دودانيو په جوړولو کې دپخو خښتو نه پکې ګټه اخيستل شوې وه٠ دغه ښار منظم واټونه، ستر ستر سا لونونه ،حما مو نه، څاه ګانې او يو پوړېزه او دوه پوړېزه کورونه او ودانۍ درلودل ٠ د موهن جودارو ښار په دوو بر خو ويشل شوی وو چې يوې خواته يې کلا او بله برخه يې ښاردی٠ دښار په مر کزي برخه کې مارکيټ و ٠ همداراز دمو هن جودارو په ښار کې يو داسې دلمبلو يو لوی ډنډ هم  شته چې اوږدوالی يې ١٢ متره،سور يې ٨ متره او ژوروالی يې٢ متره او ٤٠ سانتيمتروته رسيږي٠

دلر غون پيژندونکو دڅيړنو پر بنسټ په مو هن جودارو کې٣٥٠٠٠ تنه وګړي اوسېدل٠ دمو هن جودارو له ښاره ډېر شمېر اثار لکه مجسمې، دنقا شۍ او رسامۍ ځينې اثار ،لو ښي او نور شيان مو ندل شوي٠ په دغو موندل شويو څيزونو کې يو هم دنڅاګرې نجلۍ مجسمه ده چې په ١٩٢٦ زيږديز کال کې موندلې شوې ده او ١٠  اعشاريه ٨ سانتي متره اوږدوالی لري او دبرونزو نه جوړه شوی ده٠ لر غون پو هان په دې اند دي چې ښايي دغه مجسمه به له نن نه ٤٥٠٠ کلونه وړاندې جوړه شوي وي٠ بله مجسمه دروحاني واکمن مجسمه ده چې ١٧  اعشاريه ٥ سانتي متره ده او په ١٩٢٧ کال کې دکيند نو په ترڅ کې مو ندلې شوې ده او ويل کيږي چې نو موړی روحاني به د مو هن جودارو دښار واکمن و٠

لنډه داچې مو هن جودارو دسند دتمدن او تهذيب يوه ښه بيلګه ګڼل کيدای شي٠

--------------

 

ماخذونه او سر چينې:

١-http://en.wikipedia.org/wiki/Mohenjo-daro

٢-http://www.mohenjodaro.net/

٣-http://www.harappa.com/har/moen0.html

 

 

 

 

 

ددې ليکنې په اړوند عکسونه او انځورونه

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۵٩       سال        هفتم              جدی     ۱۳٩٠     هجری خورشیدی         ۱ جنوری ٢٠۱٢ عیسوی