کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)  

دکتور لطيف ياد
٢٤ برخه
 
 

 مندېرमंदिर  ( لمانځنتون) ياد هندو مذهب

دپيروانو دعبادت کولو او لمانځنې ځای

 

دکابل نات ديب پاڼې اغلو او ښاغلو درنولو ستو نکو!

دکابل نات دويب پاڼې په تېره ګڼه کې مو په هندو مذهب کې دپوجا او عبادت په اړوند معلومات وړاندې کړل داځل به دمندېر په اړوند چې دهندوانو لمانځنتون يا دعبادت سپيڅلی ځای دی معلومات وړاندې شي ٠

مندېر يا لمانځنتون دهندو مذهب او ګروهې دپيروانو دعبادت کولو او لمانځنې ځای دی چې پکې دننه دبېلا بېلو بګهوانانو يا اربا ب الا نواعو مورتۍ يا مجسمې اېښودل شوي وي او خلک ورته دپوجا، درشن اويا دعبادت کو لو لپاره ورځي٠

دهندو مذهب دغه مندېرونه ډېر لر غو نی تاريخ لري چې دتاريخي شواهدو او لر غون پېژ ندنې پر بنسټ يې نېټه د مېلاد نه دمخه اټکل شوی ده٠  په لر غو نو زمانو کې مندېرونه معمولا دلوړو غونډيوله پا سه،دسيندونو تر څنګ او يا هم په ګو ښي ځا يو نو او يا هم دکليو او ښارونو کې جو ړيدل او دمندېرونو په جوړولو کې به دلر ګيو ډبرو او خښتو نه کار اخيستل کيده، خو اوس هم همدغه دود په خپل حال پاتې دی٠ که څه هم په اوسني وخت کې دمندېرونو په جوړولو کې دپو رتنيو يادو شوو موادو نه کار اخيستل کيږي، خو دعصري معمارۍ له مخې په هغو کې ډېرې قيمتي ډبرې او مواد کارول کيږي٠ دلته به بې ځايه نه وي چې د هغو لر غونو معبدونو يا مندېرونو يا دونه وکړو چې تاريخي ارزښت لري، دبيلګې په تو ګه دغه لانديني مندېرونه په هندوستان کې ډېر تاريخي او پخواني دي:

١- دکاجوراهو مندېر چې دهند دمدهياپراديش په ايالت کې دی چې دچندېل دامپراتورۍ دواکمنۍ په زمانه کې په لسمې عيسوي پېړۍ کې جوړ شوی دی٠

٢-دکونارک سن مندېر چې دهندوستان داوړيسا په ايالت کې مو قعيت لري او دهغه ځای ديوه سيمه اېز واکمن ناراسيمها ديو له خوا په ١٢٥٠ عيسوي کال ودان شوی و٠

٣-دمها بالي پورم مندېر چې دهند دتاميل ناډو دايالت دچينای دښار جنوب ته په ٦٠ کيلو مترۍ کې پروت دی او په اتمې ميلادي پېړۍ کې جوړ شوی دی٠

٤-دتېرو پاتي با لاجي مندېر چې د هندداندهراپراديش په ايالت کې دی او په دولسمې ميلادي پېړۍ کې جوړ شوی دی٠

٥-دپټداکال مندېر چې په ٧٤٠ عيسوي کال کې جوړ شوی دی او دهند  دکر ناټکا په ايالت کې موقعيت لري٠

٦- دميناکشي مندېر چې دهند دتاميل ناډودايالت په ماد هورای کې دی او دلارډ شيوا دلمانځنې لپاره جوړ شوی دی٠

٧- دجګنات مندېر چې دهند داوړيسا په ايالت کې دی او په دولسمې عيسوي پېړۍ کې جوړ شوی دی٠

٨- دپرېهاد سېواره مندېر چې د١٠٠٣  او١٠١٠ عيسوي کلو نو تر مينځ جوړ شوی دی٠

پردې برسېره دهندوستان په بېلا بېلو ايالتو نو لکه ډيلي، راجستهان،بنګال،اتهراپراديش،ګجرات٠ مهاراشټر،بېهار،جمو او کشمير او هيماچل پراديش کې هم ځينې لرغو ني او مهم مندېرونه شته٠

معمولا مندېرونه ديوه ځانګړي بګهوان يا رب  النوعه لپاره ځا نګړي شوي وي ، خو کله کله په يوه مندېر کې دډېرو بګهوانانو مجسمې او مورتۍ ايښودل شوي وي٠ هغه مندېرونه چې ديوه بګهوان لپاره ځا نګړي شوي وي نو دهغه ځانګړي بګهوان په نامه يا ديږي، دبېلګې په تو ګه: شيو مندېر،هنو مان مندېر،کالي ماتا مندېر،رام مندېر، ګنيش مندېر او نور٠٠٠

دغو مورتيو يا مجسمو ته ډېرې ښا يسته او ښکلي جامې اغو ستلې شوي وي چې زرغون،سره ژيړ،سره،بنفش،ګلابي او طلايي رنګو نه لري٠ دمندېر دننه دبګهوانانو مخې ته مو مبتۍ يا شمعې او ډيوې بلې شوي وي اوخواږه، ميوې او ژيړ رنګه ګلان او دګلاب سره ګلو نه پراته وي  ٠په خوږو کې لډوان او په ميوو کې کيلې او ناريال هم وي٠ همداسې دبګهوانانو په غاړو کې هم دګلانو ښا يسته امېلو نه اچول شوي وي٠ همداراز مندېرونه داګر بتيو او دصندل دلر ګيو په لوګيو باندې هم خوشبو يه کيږي٠

مندېرونو ته معمولا نر او ښځې ګهيځ وختي کله چې غسل يا اشنان وکړي ورځي او کله هم دشپې او ورځې له خوا ورځي او په خپلو ورځنيو چارو کې دبګهوان نه دځانونو،اولادونواو خپلوکورنيولپاره ترې مر سته غواړي،يا هم دناروغانو لپاره دعاوي کوي اويا هم خپل مرادونه ترې غواړي او يا هم خپل روحي تسکين پرې کوي٠ ځوانان او پېغلي هم دخپل راتلو نکي نېکمر غه ژوند لپاره مندېرونو ته ورځي او دبهګوان نه د خپلو مرادونو دتر سره کو لو غو ښتنه کوي٠

دمندېرونو دننه يو شمېرخلک بجهنو نه يا مذهبي سرودونه دموسيقۍ له الاتو په غږولولکه باجې،طبلې او نورو سره وايي٠ په دغو زړه راکښونکوبجهنونو کې يو هم د(اوم جی جګديش هري )مشهور مذهبي بجهن يا سرود دی٠

کله چې څوک غواړي چې مندېر ته دعبادت او لمانځنې لپاره ورشي نودمندر دباندې يا دمندېر په دروازه کې يو زنګ ځوړندوي او هر يو تن دغه زنګ شر نګوي اوکله چې مندېر ته ننوزي نو په ډېر ادب او درناوي سره په داسې حال کې چې دواړه لا سونه يې سره جوړه کړي وي دبګهوان يا مورتي مخې ته دريږي او دوعاګانې کوي او مر سته ځينې غواړي ٠ کله دغو مندېر ته راغلو خلکو ته دپوجاري يا دمندېر دپنډت له خوا په ډله اېزه تو ګه دبګهوان نه مر سته غوښتله کيږي او ددوعاوو او درناوي مراتب تر سره کيږي٠ په هندوستان کې معمولا پنډتان دروحانيونو په لوړ کاسټ او طبقې پورې اړه لري چې بر همنان وي٠ دهندوئېزم دعقيدې پر بنسټ دغه پنډټان په هندوانو کې دډېر درناوي نه بر خمن دي٠ دوی بر سېره پردې چې خلکو ته دم دوعا کوي، تعويذونه او څاښتونه ورکوي دغم او ښادۍ په مراسمو کې هم مهم رول لوبوي٠ دهندوانو دودونو په مراسمو کې همدغه پنډتان نکاح ګانې تړي او خلک هم دغه پنډتان په سو غاتونو،تحفو او نغدو پيسو نازوي٠

لنډه داچې دنورو مذاهبو دپيروانو په څېر هندوان هم خپلو مذهبي مراسمو ته ډېر پابنددي  او مندېر دهندوانو دعقيدې او کلتور يوه مهمه بر خه جوړوي٠

 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۱۳٤       سال شـــشم            قوس/جــــدی ۱۳۸٩  خورشیدی         دسمبر ٢٠۱٠