کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)  

دکتور لطيف ياد
۳٢ برخه  
 
 

سنسکريت संस्कृतम्

 

سنسکريت دهند يوه ډېره لر غونې او پخوانۍ ژبه ده چې لر غو نتوب يې ويدي عصر ته رسيږي٠ دغه ژبه د اينډو- ارين د ژبو په کورنۍ پورې اړونده ژبه ده ٠ که څه هم دغه ژبه په اوسني وخت کې ډېر ويو نکي نلري ، خو سره  له دې هم دهندوستان په ډېرو پو هنتونو کې تدريس کيږي او په هر پو هنتون کې دسنسکريت ژبې لپاره يوه څانګه يا ډيپارټمنټ شته چې د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا لپاره زده کوونکي لري او هم دسنسکريټ دژبې دودې لپاره ځينې علمي او تحقيقي مر کزونه هم شته چې ډېر ژبپو هان پکې څيړنې کوي ٠  که څه هم  په اوسني وخت کې د سنسکريت دژبې ډېر ويونکي نشته، خو د ٢٠٠١ زېږدېز کال داحصائيې له مخې د هندوستان په هېواد کې اوس هم ١٤١٣٥ تنه پر دغې ژبې ګريږي٠د هندو ستان د ٢٢ رسمي ژبونه سنسکريت هم يوه رسمي ژبه ده او دشمالي هندوستان داتهر کهنډدايالت رسمي ژبه ګڼل کيږي٠

دسنسکريټ دکلمې مانا مهذبه، بشپړه او کره شوې ده،ځکه دغه ژبه دويدي ژبې له تهذيب او سمولو نه پيداشوې ده٠که موږ څيړنه وکړو نو دابه جوته شي چې سنسکريت يوه پخوانۍ علمي ژبه ده چې په زرګونو علمي، ادبي ،تاريخي او مذهبي اثار پرې ليکل شوي دي او له نيکه مر غه ددغې ژبې ډېر اثار دزمانې دحوادثو او پېښو نه هم خوندي او بچ پاتې شوي دي٠

په دې مبحث کې موږ ځکه پر سنسکريت غږيږو چې دهندو ئېزم سره نه شليدونکي اړيکي لري او ډېر مذهبي اثار پر همدې ژبې ليکل شوي دي٠ پانيني دويدي ژبې نامتو عالم او پوهاندو چې دمسيح دزېږيدو نه څلور پيړۍ وړاندې دګندهارا په پشکلاوتي يا دپښتونخوا د اوسنۍ  چارسدې په سېمه کې دنندا دواکمنۍ پر مهال ژوند کاوه٠ داسې  ويل کيږي چې دده دپلار نوم پاني، دمور نوم يې داکسي، دورور نوم يې پينګالا او دماما نوم يې ديادي و٠ په پنچاتترا نومي کتاب کې راغلي دي چې پا نيني ديوه زمري له لاسه ووژل شو٠ پانيني ويدي ژبه کره، سمه او مهذ به کړه او سنسکرېت نوم يې پرې کېښود يعنې سمه،کره، مهذبه اوبشپړه او کامله ژبه٠

لوی استاد ارواښاد علا مه عبدالحی حبيبي دکيمبريج هسټري اف انډيا دلومړي ټوک په حواله دپانيني داثارو په اړوند داسي ليکلي دي:

دپانيني اثار اوس هم موجود دي چې دځينو پو هانو له خوا ژباړل شوي دي ٠ دمشهور ختيز پوه ميکس ميولر د وينا پر بنسټ پانيني خپل اثار د٣٥٠ زېږدېز کال نه دمخه ليکلي دي اودده دمهمو کتا بو نو نه ډېر مشهور يې دګرامر قواعد او نحويات دي٠ دغه کتاب اشټ ادهيايا يعنې اته ويناوې نو ميږي چې هره برخه يې يوه ادهيا يا ويناده ٠

داسي روايتونه او شواهد هم شته چر تر پا نيني دمخه هم ځينو پو هانو دسنسکريت ګرامر کښلی و،ځکه پانيني په خپل کتاب کې٦٤ تنه اسلا ف ښيي چې تر ده دمخه يې پردې کار ګوتې پورې کړې وې٠ دبېلګې په توګه پانيني دساکاټاينه او ياسکا نومونه اخلي چې ياسکا دپانيني سلف و٠

تر پانيني وروسته نور پو هان هم دده دکتاب په شر حه بوخت شول٠ دبيلګې په تو ګه يو عالم کانا يانا نومېد چې دده ياداشتونه او شر حه وارتيکا نو ميږي او اوس هم داکتاب شته ٠ بل مشهور شارح يې پاتانجلي نو ميږي چې دعيسی مسيح له زېږېدو نه ١٥٠کلونه وړاندې يې دپا نيني لو يه شر حه ليکلې چې مها بها شيه نوميږي او په دغه شر حه کې دکلا سيک سنسکرېت تاريخي او انتقادي پلټنې شته او دپانيني د٤٠٠٠ قاعدو او رولونو نه يې١٧١٣ قاعدې په انتقادي بڼه شر حه کړيدي اوګونارديابلل کيږي ٠سنسکريت دلغاتو  کتا بو نه او قواميس هم لري ٠ لومړنی مشهور کتاب يې امارا کوسا يا ( تلپاتې خزانه )نو ميږي ٠

دسنسکرېت کتا بونه او علمي زېرمې په اسلامي پېر او عصر کې هم مشهورې وې چې دافغا نستان نامتو علمي شخصيت ابوريحان البيروني د٤٢٠ هجري کا ل په شا اوخوا کې دپانيني دنوم يادونه کړې ده اودده نوم يې دپا نيريتي  په بڼه ليکلی دی٠

لکه څرنګه چې دمخه وويل شول دسنسکرېت نوم د ميلاد نه ٣٥٠ کلونه وړاندې جوړ شوی اودزړې ويدي ژبې له اصلاح کولو ،سمولو او کره کولو نه رامينځ ته شوې ده چې وروسته بيا دنورو کتابو نو ژبې او پخپله دغه سمه کړې ژبه دا ټولې دسنسکرېت په نا مه وبلل شوې ٠ بايد ووايو چې په پښتو اودري ژبو کې د ويدي اوسنسکرېت دژبې ډېرې کلمې شته چې ريښې يې ويديک عصر ته رسيږي او دويدي ژبې او سنسکرېت ژبې اثرات پرې پريوتي دي٠

دسنسکرېت دژبې خورا زړه او لرغونې کتيبه چې تر او سه لا شته په ١٥٠ زېږدېز کال پورې اړه لري، خو په څلورمه عيسوي پېړۍ کې دا ژبه عامه شوه او په ټولو کتيبو او رسمي ليکنو کې کارول کيد له چې ددغه عصر نه ډېرې ليکنې او ډبر ليکونه راپاتې دي٠ وروسته سنسکرېت ژبه ډېره ادبي او علمي شوه چې ادبي، علمي، عشقي، فلسفي او ډول ډول کتا بو نه پکې وليکل شول او ښې ډرامې هم لري ٠

دسنسکرېت دادبي تاريخ درې بېل بېل پړاوونه :

ژبپو هانو دسنسکرېت دادب تاريخ په دريو بېلا بېلو پړاوونو باندې ويشلی دی او هغه لاندې پړاوونه دي :

١-ويديک سنسکرېټ:

 چې دغه عصرد ميلاد نه دمخه د١٥٠٠ نه تر ٢٠٠٠ پورې رسيږي٠ په دغه عصر کې هغه سمهيتا يا مجموعې شاملې دي چې سپيڅلي ويدونه او له هغې جملې نه ريګويد، ساما ويد،يجر ويد او اتهر ويد او هم او پنيشدونه پکې ليکل شوي دي٠ ، خو سوترا پکې د ويدي ادب اوکلا سيکل دورې داتصال کړۍ ده٠

٢- کلاسيکل سنسکرېت :

 چې  دادوره دميلاد نه دمخه ٥٠٠ نه تر ١٠٠٠ پورې  ده چې دهندوانو مشهورې رزميې يعنې مهابهارت او راميانا پکې ليکلې شوي دي٠  همدارز پورانا هم دغه عصر ته منسوب دي٠ په دغه پړاو کې ځينې عشقي کتابونو،کيسې،دفلسفې، قانون، طب کتا بو نه شامل دي٠ دې دورې يو مهم کتاب دمنو قانون

دی٠

٣-د ميلاد نه دمخه د٥٠٠ نه تر منځنيو پيړيو پورې ٠

بايد وويل شي چې سنسکرېت يوازې دعلم ژبه وه او زياتره پو هان په دې اند دي چې دا يوازې دبر همنانو ژبه وه او يو وخت دهند په شمالي بر خه کې ويل کېدله چې وروسته دې ژبې نورې څانګې  پراکريت يعنې فر عي ژبې پرې غالبې شوې او دا يوازې دعلم لپاره ځانګړې شوه او هم دپو هانو او ديني خلکو تر مينځ محصوره پا تې شوه ٠

 

په سنسکرېت ژبه کې د مشهور اثا رو نو مو نه په لاندې ډول دي:

١- حماسي اثار :

مهابهارت ، راميانا، بهاټيکاويا،کېراتر جونيا،کرېستو بهاګاواتم ،کمهارا سمبهاوا، رګهوومسها،سري بهارګاوارګها وييم ، ششي پهولا ودها٠

٢-دسنسکرېت مشهورې ډرامې :

ابهيجانا شکونتلم يا دشکونتالا پېژندنه، انار ګهرا ګهوا، مدهيا ماويا يوګا، ملاوي کګني ماترم،متا ويلاسا پراهاسا، مرچا کتيکا، مودرا کشاسا،سواپنا وسنا وداتا، اوبهايا بهي سريکا،اور بهنګا، ويکرم اوروشي يم٠

بايد زياته کړو چې د پورتنيو يادو شوو ډرامو زياتره يې دکاليداس له خوا ليکل شوي دي٠

٣- په سنسکريت کې دسوترا ادبياتو اثاردادي :

اريا سورنا پرابها سوتا ما سوتريند راجانا مهايانا سوترا چې دبودا د لو مړني ژوند کيسي دي،براهما سوترا،دهرما سوترا،ګراهيا سوترا،نيايا سوترا،پوروا ميماسا سوترا،شيلبو سوترا،ويشي شيکا سوترا،ودنګا، دپتانجلي يوګا سو ترا او کاما سوتر ا

٤- د سنسکرېت دژبې دکلا سيکې دورې مشهور  ګر امر پو هان دادي:

کتايانا، پانيني، پاتانجلي، پينګالا، شوناکا، وروچي، ويراهانکا، يا سکا، سکاتايانا٠

٥- دسنسکريت دمنځنۍ دورې دګرامر پو هانو نو مونه په لا ندې ډول دي :

بهار تر هاري،جيوا ګو سوامي،کوماريلا بهاتا، مندانا ميسرا، وکاسپتي ميسرا،پدامن جاري،پربهاکارا، سليکاناتها٠

٦- دسنسکرېت دژبې دشا عرانو نو مو نه دادي :

اچاريا ګيا ساګر، منموهن اچاريا،اګا ستهيا کاوي، امارو،اساګا،بانا بهاتا،بهروي، بهارت هاري، بهاسا، بود ها سوامي، دندين، پي٠ سي٠ ديواسيا، جتاسي مها نندي، جيا ديوا، جينا رتنا،بهاوا بهوتي،کاليداس، کيلي منور راجا ورماکويټ همپوري،کونتا کا،مګها،ملي نات سوري،ميتهيلا پراساد تريپاټي،پالکوريکي سو منات،جګنات پاټهاک،جګد ګورو رام بها دراکاريا،سري نيواس رته،ريوا پراساد دوي ويدي،رام کيرن شر ما،سوباندهو،سودراکا،وکاس پتي، والميکي،ويشها کها داتا

٧- دسنسکريت    دژبې ليکوالان :

بانا بهاتا، ای٠سي٠ چاسکو، ايلي پارم بيل،مدهه اچاريا،بهارت موني،ندي کيشوارا،پاتانجلي،سا ها جانند سراسوتي،ادهي شنکر،رام کيرن شر ما،سويداسا،اپچ٠ار٠ ويشواسا،يجناوالکيا٠،وتسيايانا٠

-------------------------------------------------------------------

ما خذو نه او سر چينې :

١- انسايکلوپيډيا بريتا نيکا،١٩ ټوک، ٩٧ مخ٠

٢-کيمبريج هسټري اف انډيا، لو مړی ټوک،١١٣ مخ٠

٣- علا مه استاد عبدالحی حبيبي ،دپښتو ادبياتو تاريخ، لومړی او دويم ټوک،١٠٤-١٠٨ مخو نه،دانش چاپ٠

٤-http://en.wikipedia.org/wiki/Sanskrit

٥-http://en.wikipedia.org/wiki/Category:Sanskrit_literature

 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل    ۱٤٢       سال        هفتم      حمـــل/ثــــور             ۱۳۸٩  خورشیدی                     اپریل ٢٠۱۱