کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

 
 
   
هندو ئېزم (هندومت)
ا تلسمه بر خه


دکتور لطيف ياد
 
 

دويديک پېر(عصر) ارباب الانواع او الاهې :

 

د کابل ناتهـ د ويبپاڼې اغلو او ښاغلو لوستونکو! تاسو ته د کابل ناتهـ په تېره ګڼه کې دويديک عصر دارباب الانواعو په لړ کې د وايو، سوريا او مېترا په اړوند معلومات درکړل شول٠ دا ځل به په همدې لړ کې ددريو نورو ارباب الانواعو په اړوند چې سوېتر، پوسن اوا و شا نو ميږي معلو مات درکړو٠

 

٨-سوېتر :

سوېتر هم دويديک پېر( عصر) داربا ب الا نواعو نه شمېرل کيږي ٠ سوېتر په اصل کې هغه اديتيا دی چې طلايي سترګې، لا سونه او ژبه لري ٠ سوېتر هم دلمر رب النوع ګڼل کيږي ، بلکې هغه لمر دی چې داصلي لمر نه دمخه را خيژي، خو ځيني و ختو نه دلمر نه تو پير لري ٠ سو ېتر نه يوازې د ګهيځ لمر ګڼل کيږي چې په تورو شپو کې پټ دی٠ سوېتر پر طلايي بګۍ ناست وي او کله چې راشي نو ټولو ته رو ښنا يي راولي٠

سوېتر پر دوو لورو حرکت کوي يعنې مخ په پو رته او مخ په ښکته او ځوړي٠ کله چې راوخيژي نو دنړۍ نه ټول غمو نه لېرې کوي او ټو لو خلکو ته ديوه خو شا له ژوندانه زېری ورکوي ٠ دنورو اديتياوو په څېر سوېتر نا روغه ګناهګاران بخښي٠ ځينې وختو نه سوېتر دنورو ارباب الا نواعو په پر تله لوړ ښودل شوی دی٠ د ګياتري منترونه هم سوېتر ته ډالۍ شوي دي ، ځکه هغه له ځا نه سره رو ښنايي راولي٠

داسي ويل کيږي که څوک د ګياتري منترو نه دزړه دا خلا صه سوېتر ته ډالۍ کړي نو سوېتر به پر هغه باندې د خپلو طلايي وړانګو د بر کت نه ډکه لو رېېنه او پېر زو ېېنه وکړي٠

٩- پوسن :

دويدي سپيڅلو سرودونوپر  بنسټ پو سن شپو نکی رب النو عه دی ٠ پو سن انسانان دو حشي او څيروونکو ځناورو نه ژغوري٠ ويل کيږي چې هغه داسې رب النو عه دی چې دورېځې په څېر زيږيدلی دی٠ پوسن ته دسو کالۍ رب النوع هم ويل کيږي چې طلايي توره لري ٠ پو سن ته دغو اګانو سا تونکې رب النوعه هم ويل کيږي او نو موړی دوی ته لار ښوونه کوي چې په داسې ځا يو نو کې وڅري چې واښه يې ښه او شنه وي ٠

پوسن د سوما سره هم ملګر تيا لري، هغه چې دټولې نړۍسا تو نکی دی ٠ پو سن زموږ افکار راويښوي، دښمنان مو ځپي او کو ښښ کوي چې زموږ نه غمو نه او خپګا نو نه لېري کړي٠ په ځينو ويدي سرودو نو کې ارغلي دي چې پو سن دايندرا سره نږدې اړيکي درلودې او دهغه ملګری و او ايندرا ته يې دتنکيو غواګانو شيدې ورکولې ٠ په ځينو سرودو نو کې راغلي دي چې پو سن دوزې په بڼه دی او په سمندر کې په يو ه  طلايي کښتۍ نا ست دی او سفر کوي څو چې دلمر سره وګوري٠

١٠- اوشا :

د هندو ايتمو لو جۍ پر بنسټ اوشا هغه رب النوعه ده چې افق يا سپېدې هم ورته ويل کيږي ٠ اوشا په ويدي سرودونو کې د اسمان لورده ٠ په سپيڅلي ريګويدا کې ١٠٢٨ بيتو نه اوشا ته ډالۍ شوي دي ٠ هغه داسې ښايسته او ښکلې رب النوعه ده چې د سروزروپر بګۍ دپا سه نا سته وي او پر هغه ليکې با ندې حرکت کوي چې داسمان پر لورځي٠ او شا يوه داسې رب النوعه ده کله چې سپېدې وچوي نو هغه ټول ژوندي  شيان که هغه انسا نان دي او که څاروي او که مر غان دېته هڅوي چې خپل ورځني تلا ښو نه پيل کړي يعنې او شا په ټولو شيا نو کې يو ډول حرکت او هڅو نه راولي٠

اوشا ګهيځ دلمر خاته نه دمخ را ښکاريږي او هيڅکله هم نه ناوخته کوي٠ داوشا سره داربا ب الا نو اعو خور اسوينز مينه لري، لمر هم هڅه کوي چې اوشا ونيسي٠

اوشا نه يوازې په خوب ويده کسا نو ته رو ښنا يي راولي، بلکې هغوی ته هيلې او خو شالۍ وربخښي ٠ او شا پراربا ب الا نو اعو با ندې ګر انه خور ده ٠ هغه ځمکې ته دسو ما شر بت راوړي او دد غه شر بت پر څا څکو باندې د هغو کسا نو خولې خوږوي چې ددې لما نځنه او عبادت کوي٠

او شا يا سپېدو ته چې په ريګويدا کې کوم سرودو نه منسوب دي، نو هغه د ريګويدا تر ټولو ښکلي او ښا يسته سرودونه ګڼل کيږي٠ لکه دريګويدا په لا نديني بيت کې چې راغلي دي :

" او شا د نڅا ګرې په څېرده او دناوې په څېر کالي يې اغو ستلي دي، په هماغه تو ګه چې غوا دخپلو غولانځو نه خلکو ته خوندورې شيدې ورکوي، او شا هم ټو لې نړۍ ته له ځا نه سره رڼا راولي ٠

 

نوربیا....

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۱٢۸        سال شـــشم              سنبله/میزان ۱۳۸٩  خورشیدی         سپتمبر ٢٠۱٠