کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

۳٤

 

۳۵

 

۳۶

 

۳۷

 

۳۸

 

۳٩

 

٤٠

 

٤۱

 

٤٢

 

 

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندو مت)

٤ ٤برخه

دکتور لطيف ياد    
 
 

 

 

 

 هندو واکمنان :

١٣-دساتاواهانا دکورنۍ واکمني له( ميلاده ٢٣٠ کلونه وړاندې تر ٢٢٠ زيږ ديزه پورې) :

 

 ساتاوا هانا يوه هندو شاهي کورنۍ وه چې دهند په جنوب دکن يا اندهرپراديش کې يې دموريا دکورنۍ تر راپر زيدلو او زوال ورو سته   واکمنۍ ته ورسيدله٠ دغې امپراتورۍ نه يوازې دهند په جنوب کې واکمني کوله، بلکې دمنځني او لويديز هند يو شمېر سيمې هم ددوی دواکمنۍ په سا حه کې شاملې وې٠ لکه چې دمخه وويل شول ددغې کورنۍ واکمني دعيسی مسيح عليه السلام تر زېږېدو ٢٣٠  کلونه وړاندې پيل کيږي او پوره ٤٥٠ کلو نه دوام مومي او تر ٢٢٠ زيږ ديز کاله پورې رسيږي٠ دساتا واهانا دکورنۍ پلا زمېينه دامراوتي ښارو چې دکريشنا دسيند تر څنګ داندهرا پراديش په ايالت کې پروت و٠

د ساتا واهانا دامپراتورۍ په وخت کې خلکو په پراکريت او تيلوګو ژبو غږيدل او هندو ئېزم او بود هيزم دخلکو مذ هب و٠ داسي ويل کيږي چې ددغې کورنۍ واکمنان بر همنان ول او د کريشنا اوو يشنو لما نځنه به يې کوله، خو بو دهيزم هم دوی په وخت کې پر مختګ وکړ او ان دغو واکمنانود بر همني او بو دايي پنډتانو ته ځمکې ور بخښلې او دهغوی ډېر درناوی به يې کاوه٠

١- دساتاواهانا دکورنۍ دواکمنۍ بنسټ ايښودونکی سيمو کا:

د ساتاوا ها نا دکورنۍ دواکمنۍ بنسټ ايښودونکی سيمو کا نو ميد چې نو موړی دعيسی مسيح تر زېږېدو ٢٣٩ کاله وړاندې ددغې امپراتورۍ بنسټ کيښود٠ دده دواکمنۍ په وخت کې دمهاراشټرا، مالوه او مدهيا پراديش سيمې ونيول شوې او دخپلې امپر اتورۍ په حدودو کې يې شا ملې کړې٠

٢-کنها يا کر يشنا:

دسيموکا تر مړ ينې وروسته يې ورور کنها يا کر يشنا دعيسی مسيح تر زيږېدو ٢٠٧ کلونه وړاندې ددغې کو رنۍ واکمن شو چې نو موړي هم تر دميلاد نه وړاندې تر١٨٩ کاله پورې پا چاهي وکړه٠ هغه هم دخپل ورور سيموکا په څېر دهند په لو يديز او جنوب کې سوبې وکړې او ډېرې سيمې يې ونيولې ٠ ترده وروسته ددغې کورنۍ دريو نورو واکمنانو هر يوه سري مالا کارني، پرنوت سنګا او سکاندها ستامبهي  يو په بل پسې دپا چاهۍ پر ګدۍ

 کښينا ستل او تقر يبا ٤٦ کلونه يې دغه دنده سر ته ورسوله٠

 

ساتا کرني له ميلاد نه ١٨٠- ٢٢٠  دمخه:

نو موړی دساتا وا هانا دکورنۍ شپږم واکمن تېر شوی دی او ويل کيږي چې ٥٦ کلو نه واکمني يې وکړه او ساکانو،يو نانيانو او پا رتيانو ته يې ماتې ورکړه،خو نو موړي بيا دسو نګا دکورنۍ له لاسه چې يوه بله هندو شاهي کورنۍ وه ما تې وخوړه٠

تر ساتا کرني وروسته ددغې کو رنۍ کو چني واکمنان لکه لمبو دارا، اپيلا کا، ميګها سوتي او کو نټالا واک ته ورسيدل٠ دساتا واها ناکورنۍ پر سکو باندې دها تيانو،زمريانو، اسونو او پړانګانو انځورونه شته دي٠

دساتاوا ها نا دامپراتوري پر ډېرو ولا يتونو باندې ويشلې شوې وه چې هر ولايت ته به  اهارا ويل کيدل او منظم پوځ او اداري سسيټم  يې درلود٠ ددوی په وخت کې ارټ ، صنعت او دمو سيقۍ او نڅا هنر هم وده کړې وه٠

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۵۵       سال        هفتم              عقرب     ۱۳٩٠     خورشیدی         اول نومبر ٢٠۱۱