کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

 
 
   

هندوئېزم (هندو مت)
٢٠ برخه
دکتور لطيف ياد

دويديک پېر(عصر) ارباب الانواع او الاهې


داکتر لطیف یاد

 
 

 د کابل ناتهـ د ويبپاڼې اغلو او ښاغلو لوستونکو!

 تاسو ته د کابل ناتهـ په تېره ګڼه کې دويديک عصر دارباب الانواعو په لړ کې د اشوېنز، ماروت او وسوادېوا په اړوند معلومات درکړل شول٠ دا ځل به په همدې لړ کې دپنځو نورو ارباب الانواعو په اړوند چې واسو , اديتيا،ويشيشت ،براهاسپتي  او بهګاا نو ميږي معلو مات درکړو٠

 

١٤-واسو :

 

دهندوئېزم دګروهې او عقيدې پر بنسټ واسو داته ګو نو اربا ب الانواعو يوه ډله يا مجمو عه ده چې په هغو کې دهارا( ځمکه)،انالا(اور)،اپا(اوبه)،انېلا ( باد)،دهرووا ( دقطب ستوری)،سو ما( سپوږمۍ) او پرابهاسا(روښنايي)شامل دي٠

داسې ويل کيږي چې دغه اته ګو ني ارباب الا نواعوې د ويدېک عصر دمشهورې او پياوړې رب النوعه ايندرا ته تابع او اېل دي ٠ دغو اته ګو نو اربا ب الا نواعو دوخت په تېرېدو سره په بېلا بېلو بر خو کې شهرت وموند٠ دبېلګې په تو ګه دهرووا دهندوانو په مذهبي ار باب الا نواعو کې درياضت او ژمنې دتر سره کو لو نخښه او سمبول ګڼل کيږي، ځکه چې دقطب د ستوري سره ملګر تيا لري٠ په همدې تو ګه ځمکې ته دمور درب النوعه خطاب شوی دی ځکه چې زغم ، صبر او حو صله لري ٠ سوما هم ددې لپاره چې دسو ما دخوندور شر بت سره اړه لري او په ويدېک عصر کې دډېر اهميت نه بر خمن دی چې هغه هم عصر درواجو نو او دودونو سره نه شليد ونکي اړيکي لري٠

 

١٥-اديتيا :

 

اديتيا په اصل کې دشمسي نظام دکورنۍ ارباب الانواع ګڼل کيږي ٠ په رېګوېدا کې د ټولو اديتياوو مجموعي شمېر ٧ ښودل شوی دي، خو تر ويديک عصر ورو سته يې  په شمېر کې زيا توالی راغی او ١٢ ته ورسېدل چې په هغو کې مېترا، وارونا، اريامن، دکشا، بهاګا، امسا، تورستر، سوېتر، پوسن، سا کرا، وېوا سوات او ويسنو شامل دي٠

داټول  پورته يادې شوي ارباب الانواعوې په واقعيت کې دنړۍ رو ښانه کونکي، دعدل اونياو را مينځ ته کوونکي دي٠ دوی غواړي چې له انسا نانو نه سا تنه وکړي او دوی ته روښنا يي او ژوند وبخښي٠

 

١٦- ويشيشت :

 

که څه هم ويشيشت کوم ځانګړی رب النو عه نه دی، خو هغه  دبر همن طبقې يوه ځانګړي ډلې مذ هبي مشردی٠ په وېدي سرودونو کې هغه داوروشي او وارونا مېترا دواده په نتيجه کې زيږېدلی دی٠ ويل کيږي چې دی ستر عالم او ريشي و٠ ه رېګوېدا کې هغه ته ډېر سرودونه ډالۍ شوي دي٠ دويدېک عصر مشهورې رب النوعې اېندرا هغه ته ډېر درناویدرلود،ځکه چې اېندرا ته يې دلسو واکمنا نو په جګړه کې دوعا کړې وه٠

 

١٧-برېهاس پتي :

 

برېهاس پتي چې په بر هماناس پتي او ديو ګورو سره هم شهرت لري دلمانځنې او عبادت رب النو عه ګڼل کيږي ٠ برېهاس پتي هم دوېديک عصر يو مهم رب النوعه و چې دايندرا سره يې نږدي او دوستا نه اړيکي درلودل ٠داسي عقيده مو جوده ده چې برېهاس پتي خلکو ته عقل او پو هه،ناروغانو ته روغتيا او هغه کسا نو ته چې له ده نه دشتمنۍ د تر لاسه کو لو هېله کوي شتمن کوي ٠ همداراز هغه ددې توان لري چې دکرنې محصولات زيات کړي، دجګړې په ډګر کې داتلانو سا تنه وکړي٠ ويل کيږي چې نو موړی په جنت کې مذهبي لا رښوونې کوي٠ نوموړی دقر بانۍ په اړوند خلکو ته نصيحتو نه کوي٠ دهندو ئېزم په اند دبرېهاس پتي نه پرته قر باني ناشونې ده ٠هغه اتلانو ته د خپلو بخښنو او لورېېنو په اړوند الهام او زېري ور کوي٠

په وېدېک عصر کې برېهاسپتي داريا ئيا نو له خوا ډېر لما نځل کېده او په دوعاګانو کې به  يادېده اودده نه به مر سته غو ښتله کېدله، په تېره بيا دجګړې په وختو نو کې ژوبله ورو به دخپل مېر څمنا نو په وړاندې دده نه د مر ستې غو ښتنه کوله٠

ويل کيږي چې برېهاسپتي نړۍ ته عدل،انصاف او نياو راولي او عبادت کوونکي او پر هيز ګاران دشيطان صفتانو،مغرورو او بې ارزښته انسا نانو دزيا نو نو نه ژغوري٠

 

١٨- بها ګا:

 

ويل کيږي چې بها ګا هم دشمسي منظو مې يو ستوری دی چې درب النو عه مقام يې تر لا سه کړی دی٠ نو موړی داديتي زوی دی او دروښنايۍ، شتمنۍ ا و سو کالۍ رب النو عه ګڼل کيږي٠ نو موړی پر خپلو لما نځو نکو او پيروانو با ندې ډېره لو رېېنه کوي٠ نوموړی ټو لو انسا نانو ته که هغه شتمن دي او که نېستمن په يوه ستر ګه ګوري او دهغوی خو شالي او سو کالي غواړي٠ دهندوانو په سپېڅلو متو نو لکه بګهود ګيتا اووېدي سرودونو کې هم دبهاګا نوم اخيستل شوی او يادونه يې شوې ده٠ داسي ويل کيږي چې نو موړی ددېو صفته وېرا بهادرا له خوا ړوند شو٠ دپسرلي دمارچ ميا شت هم بهاګا ته ډالۍ شوېده ٠

 

 نوربيا٠٠٠

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۱۳٠        سال شـــشم             میزان/عقــــرب ۱۳۸٩  خورشیدی         اکتوبر ٢٠۱٠