کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

۳٤

 

۳۵

 

۳۶

 

۳۷

 

۳۸

 

۳٩

 

٤٠

 

٤۱

 

٤٢

 

٤٤

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندو مت)

٤۵ برخه
دکتور لطيف ياد     
 
 

 

 هندو  واکمنان :

 ١٤- د مر هټه وو واکمنان :

مر هټه يا هټيان دهند دمهاراشټرا په ايالت کې اوسي٠ د هند په تاريخ کې دوی جنګيالي خلک تېر شوي دي٠ ددوی ژبه مر هټي ده٠ دهند په تاريخ کې ددوی دځينو مشهورو واکمنا نو مو نه په لاندې ډول ښودل شوي دي  :

١- شيواجي:

چتراپاتي شيواجي مهاراج(١٦٣٠- ١٦٨٠) دمر هټه وو دامپراتورۍ بنسټ ايښودونکی ګڼل کيږي٠ شيواجي دمر هټه وو دواکمنۍ بنسټ د ١٦٧٤ کال دجون دميا شتې په ٦ نيټه داوسني مهارا شټرا ايالت په  رای ګاډ کې کيښود او ځان يې ديوه خپلواک واکمن په تو ګه اعلان کړ٠ ديوه ملي مشر په تو ګه دشيواجي مو خه او مقصد داو چې دمغولي استبداد پر خلاف ګو ريلايي او وسله وال پا څون وکړي٠ شيواجي د ډېرو کلو نو لپاره دغه مبارزه په بر يا ليتوب سره سر ته ورسوله٠

دشيواجي تر مشر تابه لاندې مر هټيان په دې وتو انېدل چې يو منظم پو ځ جوړکړي او يوه داسې اداره را مينځ ته کړي چې له هره پلوه د خکو غو ښتنو ته ځواب ووايي٠ د مغولي استبداد په وړاندې دشيواجي  وسله والې مبارزې په شمالي هندو ستان کې دمغو لو دواکمنۍ بنسټ کاواکه کړ اودهغوی واکمني يې له يوه ستر خطر سره مخامخ کړه٠ شيواجي مر هټه وو ته دا درس ورکړ چې با يد دظلم او تيري په وړاندې خپلو مبا رزو ته دوام ورکړي٠

دشيواجي تر مړ ينې وروسته په ١٦٨١زيږ دېز کال کې يې زوی سمبها جي د مر هټه وو دواکمنۍ پر ګدۍ کښيناست ٠

٢- چترا پا تي سمبهاجي:

چترا پاتي سمبهاجي(١٦٥٧-١٦٨٩) دشيواجي مشر زوی و چې يو مدبر، په سياست پوه او عالم او شاعرو٠ نو موړی په ١٦٨١ کال کې دمر هټه وو دواکمنۍ تاج پر سر کيښوداو ژمنه يې وکړه چې  دخپل پلار شيواجي لاره او پا ليسي به تعقيبوي٠ سمبهاجي په پيل کې پر تګاليانو او چيکا ديوارايا سره وجنګېد٠ همداراز ده په برهانپور او په دکن کې دمغولي امپراتور محي الدين عالمګير اورنګ زيب پر خلاف جګړو کې بر خه واخيستله ان تر دې چې پخپله او رنګزيب دې ته اړ شو چې په ١٦٨٢ کال کې دڅلور سوه زرو ځواکو نو سره دبيجا پور او ګو لکنډه نيولو ته ولاړشي٠ ويل کيږي چې دغه جګړې چې دمر هټه وو او داو رنګزيب تر مينځ د١٦٨٢ نه د١٦٨٩ کلونو تر مينځ وشوې په هغو کې مر هټه وو يو ځلې هم ماتې ونه خوړه٠ په پای کې او رنګزيب دخپل پو ځ د سپهسالار مقرب خان پر مشرۍ پر سمبهاجي بريد وکړ او د١٦٨٩ کال دفبر ورۍ دميا شتې په لو مړۍ نېټه يې هغه ونيو او بيا يې ورو سته وواژه٠

 

٣- راجارام:

دسمبهاجي تر مړينې وروسته دهغه ورور اجارام دمر هټه وو دواکمنۍ پر ګدۍ کښيناست ٠ دده په وخت کې مر هټه وو داورنګزيب دواکمنۍ پر ساحې بريد وکړ چې په دغو جګړو کې د راجارام پوځي کو ماندانان سنتاجي ګهورپادا،دهاناجي جادهاو، پر شورام پنت پراتهيندي، شنکراجي نرايڼ سچيو او ميلګيري پنډت  ملګري ول٠

راجارام په١٦٩٧ کال کې او رنګزيب ته دسولې بلنه ورکړه، خو دغه بلنه داورنګزيب له خوا ونه منله شوه٠ راجارام په ١٧٠٠ زيږديز کال کې مړ شو٠

٤-تارابای:

د راجارام تر مړينې وروسته يې کونډې مېرمنې تارابای دخپل زوی رام راجا(دويم شيواجي) په نا مه دچارو واګې په خپل لاس کې وا خيستلې او دمغولو پر خلاف يې په زړورتيا سره مبارزه پيل کړه ٠په ١٧٠٥ کال کې دتاربای پو ځونه دنر مدا له سين نه پورې وتل او مالوا ته ورننو تل او مغولي پوځ ته يې درانه او مر ګو ني ګوزارونه ورکړل٠

٥- شاهوجي(١٦٨٢-١٧٤٩):

په١٧٠٧ کال کې داورنګزيب عالمګير تر مړينې وروسته دسمبهاجي زوی او د شيو اجي لمسی  شاهوجي د مغولي واکمن اعظم شاه له خوا په  دې شرط خوشي کړای شو چې دمر هټه وو دتخت دعوا به کوي٠ هماغه و چې نو موړي خپل ترور تارابای او دهغه زوی راجارام ته چيلنج ورکړ٠ شا هوجي د خپل ژ وند د٧ کلنۍ نه تر ٢٦ کلنۍ پورې دمغو لو سره بندي و چې د١٧٤٩ کال پورې د مر هټه وو واکمن و٠ د نو موړي تر مړينې وروسته دويم راجارام واکمني تر لاسه کړه٠

٦- دويم راجا رام:

نو مړی دمر هټه وو شپږم واکمن و٠ نو موړی دشا هوجي له خوا په زويتوب نيول شوی و٠ دده د واکمنۍ په وخت کې پيشوا يا لومړي وزير ډېر ځواک او قدرت درلود٠ لنډه داچې مر هټيانو د مغو لو پر خلاف ٢٧ کاله وجنګېدل٠

 

سر بېره پردې دمر هټه وو د واکمنۍ په وخت کې دپيشوا يا لو مړي وزير مقام هم و چې ستر واکو نه يې درلودل چې

د ځينو مشهورو پيشوا وو نو مو نه دادي:

١-مورو پنت پينګلې

٢-رام چندرا پنت اما تيا

٣-باهي روجي پينګالي

٤-پرشورام تر يباک کولکارني

٥- بالا جي ويشوانات

٦-با جي راو

٧-بالاجي باجي راو

٨-مدهاوارو بالال

٩-نريان راؤ

١٠- رګو نات راؤ

١١-ساوای مدهاو راؤ

١٢-دويم باجي راؤ

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۵۶       سال        هفتم              عقرب/قوس     ۱۳٩٠     خورشیدی         ۱۶ نومبر ٢٠۱۱