کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

 
 
   
هندوئېزم ( هندو مت)
١٩ برخه


دکتور لطيف ياد
 
 

 دويديک پېر(عصر) ارباب الانواع او الاهې :

 د کابل ناتهـ د ويبپاڼې اغلو او ښاغلو لوستونکو! تاسو ته د کابل ناتهـ په تېره ګڼه کې دويديک عصر دارباب الانواعو په لړ کې د سوېتر، پو سن او اوشاپه اړوند معلومات درکړل شول٠ دا ځل به په همدې لړ کې ددريو نورو ارباب الانواعو په اړوند چې  اسوينز, ماروت وسوادېوا نو ميږي معلو مات درکړو٠ا او

١١- اشوېنز :

اشوېنز غبر ګوني ارباب الا نواع دي چې زياتره دهندو ئېزم په اسا طېرو، مر موزو داستا نو نو او سمبو لېزم کې يې نو مو نه ليد لای شو ٠ په هندو ئېزم کې دا سې ډېرې اسطورې او کيسې شته چې په هغوی پورې اړه لري، ځکه چې دهندو ئېزم دعقيدې پر بنسټ داشوينز دوی سره ددرملنې او رغو لو ځواک  شته٠ داسې ويل کيږي چې اشوېنز يا غبر ګو ني اربا ب الا نواع په ورځ کې  درې ځلې له هسکه( اسما نه) ځمکې ته را ښکته کيږي ، څو دناروغو خلکو سره ددوی په در ملنه او درو غتيا په تر لا سه کو لو کې مر سته وکړي ٠

د هندو ئېزم دګروهې( عقيدې) پر بنسټ اشوېنز داوشا وروڼه ګڼل شوي دي٠ لکه چې دمخه مو اوشا په بر خه کې وويل چې نو موړې دسپېده دم الا هه ګڼله کيږي چې دلمر ختلو وړاندې له ځا نه سره روښنايي راوړي٠

د ريګوېدا سپېڅلو متو نو کې داشوېنز ستا ينه شوې ده او هغو ته دسلګو نو ځواک لرو نکو د رب النو عه خطاب شوی دی چې ړانده بېنا کوي او ګو ډانو ته روغتيا ور کوي چې وګر ځي او هغه کسان چې ټپيان دي ژر روغتيا تر لا سه کړي٠ د غه غبر ګو نې رب النو عه ددې وړتيا لري چې دانسا نانو په بدن کې د تو دوخۍ درجه ټېټه کړي او دانساني بدنه عفو ني څېزو نه لېري کړي٠ لکه چې دمخه وويل شول دوی هره ورځ ځمکې ته درې ځلې راښکته کيږي او له ځا نه سره جنتي درمل ځمکې ته راوړي چې دناروغا نو در ملنه پرې وکړي٠

١٢- ماروت:

ماروت ډېر پياوړی او ېجاړوونکی تو پاني ارباب الانواع دی چې دډېرې غوسې او  قهر او غضب له کبله نړۍ دړې وړې کوي،غرونه په لو خړو او اېرو بدلوي او توپا نونه، تالنده ، برېښنا اوبارانونه رامنځ ته کوي٠

ماروت خپل بې باده بارانو نه ان دښتو ، رغونو او بيدياوو ته هم ليږي او حتی ورځ هم دخپلو تورو لړو اورېځو له کبله تياره کو لای شي چې له ځا نه سره تالنده، غر هار او برېښنا هم لري٠

درېګوېدا دمتو نو پر بنسټ د ماروتي الاهو شمېر  له دوو نه نېولی تر شپېتو پورې رسيږي ٠دوی ډېر غوسه ناک او قهرجن دي

٠ دوی د زمر يا نو په څېر غړمبيږي ٠ دويديک ميتو لو جۍ پر بنسټ د ماروت لښکرې د ځو انو جنګياليو نه جو ړې شويدي چې دايندرا ملګري دي٠

لنډه داچې ماروت خپلو لما نځو نکو ته ددې توان ور کوي چې په جګړه کې پيا وړي شي ،خلکو ته شتمني راوړي او دوی ته اوږد ژوند ورکړي٠

١٣- وسوادېوا:

دوسوادېوا ما نا دنړۍ واکمن دی٠ په رېګوېدا کې ډېر داسي سرودونه شته چې وسوادېوا ته ډالۍ شوي دي٠ وسوادېواته په دغو ډالۍ شووسرودونو کې موږ دځېنو اربا ب الا نو اعو نو مو نه ګورو لکه : بهاګا، داکسا، مېترا، اد يتهې، اريا مين، وارونا، سوما، اشوېنز، سراسو تي، وايو، پرتهوي، پو سن، ايندرا، تارکسيا، ماروت او اګني٠

د هندوئېزم دمذهب دپو هانو په اند او ګروهه وسوادېوا د مونو تېزم يا توحيد زړی ګڼل کيږي٠ د وېديک پېر يا عصر خلکو دار با ب الانواعو يووالی ددوی يو له بله سره په نه شليدونکو اړېکو کې ليده ٠دوی عقېده درلودله چې دغه ارباب الانواع دهغو شيطانو په پر تله چې په نړۍ کې ستو نزې رامينځ ته کوي ډېر ګټور دي٠ که څه هم ددغو اربا ب الا نواعو نه هر يو يې ځانګړي صفتو نه،ځا نګړ تياوي او مسئو ليتونه لري٠

دوېدېک تر عصر وروسته دوسوادېوا په اړوند خيا لاتو بد لون وموند او رنګ يې پېکه شو، په تېره بيا دپورانا په ظهور سره د اربا ب الانواعو شمېر لسو ته را ښکته شو چې په هغو کې واسو، ستيا، کر اتو، داکسا،، کالا، دهريتي، کورو، پورو راوس او مدراواس   ول٠

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۱٢٩        سال شـــشم             میزان ۱۳۸٩  خورشیدی         اکتوبر ٢٠۱٠