کابل ناتهـ، Kabulnath

 
 
 
 
 
هندو ئيزم (هندو مت)
 
 

 دکتور لطيف ياد- استراليا

 
پنځمه بر خه

 دهندو مذهب عقايد :

 د هندوئيزم په لړ کې مو په دريمې اوڅلو رمې بر خې کې ددوی پر سپيڅلو کتابونو رڼا واچوله ٠اوس به د هندو ئيزم دعقا يدو په لړ کې  پر او تارونو ، دتنا سخ پر عقيدې ، د بيا راژوندي کيدلو او " اګلې جنم" پر عقيدې،په جنت يا سورګ باندې عقيده او پر جهنم يا نرک باندې دهندوانو پر تصور رڼا اواچوو٠

 

١-اوتار :

 

تر هغه ځا يه چې دهندو ئيزم په مذهب پورې اړه لري په هغه کې داوتا رونو تصور تر ډېره حده پورې شته ٠ اوتار يوه سنسکرت کلمه ده چې ددوو تورو نه جوړه شوې ده يعنې " او"   چې مقصد ترې" لاندې" دی او " تار" يعنې "ښکته کيدل" يعنې لاندې را ښکته کيدل او نازليدل٠  په اکسفورډ ډکشنيري کې اوتار داسي تعريف شوي دي : "دهندو مت داساطيرو پربنسټ يو ژغورل شوی روح ( ديوتا او ديوي)  دانساني جسم په بڼه پر ځمکې را ښکته کيدل٠ په بل عبارت د انسان په بڼه ځمکې ته دالاهو را ښکته کيدل٠

دهندوانو په سپيڅلو متونو يعني سمرتي کې داوتارونو په اړوند يادونه شوې ده په تېره بيا په پران او اتهاس کې د اوتارونو ذکر او يا دونه شته٠

دهندوانو په بل سپيڅلي کتاب شريمد بګهود ګيتا کې هم د اوتارونو په اړوند بشپړې څر ګندونې شوي دي٠ د بهګود ګيتا په حواله کرشنا دلوی قدرت خاونددی٠ هغه په هره زمانه کې داوتار په بڼه را څرګنديږي تر څودښو خلکو سره مرسته وکړي او بد کاره او بد چلنه خلکو ته سزا ورکړي٠ دبهګود ګيتا پر بنسټ ګناهکارانوته دسزا ور کولو او دمذهبي اصولو دلا پياوړتيا لپاره پخپله کرشن په انساني بڼه پر ځمکه را ښکته کيږي٠ لکه چې دشريمد بهګود ګيتا په يوه برخه کې په دې اړوند داسي لو لو :

کله چې پر ځمکه کې فساد رامينځ ته کيږي

اومذهب دخطر سره مخامخ کيږي،ای د بهرت اولادې نوزه را ښکته کيږم هغوی چې په ښه لاره روان دي له هغو سره مر سته کوم او هغه کسان چې بد چلنه وي هغوی له مينځ وړم او تباه کوم يې دمذهبي اصولو دپياوړتيا او ټينګولو لپاره

تر هرو زرو کلو نو ورو سته زه پخپله را څر ګنديږم.

د پوران په حواله د او تارونو شمېر تر سلګو نوهم ډېر دی خو څرنګه چې اوتار زياتره په ويشنو پورې اړه لري، نوپه هغې کې دويشنو لا نديني لس او تارونه ښودل شوي دي :

١- منسيا اوتار : د کب په بڼه چې منو دنړۍ لومړنی پاچا او واکمن يې چې نړۍ يې دسيلاب نه ژغورلې وه وژغوره٢ز

2- کرم اوتار: د شمشتۍ يا کشب په بڼه٠

٣ -وراهه اوتار : د سر کوزې په بڼه چې نړۍ يې دسمندر له خطر نه وژغورله٠

٤- ناراسمها اوتار : د بلا په بڼه کې چې نيمايې بڼه يې دزمري او نيمايې بڼه يې دانسان په څېر ده او ظالم واکمن هيران يا کو شيپو يې وواژه٠

٥ -ومن اوتار :د يوه تن برهمن په بڼه چې نوم يې ومن واو دټيټې ونې خاوند و او دبالي په نامه شيطان صفته واکمن ته يې ما تې ورکړه٠

٦- پر شورام اوتار : دپر شورام په بڼه چې ډېر هو ښيار او ځير ک واوپه خپل تبر باندې يې د کارتارويريا ارجن پوځ يې چې دزرګونو تنو وسله والو کسانو نه جوړ و له مينځ يووړ٠

٧- رام اوتار : د رام چندر جي په بڼه چې دهندو ئيزم دمنظومې حماسي اتل او اصلي کرکټر دی٠

٨- کرشنا او تار : د ګيتا د اصلي کرکټر، لارډ کرشنا په بڼه ٠

٩- بده اوتار : دګوتم بده په بڼه ٠

١٠- کلکي اوتار : چې دټولو بديو او نا پاکيو له مينځه وړونکی دی او په راتلونکي زمانه کې به راڅرګند شي٠

 

د پو رتني بحث نه دې نتيجې ته رسيږو چې دهندو ئيزم د عقيدې پر بنسټ او تارونه ځمکې ته دانسان يا حيوان په بڼه را ښکته کيږي، د بديو او بدو انسانانو پر خلاف مبارزه کوي، هغوی له مينځه وړي او دهغو کسانو سره چې دښه چلند خاوندان دي مرسته کوي٠ دهندوئيزم پربنسټ تر اوسه پورې نهه اوتارونه پيدا شوي دي او لسم اوتار به په راتلو نکي کې رامينځ ته شي٠

 

٢-په هندو ئيزم کې د تناسخ عقيده :

 

دتناسخ په اړوند بيلا بيلو قاموسونو بېلابيل تعريفونه کړي دي د بيلګې په توګه غياث اللغات دتناسخ په اړوند داسي تعريف وړاندې کوي: د يوه کالبده د روح وتل او په بل کالبد کې دهغه ننوتل٠

په هندوئيزم يا هندو مت کې دتناسخ عقيده ډېره پياوړې ده٠ دوی په عقيده ديو انسان روح دبل انسان په کالبد کې حلول کوي٠ د هندوانو په سپيڅلي کتاب بهګود ګيتا کې راغلي دي: په هماغه توګه چې يو سړی خپلې زړې جامې له تنه باسي او نوې جامې په تن کوي، په همدې توګه د انسان روح هم د زړو او بيکاره جسمونونه وځي او په نويو جسمونو او کالبدو نوکې ورننوزي .

(وګورئ بهګود ګيتا، دوهم باب، ٢٢ نمبر)

 

کله کله کيدای شي دغه روح ديوه حيوان له بدنه په يوه بل انسان کې حلول وکړي٠

٣-د بيا ژوندي کيدو يا اګلي جنم عقيده :

 

په هندوئيزم کې د بيا راژوندي کيدو يا اګلي جنم عقيده هم ډېره پياوړې ده٠کيدای شي چې دغه راژوندي کيدل په دې نړۍ کې وي او يا په بله نړۍ يا اخرت کې وي چې دا ټول څيزونه په هندو ئيزم کې دتنا سخ او حلول دعقيدې سره نه شليدونکي اړيکي لري د دې سره سره هم په ويدونو او بهګوت ګيتا کې  موږ داسي اشارې وينو چې داګلي جنم نه مقصد راتلو نکی ژوند يا اخرت دی.

 

٤ -په جنت يا سورګ با ندې عقيده :

 

په ويدو نو کې دجنت يا سورګ باندې دعقيدې په اړوند په هندو ئيزم کې ډېرې حوالې لرو٠د بيلګې په تو ګه په اتهرويد کې لولو :

دشاتو ويالې درڼو اوبو تر څنګ بهيږي دشيدو او اوبو ويالي ستا روح او ژوند ته پيا وړتيا دربخښي ( وګورئ اتهرويد:څلورم کتاب،٣٤ منا جات)

 

دا تهر ويد په يو بل ځای کې دسورګ يا جنت په اړوند داسي لولو :

د خالصوشاتو تالاب په ډېره اندازه شات داوبو پر ځای تسکين بښو نکي شراب دشيدو او مستو نه ډکې ويالې زموږ خواته راروانې وي د خوشالۍ په نړۍ کې(  وګورئ : اتهرويد، څلورم کتا ب،٣٤ منا جات)

 

٥- د دوزخ يا نرک په اړوند دهندوانو تصور :

 

موږ په هندو ئيزم کې دجهنم او دوزخ تصور هم ليدلای شو٠ په سنسکرت کې ورته نرک استهنم وايي٠ په ريګويدا کې د جهنم په اړوند راغلي دي :

هغه خدايي اور به هغوی نيست کړي د خپلو ډاروونکو تيزو شعلو له کبله هغو چې دلوړذات امرونه يې نه منل

او دهغو نه يې سر غړونه کوله (وګورئ: ريګويد،٤ کتاب، ٥ مناجات).

 

(نور بيا) 

 

بالا

دروازهً کابل
 

شمارهء مسلسل ۱۱۵           سال شـشم       حوت  ۱۳۸۸  هجری خورشیدی       مارچ  2010