کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

۳٤

 

۳۵

 

۳۶

 

۳۷

 

۳۸

 

۳٩

 

٤٠

 

٤۱

 

٤٢

 

٤٤

 

٤۵

 

٤۶

 

٤۷

 

٤۸

 

٤٩

 

۵٠

 

51

52

۵۳

۵٤

55

56

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندو مت)

۵۷  برخه
دکتور لطيف ياد
         
 
 

دهندوانو لر غو ني ښارونه:

کالپي(कालपी) :
کالپي دهندوانو يو پخوانی او لر غونی ښار دی چې دهند داتر پراديش ايا لت دجالون په ولسوالۍ يا ډيسټريکټ کې پروت دی٠ دغه ښار په پخوانيو ز مانو کې دکالپري يانګري په نامه سره ياديده چې د وخت په تيريدو سره په کالپي بدل شو٠دتاريخي مستندورواياتو پر بنسټ دغه ښار په څلورمه زيږديزه پيړۍ کې دواکمن وسيو ديو له خوا ودان شوی دی٠ دکا لپي ښار چې دجمنا دسيند پر ښۍ څنډه جوړ شوی دی دهندو کلچر او داريايي تهذيب يو مر کز و٠ دبودايي واکمنانو په وخت کې هم داهميت نه ډ ک ښارو ٠
داسې ويل کيږي چې دمهابهارت د مشهوريې رزميې ليکوال ويا ساد زيږيدنې ځای ګڼل شوی دی٠
په ١١٩٦ زيږ ديز کال کې دغه ښار دمحمود غوري لاس ته ورغی او دمغولو دواکمنۍ په تېره بيا دجلا ل الدين محمداکبر دواکمنۍ په وخت کې ددغه ښار په اهميت کې نور زياتوالی هم راغی ٠داتلسمې پيړۍ په لومړۍ نيمايي کې کالپي د مر هټه وو دځواکو نو لاس ته ورغی ،خو بيا دغه ښار دخپل سوق الجيشي يا پو ځي اهميت له مخې انګريزانو ونيواو تر ١٩٤٧ زيږديز کاله پورې چې هند له پر نګيانو نه خپله خپلواکي تر لا سه کړه دغه ښار ددوی په لاس کې و٠ بيا وروسته په ١٨١١ زيږديز کال کې دبنديل کهنډ ديوې ايجنسۍ په تو ګه وګڼل شو٠ له ١٨١٨ زيږديز کال نه تر ١٨٢٤ زيږديز کاله پورې کالپي دانګريزانو يو پو ځي مر کز و، چې دهند دګورنر جنرال له خوا هلته يو سياسي نما ينده يا پو ليټيکل ايجينټ هم ټا کل شوی و٠ په کال ١٨٥٨ زيږديز کال کې چې په هند کې دپير نګيانو پر خلاف دخلکو او پر ګنودخپلواکۍ غو ښتنې مبارزې تودې وې نو دانګريزانو پر خلاف د هند مشهورې اتلې راني جهانسي د١٠٠٠٠ تنو ملي مبارزينو سره په کالپي کې انګريز سر هيګ روز ته ماتې ورکړه٠ تر هغې وروسته کالپي دبريټيش انډيا يا بر تانوي هند يو سوداګريز مر کز و٠بايد هيرنکړو چې دلودي واکمنانو په وخت کې هم دغه ښار داهميت نه ډک و اومحمود خان لودي ددغه ښار حاکم و٠

په اوسني وخت کې دکالپي دليدوو ړ مهم ځايونه دادي:
- دکالپي کلا چې ډېره پخوانۍ ده او ددغه ښار دساتنې او دفاع لپاره جوړه شوې وه٠
- سات ماتهيا ټيمپل
- چوراسي ګنبد يا ګو مبزه
- شاهي جامع جومات
-شري دروازه
-لنکا ټاور يا برج
-وياس مندير
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ددغې مقالې په اړوند انځورونه

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۶۸    سال       هشـــــــــتم         ثــور/جوزا   ۱۳٩۱   هجری خورشیدی        ۱۶ می     ٢٠۱٢ عیسوی