کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

 

 
 
 
هندو ئېزم (هندومت)
اووه لسمه بر خه


دکتور لطيف ياد
 
 

دويديک پېر(عصر) ارباب الانواع او الاهې :

 دکابل ناتهـ دويبپاڼې اغلو او ښاغلو لوستونکو! تاسو ته د کابل ناتهـ په تېره ګڼه کې دويديک عصر دارباب الانواعو په لړ کې داګني اورودرا په اړوند معلومات درکړل شول٠ دا ځل به په همدې لړ کې ددريو نورو ارباب الانواعو په اړوند چې  وايو، سوريا او مېترا نو ميږي معلو مات درکړو٠

 

٥- وايو :

دريګويدا په سپيڅلو لر غونو متو نو کې وايو دښکلا او ښا يست رب النوعه ګڼل شوی او دايندرا ملګری ښودل شوی دی ٠ ويل کيږي چې نو موړی لو مړنی رب النوعه و چې د سو ما شربت يې څښلی و ٠ داسي روايتونه شته چې وايو په زرګونه ستر ګې لري، له همدې کبله هغه ته دتفکر رب النو عه هم ويل کيږي٠

که چېرې موږدوايوانځورونه وګورو ديوې بګۍ له پا سه نا ست وي چې دډ ېرو اسو نو له خوا کشول کيږي او داسو نو رنګونه ېې سره او بنفش دي٠ دريګويدا په سپيڅلو متو نو کې هغه يو هو ښيار او ځيرک رب النو عه دی چې دځمکي او جنت روښا نوونکی ګڼل شوی دی چې دګهيځ په سپيدو کې نړۍ رو ښا نه کوي ٠

درودرا په څېر وايو هم خلکو ته درمل راوړي چې نا رو ه وي، څو دهغو درملنه وکړي٠

تر لر غو ني وېديک عصر وروسته وايو دنړۍ د شمال لويديځې بر خې سا تو نکی وا و دنړۍ دغه بر خه يې دناخوالوا و بد يو نه ژ غو رله او دپياوړ تيا، وفادارۍ او ورور ګلو ېزو اړيکو سمبول ګڼل کېده٠ د همدې ځا نګړ تياوو په وجه وايو دايندرا دباور وړ ملګری شو٠

وايو په انځورونو کې اسماني رنګ لري او د څلورو لا سو نو درلو دونکی دی چې په دوو لا سو و کې يې بيرغ او په بل کې يې د ابهايا او ورادا مودراس پو سترونه يې په لاس کې دي٠

 

٦-سوريا:

سوريا دشغلو او لمبو نه ډک يا ستره روښنايي او لمر دی ٠ دا هغه رب النو عه ده چې په سپيڅلو ويدي سرودونو کې يې ډېره ستا ينه شوې ده ٠ دسوريا لا سو نه او ويښتان د سروزرو نه جوړ شوي دي٠ هغه په يوه دا سې بګۍ با ندې نا ست وي او دهغه اس له خوا کشول کيږي چې اووه سرونه لري او دشنې زرغو نې په څېر اووه رنګونه لري٠

دهندوئېزم دعقيدې او ګروهې پر بنسټ سوريا هغه رب النوعه ده چې هره ورځ ليدل کيږي او هغه لمر دی چې ټوله نړۍ  روښا نه کوي٠

سوريا دهندپه نېمه وچه کې  په بېلا بيلو بڼو لما نځل کيږي چې يوه بڼه يې ارکا ده چې د هند په شمال او ختېز کې يې خلک لمانځنه کوي ٠ دسوريا يو لمانځنتون  يا معبدد کونارکا په نا مه يا ديږي چې د هند داوړيسا په ايالت کې مو قعيت لري، دوه نور يې په اتراپراديش کې اوتراکا او لو لرکا او بل يې دبالارکا په نا مه د راجستهان په ايالت کې دی٠ د سو ريا يوزوړ او لر غونی معبد په بهړايچ کې هم شته چې دهند داتراپراديش په ايالت کې پروت دی او دسيمه يېز واکمن تلوک چند ارکاوشي له خوا په لسمې عيسوي  پيړۍ کې جوړ شوی دی٠

د سوريا ډېرې مجسمې د هند، پا کستان او افغا نستان په ميو زيمو نو کې شته چې يوه لر غو نې مجسمه يې دکابل په ميو زم کې هم خوندي وه چې د افغا نستان دلر غو ن پيژندونکو له خوا دخير خانې په کو تل کې د کيند نو په نتيجه کې تر لا سه شوې وه٠

 

٧- مېترا :

مېترا په اصل کې درښتينوالي، ملګر توب او دوستۍ رب النوعه ده او دسوريا يوه بله بڼه ګڼل کيږي٠  په ريګو يدا کې راغلي دي چې مېتراا او وارونا چې سره نږدي ملګري دي دواړه د اديتياپه ګروپ کې شا مل دي چې دلمر دکو رنۍ رب النوعه ګڼلې کيږي٠

ميترا په لر غو ني ايران کې هم لما نځل کيده، خو وروسته يې خپل شهرت له لاسه ورکړ، خو په هندو ستان کې دډېر زيات اهميت نه برخمن و٠ مېترا او وارونادواړه دجنت حکمرانان دي او دواړه په دې نړۍ کې د قانون او نظم دپلي کوونکو دندې لري٠ مېترا دوه سلا کاران لري چې يو يې ار يا مين او بل يې بها ګا دي٠

لنډه دا چې په ريګويدا کې دمېترا په اړوند ډېر رواتيو نه شته دي٠ مېترا د سها رنۍ رڼا په نا مه هم راغلی دی٠

 

نوربيا٠٠٠

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۱٢۷        سال شـــشم              سنبله ۱۳۸٩  خورشیدی         سپتمبر ٢٠۱٠