کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)  

دکتور لطيف ياد
۳٤ برخه    
 
 

هندوواکمنان اوپه هندکې مشهورې واکمنې کورنۍ:

 

که چيرې دهند د نيمې وچې د لرغونې تاريخ پاڼې واړوو نو جوته به شي چې دغه هېواد څومره زوړ مدنيت او لرغونی تاريخ لري٠

 

موږبه دهندوئېزم دپېژندنې په دې لړۍ کې داځل پر هغومشهورو واکمنانو او مشهورو واکمنو کورنيو په اړوند لږ شانته رڼا واچوو چې نه يوازې دهند دلرغوني تاريخ يوه مهمه برخه جوړوي، بلکې کله کله زموږ دګران او وياړلي هېواد د تاريخ سره هم نه شليدونکي اړ يکي لري، ځکه دهند دنيمې وچې دتاريخ لوستل به دافغانستان د تاريخ دلوستلو پر ته نيمګړی وي ياپه بل عبارت دواړه يو دبل لازم او ملزوم دي٠

ځکه دتاريخ په اوږدو کې دلو مړي ځل لپاره داريايي ټبر ځيني قومونه او له هغو نه بهارتيه ټبر دافغانستان له لارې دهند ارتو او پراخو ورشوګانو ته ورسيدل او بل دا چې موږ موږ تل دهند په ګاونډ کی يوهيواد يو اوله دوی سره مو اقتصادي،کلتوري، سيا سي اوټو لنيزې اړيکي درلودلې ٠ زموږ ډېر شمېر افغانان د تاريخ په اوږدو کې هند ته تللي دي، ځينې يې هلته مېشته شوي دي او ځينې يې واکمنيو ته رسيدلي دي لکه غوريان، لوديان او سوريان چې دهند په مدنيت کې يې خورا ستر رول لوبولی دی٠ همداراز په افغانستان کې داشوکا په دور کې دبو دهيزم اود کابل شاهانو په وخت کې د برهمنيزم او هندوئېزم پر مختګ د دې خبرې ثبوت دی چې موږ يو له بله سره څومره نږ دې اړيکې درلودلي دي٠

 

١-دنندا  دکورنۍ واکمني :

 

د نندا دکورنۍ دواکمنۍ بنسټ ايښودونکی مها پدما نندادی .نوموړي د عيسی مسيح عليه السلام تر زيږېدو دمخه په ٣٤٣ کال کې ددغې کورنۍ د واکمنۍ بنسټ کيښود او دغه واکمني دعيسی مسيح تر زېږيدودمخه تر٣٢١ پورې واکمنه وه چې وروسته بيا دموريا دواکمنۍدبنسټ ايښودو نکي چندر ګپت موريا له خوا را وپرزوله شوه٠ دنندا دکورنۍ بنسټ ايښودونکي مها پدما نندا دکشتهر يانو يا دجنګياليو دطبقې له مينځه وړونکي په نا مه سره هم يا ديږي٠ دغې کورنی دلرغو ني هند په مګهد يا او سني بيهار کې د خپلې واکمنۍ بنسټ کيښود چې په هغه وخت کې يې پايتخت پاټالي پوترا ياد اوسني پټنې ښارو ٠

د نندا دکورنۍ واکمنانو چې دعيسی مسيح تر زيږېدو دمخه په پنځمواو څلورمو پيړيو کې واکمني درلوده  دواکمنۍ لمنه يې په ختېز کې تر بينګاله ، په لويدېز کې تر پنجابه او  په جنوب کې تر د کنه پورې وغزوله٠ د ننداد کورنۍ بنسټ ايښودونکی د اشوا کوکورنۍ، کاسيو، هايهايا، پنچالا، کالينګا، کورو، اسماکا، ميتهيلا، سور اسينا او ويتيهوتراته ماتي ورکړه٠داسې ويل کيږي چې دده مور دټيټې طبقې په شودرا کاسټ پورې اړه درلوه،نو ځکه يې کشتريان يا دجنګياليو طبقه نه خوښېدله او له همدې کبله دهغوی سره وجنګيده٠ ده دکشتهريانو سره ستره دښمني درلودله٠

 

دننداواکمني په هندوستان کې لومړنۍ امپراتوري ګڼل شوې ده٠د نندا کورنۍ دمذهبي پلوه دجينيزم  پيروان وو،خو بودايي مذهب هم دخلکو په مينځ کې شتون درلود٠سنسکريت ددویرسمي ژبه وه٠ويل کيږي چې دوی په جګړه اېز ډګر کې ډېر تکړه او غښتلي ول او يو ښه منظم پوځ يې درلود٠ دنندا واکمنۍ ٢سوه زره تنه پلي، ٢٠ زره  تنه سپاره،٢٠٠٠ عرادي جنګي بګۍ او٣٠٠٠ جنګي هاتيان درلودل٠

 

دنندا  دکورنۍ واکمنانو دکرنې په بر خه کې ډېرې برياوې او لاسته راوړنې درلودلې٠ دوی داوبو لګولو سيستم منظم کړ٠لويې ويالې، نهرونه اوکانالونه يې جوړکړل٠ داقتصادي پلوه هم دنندا واکمني پياوړې وه  ٠ دوی دماليې او ټکسونو په را ټولولو کې سختګيري کوله،له همدې کبله يې خزانې دروپيو نه ډکې وې٠ لنډه دا چې دنندا دکورنۍ دواکمنۍ په وخت کې ډېر رغنيز کارونه تر سره شول٠

دنندا کورنۍ داسې يوپياوړي اداري سيسټم درلود او په دولتي ادارو کې داسې کسان په کار ګومارل شوي وو چې پوهه او لياقت به يې درلود٠

 

دننداد واکمنانو نومو نه په لاندې ډول دي:

مهاپدما نندا، پاند هوکا، پنګهوپاټي، بهوتاپالا، راشټراپالا، ګوويشاناکا، د شاسيدکهاکا، کايورتا، مهيندرا،دهانا نندا٠

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ماخذونه او سر چينې :

 

 

 

 

١-کيمبريج هسټري اف انډيا

 

٢-http://en.wikipedia.org/wiki/Nanda_Dynasty

 

٣-http://en.wikipedia.org/wiki/Magadha

٤-http://www.indianetzone.com/5/nanda_dynasty.htm

 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل    ۱٤٤     سال        هفتم                ثــــور/جـــــوزا       ۱۳۸٩  خورشیدی                     می ٢٠۱۱