لومړی فصل
دویم فصل
دریم فصل
څلورم فصل
پنځم فصل
شپږم فصل
اووم فصل
اتم فصل
نهم فصل
لسم فصل
یوولسم فصل
دولسم فصل
دیارلسم فصل
څوارلسم فصل
پنځلسم فصل
شپاړسم فصل
اوولسم فصل
اتلسم فصل
نولسم فصل
شلم فصل
یووېشتم فصل
۲۲/۲۳ فصل
څلوروېشتم فصل
پنځه وېشتم فصل
شپږوېشتم فصل
|
|
|
|
د غږ او رڼا سپرغۍ
(مړینې ته څېرمه حالت کې د ماشومانو تجربې)
پښتو ژباړه او سمونې: محمد انور وفا سمندر |
|
|
اووه وېشتم فصل
موږ ټول څو بُعدي موجودات یو
د رڼا ټول کوچنیان، یوازې مړینې ته نیږدې تجربې له لارې، تر الهي موهبت لاندې نه دي راغلي؛ بلکې ځینې یې مخامخ پرته له څه درد او رنځ څخه د هستي د عالم په باب ددې اړیکې څښتنان شوي دي.
د کلورادو هستوګنه، «لوري جین فلوري» داسې وایي:
«هغه مهال چې درې کلنه وم لارښوونکو پرښتو ترخپله منځه داسې راجوړه کړه، چې د ژوند په ترڅ کې د هغوی په مرسته دنده ترسره کړم. ما د ماشومتوب، نوې ځوانۍ، او پاخه عمر په ترڅ کې له جسم څخه د روح وتلو بېلابېلې تجربې درلولې؛ خو له دې تجربو څخه یوې یې هم زه د مرګ پولې ته نیږدې نه کړم.»
لوري جین د روح د سفر د نورو لارویانو په څېر د تیاره دهلیز یا تونل او همدا شان د تونل هاغاړه د ځلانده نور شته والی مطرح کړ.
«له ماشومتوب بیا تر دې مهاله؛ هغه څه چې زما د تجربو ډیوه یې نوره هم را ځلوله؛ د هغو استاذانو او مرشدانو شتون وو چې د نور ځانګړې وړانګه یې زما پر «دریېمه سترګه» متمرکزوله. ما تل کولای شول واورم، احساس یې کړم او درک ورڅخه ولرم؛ خو هېڅ مهال مې ونه شول کولای د هغه نور واک ترلاسه کړم. دا مې زده کړل چې د نور په واک کې نیولو پرځای له نور سره یو ځای حرکت وکړم. هر رنګه چې و، په هېڅ یوه تجربه کې زه مړینې ته نیږدې تجربې حالت ته نه یم رسېدلې او تل روغه رمټه او په حال وم.
د باد غږ مې په هغه تیاره تونل کې اورېده. بیا د تونل له بله اړخه دباندې وتم؛ خو د تونل له خولې د وتلو پر مهال مې ډېر ستر هیبتناکه غورر...س چې ناره یې کړه «راوګرځه!» واورېد.
په یاد مې راځي مخکې تردې چې خپل کالبوت ته راوګرځم، یو شانداره باغ، دننه یې ښکلې لرګینه سپینه کوډلۍ، ورسره له ګلانو ډک شین چمن، دا ټول را ترسترګو شول. له هغو یوه زړه راښکوونکې نغمه تر غوږه کېده.
زه د لوري جین په توګه ددې لیواله وم چې هغې کوډلۍ ته ننوځم؛ خو له همدې خیال سره ناڅاپه د څو ثانیو په ترڅ کې بېرته په خپل فزیکي کالبوت کې راویښه شوم.»
ډېر مهال به چې لوري جین اوږده غځېدلې وه، د جنتي مخلوقاتو او ځانګړو استاذانو له خوا به د هغې دریېمې سترګې ته د لیزر په څېر نور ور رسېده.
« ما کولای شول په خپله دریېمه سترګه کې نور، له نوره جوړې کلمې او الفبا ووینم. همدا راز ما ځانګړي جنتي غږونه اورېدل او داسې را تر نظره کېدله چې دا ټول د زده کړې او اګاهۍ پرله پسې پړاوونه دي او پرښتې یا هغه استاذان دنده لري چې زما په دننه کې ځانګړې دریڅه پرانیزي او ښایي له دې لامله وي چې هغوی له درې کلنۍ را په دېخوا ما مخته ټېل وهي.
تر دې مهاله نه یم پوهېدلې چې په دې کلونو کې پر ما څه راغلل. دا ځکه چې داسې څوک مې لا نه دی موندلای چې دا تجربې راته توضیح کړي؛ خو په دروېشت کلنۍ کې و چې ورو، ورو او لږ، لږ په دې معما پوه شوم.
په ماشومتوب کې به مې ددې تجربو په ترڅ کې د ځانګړي زنګ کړنګا اورېدله او له نورو لارو مې ځواب ورکاوه؛ خو د ماشومتوب پر مهال زه په دې تجربو نه پوهېدم...»
د روح د سفر لرغونې پوهه (اکنکار) وایي چې د روح د سفر استاذ هېڅ مهال له زور یا جبر څخه کار نه اخلي او شاګرد آزاد پرېږدي چې په خپله د آسماني قلمرونو سفر ته لیواله شي او بیا د دروني استاذ په مرسته د ارواوو رښتینو دنیاګانو ته سفر وکړي او دا رښتېنې ځانپېژندنه ترلاسه کړي چې اصلي او تلپاتې هویت یې روح دی. دغه ژوندی استاذ د چا په ژوند او اګاهۍ کې مداخله نه کړي. که څوک غواړي د هغه په مرسته د غږ او رڼا نا لیدلي جهانونو ته سفر وکړي، نو په یوه خاموشه محل کې دې کښېني او په ښکاره ټکو او مینه ناک زړه دې ترې وغواړي، چې هغه د معنوي طبقو په سفر بوځي.
دا چې لوري جین دا کار نه دی کړی، ځکه د خپلو تجربو په اړه ناخبري ښيي. ګورو چې دلته لوري جین دروني استاذ نه پېژني، ځکه خپلې سوچه تجربې ورته نا اشنا برېښي. ښایي هغه غواړي د هندي مرتاضانو یا د مدیتشن د خنثی دریځ په څېر بشپړ استراحت وکړي او بل څوک د هغې په شخصي قلمرو ورننوځي او هغه هغو ځمکو ته چې اګاهانه یې د لیدلو او تجربه کولو تلوسه نه لري، بوځي. د روح د سفر استاذان هېڅ مهال لټ او تیار خواره وګړي د لوړو طبقو لیدلو ته نه ورولي. هغوی د هغو وګړو لارښوونه کوي، چې له مادي او توهمي دنیا سره هېڅ راز تړاو او دلبستګي نه لري، بلکه غواړي په ټول ځان د خدای تعالی خدمت وکړي او دا هماغه ځان پېژندلې او خدای پېژندلې ارواوې دي، چې هېڅ مهال خپل اسماني ماموریت د قدرت او شهرت لپاره عام منظر ته نه په ډاګه کوي. لوري جین دا هم ولیدل:
په ۱۹۷۸کال چې لوري جین د کالج د دریم او څلورم ټولګي ترمنځ وه، زده یې کړل چې د لارښودې پرښتې یا استاذ نوم یې «دایفر نیوکلز» دی. اوړی و او هغې د یلواستون په ملي پارک کې کار کاوه چې دغه استاذ د هغې ژوند وژغوره. او همدا شان یې ورسره مرسته وکړه چې د خپل وجود تازه برخې وپېژني.
لوري جین له خپل یوه دوست سره په پارک کې پلې ګرځېده چې ناڅاپه یې ځان د دوه سوو فوټو ژور او خطرناک پاڼ پر ژۍ ولید.
« پوهېدم چې که یو بل ګام واخلم؛ نو نور به زما د وجود هېڅ اثار پاتې نه شي. او د تاریخ یوه برخه به شم. داسې احساس مې کاوه چې پرښتې مې په سر پورې دي او هڅه کوي چې ما ټینګه ونیسي. هېڅ کومه لاره نه وه چې ځان په یوه ډبره یا بوټي پورې ټینګ کړم، یوازېنی کار مې چې کولای شو دا و چې په مخ کړوپه شم او د غڼي په څېر له خپلو لاسونو او پښو څخه کار واخلم. وامې ورېدل:
ته دا غواړې چې لاس په لیونتوب پورې کړې یا داچې د ژوندانه په اوږدو کې په خپل معنوي او عرفاني وده باندې تمرکز وکړې؟»
«داسې را ترنظره کېدله چې د ژوندانه په څلورلارې کې ولاړه یم. له ډېرو خواوو مې د ناامنۍ احساس کاوه؛ خو ورسره ورسره د پرښتو او خدای تعالی له خوا زما پر روحي ټپونو مرهم ایښوول کېده.»
وروسته له څو داسې اوږدو شېبو چې تا به وېل تر ابده یې پایښت درلود، لوري جین د میږي په ګامونو ځان د پاڼ پر ژۍ پورته راوښکه او هغه ستوغ او تنګ ځای ته ورسېده چې د پښو ایښوولو لپاره د صنوبر ونه غوره ځای بلل کېده. د هغې دوست وکولای شول لاس یې ونیسي او هغه پورته هوارې ځمکې ته ورکش کاږي.
«د کمزورۍ او بې حالۍ احساس مې کاوه. هېڅوک به ونشي کولای هغه د آرامۍ او روغتیا احساس تصور کړي چې په هغو شېبو کې ما ته راپېښ شو. پوهېدلم چې هېڅ مهال به په احمقانه کارونو لاس پورې نه کړم. د خپلې پوښتنې ځواب مې موندلی و او پوهېدم چې له دې مهاله وروسته به ډېره پاملرنه په خپله معنوي وده راټولوم.
پوهېدم چې ناڅرګند موجود زه له لوېدلو ژغورلې وم. یوازې دا پاتې دي چې زه پاتې ټول عمر له خدای څخه شکر ګوزاره واوسم. دغه ژغورنه او روحي اوښتون زما په ژوند کې یو ستر بدلون و.»
اوس مهال لوري جین د اووه دېرشو کلونو ده او مېړه یې د «پرښتو پیغام» په اړه یوه خبري ورځپاڼه مخته وړي. هغوی د هغو وګړو لپاره سلا مشورې ورکوي چې د جنتي ټاټوبو په اړه معلومات او اطلاعات غواړي.
لاندې هغه پیغام لولئ چې لوري جین له پرښتو څخه ترلاسه کړې و، او موږ یې د هغې په اجازه دلته راوړو:
«هغه مهال چې اګاهي تر لاسه کړﺉ او د خدای تعالی عظمت او شوکت باندې وپوهېږﺉ، نو بیا به موږ تاسو ته قدرت او اختیار درکړو.
هغه مهال چې تاسو زموږ له شتوالي څخه خبر شئ، هغه مهال بیا موږ دې ته پوره پام کوو چې تاسو نوره وده وکړﺉ...
په حقیقت کې دغه پوټکی او هډوکي ستاسو جامې دي او موږ تاسو ته ددې خبرې د وېلو لپاره راغلي یو چې تاسو له شته جسم او حالت څخه ډېر زیات یاست.
تاسو نور یاست. تاسو الهي موجودات یاست. تاسو نوراني مخلوقات یاست.
موږ د تل لپاره ستاسو څارنه کوو. تاسو هېڅ مهال یوازې نه یاست. موږ ټول یو یو.
الهي عشق ستاسو د زړه انعکاس دی. الهي عشق هغه رښتینې فضا رامنځ ته کوي چې تاسو د خپل زړه له دننه کولای شئ «خپل واقعي زه» ووینئ.
له تاسو انسانانو څخه هر یو تن خپله هغه ځانګړې روحي موسیقي لرﺉ، هغه چې موږ ته د نوراني موجوداتو په توګه له تاسو سره د مينې کولو له لارې د اورېدلو وړ ده.
په حقیقت کې موږ ستاسو هندارې یو.
په دې اړه چې څوک یاست؛ تاسو به راویښ کړو.
تاسو نوراني مخلوقات یاست. پاک او سوچه عشق ستاسو په وجود کې دی.
موږ راغلي یو چې ستاسو الهي والی په یاد دروړو.
او دا هم در په یادوو چې تاسو ښکلي او له شوکت څخه ډک یاست.
هرڅومره چې له نورو سره مینه وکړﺉ، ستاسو معنوي وده زیاتیږي.
له نورو سره مرسته وکړﺉ، چې طلایي لیدلوری مو لا ځلانده شي.
موږ له تاسو سره مینه لرو او زموږ پاملرنه تاسو ته ده.
پرېږدﺉ چې د آسماني موسیقۍ ارامتیا بښونکې وړانګې تاسو په ځان کې ونیسي.
پرېږدﺉ چې سرلوړي شئ او زړونه مو له ډېرې مینې په څپو راشي.
موږ تل ددې لپاره دلته حاضر یو چې له تاسو سره مینه او مرسته وکړوو.
تاسو ته برکت درکوو. موږ د نور جوړې یو.
له تاسو څخه هر یو د خدای د نور او غږ لپاره وسیله دی.
تاسو له نور سره یو لاس او ګډ یاست.
لارې د خدای په نور ختمیږي...خو پر یوه بله څه برتري نه لري.
موږ تاسو ته د عشق او مینې درس درزده کوو.
درزده کوو چې له مخلوقاتو سره مرسته وکړﺉ. هماغسې چې موږ له تاسو سره مرسته کوو.
هرمهال چې د خدای د مخلوقاتو په زړه کې د عشق او مینې ډیوه بله شي، د ملایکو د پادشاهۍ په قلمرو کې جشن او سرور جوړېږي.
په درنښت درڅخه غواړو چې یو بل ته په ارزښت قایل شئ.
له یو بل سره مینه وکړﺉ.
عزیزانو، د نور پر خوا راشئ. خپل لاس د نور په خوا اوږد کړﺉ.
موږ ستاسو په خدمت کې یو او تاسو لوړو معنوي طبقو ته بیایو!»
د ماورالطبیعه په اړه د برادستایګر پوښتنو ته یو شمېر ورکړل شوي ځوابونه:
د ماشومانو روانشناس ډاکتر جي.اچ چې د تګزاس هستوګن دی وایي چې:
«په شپږ کلنۍ کې مې خپله لومړنۍ پرښته ولیده. او تر نن پورې مې له خپلو ډېرو مړو شویو خپلوانو سره خبرې کړي دي.»
د نیویارک ښار د روانشناسي ډاکتر اس.اس وایي:
«یوه ملکوتي ښځینه مې د تخت له څنګه را څرګنده شوه، او دومره وډارشوم چې له خونې ووتم. ناڅاپه له کور بهر د کالتوس غږ شو، کالتوس زما پر تخت ولګېد؛ نو که په خونه کې پاتې شوی وای خامخا به مړ کېدم...هغه پرښته وخت ناوخت راځي، لارښوونې راته کوي. په دې وروستیو کې داسې احساسوم چې کوم مهال ډېر ستړی یم، هغه زما مخ او غاړه مساژ کوي او ډېری ځل د ځلانده نور په بڼه زما په خونه کې راڅرګندیږي.»
د میسوري یو سوداګر آر.جي وایي، هغه مهال چې څلورکلن و، ځلانده نوراني ګرده ورنیږدې شوه. ددې نور له لیدلو سره هغه هممهاله د څلورو موجوداتو حضور احساس کړ. هغوی ماته روښانه کړه چې ځای یې د ځمکنیو او روحي ارتعاشاتو ترمنځه دی.»
د هستۍ د لاندنۍ برخې په طبقو کې له فزیکي طبقې وروسته «اثیري طبقه» راپېژني چې له ډېرې شفافې او لطیفې مادې جوړه ده. په اثیري طبقه کې مادي جنتونه ځای لري او د رواني موجوداتو، الوتونکو قابونو «بشقاب پرنده» هستوګنځی دی. دلته بریښي چې ښایي ښاغلي آر.جي دا ډول موجودات تجربه کړي وي، خو اثیري موجودات هم زموږ په څېر مادي دي، مرګ او ژوند لري؛ خو په یو څه تفاوت سره.
د ماساچوست هستوګنه «ایلیانا» چې ځان د «نورکانال» ګڼي، موږ ته یې ووېل چې په دولس کلنۍ کې یې ډېره ژوره تجربه ترلاسه کړې:
«پر هغه مهال زه له خپلې مور او پلار سره د یوې مذهبي وینا اورېدلو لپاره تللې وم. موږ کاتولیک مذهبي وو. شپه وه، هغه مهال چې د غونډې له تالاره ووتم، ډېر ښه احساس مې درلود؛ بل مهال داسې نه وم شوې. ښایي لامل یې دا وي چې نوراني مخلوقات زما کالبوت ته راننوتي وو. زما د وجود زره زره له نوره ډک شو. ځانګړی تود او له مینې ډک احساس را پیدا شو. ما د آزادۍ او لذت احساس کاوه. پلار مې هم خپل دې ته ورته احساس له موږ سره شریک کړ. موږ دواړه ډېر خوشحاله وو. له هغې ورځې وروسته زما پلار؛ چې دمخه بې سواده و؛ لوست کولای شو.
زه له هغه مهال را په دې خوا په آهنګین غږ سندرې وایم. زه دمخه په موسیقۍ هېڅ نه پوهېدم. له هغې شپې وروسته د سندرې وېلو بخت ما تر لاسه کړ او پرېکړه مې وکړه چې له دې لارې د خدای په لور قدم واخلم.
له هغه مهال د تله پاتۍ له لارې پیغامونه ترلاسه کوم. او بیا ورسره خپل ادراکات د کاغذ پرمخ راوړم...زه غوره بولم چې د نور او غږ کانال واوسم او وګړو ته حقیقت په ډاګه کړم.»
په دې برخه کې ټول کارکوونکي څېړونکي او خبریالان په دې باور دي چې مړینې ته نیږدې تجربې کچه د ماشومانو په منځ کې مخ په لوړېدو ده. ښایي ددې بدلون یو لامل د طبي آسانتیاوو او پرمختګونو، د ډاکترانو زیات بریالتوب او د درملنې اغېزمنتیا وي چې نه پرېږدي د کالبوت او اروا ترمنځ «نقره یي رسۍ» پرې شي.
خو له بلې خوا، داچې مړینې ته نیږدې تجربو شمېر مخ په ډېریدو دی، کېدای شي یو لامل یې نوې تکنالوجي او د ډله ییزو رسنیو پرمختګ وي، چې خبرونه او معلومات په چټکتیا خپروي.
هغه موضوعګانې چې دمخه یوازې د ځانګړو څېړونکو کار بلل کېده، نن ورځ په ډېره ښه بڼه د تلویزیوني خپرونو له لارې په ډاګه کیږي. او ځکه نو ښایي میلیونونه وګړي هممهاله خبرتیا او پوهه ترلاسه کړي.
مړینې ته نیږدې تجربې د زیاتوالي بل لامل د بشر تکاملي بهېر دی. او دا چاره د چاپېریال له بدلون سره هم اړخ لګوي. د «جان وایت» په څېر وګړي دغه موضوع د بشر لپاره، د هستۍ د عالم د یوې لویې صحنې رامنځ ته کېدل بولي، هغه وایي:
«د بشر د برخلیک لپاره یو کاري پروګرام شتون لري، چې د هغه له مخې د انسانانو برخلیک رامنځ ته کیږي. د بشر په ګډه وده کې راز راز پړاوونه شتون لري، چې په زیات ګړندیتوب سره د تکامل او معرفت په لور ځي.»
د جان وایټ په باور مړینې ته نیږدې یو شمېر تجربو کې لیدل شوي نوراني موجودات هغه مخلوقات دي چې د تکامل لوړو پوړیو ته رسېدلي او دا هغه حالت او وضعیت دی چې بشر باید د هغه په لور ګام پورته کړي.
«زه ددې وړاندوینه کوم چې بشر به د تکامل داسې پړاو ته ورسیږي، هغه چې نوراني مخلوقات ور رسېدلي دي. او دا مرحله هماغه اګاهي او پوهه ده. دغه لارښوونکي له موږ سره بې قید او شرطه مینه کوي. هغوی دغه پړاو تر موږ دمخه وهلی او تر موږ دمخه یې په دې لاره ګام پورته کړې. هغوی هم زموږ په شان د پوټکي او غوښې پوښښ درلود. هغوی د بشر د ژوندانه له ټولو لوړو ژورو او هغو ننداریزو داستانونو څخه چې د انسانانو خواوشا ته ترسره کیږي، خبر دي.»
جان وایټ د دا ډول مخلوقاتو په ځانګړنو کې دا هم رایادوي: «هغوی د مینې او عشق انګیزه لري؛ نه د یرغل او سیالۍ انګېزه. د ټولنې رسم رواجونه او عنعنې هغوی نشي راضي کولای. د ژوند په لار کې لټه او څېړنه د هغوی موخه جوړوي...»
د فزیکي علومو ډاکتر پروفیسور «وېلیام تیلر» وایي:
«زموږ نژاد پراخ او انقلابي، بیولوجیکي بدلون او تحول ترسره کوي. یو شمېرو لا وړاندوینه کړې چې بشر د پاڼ پر ژۍ ولاړ دی؛ چې په یوه لوړ ټوپ سره به د جسمي او معنوي تکامل په لور ګام پورته کړي.»
لنډه دا چې مړینې ته نیږدې یا مړینې ته څېرمه تجربو په اړه ورځ تربلې علاقه زیاتیږي. دا سمه ده چې نن ورځ لویان هم کولای شي د ټاکلو معنوي تمرینونو په کولو سره، د دروني استاذ په مرسته غیر فزیکي سفرونه وکړي. او موږ د عرفان په ډګر کې بډایې تجربې لرو چې ددې واقعیت رښتینتوب په ډاګه کوي.
د برادستایګر په نظر روح کېدلای شي په ډېرو برخو او مواردو کې هماغه اګاهي واوسي، چې لوړو قلمرونو ته سفر کوي.
سري آروبیندو د «الهي ژوندانه» په کتاب کې لیکي:
«د وجود په ظاهري سطحه باندې داسې دنیا شتون لري، چې اټکل کیږي زموږ د پیداکېدلو ځای دی؛ خو له روحي او معنوي پلوه دا موږ یو چې باید ځان او خپله دنیا پیدا کړو او وپنځوو. په دې نوي فورمول کې د دروني ژوندانه پنځول په لومړي ګام کې ځای مومي او نور هرڅه یوازې د بیان په حد کې وي...»
پردې باندې په پوهېدلو سره چې موږ څو بُعدي موجودات یو، باید دا هم ومنو چې د روح په توګه کولای شو د اګاهۍ او معنوي بینش لوړو قلمرونو ته ور لوړ شو.
موږ پوهېږو چې هر وګړی او هر روح په ځان کې دننه دا وس او پوهه لري چې د الهي قدرت او الهام لوړو ته ورشي.
موږ پوهېږو، چې کولای شو د روحاني مخلوقاتو په توګه وده وکړو.
دغه پوهه او معرفت هغه میراث دی، چې د نور په راتلونکو کوچنیانو پورې اړه مومي.
تمرین:
پای
څلورمه پښتۍ:
د غږ او رڼا سپرغۍ
د هغو ماشومانو په اړه الهام بخښوونکې او بې سارې تجربه، چې بلې دنیا ته تللي...او بېرته دغې فزیکي نړۍ ته را ستانه شوي، چې خپل لیدلي شیان نورو ته ووایي.
مشهور لیکوال «براد ستیګر» او مېرمنې یې «شري هانسن ستیګر» مړینې ته نېږدې تجربو په اړه، له ډاکترانو، روانپوهانو، کشیشانو او دارنګه مخامخ له تجربه ګرو ماشومانو سره مرکې کړي. اوس تاسو کولای شئ، هغه څه چې دغو ماشومانو لیدلي دي، له نظره تېرکړئ؛ څه چې هغوی احساس کړي، احساس کړئ، او په دې پوه شئ، چې څه لوی ځواکونه په ژوندانه کې پر موږ څارنه کوي.
|
|
|