لومړی فصل
دویم فصل
دریم فصل
څلورم فصل
پنځم فصل
شپږم فصل
اووم فصل
اتم فصل
نهم فصل
لسم فصل
یوولسم فصل
دولسم فصل
دیارلسم فصل
|
|
|
|
د غږ او رڼا سپرغۍ
(مړینې ته څېرمه حالت کې د ماشومانو تجربې)
پښتو ژباړه او سمونې: محمد انور وفا سمندر
|
|
|
څوارلسم فصل
د الهي سپیڅلې فضا لمس کول
د کتاب د بلې لیکوالې «شري هانسن ستایګر» په باور هغه کولای شي د هغو ماشومانو له پاره چې مړینې ته نیږدې تجربې یې ترلاسه کړي دي، ښه لارښوونکې واوسي، دا ځکه چې ددې وس لري د هغوی ګونګ ذهني حالت او نآرام وضعیت روښانه کړي.
تاسو به وګورﺉ چې شري په خپله هم څو څو ځله مړینې ته نیږدې تجربې لرلې چې درې لومړۍ ېې تر لس کلنۍ دمخه پېښې شوې دي.
هغه وايي، په لومړي ځل هغه مهال چې لا د څو مېاشتو وه، له اوږدې تبې مړینې ته نیږدې شوه. داسې چې هغه یې د لنډ وخت له پاره د ځمکې له وچې پورته کړه او بل جهان ته یې بوتله.
دویمه تجربه یې په شپږ کلنۍ کې هغه مهال چې د روماتېزم د تبې د شدت له لامله بې هوښه شوه، رامنځ ته شوه.
او دریېمه تجربه یې په نهه کلنۍ کې د ستوني تنسلونو د وېستلو پرمهال د بې هوښۍ د زیاتو درملو د کارونې له لامله په روغتون کې ورپېښه شوه.
په څلوروېشت کلنۍ کې یې د تګزاس د ساوت پادر د ټاپو په غاړه د تمساح له حملې ځان ژوندی را خلاص کړ.
په اته وېشت کلنۍ کې د زړه په ناروغۍ اخته شوه او د زړه د ناروغیو درې متخصص ډاکتران په دې باور و چې باید بې له ځنډه یې زړه عملیات شي؛ کنه په څلوروېشتو ساعتونو کې به ومري.
په دېرش کلنۍ کې د بډوډو په ناروغۍ اخته شوه. د بدن د تودخې درجه یې له یوڅلویښتو واوښته او اروا یې بلې دنیا ته ولاړه.
«مړینې ته نیږدې زیات شمېر تجربو دې ته چمتو کړم، چې راهبه او مرسته کوونکې واوسم. نه پوهېږم ښایي نورو ته د حیرانتیا وړ واوسي؛ خو ښه مې یاد ته راځي هغه مهال چې په سینه بغل اخته وم، د زانګو د میلو له څټه مې احساس کړه چې د ځمکې پرمخ یوه پردۍ یم. یاد ته مې راځي زه په دې فکر وم چې د ځمکې د وچې خلک؛ په دې ډول چې زه یې شاهده یم؛ باید چلند ونه کړي.»
په روماتېزم باندې د اخته کېدو له لامله له بدن څخه د اروا له څو ځله وتلو او د روح د سفر له کولو وروسته، شري د نور هغه اشکال او هندسي بېلګې چې په بله دنیا کې لیدلې وې، ښې په یاد راوړلې:
«د هغو رنګارنګ هندسي شکلونو خوب کلونه کلونه زما په ذهن کې و. دغه اشکال به له تصور څخه په دباندې چټکتیا زما په لور راتلل. کله کله به داسې را تر نظره کېدله چې په دغو اشکالو پسې په یوه اوږده تونل کې د الوت په حال کې یم. د حرکت احساس شېبه په شېبه ګړندی کېده او داسې راتر نظره کېدله چې دغه اشکال کله ناکله ما مخته ټېل وهي او پر بدن مې زیات فشار راوړي. په دې مهال به و چې چغې به مې وهلې او مور به مې مرستې ته رابلله. مور ددې وس نه درلود چې د نور د اشکالو په اړه زما خوبونو باندې پوه شي او هغه درک کړي.»
شري په اته کلنۍ کې د میشیګان یوه کمپ ته تللې وه او هلته یې هغه پرښته چې مړینې ته نیږدې تجربې پر مهال ورسره وه، ولیدله. څو نورې نجونې هم چې دا ډول ناپېژاندو موجوداتو لیدنې ته چمتو نه وې، ښایي هغه پرښته هلته لیدلې وي. پرښته د هغې جونګړې له چت څخه چې شري په کې اوسېده، راکوزه شوه. او ډېرو اریانو نجونو د هغې په وړاندې تعظیم وکړ. شري ووېل:
«له هغې پرښتې څخه سپین آبي وزمه ځلانده نور خپرېده. هغه د ترټولو ښکلې، د دوستۍ وړ، مینه ناکې او آرامې ښځې په بڼه را څرګنده شوه.»
شري او نورو نجونو د پرښتې غږ ښه سم واورېده چې ویې وېل: هغوی د خدای ځانګړي، د مینې او علاقې وړ موجودات دي.
نور پیغامونه یې هم راته واورول چې اوس مې له یاده وتلي دي.»
د شري سترګې له اوښکو را ډکې شوې. د نورو نجونو هم سترګې له ژړا را ډکې شوې. هغه مهال چې پرښته له سترګو پناه شوه، شري احساس کړه چې ځانګړی دروني بصیرت او بینايي ورکړل شوې ده، او کولای شي هغه نیږدې، سپیڅلې او د یووالي رابطه چې د ټولو موجوداتو او د خدای د بندګانو ترمنځ شته، درک کړي.
په نهه کلنۍ کې یې هغې ته له اندازې زیات د بې هوښۍ درمل ورکړل، هغې داسې احساس ترلاسه کړ چې د یوه زړه راښکوونکي نور په لور حرکت کوي.
«هغه مهال چې مړینې ته نیږدې دا تجربه مې پای ته ورسوله، زه دې پایلې ته ورسېدم چې نور ابعاد هم شتون لري، او باید هغه په ټینګه په نظر کې ولرو.
وروسته له دې تجربې ما داسې احساسوله چې په یوه نا اشنا ځمکه کې یوه پردۍ یم. په «مینه سوتا» کې خپل کور ته نیږدې ځنګل ته به ورتلم او ځان به مې طبیعت ته سپاره او هرڅه به مې هېرول. ورو ورو زما پام د شاوخوا په زړې پورې هندسې طرحو په لور ور اوښت او اوس پوهېږم چې په دې طرحو او اشکالو کې څومره ریتم او همغږي شته.»
یوه پوښتنه چې هر فرد یې له ځانه کولای شي، داده چې هستي او ابدیت به څه ډول بڼه او شکل ولري. د ساري په توګه کله چې یو څوک په خپله فردي دنیا کې د خیال په وزرو له کور او مالته الوزي، هېواد او هېوادونه، وچې او سمندرونه څټ ته پرېږدي او له ستوریو او ټولو مادي- فزیکي اشکالو وړاندې الوت کوي؛ نو څه ویني شکل او بڼې څه ډول دي؟!
ځینې وګړي وروستۍ هندسه مکعب معرفي کوي، ځینې دایره! خو که دایره خپله وګڼو، نو د دایرې خواوشا به څه وي؟ او که مکعب ومنو، نو مکعب به څه شي په غېږ کې نیولی وي؟ هغه فضا چې مکعب په کې تصور کوو، څه ده؟!
په هرحال د معنویت ستورمزلي وایي چې د هندسي اشکالو پای بې شکلي ده. ټول شکلونه په یوه عظیمه او له تصوره ور بهر نا پایه بې شکلۍ کې اوسي.
بېرته به راوګرځو د شري ستایګر تجربو ته:
شري دې پایلې ته رسېدلې، چې ماشومان زیاتره مړینې ته څېرمه تجربې هغه مهال چې ډېر کوچني وي، ترلاسه کوي. د بلې دنیا په اړه د هغوی خاطرې ددې مسالې بیانونکې دي چې دا ډول مسافر په فضا کې په ډېر زیات سرعت د حرکت په حال کې وو.
حرکت څه شی دی؟ ښایي حرکت په مکان کې د ځای او موقعیت بدلول وي؛ خو کله چې له مکان او زمان ها غاړه ځمکې او دنیاوې تجربه کړو؛ نو په حرکت څه راځي؟ هغه مهال چې زه وم، ته وې، هرڅه وي؛ خو مکان نه وي؛ نو حرکت به چېرې کوو؟
همغسې چې هندسه په بې هندسې کې پرته ده، حرکتونه هم په بې حرکتې کې پراته دي. هغه مهال چې خدای شته. او خدای هرځای، هرمهال او هرچا سره شته؛ نو موږ نه چېرې تللي یو او نه به ځو. هستي تل د خدای په لید کې ده.
ماشومان ولې یوازې په ډېر کوچنیوالي کې مړینې ته څېرمه تجربې یا د روح سفرونه ترلاسه کوي؟ د روح سفر د غیرمادي کالبوت سفر دی، یا ښه ده ووایو د روح سفر د اګاهۍ غوړېدنه ده؛ نو کوچنیوالی او لویوالی نه شي کولای دا چاره شونې یا ناشونې کړي. خبره داده چې فرد څومره کوچنی وي، پر نه لیدلو ژر باور کوي. د هغه حافظه او ذهن سپین او پاک دي، ځکه نه لیدلې نړۍ ته آسانه الوت کوي. او لویان ټول له هغو افکارو، اندونو، باورونو ډک دي چې پلرونو، نیکونو...لرل. او د دومره درنو افکارو بار پر اروا فشار راوړي چې غوښن کالبوت خوشې نه کړي، کنه هرڅه له لاسه ورکوي.
شري وایي:
«هغه مهال به چې ما خپلې تجربې ماشومانو ته وېلې، د هغوی وېره لږېده. ډېر ځله پر دې بریالی کېدم چې د هغوی د ډار او شرم وېره په یوه سپیڅلي احساس واړوم.»
«په حقیقت کې ما ځان دغو ماشومانو ته ډېر نیږدې کاوه، او خپل راز مې له هغوی سره شریکاوه. بیا به هغوی هم خپل نه وېلي رازونه را په ډاګه کول. زیاترو د هغوی تر دې دمخه خپل رازونه هېچا ته نه و وېلي. هغوی وېرېدل چې نور، په تېره بیا لویان هغوی لیونیان او بېړاګان ونه شمېري.
ما له خپلو مړینې ته نیږدې تجربو څخه د هغوی د درملنې د وسیلې په توګه کار اخیست.»
په ۱۹۶۸او ۱۹۶۹کلونو کې چې شري ستایګر د « ۲۰۰۱ فضایي فلم» ولید، نو فلم کې شته اشکالو او د نور وړانګو د هغې د عمرونو خاطرو په وړاندې ولاړ دیوال ونړاو او هرڅه ور په یاد شول.
«ددغه فلم لیدلو زما مړینې ته ورته نورې ټولې تجربې را په یاد کړې.
پر شري باندې د تمساح حمله د ۲۰۰۱ فضایي فلم له لیدلو دمخه ترسره شوې وه؛ خو د فلم له لیدلو سره شري په یاد راوړل چې تمساح هغه درې ځله په اوبو ننوېسته.
«په هرځل غوټې سره ما هلته څېرمه ولاړو نورو نندارچي لامبوزنو په څېرو کې ډار لیده. د دویم ځل لپاره چې تمساح زه په اوبو ننوېستم، داسې مې احساس کړه چې مړه شوم. بیا مې د نور هغه رنګارنګ وړانګې او اشکال ولیدل چې پر ما راچورلیدل.
هغه مهال چې تمساح د دریم ځل لپاره په اوبو ننوېستم، د ژوند ټولې پېښې مې د سترګو په وړاندې تېرې شوې.»
د باور وړ نه ده چې ټول ژوند دې په څو ثانیو کې ولیدل شي؛ خو ماته همداسې راپېښ شول.
په غالب ګومان که ما مازې یوه شېبه دومره تصور کړې وای چې تمساح حمله راباندې کړې؛ نو زه سمدستي ډوبېدم. ما ټوله موده خیال کاوه، چې یوه لوی کب پر ما حمله کړې.»
وروسته داسې تصور کېدله چې یوه ډله دولفینان را پیدا شول او شري یې د تمساح له داړو وژغورله. په هر حال څه شی و، چې له لامله یې تمساح شري پرېښووه او څوک و چې هغه یې د سیند د اوبو ژۍ ته ووېسته.
د پارک ساتونکي د تمساح یوه داړه د شري له پښې راوښکله. شري د پښې د پلسترکولو پر مهال را په هوښ شوه. د پښې پونډۍ یې د تمساح د حملې له امله په وینو کې ډوبه وه. له دې وروسته یې د سیند پر ژۍ د تمساح د ګواښ تابلو راوځړوله او سیند او د سیند غاړې نورې له لامبو زنو تشې شوې.
شري ستایګر د اته وېشتو کلونو و، چې په یوه میلسمتیا کې د شپې ډوډۍ خوړلو پر مهال ناڅاپه له حرکته پاتې شوه. هغه ېې پرته له ځنډه روغتون ته ورسوله او د زړه د ناروغیو دریو تنو متخصصینو نظر ورکړ چې پرته له ځنډه باید د هغې زړه عملیات شي کنه په را روانو څلوروېشتو ساعتونو کې مري. هغه خپله وایي:
«داچې پرهغه مهال اوږد ځنډ د روح په سفر تللې وم، ما کولای شول د هغې نا اشنا دنیا د واقعیت په اړه ډېر څه ووینم. وروسته چې بېرته کالبوت ته راستنه شوم؛ نو په هوښ راغلم. په خپل زړه کې د شته سوري په اړه مې د ډاکترانو نظر ومانه. دغه سوری د روماتېزم د هغې تبې له لامله چې په کوچنیوالي کې ورباندې اخته شوې وم، رامنځ ته شوی و. زه پوهېدم چې د جراحۍ د عملیاتو په اړه د هغوی نظر بې نتیجې دی. په هرحال له هغوی مې مننه وکړه او له روغتون څخه ووتم.»
شري له دې ناروغۍ روغه راووته؛ خو بیا د بډوډي د ناروغۍ له امله په روغتون کې لس ورځې بستر شوه. ددغې ناروغۍ پرمهال د هغې د تبې درجه له یوڅلویښتو واوښته؛ ځکه نو ډاکتران مجبور شول د هغې بدن په یخ کې کیږدي. په دغو لسو ورځو کې د شري نااشنا تجربې روانې وې او هغه پر دې واقعیت پوهېدله چې د کوچنیوالي د دورې تجربو یې هغې ته څومره ژوره پوهه له ځان سره لرله. او دا مهال شري دا پوهه تجربه کوله.
شري چې له روغتون څخه رخصتېدله، ډېره کمزورې او بې وسه وه؛ خو هغې دا پوهه ترلاسه کړې وه، چې ټولو تجربو یې ددې لپاره ځانګړې معنا له ځانه سره لرله.
شري له هغه مهاله مدیتشن ته مخه کړه او په ۱۹۸۵کال کې له پنځو پرله پسې ساعتو تمرکز څخه وروسته یې وکولای شول خپل ټول ذهني ځواک په کار واچوي او د ماشومتوب د دورې مړینې ته نیږدې ټولې تجربې راټولې کړي او هغه پړاو ته ګام کیږدي چې په دې خاورینې نړۍ کې د ځانګړي هدف او مقصد لپاره خپلې فردي او ځانګړې لارې ته دوام ورکړي.
هغه په یاد راوړي چې حقیقي «خپل» یې له نوراني مخلوقات سره ولیدل او له هغه سره داسې ځای ته ولاړه چې په اړه یې هېڅ نه شي وېلای؛ خو هغه څرګندوي چې په رښتیا یې هم سپیڅلې الهي فضا لیدلې او لمس کړې ده.
د اروا د سفر نښې په یوه وخت کې (لیدل، اوسېدل او پوهېدل) دي. او دا د ځان پېژندنې شرایط هم دي.
شري وایي کوم نوراني مخلوق چې د هغې لارښوونه یې کوله، مهربانه او مینه ناک موجود و؛ خو داسې تر نظره کېدله چې جنسیت نه لري او غوره دا چې شري هغه پېژانده. هغه په داسې ځای کې و چې کېدای شي له بلورو یا الماسو جوړ ستوری یې وبولو. هغه ځای تر ځمکې ډېر ډېر زیات ښکلی و او د هغه ځای رنګونو او رڼاګانو د ځمکې له رنګونو او رڼاګانو سره ډېر توپیر درلود. شري په یاد راوړي هغه څه چې ماشومانو د مشورو په بېلابېلو غونډو کې په یاد راوړل، د هغې مړینې ته نیږدې تجربو سره ورته وو.
« د هغه ځای ښکلا د هر وګړي له تصور څخه بهر ده. هغه ځای یوه بلورین ستوري ته ورته و چې تر ټولو خالص او ځلانده نور یې له ځانه شینده. زموږ د خواوشا نور هرچا ته ځانګړې خوښې وربښله. داسې چې هغه يو ژوندی نور و چې د مینې او محبت جوهر ور نه بهېده. دغه مینه له هغو هر ډول مینو څخه چې په ځمکه کې تجربه کیږي، ژوره او کامله وه. زه خپله د یوه ژوندي بلور په بڼه شوې وم. او زه د هغه نور له برکته چې په ما کې جاري وه، ځلېدم.»
دغه تجربې ددې سبب شوې چې شري خلکو ته ووایي له مړینې وروسته ژوند په اړه د خدای تعالی وعده رښتینې ده. هغه دې پایلې ته رسېدلې ده:
«تر ټولو غوره کار چې کولای شو په ژوند کې یې سرته ورسوو دادی چې له نورو سره مینه وکړو او خپلې تجربې پرته له څه طمعې په پوره مینه او محبت نورو ته ووایو.»
براد ستایګر «له نور سره ملګري وګړي» کې لیکي چې د شري او نورو مړینې ته نیږدې تجربې ددې لامل شوې چې له هغه اروایي قلمرو څخه لیدنه وکړم، چې روح مې ورڅخه ځمکې ته راغلی دی.»
شري وایي چې ښایي زموږ د روح اصلي کور هماغه ځای وي چې موږ یې جنت نوموو. هغه ځای چېرې چې له عشق سره یو ځای کیږو. یعنې هماغسې چې روح مرګ نه لري عشق هم بې مرګه جنس دی؛ نو ښايي خبره یوه وي.
|
|
|