لومړی فصل
دویم فصل
دریم فصل
څلورم فصل
پنځم فصل
شپږم فصل
اووم فصل
اتم فصل
نهم فصل
لسم فصل
یوولسم فصل
دولسم فصل
دیارلسم فصل
څوارلسم فصل
پنځلسم فصل
|
|
|
|
د غږ او رڼا سپرغۍ
(مړینې ته څېرمه حالت کې د ماشومانو تجربې)
پښتو ژباړه او سمونې: محمد انور وفا سمندر |
|
|
شپاړسم فصل
مړینې ته نیږدې تجربې په اړه څېړنې
د بشري تجربو او روحي چارو د زده کړېالانو او پلټونکو په توګه...غوره ده چې پوه شو ډېرې هغه نظریې چې نن ورځ د نویو حقایقو په توګه پېژندل شوي او معرفي شوي دي، په حقیقت کې پرته له هغو نظریاتو او لرغونو باورونو څخه بل څه نه دي چې په خپل وخت کې منل شوي یا رد شوي دي. په نظر راځي چې هماغه متافزیکي او معنوي لرغوني باورونه یو ځل بیا د نوي نسل له خوا کشف کیږي. د روښانفکرۍ او معنوي- دروني دید دغه نظرونه کله د ورځې توده موضوع شي او کله هم له چلند څخه ولویږي. په هر حال دا یو څرخ دی چې کله د منلو وړ او کله هم تر تردید لاندې راځي.
که عادلانه قضاوت وکړو، نو دا به له عدالته څخه تېری وي که موږ ددې دعوا وکړو چې په بېلابېلو برخو کې یوازېني مخکښان یاستو. له لږ څېړنې وروسته دا را ته جوتیږي چې موږ د پخوانیو مخکښانو د پښې پل تعقیب کړې؛ خو دا بیا جلا خبره ده چې یو داسې وګړی- استاذ پیدا شي چې نوی کشف را په ډاګه کړي.
د روحي موضوعاتو په اړه د څېړنو په مجله کې چې په ۱۹۱۸کال کې له چاپه راوتې، د یوې اتلس کلنې نجلۍ «دیزي درایدن» په اړه په زړه پورې څه لیدل کیږي.
دغې نجلۍ په ۱۸۶۴کال کې د خپل ژوند په دریو ورځو کې څو ځله مړینې ته نیږدې تجربه درلوده.
دیزي د بنسټپالي کشیش اندرسون درایدن لور وه. درایدن په خپله تجربه کې د خپل کوچني ورور آلي له روح سره چې اووه مېاشتې دمخه مړ شوی و، مخامخ شوه او د نورو روحي مخلوقاتو په څېر یې له هغه سره خبرې وکړې. مور یې وروسته له هغې چې دیزي مړه شوه، د هغې د ژوندانه ټول رازونه او خواوې را په ډاګه کړل.
که څه هم چې ډاکترانو د درایدن کورنۍ ډاډمنه کړې وه، چې دیزي به ډېر ژر د تیفویید له تبې روغه راووځي، دیزي هغوی ته وېلي و چې هغې ته یې خبر ورکړې، ډېر ژر به له خپل مړه ورور سره یو ځای شي.
دیزي له دې وړاندوینې سره دا په ډاګه کوله چې له فزیکي او متافزیکي جهان څخه خبرتیا لري، یوازې دې ته څار وه چې وروسته له فزیکي مړینې به وکولای شي په خاورینه نړۍ کې له خپلو دوستانو سره وویني که نه؟ هغې خپلې کورنۍ او خپلوانو ته چې د تخت ګردچاپېره یې راټول شوي وو ووېل:
«زه باید دا پوښتنه بیا له آلي څخه وکړم.»
یوڅه وځنډیده بیا یې د خپل مړه ورور ځواب اعلام کړ:
«آلي ووېل، ددې امکان چې زه کله نا کله بېرته راستنه شم ډېر دی؛ خو هېڅوک به زما له راتګ او دلته له شتوالي څخه خبر نه شي. او یوازې هغه کولای شي له ماسره راشي او را سره وغږېږي او بس.»
د دیزي دیني ښوونکی د هغې له مړینې دوه ورځې دمخه راغی او هغې ته یې ووېل چې «تا باید له یوه تیاره روده تېره شي.»
د ښوونکي له تللو وروسته دیزي له خپل کشیش پلار څخه وپوښتل له تیاره رود څخه مقصد څه شی دی؟
کشیش درایدن هڅه وکړه لور آرامه کړي او دا چاره یو ډول خپلې لور ته روښانه کړي، هغه ووېل:
«رود یوه استعاره ده، او د مړینې او ژوند ترمنځ یوه بېلوونکې پرده جوړوي»
دیزي په خندا او ملنډو ووېل:
«ته څه وایي زه دلته نه کوم رود وینم نه کومه پرده! ددې دنیا او هغې دنیا ترمنځ د یوه خط په اندازې واټن هم نه شته!»
دیزي چې د خیال په وزرو په نا اشنا ځمکو کې ګرځېده، دلته یې خپل لاس اوږد کړ، غوښتل یې د نه پېژندلې دنیا په اړه خپل لیدلي څه نورو ته بیان کړي:
« هرڅه چې دلته شته، هلته هم شته. زه ډاډه یم. خپله یې وینم. هماغسې چې تاسو دلته وینم، له دې سره یو وخت کولای شم د هغه ځای هرڅه هم ووینم.»
د دیزي مور له هغې وپوښتل چې له هغه ځای څخه یې مقصد څه شی دی، ځواب یې ورکړ:
«ددې روښانول راته ګران دي! زه یې په اړه څه نه شم وېلای. هغه باید تاسو هم ووینئ. هغه ځای له دې ځایه ډېر توپیر لري. زه نه شم کولای خپل احساس تاسو ته بیان کړم. او تاسو وپوهوم.»
د دیزي مور د تخت په لور راغله او د خپلې لور لاس یې ونیوه. دیزي وخندل او ویې وېل:
«ګرانې مورې! کاشکي تا هم کولای شوای آلي ووینې. هغه همدا شېبه تا ته ډېر نیږدې دی.»
د میرمن درایدن سترګې په غریزي ډول دا خوا ها خوا ولاړې؛ خو دیزي خپلې خبرې اوږدې کړې:
«هغه ماته ووېل چې ته یې د لیدلو وس نه لرې. دا ځکه چې ستا د روح سترګه تړلې ده. زه کولای شم هغه ووینم، دا ځکه چې روح مې د سپینو زرو په یوه نازک مزي له بدن سره نښتی دی؛ نو زه کولای شم ووینم.»
بله ورځ چې د دیني مضمون ښوونکې د هغې لیدلو ته راغله، ورته ویې وېل چې د هغې اولادونه هم هلته ژوند کوي. د ښوونکې بچیان کلونه وړاندې مړه شوي وو. که هغوی ژوندي وای اوس به ځوانان وو. په خونه کې ټول شته وګړي ډاډمن وو چې د ښوونکې د مړو بچیانو په اړه هېچا دیزي ته دمخه څه معلومات نه وه ورکړي. دیزي هغوی په ژوند نه وو لیدلي؛ خو اوس یې په اروایي قلمرو کې هغوی لیدلي وو او مور ته یې د هغو یادونه کوله.
ښوونکې دیزي ته ووېل چې د هغې د مړو بچیانو د څېرو په اړه ورته یو څه ووایي. دیزي هغه څه چې هممهاله لیدل وېل او ښوونکې په اعتراض سره ووېل:
«خو ته د بالغو افرادو په اړه غږیږې. د ما بچیان واړه وو چې مړه شول!»
آلي د دیزي په ژبه رڼا واچوله: څوک چې په ماشومتوب کې مري، او بلې دنیا ته ځي، نو د خاورینې دنیا په څېر هلته وده کوي او غټیږي.»
ښوونکې له حیرانتیا سر وخوځاوه او ویې وېل:
«خو زما وړه لور «مري» هغه مهال چې په ځمکه را ولوېده، داسې ژوبله شوه چې نه یې شول کولای سمه کښېني.»
دیزې موسکا وکړه او ښوونکې ته یې ډاډ ورکړ چې لور یې ښه ده، هلته کومه ستونزه یا کمزوري نه لري او هغې ته یې دا هم ووېل چې زوی یې هم ډېر خوشحاله او د شهزاده¬ګانو په څېر دی.
په هغه راپور کې چې میرمن درایدن د دیزي د ژوند د وروستیو ورځو په اړه ولیکه، په ډاګه یې کړه:
«یوه ورځ زموږ یو کورنی دوست د دیزي لیدلو لپاره راغی. دیزي ورته ووېل د هغې لور چې څوکلونه وړاندې مړه شوې وه، دې لیدلې او هغه اوس ډېره لویه شوې. نوموړې میرمن له هغو معلوماتو چې دیزي یې د لور په اړه ورکول، نه شول کولای هغه وپېژني، ترڅو چې دیزي ووېل هغې د خپلې غاړې په کیڼه برخه کې یو خال درلود، خو اوس یې هغه خال نه شته.
له دې نښې سره د هغوی خپلوانه قانع شوه.
میرمن درایدن له لور څخه وپوښتل چې څرنګه کولای شي له الي سره اړیکه ونیسي او ورسره وغږېږي؟
«ما تر دې مهال هېڅ مهال نه دي لیدلي چې تا یوه کلمه له هغه سره خبرې کړي وي. حتا شونډې دې نه ښوروي!»
دیزي بیا موسکا وکړه او مور ته یې ووېل:
«موږ د مخامخ درک له لارې له یو بل سره خبرې کوو.»
د میرمن درایدن زړه ډېر غوښتل پوه شي چې آلي په څه ډول بڼه او حالت د دیزي په وړاندې را څرګندیږي؟
دیزي رڼا واچوله:
«هغه زموږ په څېر جامې نه اغوندي. د هغه په ځان چپنې ته ورته اوږده سپینه جامه وي چې ټوله څرکیږي. اوه! مورې، کاشکي دې لیدلای شوای چې د هغې نوراني چپنه څومره شانداره، ښکلې او لطیفه ده!
کشیش درایدن ووېل:
«د هغې جامې د نور له جنسه دي.»
دیزي له هغه سره په یوه عقیده وه:
«اوه، خامخا همداسې ده!»
د دیزي دا ډېر خوښېده چې «لولو» خور یې ورته مذهبي ترانه ووایي او هغه مهال چې خور یې د پرښتو د وزرونو په اړه ترانه ووېله، دیزي په خندا پېل وکړ او ویې وېل:
«اوه، لولو، څومره له ملنډو ډک دي...موږ تل وایو چې پرښتې وزرونه لري، خو هغوی هېڅ وزر نه لري. ټول تېروتلي دي. پرښتې هېڅ وزر نه لري.»
لولو د دیزي خور خبره په ټینګه رد کړه:
«نه پرښتې خامخا وزرونه لري، کنه څنګه به له جنت څخه دېخوا الوت را کوي؟»
«هغوی الوت نه کوي. همداسې بې له الوتلو راځي. پوهېږې هرځل چې زه د آلي ورور په اړه فکر وکړم، هغه دلته حاضریږي.»
میرمن درایدن چې د دواړو لورګانو خبرو ته غوږ نیولی و، غوښتل یې پوه شي چې دیزي پرښتې څرنګه ویني.
دیزي پرته له ځنډه ووېل چې هغه تل پرښتې ویني، هر وخت چې وغواړي پرښتې ویني. او هغه مهال چې پرښتې ویني داسې کیږي لکه دا دیوالونه چې له خپله ځایه والوزي او پسې زیاته یې کړه:
«زه تر ډېر لیرې ځایونو پورې هرڅه وینم. زه همدا شېبه ډله ډله ارواوې لیدای شم. هغه ارواوې چې ماته نیږدې دي، هغه ارواوې دي چې د ژوند په ترڅ کې مې پېژندلې. او نورې ارواوې هومره نه پېژنم.»
دیزي د خپلې مړینې په ورځ له مور څخه هیله وکړه چې یوه وړه هنداره ورته راوړي. میرمن درایدن لومړی یو څه چوپه شوه. هغه وېرېدله چې لور یې په هنداره کې د خپلې له حاله وتې او مړاوې شوې څېرې په لیدلو سره ونه وېریږي؛ خو وروسته یې هنداره راوړه. دیزي څو دقیقې ځان په هنداره کې ولید او ویې وېل:
«له خوار بدن څخه مې استفاده وشوه، کټ مټ لکه د مور زړې جامې مې چې ډېر مهال کیږي په المارۍ کې ځوړندې دي او نور د استفادې وړ نه دي. زه یو روحي کالبوت هم لرم چې ددې خاورین کالبوت ځای نیسي. ما دا روحي کالبوت دمخه هم په کار اچولی. د روح په سترګه کولای شم روحي دنیا ووینم. که څه هم چې تر دې مهال زما روحي کالبوت له خاورین کالبوت سره اړیکه لري. تاسو زما خاورین کالبوت په تابوت کې ږدﺉ، ځکه چې نور د استفادې وړ نه دی، خو زه به له دې خاورین کالبوت څخه ډېر ښکلی کالبوت واوسم. بل شان جامې به پر ځان کړم، کټ مټ د الي د جامو په څېر.»
میرمن درایدن همداسې اوښکې تویولې او دیزي وېل:
«ګرانې مورې، مه ژاړه! زه باید ستاسو له منځ څخه ولاړه شم. مجبوره یم چې ولاړه سم. دا زما په ګټه دي. خدای تعالی پوهېږي چې دا را ته ډېر غوره دي.»
دیزي له خپلې مور څخه وغوښتل چې کړکۍ پرانیزي، د هغې غوښتنه عملي شوه.
«غواړم د وروستي ځل لپاره دې ښکلې دنیا ته یو نظر وکړم، ځکه چې زه نو نور د سبا ورځې لمرخاته نه وینم.»
دیزي له خپل پلار څخه وغوښتل چې هغه پورته کړي او ویې وېل:
«د خدای په امان. ای ښکلې دنیا د خدای په امان! لا تر دې مهاله پر ماګرانه یې؛ خو نوره نه غواړم دلته پاتې شم!»
میرمن درایدن ووېل چې پنځلس دقیقې کم یوولس بجې وې چې دیزي پلار ته ور غږ کړ:
«پلاره لږ ما پورته کړه! آلي راغلې او په ما پسې ګرځي.»
وروسته له دې یې وغوښتل چې څوک ورته د هغې د خوښې ترانه ووایي. په خونه کې یوه چا ووېل لولو راوغواړﺉ، هغه په ښه غږ ترانه وایي.
دیزي په آرام غږ ووېل چې نه، نه، هغه مه را ویښوﺉ. هغه ویده ده.»
پوره په یوولسو بجو دیزي خپل لاسونه پورته ونیول او ویې وېل:
«آلي دادی راځم!»
میرمن درایدن ووېل چې په هماغه شېبه کې د دیزي ساه راکښل ودرېدل.
له جنت څخه د لیدلو په اړه د دیزي درایدن خوب هغه مهال د څېړونکو پر کار ډېر اغېز پرېښود. د«راتلونکي ژوند علوم» کتاب لیکوال پروفیسور جیمز.اچ.هیسلوپ په دې اړه پراخې څېړنې وکړې او ددغې تجربې د ټولو جزیاتو پخلی یې وکړ.
پروفیسور بوزانو په خپل کتاب «روحي پدیدې» کې او دا شان جورج لیندسی جانسون د «آیا بشر پاتې کیږي» په کتاب کې د دیزي موضوع راوړه او د هغې پخلی یې وکړ.
جانسون د دیزي په اړه لیکلي دي:
«دغه موضوع دا په ډاګه کوي چې له مړینې وروسته ژوند شته او موږ به د درک د یوه ځواک په توګه بقا مومو.»
بې له شکه چې د بلې دنیا په اړه د علومو د سترو فیلسوفانو د تالیفاتو په پرتله د دیزي خبرې ډېرې حقیقت ته نیږدې دي. قادر خدای غوښتل چې بله دنیا یوه ماشوم ته ور وښیي.
د انګلستان د لیورپول هستوګن دبلیو.مارتین د ۱۹۳۵کال د مې په ۲۶مه نېټه د ساندي اکسپرس په ورځپاڼه کې، د هغې خونړۍ پېښې په اړه یوه مقاله ولیکله، چې په شپاړس کلنۍ کې یې تېره کړې وه. هغه دا روښانه کړه چې څرنګه د یوې پېښې له لامله بې هوښه او له خپل فزیکي کالبوت څخه ووت. نن ورځ موږ دې حالت ته «مړینې ته نیږدې تجربې» نوم ورکوو.
مارتین داسې لیکلي و:
«په ۱۹۱۱کال کې چې زه د شپاړسو کلونو وم، او د خپل کور په دولس میله واټن کې اوسېدم، د سخت باد له لامله لوړ دیوال را ولوېد او ورسره یو ځای یوه غټه ډبره زما پر سر را ولوېده.»
په دې مهال مارتین داسې احساسوله چې د پېښې له ځایه لوړ تللی او د ځمکې پر مخ خپل پروت بدن ویني.
«یو شمېر خلک مې ولیدل چې په بېړه زما په لور راغلل او ډبره یې لیرې کړه. حتا یوه وګړي خپله کورتۍ زما تر سر لاندې کېښوده. ما د هغوی ټولې خبرې اورېدې چې وېل یې:«ډاکتر خبرکړﺉ!» یا«غاړه یې ماته شوې» بل وېل«د سر کوپړۍ یې ماته شوې»
په خلکو کې یوه تن ته د مارتین د کور پته معلومه وه. څو تنو هغه د خپل کور په لور ویوړ.
«په دې ټول وخت کې زه د ځمکې او آسمان ترمنځ ځوړند وم، د یوه یوه تن خبرې مې اورېدې او د هغوی د کارونو شاهد وم.»
هغه مهال چې مارتین یې د هغه د کور په لور وړلو، د یوه تن غږ یې واورېد چې وېل یې که مارتین په دې حال د هغه کور ته یوسئ او مور او پلار یې په دې حال وویني، څومره به ورته سخته وي.
«ناڅاپه دا هیله را کې پیدا شوه چې کاشکي له خپلې مور سره وای او سمدواره مې ځان په خپل کور کې ولید. مور او پلار مې د میز په سر غرمنۍ خوړله. هغه مهال چې کور ته ننوتم، مور مې په خپله څوکۍ کې رانېغه شوه او زما پلار ته یې ووېل:
«برت، زړه مې وایي چې زوی باندې مې څه ټکه را پېښه شوې.»
د مارتین پلار او مور په دې شخړه سر وو، مور وېل چې په زوی یې څه بده پېښه راغلې او پلار یې مخالفت کاوه...دوی سره نه جوړېدل. وروستی سر مور غوښتل چې له خونې ووځي، چې دا مهال د کور ور وټکېد. د اورګاډي له پټلۍ یې یو تلګراف را لېږلې و چې په کې د هغوی د زوی د ټپي کېدلو خبر لیکل شوی و.
په همدې مهال مارتین ځان په یوه بله خونه کې ولید. هلته د یوه بل تخت له پاسه یوه میرمن پرته وه، دوو نورو میرمنو د هغې لپاره منډې رامنډې وهلې. ډاکتر پر تخت باندې پرتې میرمنې ور ګړوپ شوې وه، او روغتیایي مرستې یې ورکولې. مارتین ځان د یوه بل تخت له پاسه ولید.
«ډاکتر نوی زېږېدلی ماشوم په لاسونو کې نیولی و. یو ناڅاپه ماته ددې شوق را پیدا شو چې ځان د څټ له لوري هومره په ماشوم ورکیښکاږم چې د هغه په بدن ننوځم.»
هغه مهال مارتین واورېدل چې ډاکتر په خونه کې دوو نورو میرمنو ته اعلان کړه چې هم ماشوم او هم هغه پر تخت پرته میرمن نور ژوندي نه دي. مارتین له دې خبر سره خوابدی شو او یو ځل بیا دا شوق ورته پیدا شو چې د ماشوم کالبوت ته ننوځي او ډاکتر ته ثابته کړي چې تېروتی دی.
«دې وخت کې د خپلې مور اوښکې رایادې شوې چې زما په هوښ راتللو لپاره یې اوښکې تویولې. همدا چې پام مې دې خوا شو، ځان مې له مور او پلار سره د اورګاډي په یوه خونه کې ولید.»
د مارتین کورنۍ چې کور ته راورسېده، هغه یې په یوه خونه کې بستري کړ.
«مور مې د تخت له څنګه کښېناسته. زړه مې ډېر غوښتل هغه آرامه کړم. وروسته له څه ځنډه مې وغوښتل هماغه کار سرته ورسوم چې غوښتل مې له هماغه ماشوم سره یې ترسره کړم. زه په دې ټکي پوه شوم چې باید د څټ له لارې خپل کالبوت ته چې پر تخت پروت وه، ننوځم.»
د روح د سفر لرغونې پوهه بدن ته د اروا د ننوتلو د ځای په اړه وايي چې اروا کېدای شي له نورو لارو هم بدن ته ننوځي یا ورڅخه ووځي، خو غوره ځای یې د دوو وروځو منځ برخه ده. دلته دریېمه سترګه یا (تیسراتیل) موقعیت لري او د روح د سفر تجربه، او د دروني استاد سره ملاقات د تمرکز او مراقبې په ترڅ کې، له دغې لارې ترسره کیږي.
مارتین وایي چې وروسته له لږ ځنډه په دې بریالی شو چې بېرته په حال راشي او د تخت له پاسه کښېني.
مور یې هڅه کړې وه چې هغه بېرته څملوي، خو مارتین وېل چې حال یې ښه دی. او زیاته یې کړه:
«اریان یم چې ولې ستا زړه د تلګراف له را رسېدلو دمخه نا آرامه و او ته ولې مخکې له مخکې ډېره ناکراره وې؟»
پلار او مور دواړو اریان اریان مارتین ته کتل هغوی نه پوهېدل چې هغه څنګه په دې خبره پوه شوی او مارتین چې پر هغه مهال د پلار او مور ترمنځ ټولې خبرې ټکي په ټکي رانقل کړې؛ نو د هغوی دواړو حیرانتیا لازیاته شوه.
مارتین هغوی ته ووېل: په هماغه ورځ چې ښایي مړ شوی وای، نیږدې و بیا وزېږیږي او په دې اړه یې رڼا واچوله، چې هغه خپل کور ته په نیږدې ګاونډ کې، میرمن وېلسون د ماشوم د زېږولو پر مهال له خپله کالبوته د وتلو په حال کې لیدلې وه. هغه په خواشینۍ سره ووېل:
«په خواشینۍ سره د هغوی نوی زېږېدلی ماشوم مړ شو، دا ځکه چې زه یې کالبوت ته وردننه نه شوم. زړه مې غوښتل دا کار وکړم؛ خو د هغې پرځای خپل کالبوت ته راوګرځېدم.»
وروسته ټولو ته په ډاګه شوه چې د پېښې په ورځ، میرمن وېلسون په دووبجو او پنځو دقیقو د خپلې لور د زېږون پرمهال مړه شوې وه.
ډاکتر مینوت.جې.ساویج «د څېړنیزو چارو د متخصصانو د انجمن» د مجلې په هغه ګڼه کې چې د ۱۹۰۷کال په جولای کې چاپ شوې، لیکي:
«دوه کوچنۍ هم ټولګۍ دوستانې نجونې چې یوه یې اته کلنه «جني» او بله یې څه مشره «ادیت» نومېده. د ۱۸۸۹کال په جون مېاشت کې دواړه نجونې په دیفتري ناروغۍ اخته شوې. جني د چهارشنبې ورځې په ماسپښین مړه شوه.
ددې لپاره چې د جني مړینه ادیت ناآرامه نه کړي؛ نو د دواړو نجونو میندې او پلرونه او موظف ډاکتر پرېکړه کوي چې د جني مړینه له ادیت څخه پټه کړي. ډاکتر ساویج وایي:
«ددې خبرې د ثابتولو لپاره چې هغوی وکولای شول د جني د مړینې پېښه له ادیت څخه پټه وساتي، زه دې ټکي ته اشاره کوم چې د جون په اتمه د شنبې په ورځ پوره په دولسو بجو ادیت په هوښ راغله او خپل دوه قطعې عکسونه یې غوره کړل چې جني ته یې ولېږي.»
په همدې مهال چې ادیت له خپلې مړینې مخکې له مخکې پوهېده، د عکسونو له سپارلو وروسته په خونه کې له ټولو شته کسانو څخه یې مخه ښه واخیسته.
ادیت د هماغې شپې په شپږ بجو او دېرشو دقیقو له نړۍ سترګې پټې کړې.
«هغه له مړینې دمخه په خپله بستره کې کښېناسته چې له دوستانو سره مخه ښه وکړي. داسې نه تر سترګو کېده چې له خپلې مړینې وېریږي. ماشومه د مړو په اړه وغږېده او ویې وېل چې خپله یوه مړه شوې دوسته یې لیدلې. ورپسې ناڅاپه ماشومې د ادیت د پلار په خوا مخ واړاوه او ویې وېل:
«پلاره، څومره ښه، زه به جني هم له ځانه سره بوځم!»
او له لږې چوپتیا وروسته یې بیا ووېل:
«خو پلاره، تا ماته نه وه وېلي چې جني دوسته مې له ما دمخه مړه شوې ده!»
ورپسې یې داسې لکه چا ته چې هرکلی وایي، لاس یې اوږد کړ او ویې وېل:
«اوه، جني، څومره خوشحاله یم چې ته هم دلته یې!»
د ډاکتر ساویج کیسه موږ د هغې بلې کیسې په یاد اچوي، چې ډاکتر لوییزا رین په خپل کتاب «د افکارو پټه لوبه» کې راوړې ده.
په ۱۹۶۰ کال کې د نیویورک یوې هستوګڼې راپور ورکړ چې درې کلنه لور یې د خپلو لوبو د ملګرې آني له مړینې خبره نه شوه. اوه کلنه آني د شکرې د ناروغۍ له لامله مړه شوه او کورنۍ دا دردونکی خبر له هغې پټ وساته. ماشومه یې د خورلڼې د مړینې مراسمو ته بو نه تله. هرځل به یې چې د آني پوښتنه کوله، کورنۍ به ورته وېل هغه په سفر تللې.
د مړینې له مراسمو څو ورځې وروسته مور خپلې ماشومې لور ته ووېل چې له المارۍ څخه جارو را واخلي. څو دقیقې وروسته ماشومه تش لاس راوګرځېده او ویې وېل:
«آني ما نه پرېږدي چې زه د المارۍ دړه پرانیزم. هغه د دړې مخ ته ولاړه ده او نه مې پرېږدې وړاندې شم.»
مور چې ډاډمنه شوه، لور یې ټوکې نه کوي، وپوښتل:
«آني څه راز جامې په ځان لري؟»
لور ځواب ورکړ:
«له سره تر پښو پورې یې سپینې جامې په ځان دي.»
نجلۍ له لږې چوپتیا وروسته ووېل:
«زه پوه شوم چې ولې نه شي کولای لوبو ته راشي، هغه کورتۍ یا جمپر نه لري.»
بله ورځ چې مور د ناستې په خونه کې وه، د خپلې لور غږ یې واورېده چې له چا سره په خبرو وه. او چې له هغې یې وپوښتل له چا سره یې خبرې کولې؟ ځواب یې واورېد:«له آني سره!»
مور چې نه غوښتل خپله لور وځوروي، دهلیز ته ولاړه او ویې پوښتل:
«آني چېرې ده؟»
نجلۍ یوه ځای ته اشاره وکړه او ویې وېل:
«آني له دړې دباندې ولاړه.»
مور، خپله لور د ګاونډۍ کره بوتله چې لوبې وکړي، او هلته بیا د خپلې لور د عجیبه کړنو په اړه په خبرو شوه.
هغې ډاکتر رین ته ووېل:
«زه او د ګاونډ میرمن په دعا شولو او د دعا اوبه مو په اپارتمان کې وشیندلې. له دې سره سره مو بد او ناآرامه حالت درلود. دوه ورځې وروسته مې لور ناروغه شوه او د آني له مړینې دوه اونۍ وروسته د سینه بغل د ناروغۍ له لامله دا هم مړه شوه.»
|
|
|