کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 

لومړی فصل

 

 

دویم فصل

 

 

دریم فصل

 

 

څلورم فصل
 

 

پنځم فصل
 

 

شپږم فصل
 

 

اووم فصل
 

 

اتم فصل
 

 

نهم فصل

 

 

لسم فصل
 

 

یوولسم فصل
 

 

دولسم فصل
 

 

دیارلسم فصل
 

 

څوارلسم فصل
 

 

پنځلسم فصل
 

 

شپاړسم فصل
 

 

اوولسم فصل
 

 

اتلسم فصل
 

 

نولسم فصل
 

 

شلم فصل
 

 

یووېشتم فصل
 

 

۲۲/۲۳ فصل

 

 

څلوروېشتم فصل
 

 

 

 

 

 
 
   

د غږ او رڼا سپرغۍ
(مړینې ته څېرمه حالت کې د ماشومانو تجربې) 

پښتو ژباړه او سمونې: محمد انور وفا سمندر
              

 
 


پنځه وېشتم فصل
په بل انسان بدلېدل

د برادستایګر او شري هانسن ستایګر په باور د «لارنسي وینام» په ژوند راغلې پېښه باید د ماورالطبیعه په تاریخچه کې ولیکل شي. د ۱۸۸۰کال په لومړیو کې د څېړونکو د څو ډلو ترمنځ د ایلي نویز په واتسکای کې د راغلې پېښې په اړه مناظره رامنځ ته شوه. نن ورځ د متافزیک څو تنه څېړونکي د واتسکا پېښه د حلول یوه بېلګه ګڼي. (د «حلول» اصطلاح د روت مونتګمري له خوا رامنځ ته شوې)
لوستونکی کولای شي یاده پېښه د یوه ماشوم لپاره مړینې ته نیږدې تر ټولو غیرعادي تجربې په توګه ومني.
د ۱۸۷۷کال په جولای کې دیارلس کلنې لارنسي وینام خپلې مور ته ووېل چې د شپې له خوا په خپله خونه کې عجیبه غږونه اوري. یو څوک هغې ته په نوم سره غږ کوي، چې ورسره یې د هغه وګړي د تنفس جریان پرخپل مخ احساس کړې دی.
د جولای په یوولسمه نېټه لارنسي په سخته تبه اخته شوه. د هغې تبه څو ورځې پاتې شوه، چې له دې سره د کوما حالت ته ولاړه. یو ځل لارنسي دومره لړزې واخیسته چې نورو کسانو هغه پر تخت پورې وتړله. له دې سره به کله کله هغه د مړي په څېر پر تخت سړه او بې ساه پرته وه.
دغې خلسې او بېهوښۍ پوره شپږ مېاشتې پایښت وموند. او پر لارنسي باندې یې راز راز اغېزې پرېښوولې. کله به داسې تر نظره کېده چې تا به ګڼله ډېره سخته کړېږي او کله به هم په یوه ځانګړې نشه او خلسه کې ننوتې وه.
هغه مهال چې لارنسي ووېل جنت یې لیدلی، له پرښتو سره یې خبرې کړي او له مړو خپلوانو سره یې لیدلي دي؛ نو د هغې مذهبي او دیندارې کورنۍ سخت تعجب وکړ.
د لارنسي خبرې یوازې «ای.بی.روف» چې د همدې سیمې یو اوسېدونکی و، د سختې د پاملرنې وړ وګرځېدې. د هغه لور مري لارنسي ته ورته حالت درلود، چې بیا مړه شوې وه. روف د لارنسي کورنۍ وهڅوله چې د لارنسي لیدلو ته ډاکتر «ای.دبلیو.استیوس» راولي.
د ۱۸۷۸کال د جنوري په یودېرشمه ډاکتر استیونس د روف په رهنمایۍ د وینام کور ته ورغی. لارنسي بخارۍ ته نیږدې د ژورې خلسې په حالت کې ناسته وه.
هغه مهال چې ډاکتر استیونس هڅه وکړه له هغې سره خبرې وکړي، هغه غږ چې د لارنسي د کالبوت له لارې ځواب وایه، د یوې دري شپېته کلنې میرمنې و چې ځان یې «کاترینا هوګان» ور وپېژانده. څه مهال وروسته کاترینا خپل ځای بل وګړي ته چې ځان یې «وېلي کانینګ» معرفي کړ، پرېښود. وېلي هغه یاغي ځوان و چې ډېر بد مرګ ور په برخه شوی و.
بېلابېل وګړي یو په بل پسې د لارنسي بدن ته ننوتل. ناروغه د ډاکتر استیونس تر څار لاندې وه. ارواوو اعلان کړه چې په دوی پسې به مري روف هم ډېره ژر راشي او د لارنسي بدن له لارې به ژوند غوره کړي.
له دې وینا څخه ښاغلی روف ډېر خوښ شو. هغه خپله لور دیارلس کاله دمخه له لاسه ورکړې وه. د لارنسي پلار او مور «جیمز او لوریندا» د ارواوو له دې چلند سره مخالفت کاوه؛ خو څه یې په وس پوره نه و. په پای کې ښاغلي روف غږېدونکې اروا ته ووېل:
«ډېر ښه! پرېږدﺉ چې هغه موږ ته راشي.»
سبا ورځ چې لارنسي له خوبه راپاڅېده، ادعا یې وکړه، چې د وینام له کورنۍ څخه هېڅوک نه پېژني. هغه دعوا وکړه چې نوم یې مري روف ده. او له ښاغلي روف څخه یې په زاریو سره غوښتل چې هغه خپل کور ته بوځي.
سره له دې چې لارنسي نه غوښتل هلته پاتې شي؛ خو د وینام کورنۍ هغه خپله یوازېنۍ لور ګڼله او چا ته یې اجازه ورنه کړه، چې بل چېرې یې بوځي.
ددې ورځې په سبا د میری روف مور او خور د لارنسي لیدلو ته راغلې. او د ناروغې چې پر هغوی سترګې ولګېدې، ځان یې غېږې ته ور واچاوه. او خپله خور یې په هغه نامه ونوموله، چې یوازې دیارلس کاله دمخه مړې شوې میري هغه نوم ورته کاراوه.
د لارنسي پلار او مور له ډېر ځنډ وروسته دا خوښه سره وکړه چې روف، لارنسي خپل کور ته بوځي.
د روف په کور کې د لارنسي (چې دا مهال د مري روح له هغې غږېده) د لنډ مهال هستوګڼې په ترڅ کې هغې ټول هغه وګړي وپېژندل چې ماشومې مړې شوې مري له پنځه وېشتو کلونو نیولې بیا تر دولسو کلونو دمخه پيژندل. هغې هغه پېښې را یادې کړې چې د ژوند پرمهال ورباندې تېرې شوې وې او دې چارې دواړه کورنۍ پردې قانع کړې چې دا مړه شوې مري ده، چې دا مهال د لارنسي په کالبوت کې اوسي.
دوه درې مېاشتې څېره او کالبوت د لارنسي وه او روح او وینا د مري چې غږېدله. د ۱۸۷۸کال د می په مېاشت کې مري خپلې مور ته ووېل، چې لارنسي به د لنډ مهال لپاره بېرته دغه کالبوت ته راستنه شي. هغه مهال نجلۍ سترګې وتړلې او خلسې ته ورته حالت ته ولاړه. ورپسې د روح انتقال رامنځ ته شو.
داځل چې لارنسي خواوشا نظر وځغلاوه؛ نو دا چې ځان یې په پردي کورکې لیده وارخطا شوه. میرمن روف غوښتل یو ډول لارنسي پردې وپوهوي چې څه پېښ شوي، خو لارنسي غوښتل بې له ځنډه خپل کور ته ولاړه شي.
دغه بدلون له څو دقیقو زیات پاېښت ونه کړ، او بیا د مري روح دغه کالبوت ته راستون شو.
ډېره په زړه پورې پېښه دا وه چې د دغه دوه ګوني ژوند په ترڅ کې یوه ورځ مري- لارنسي (ښه ده داسې یې ونوموو، ځکه چې دواړو ارواوو له دې کالبوت څخه کاراخیست) ووېل چې پر فرانک ورور یې باید ډېر پام وشي. هغې ګواښ وکړ:
«نن شپه به فرانک ډېر سخت ناروغه شي؛ که د هغه ښه ساتنه او پالنه ونشي؛ ښایي ومري!»
ډاکتر استیونس چې دومره مهال پردغې ځانګړې ناروغې څار کاوه، ووېل چې د ښار زړې برخې ته د ناروغ لیدلو لپاره ځي او شپه هم هالته پاتې کیږي، خو پرته له څه دلیله بېرته راستون او د روف د ګاونډۍ میرمن «مارشا» کره دېره شو.
د شپې دوه بجې وې چې ماشوم فرانک له سخت تشنج سره لاس او ګریوان شو. مري- لارنسي چغه کړه:
«په ډاکتر استیونس پسې ولاړ شئ، هغه د میرمن مارشا کره دی.»
د روف کورنۍ ووېل چې داسې نه ده، ډاکتر خپله ووېل چې شپه په زاړه ښار کې تېروي؛ خو نجلۍ په خپلې خبرې ټینګار کاوه چې ډاکتر به د میرمن مارشا کره ومومي.
هغه مهال چې ډاکتر استیونس د روف کور ته راننوت، په پوره حیرانۍ سره یې ولیدل چې مري- لارنسي د خپل ورور په درملنه لګیا ده. حیرانتیا یې هغه مهال لا زیاته شوه چې مري- لارنسي یې د هغو کارونو سرته رسولو په حال کې ولیده، چې یوازې یو مسلکي ډاکتر یې سرته رسولای شي.
د وخت په تېرېدلو سره د مري شخصیت په لارنسي او برعکس بدلون مونده؛ خو ډېر مهال به مري په دغه کالبوت کې وه. یوه ورځ مري په مات زړه او خپګان سره ووېل:
«لارنسي د راستنیدلو په حال کې ده. نېټه یې هم معلومه شوې.»
په دې ډول د مري روح چې تللو ته چمتو و؛ له دوستانو او خپلوانو مخه ښه وکړه.
په هغه نېټه چې ټاکل شوې وه، لارنسي بېرته کالبوت ته راوګرځي، مري او پلار یې د وینام د کور په لاره وو، چې دغه بدلون رامنځ ته شو. او هغه مهال چې کور ته ننوتل، لارنسي راستنه شوې وه. هغې د خپلې کورنۍ په لیدلو سره د خوښۍ احساس وکړ او له یوه یوه سره یې ستړي مه شي او پوښتنه وکړه. داسې برېښېدله چې ددغو څو مېاشتو په ترڅ کې دې هغه هېڅ ناروغه شوې نه وي.
د ۱۸۸۲کال د جنوري په یوولسمه نېټه لارنسي وینام د جورج بینینګ په نامه له یوه بزګر سره واده وکړ. د روف کورنۍ وروسته له واده هم ددغې نوې جوړې کور ته ورتله، تر هغو چې بیا په ۱۸۸۴کال د هېواد لوېدیځ ته کډه شول.
په هغه لیک کې چې ښاغلي روف د «فلسفي روش» مجلې ته لېږلی، رڼا اچوي چې د لارنسي له واده وروسته یو ځل بیا مري د لارنسي جسم په واک کې نیولی و، خو بیا بېرته ستنه شوه. د لارنسي مېړه له دې پېښې خبر نه و.
«له هغه مهاله چې له موږ څخه ولاړه، بیا ډاکتر ته ورنغله. د خپل لومړي ماشوم د زېږون پرمهال خلسې ته ورته حالت پرې راغی او تر هغو چې ماشوم دنیا ته راته، همغسې له باندنۍ دنیا ناخبره پاتې شوه.»
آیا د لارنسي مساله د روح د تصرف په معنا ده؟ یا دا چې مړینې ته نیږدې تجربې له لارې جنت ته د هغې له هیجانه ډک سفر ددې لامل شوی چې د لارنسي اروا څه مهال تردې یوه لوړ بُعد ته ولاړه شي، ترڅو بېرته ځوانه شي او له بلې خوا د مري روف اروا ته اجازه ورکړل شوه چې د لارنسي په جسم کې حلول وکړي او په دې توګه خپلې ځینې نه بشپړې شوې تجربې د لارنسي د کالبوت له لارې بشپړې کړي؟
د یادولو وړ ده، پرهغه مهال چې مري مړه شوه، لارنسي د پنځلسو مېاشتو وه. که څه هم چې دواړه کورنۍ په یوه ښارکې اوسېدلې؛ خو له یو بل سره یې نه پېژندل. پر هغه مهال چې د مري اروا د لارنسي په کالبوت کې حلول وکړ، هغې نه یوازې داچې د مري ټول خصلتونه له ځانه په ډاګه کول؛ بلکې د مري د ژوند په اړه د هغې پوهه هم د لارنسي یا د هغې د مور او پلار له پوهې ډېره لوړه وه.
په دې اړه هېڅ شک نه و پاتې چې د مري اروا د لارنسي په کالبوت کې ننوتې او په دې توګه یوې داسې اروا چې کلونه وړاندې یې فزیکي نړۍ خوشې کړې وه، په دا ډول بېرته راستنیدلو سره څو مېاشتې له خپلې کورنۍ سره بیا ګډ ژوند وکړ. په دغو پنځلسو مېاشتو کې مري، د بل کالبوت له لارې د بیا ژوندکولو په ترڅ کې، لارنسي تل یو جلا شخصیت باله.
د بل چا په کالبوت کې د اروا د حلول بله تجربه د رومانیا د بوداپست د ښار هستوګڼې پنځلس کلنې «ایریس فارکزادي» ته ور پېښه شوه. هغې عجیبه تجربه درلوده، چې په ترڅ کې یې جسم د یوې اسپانوۍ ښځې په واک کې ولوېد.
په ۱۹۳۳کال کې، هغه مهال چې وتلي روانشناس «کورنلیوس تابوري» د فارکزادي کورنۍ لیدلو ته ورغی، میرمن فارکزادي ورته ووېل چې لور یې «ایریس» مړه شوې او هغه څوک چې د هغې په جسم کې له دوی سره ژوند کوي، د مادرید یوه هستوګنه نجلۍ ده چې «لوسیا» نومیږي.
ښاغلي فارکزادي کیمیایي مهندس او میرمن یې هم د فوځ د یوه لوړپوړي منصبدار لور وه. له داسې کورنۍ څخه لېرې وه چې له چا سره ټوکه وکړي.
میرمن فارکزادي ډاکتر تابوري ته ووېل چې هغې تل په دې ویاړل چې یوه روڼاندې میرمن وه. د هغې لور ایریس هم یوه هوښیاره نجلۍ وه، چې د ریاضۍ، فرانسوي او الماني ژبو په پوهو کې د همزولو ترمنځ نوم درلود.
د ۱۹۳۲کال په اګست مېاشت کې ایریس ناروغه شوه. میرمن فارکزادي هغه په بستر کې څملوله او له څنګه یې کښېناسته. میرمن فارکزادي د هغې شپې په اړه وایي:
«هغې ناڅاپه ژور اه ه ه...له خولې ووېست او زه پوه شوم چې خوږه لور مې مړه شوه.»
هغه په مړې لور ور ټیټه شوه او خپل سر یې پرسینه ور کېښود، پام یې شو چې زړه یې ښوري.
«هو، ما حق درلود. لور مې مړه شوې وه او هغې اروا چې د هغې جسم نیولی و؛ یوه داسې ښځه وه چې په پردۍ ژبه یې چغه له خولې ووته. موږ هڅه کوله هغه آرامه کړو؛ خو هغه زموږ پر ژبه نه پوهېده. هغې له تخت څخه ټوپ کړل او هڅه یې وکړه چې له کوره وتښتي. پرله پسې یې د «پدرو» او «مادرید» نومونه په خوله راوړل. په پای کې پوه شوو چې هغه اسپانیوۍ ده.»
د فارکزادي کورنۍ چې څومره خبرې ورسره وکړې؛ خو هغه په یوه کلمه هم نه پوهېده. هغې یوازې په اسپانوي ژبه خبرې کولې او په رومانیایي ژبه څه چې د الماني او فرانسوي ژبې په یوه کلمه هم نه پوهېده.
د فارکزادي کورنۍ او خپلوانو هڅه کړې وه چې دغه پردي موجود ته یو څه الماني ژبه ور زده کړي او له هغې سره اړیکې ټینګې کړي.
ډاکتر تابوري په الماني ژبه له هغې سره ستړي مه شي وکړه او هغې ته یې د ایریس نوم واخیست، چې پرته له ځنډه د هغې ښځې له مخالفت سره مخ شو او ورته ویې وېل چې ولې یې په واقعي نوم نه یادوي. ورپسې یې د تابوري تېروتنه اصلاح کړه او ځان یې په ماټه ګوډه الماني داسې ونوماوه:
«زما نوم لوسیا سالویو ده.»
دغې نااشنا میرمنې وروسته بیا د خبرو اترو په ترڅ کې له ډاکتر تابوري سره د ځان په اړه داسې رڼا واچوله، چې هغې د اګست مېاشتې په یوه ورځ له غرمې وروسته د ناروغۍ احساس وکړ. مېړه یې کار ته تللی و. او هغه چې پوه شوه مري؛ نو د خپلو څوارلسو اولادونو لپاره ډېره زیاته خواشیني شوه، له مېړه سره د ګډ ژوندانه په لومړیو څوارلسو کلونو کې هغې هر کال یو، یو بچی دنیا ته راوړی و.
میرمن فارکزادي څرګنده کړه چې د هغوی د جدي او لوستوالې لور او دغې سرزنده او مستې ښځې ترمنځ چې سندرې وایي او نڅاه کوي؛ ډېر زیات توپیر شته.
لوسیا- ایریس ډاکتر ته ووېل:
« همدا چې را په¬سد شوم او ځان مې په هنداره کې وکوت، سخته اریانه شوم. غوښتل مې پوه شم چې څه را پېښ شوي. زما تورې سترګې او مشکي ویښتان څه شوي؟ خو اوس داسې احساسوم چې د یوې ځوانې نجلۍ په جسم کې دغه ژوند راته ډېر په زړه پورې دی. زما یوازېنۍ خواشیني د خپلو یتیمو ماشومانو لپاره ده.»
روانشناس ډاکتر تابوري په دې اړه د څېړنو په موخه پرېکړه وکړه چې لوسیا- ایریس له کورني ماحوله بهر بوځي او پروفیسو «تیبورهامفنر» چې کلونه کلونه یې په مادرید کې ژوند کړی او د مسیحیت د یوې فرقې پیرو دی، ور وپېژني.
پروفیسور تیبور هامفنر، ډاکتر تابوري ته ووېل چې کله نجلۍ په اسپانیوي ژبه خبرې وکړې او د مادرید د کلیساوو په اړه یې ډېر واړه جزیات هم بیان کړل؛ نو هغه یې هک او اریان کړ.
پروفیسور تابوري په هغه غونډه کې هم ګډون درلود چې ایریس- لوسیا په غوره مادریدي لهجې سره د اسپانیوي ژبې ښوونکی اریان کړ.

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل     ۱۸۵،          سال    هشتم،      دلو      ۱۳۹۱ هجری خورشیدی           اول فبوری      ۲۰۱۳ عیسایی