کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

لومړی فصل

 

 

دویم فصل

 

 

دریم فصل

 

 

څلورم فصل
 

 

پنځم فصل
 

 

شپږم فصل
 

 

اووم فصل
 

 

اتم فصل
 

نهم فصل

 

لسم فصل
 

 

 

 
 
   

د غږ او رڼا سپرغۍ
(مړینې ته څېرمه حالت کې د ماشومانو تجربې) 

پښتو ژباړه او سمونې: محمد انور وفا سمندر
     

 

 
 

یوولسم فصل

هغه د بې هوښۍ په حال کې له پرښتو سره
له خبرو کولو وروسته ژوندۍ پاتې شوه

مړینې ته نیږدې تجربو په برخه کې یوه یې په هغې نجلۍ پورې اړه مومي، چې د یوې لارښودې پرښتې له هدایتونو وروسته په خپل بې حاله کالبوت کې ژوندۍ پاتې شوه.
(ساراګاندرسون) هغه خوږه نجلۍ وه، چې تل یې د مشرانو په زړونو کې ځای درلود.
که به ددې اړتیا وه چې کور پاک شي، ښکلې آبي سترګې سارا به په خوشحالۍ دا کار سرته رساوه. که به د لوبو پرمهال، د منډو په ترڅ کې، د وړو ماشومانو زنګنونه ژوبل شول او پټۍ ته به یې اړتیا درلوده، هغې به مرسته ورسره کوله. او د ماشومانو د خوب پرمهال به د کورنۍ ټولو غړو، کوچنیو وروڼو ته د سارا د اللو للو له نرمې ترانې خوند اخیست.
سارا په اولس کلنۍ کې یوه باستعداده نجلۍ وه، چې روښانه راتلونکې یې لرله...خو د ۱۹۳۴کال د جولای په مېاشت کې سارا ناروغه شوه.
د سارا پلار (ثورګاندرسون) د امریکې د ویسکانسین ایالت په ایوکلر سیمه کې مشهور ډاکتر و. هغه چې د لور د ناروغۍ واورېدل په بېړه د کور په لور را وخوځېد.
ډاکتر ګاندرسون په ټول علمي او تجربي وس سره زیار وښکه؛ خو ویې نه شول کولای د لور په بد روغتیایي حالت کې څه ښه والی راولي. هغه خپلې میرمنې ته دا په ډاګه کړه چې نور یې څه په وس نه دي. په دغه غم لړلې فضا کې د کورنۍ ټول مشران او کشران په کور کې راټول شول. ټول د سارا د تخت په خواوشا راچاپېره وو او د سارا د مړینې شېبې ته یې انتظار وښکه.
څو ساعته کېدل چې سارا د بې هوښۍ په حالت کې وه. ناڅاپه هغه راولاړه شوه او نېغه د خپل تخت له پاسه کښېناسته. او په تعجب سره یې ووېل:
«پلاره! مورې! ما د خپل ختم مراسم ولیدل. ما له خپلې ساتونکې پرښتې سره یو ځای له جنت څخه لاندې را کتل او د ګدشپرد په کلیسا کې مې د ختم خپل مراسم لیدل.»
میرمن او ښاغلي ګاندرسون په بېړه خپلو بچیانو ته ورغږ کړ، یو ځل بیا ټول د سارا د تخت خواوشا را ټول شول او سارا خپل خوب ووایه:
«زه مړه شوم. تاسو ټول د همدا اوس په شان زما د تخت خواوشا ناست وﺉ او ژړل مو. خو زه له خپل بدن څخه وتې وم او په پوره آرامۍ او خوښۍ کې له ساتونکې پرښتې سره ولاړه وم. د خواشینۍ احساس مې کاوه، ځکه نه مې شول کولای تاسو ته ووایم چې حال مې ښه دی. ډېره هڅه مې وکړه؛ خو په دې کار بریالۍ نه شوم. له تاسو څخه یوه هم زه نه لیدم او نه مو زما غږ اورېده.
وروسته هرڅه تیاره شول او چې بیا صحنه را څرګندېده، موږ د کلیسا دننه وو. ټول خپلوان او دوستان هلته وو. حتا «مري» ترور له سهیلي داکوتا څخه راغلې وه. روحاني پلار په زړه پورې موعظه وکړه او زما په اړه یې ښې خبرې وکړې. د کلیسا د ترانې ډلې زما د خوښې ترانه (ښکلی ژغورونکی) ووېله. ما ټول مراسم، له پرښتو سره یو ځای، له جنت څخه لیدل.»
سارا کیسه کوله او د کورنۍ د غړو له سترګو اوښکې روانې وې. څومره دردونکې وه، چې د هغوی ښکلې خور د خپل ختم د مراسمو کیسه کوله. د سارا څېرې نوراني حالت موندلی و او څه غم ور څخه نه څرګندېده. داسې په نظر راتلل چې سارا پوهېږي چې مري. او د مړینې په اړه د هغې خوب لیدل ددې لپاره و، چې کورنۍ یې د هغې مړینې ته چمتو شي.
هغه مهال چې سارا خپل هرڅه لیدلي ووېل، په ډاګه یې کړه چې یو ډول د جسمي بیوسئ حالت لري؛ خو غواړي کښېني او خپلې خوېندې او وروڼه چې مېاشتې مېاشتې یې نه و لیدلي، وویني.
هغه له غرمې وروسته ټوله ورځ، روغه او جوړه ترنظره راتله او له درده نوره نه کړېده. پرته له الوتي رنګه او عمومي کمزورۍ په هغې کې د ناروغۍ بله نښه نه تر سترګو کېده.
د سارا د روغېدو له امله د کورنۍ د غړو د خوښۍ حالت، مازدیګر مهال خپل ځای ناراحتۍ ته پرېښود. ډاکتر ګاندرسون پوهېده چې څه د پېښیدلو په حال کې دي؛ خو حال یې چا ته نه وایه.
د شپې په سر کې د سارا حالت خراب شو. د بدن غړو یې لړزه او تشنج پیدا کړ. د بدن پوټکی یې سپین او د مخ عضلې یې سره کش شوې. د هغې حنجرې نور کار نه کاوه. ټول امیدونه په نا امیدۍ واوښتل. د ګاندرسون کورنۍ له سارا څخه امید قطع شو. هغوی اړ شول دا حقیقت ومني چې سارا د مړینې په پوله ولاړه ده.
داسې تر سترګو کېده چې د زمان څرخ په ټپه ودرېدلی او سارا له درده کړېده. په پای کې ناڅاپه سارا آرامه وغځېده، سترګې یې پټې کړې او وروسته له اوږده آه څخه یې بل غږ ونه ښکه. ډاکتر ګاندرسون د لور نبض ونیو او د کومې کلمې له وېلو پرته یې د کورنۍ د غړو په لور سروخوځاوه.
د غم اندازه دومره وه، چې هېچا له خپله ځایه ټکان ونه خوړ.
ورپسې- معجزه یې بولې یا بل شی، را پېښ شول. ښکلې او ځوانې نجلۍ وروستۍ ساه را وښکله او ویرجنې کورنۍ یې د ناروغې او ځورېدلې لور د الوتي رنګ جسد په خواوشا راټول شول، چې ناڅاپه یو نارینه غږ چې تابه وېلې د نجلۍ د بدن له دننه غږیږي، غوږو ته راغی. او د نجلۍ د ژوندي کېدلو لپاره یې هدایتونه ورکړل.
غږ چې تر یوې اندازې شانداره او جدي و داسې فرمان صادر کړ:
«د هغې دواړه لاسونه ونیسئ او ترڅو چې کولای شئ هغه وموښئ.»
د هغه جسد خوله چې ډاکتر یې مړینه تصدیق کړې وه، پرانیستل شوه او شونډې یې وخوځیدې. ټولو حاضرو کسانو ته دا جوته وه چې غږ له ډېر لیرې ځایه، او په عین حال کې له مړې شوې سارا څخه راځي.
«بېړه وکړﺉ. د هغې د مړینې وخت لا نه دی را رسېدلی. هغه باید ونه مري. ژر تر ژره د هغې لاس ونیسئ او ویې موښئ.»
د ګاندرسون د کورنۍ غړي چې د بې حسۍ په حالت کې را ایسار وو، ددغه ناڅرګند موجود له غږ څخه اطاعت وکړ او د همغسې بې حسۍ په حالت کې یې د بې ځانه جسد په مساژ او چاپي کولو پېل وکړ.
ورپسې بل غږ چې له لومړي غږ څخه لا زیات آهنګین و، واورېدل شو:
«ډېر ښه، ډېر ښه، اوس باید هغه اوچته را کښېنوﺉ!»
ډاکتر ګاندرسون چې هک پک پاتې و، د لور بدن یې راپورته کړ. میرمن ګاندرسون په بېړه خپل لاس د هغې تر ملا لاندې تېر کړ او د لور بدن یې ورباندې را تکیه کړ. هغه جدي غږ بیا واورېدل شو:
«که پښو ته یې حرکت ورکړﺉ او هغه د تخت پر ژۍ کښېنوﺉ، ښه به شي...زما په نظر حال به یې ښه شي.»
ډاکتر ګاندرسون اوږې پورته واچولې او هڅه یې وکړه دغه غیر عادي غوښتنه عملي کړي. داسې په نظر راتلل چې ډاکټر ګاندرسون د ناڅرګند سلاکار لارښوونه په وخت نه وه سرته رسولې. دا ځکه چې ټولې کورنۍ ولیدل چې ناڅرګند موجود د سارا دواړه پښې کش کړې او هغه یې د تخت پر ژۍ کښېنوله. یوه واړه ماشوم په ژړا پېل وکړ.
دریم غږ واورېدل شو چې غوښتل یې د دویم امر خلاف کار تر سره شي.
«ستاسو په نظر غوره نه ده چې هغه بېرته پر تخت څملوﺉ؟ مهرباني وکړﺉ هغه په پخواني حالت وغځوﺉ!»
یو ځل بیا هغه ناڅرګند موجود چې په خونه کې ولاړ و؛ خو په سترګو نه راته؛ ډاکتر ګاندرسون له خپلې مخې یوې خوا ټېل واهه او د سارا کالبوت یې پر تخت څملاوه. یوځل بیا د سارا بې¬ځانه کالبوت په تخت پروت و. د ګاندرسون د کورنۍ ټولو غړو جسد ته کتل. اوس نو ډاډه نه وو چې څه وکړي؟ هېچا زړه نه کاوه چې حرکت وکړي یا له خونې بهر شي. ټول څار او انتظار وو چې نه لیدونکې پرښتې کوم امر وکړي!
دا لومړنۍ پنځلس دقیقې د کلونو په ځنډ تېرې شوې. دا وخت څلورم غږ په خبرو پېل وکړ:
«پوهېږم چې دا ټول کارونه ستاسو د حیرانۍ سبب شوي. ولې پوه شئ چې سارا له موږ سره باید پاتې نه شي. د هغې د مړینې مهال لا نه دی را رسېدلی. کارونه یو څه ګډوډ شوي؛ خو موږ باید چارې بېرته عادي حالت ته راولو. د سارا حال به ښه شي. هغه ژر بېرته په هوښ راځي او بیا به ستاسو په منځ کې ژوند کوي.»
د باور وړ نه ده؛ خو هغې نه لیدل کېدونکې پرښتې درې ساعتونه پرله پسې د ګاندرسون کورنۍ ته خبرې کولې او د هغوی لارښوونه یې کوله. هغوی ته یې جنتي طریقې روښانه کړې او ویې وېل چې باید سارا ته دعا وکړي چې هغه په هوښ راشي.
په پای کې ناڅرګند موجود له هغوی سره مخه ښه وکړه او یو ځل بیا چوپتیا پر خونه را واکمنه شوه.
ډاکتر ګاندرسون د سارا نبض وکوت، نبض یې درلود. د ټولو پام شو چې هغه په آرامۍ سره ساه راکاږي. له ډېره شوقه ټولو ته ژړا ورغله. د نااشنا دنیا هغه نه لیدل کېدونکي میلمانه په رښتیا هم په خپلو خبرو کې رښتیني وو. او کله چې سارا بېرته را په حال او ژوندۍ شوه، د ګاندرسون کورنۍ باور وکړ چې هغه عجیب میلمانه په حقیقت کې پیغام راوړونکې پرښتې وې.
...سپیده داغ مهال ناروغه له څو ساعته خلسې (روحې نشه او بېخودي) او بې هوښۍ وروسته، بېرته را ویښه شوه.
د هغو پټو ارواوو عجیبه کړنې وې چې د پیغلوټې نجلۍ جنت ته ورنیږدې شوې اروا بېرته ځمکني جسم ته را وګرځي.
نن موږ د ځمکې پرمخ ژوند کوو. خورو، څښو، اغوندو، څملو، په سفر او سیاحت وځو. تفریح ځایونه او معبدونه جوړوو. سیاسي او اقتصادي رقابتونه مخ ته وړوو. یو بل ته ماتې او شکستونه ورکوو. ویاړ غونډې او ماتم ورځې جوړوو او له دومره فزیکي- ذهني هڅو سره سره په پای کې خاورین معبد (غوښن کالبوت) پرېږدو او د ارواوو په توګه د خدای نااشنا ځمکو او دنیاګانو ته ستنیږو؛ خو آیا د تلسکوپ او مصنوعي سپوږمکۍ له لارې د نیږدې ستوریو او سپوږمۍ لیدل غوره دي او یا دا چې په ژوند کې د ویښو ارواوو په توګه خپلو اصلي وطنونو، خپلو آسماني کورونو ته د زړه په وزرونو والوزو او د بقا اصلي راز تجربه کړو؟
سخته نه ده، ډېره آسانه ده، یوازې دومره چې خپل زړونه پرانیزو او له ټول ژوند سره مینه وکړو.د آسمان ورونه یوازې د مینانو پر مخ پرانیستل کیږي. بې قید او شرطه مینه د جنت کلي ده.
 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۷۲،          سال    هشتم،        سرطان/اسد   ۱۳۹۱ هجری خورشیدی                    ۱۶ جولای ۲۰۱۲ عیسوی