کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

لومړی فصل

 

 

دویم فصل

 

 

دریم فصل

 

 

څلورم فصل
 

 

پنځم فصل
 

 

 
 
   

د غږ او رڼا سپرغۍ
(مړینې ته څېرمه حالت کې د ماشومانو تجربې) 

پښتو ژباړه او سمونې: محمد انور وفا سمندر
  

 
 


شپږم فصل

د دعا قوت یوه نجلۍ له مړینې وژغورله

دا پېښه په ۱۹۶۲کال په ماساچوست کې رامنځ ته شوه.
څلور کلنه لیزا(Lisa) د مغزو او نخاعي ویروسي سختې ناروغۍ له لامله په داسې حال کې روغتون کې بستري شوله چې له سر کښته د بدن ښۍ خوا یې فلج شوې وه. د هغې بدن داسې تبې نیولی و، چې درجه یې له یوڅلویښتو اوښتې وه. سربېره پردې کوچنۍ نجلۍ د بدن د ماهیچو د انقباضاتو د سخت حالت له امله په سخت کړاو کې را ایساره وه. ډاکترانو د مسکن درملو له بیا بیا کارولو سره سره نه شول کولای د هغې دا بد حالت کنترول کړي.
د ډاکتر فیلیپ لیندبرګ (Philip Lindbergh) میرمنې شارلوت لیندبرګ (Charlot Lindbergh) د یوه کشیش میرمنې ماتیوس (Shlvia Matheius) ته په داسې حال کې زنګ وواهه، چې لیزا له مړینې څو ګامه واټن درلود. شارلوت په داسې حال کې چې هڅه یې کوله خپل اعصاب کنترول کړي، د تیلیفون له لارې ووېل:
«میرمن ماتیوس تاسو ما نه پېژنئ. ما د غیرحضوري شفا په اړه ستا د کارونو په اړه اورېدلي، زما لورکۍ د مړینې په حال کې ده. ستا مرستې ته اړتیا لرو. مهرباني وکړﺉ لور مې را ته روغه کړﺉ.»
د سیلویا ماتیوس غږ نرم او ډاډمن و:
«میرمن لیندبرګ دا یوازې خدای دی چې کولای شي چا ته روغتیا ورکړي...آیا تاسو هم په دې باور یاست چې دا یوازې او یوازې خدای دی چې شفا ورکوي؟»
شارلوت لیندبرګ د میرمن ماتیوس مقصد درک کاوه.
«پوهېږم چې یوازې خدای شفا ورکوي، خو زه نه شم کولای هغه ته تیلیفون وکړم! ماته یې وېلي دي چې تاسو له خدای سره د ارتباطي کانال په توګه شفا وغواړﺉ. هیله کوم مرسته راسره وکړﺉ.»
شارلوت خپله لور لیده چې د ناروغۍ پرله پسې ټکانونه یې ټول غړي ور ړچوي، هغې نور ونه شول کولای وغږېږي، نو د تیلیفون غوږۍ یې مېړه ډاکتر فیلپ لیندبرګ ته ورکړه:
«زه ډاکتر فیلپ لیندبرګ یم. له تاسو غواړم هر راز چې کولای شئ مرسته راسره وکړﺉ.»
سیلوا څو شېبې غلې شوه بیا یې هغه وپوښته:
«تاسو د طب ډاکتر یاست یا د علومو؟»
فیلپ ورته رڼا واچوله چې د روغتیایي خدمتونو عمومي ډاکتر دی. سیلوا خوښه شوه او ویې وېل:
«په دې توګه تاسو هم یو روغتیاپال یاست»
د ډاکتر لیندبرګ په سترګو کې اوښکې را ډنډ شوې:
«هڅه کوم چې روغتیاپال او شفا ورکوونکی واوسم؛ خو په دې لاره کې تل بریالی نه یم. دادی اوس د خپلې لور په درملنه کې په بشپړه توګه پاتې راغلی یم.»
سیلوا پوه شوه چې خبره چېرې ده او نور د ځنډ کولو لپاره وخت نه شته.
«تاسو خدای منئ. ډاکتر لیندبرګ، تاسو په دعا باور کوﺉ؟»
ډاکتر د تیلیفون غوږۍ باندې فشار راوړ:
«زما په نظر همداسې ده. لږ ترلږه په نظري ډول همداسې وګڼئ. خو زه په درملو او طبابت تر دې زیات باور لرم.»
«په طبي طریقو، فزیکي قوانینو او علومو کې څه ستونزه نه شته. خو هره چاره هغه وخت سمه ده چې د ژوند په ټولو چارو کې خدای په یاد ولرﺉ.»
«وبښۍ ستاسو په مقصد پوه نه شوم!»
«زما مقصد دادی چې که یو ډاکتر او یو پوه دومره روڼاندی واوسي چې هغه هم د خدای همکار او د خدای د غوښتنې وسیله او د ارادې کړکۍ دی، نو بیا خدای ته د روغتیاپالنې او شفاورکولو په چاره کې ځای ورکوي.»
سیلوا کولای شول په هغه شېبه کې د ډاکتر فلیپ افکار ولولي. هغې ډاکټر ته ووېل:
«یوازېنی کار چې موږ یې کوو، د نیت اخلاص دی. که چېرې د خدای اراده وي، نو وبه وینې چې دعا اغېز کوي...نو زه ستا علمي روان ته دعا کوم او دا به د لیزا د روغتیا سبب شي...زه نیم ساعت وروسته په دعا پېل کوم او له تاسو غواړم چې په هماغه مهال خپل ښی لاس د نجلۍ په وچولي کیږدﺉ. پوه شوې څه مې ووېل؟»
فیلپ د هغې لارښوونې تکرار کړې او ویې وېل:
«لازمه نه ده بل کار سرته ورسوم؟ همدا چې لاس مې د لور په وچولي کېښود کار مې پوره شو؟»
«هو، پوره په اته نیمو بجو به ته دا کار کوې!»
ډاکتر فیلپ چې د لور د ژغورنې په لار کې یې تر دې مهاله ټولو طبي هڅو هېڅ ګټه نه وه کړې، د خپلې میرمنې له څنګه کښېناست چې ټاکلی وخت را ورسیږي. شارلوت تر خپل مېړه زیاته مذهبي وه. ښایي فیلپ په ځوانۍ کې قوي ایمان درلود، خو په هغه مهال چې څلورکلونه یې په پوځ کې د ډاکتر په توګه په خدمت تېر کړل، نظر یې واوښت. هغه نور نو ژوند ظالمانه او نا انډوله لیده. د هغه په نظر که په لرغونو وختونو کې خدای هم وجود درلود، اوس مهال یې خپل مخلوقات یوازې او بې ملاتړه پرې ایښي دي. ښایي دلیل یې دا وي چې بندګانو یې اعلان کړې چې د خاورینې نړۍ اشرف المخلوقات دي، نو خدای هم هغوی په خپل حال پرې ایښي، چې په هره وسیله یوبل او ځانونه تباه کړي.
خو اوس حالت بل ډول و. پوره په اتو بجو او دېرشو دقیقو ډاکتر فلیپ لیندبرګ له خپله ځایه را ولاړ شو او خپل ښی لاس یې د لیزا په وچولي کېښود.
عجیبه وه، لږ شېبه وروسته لیزا د آرامۍ ترلاسه کولو له مخې یو «آه» له خولې ووېست. او ورپسې په ژور خوب ولاړه. هغه نرسه چې په خونه کې وه راپور ورکوي، چې د لور پر وچولي د ډاکتر پلار له لاس ایښوولو سره، د هغې د بدن تشنجي حرکات ودرېدل.
«ما ساعتونه له دې ناروغ سره تېر کړي و؛ خو بریالۍ شوې نه وم چې له تشنجي حالته یې را وباسم؛ خو په وچولي باندې د پلار له لاس ایښوولو سره، هغه پوره آرامه شوه او بیا یې هېڅ تشنجي حرکت ونه کړ.»
د نجلۍ مور شارلوت لیندبرګ چې څو شپې یې له ناروغې لور سره په شوګیرۍ تېرې کړې وې، بیا هم ویده نه شوه او لور ته کښېناسته. هغې سیلویا ماتیوس ته زنګ وواهه مننه یې ترې وکړه او ویې وېل:
«لیزا د بلې ورځې تر سهاره ویده پاتې شوه. د هغې د بدن په ښي اړخ کې د فلج یا ګوزڼ هېڅ نښه پاتې نه ده. او د هماغې ورځې تر ماسپښینه هغې بېرته پوره ژوند ترلاسه کړ.»
درې ورځې وروسته سیلویا ماتیوس وخت وموند او د اته کلنې نجلۍ لیدلو لپاره روغتون ته ورغله.
روغې شوې نجلۍ د هغې پردۍ ښځې په لیدلو سره د اشنایۍ احساس وکړ او ویې وېل چې دا هماغه مهربانه ښځه ده چې په جنت کې یې ولیدله.
سیلویا ماتیوس د نجلۍ خوا سره په تخت کښېناسته. نجلۍ مور او پلار ته چې اریان پاتې وو، ووېل:
«زما له څنګ سره دوه پرښتې او یو شمېر ګلالي کوچنیان روان وو. په پېل کې د پلار او مور پرېښوولو په خاطر خواشینې وم، خو پرښتې ډېرې مهربانې وې او راته ویې وېل چې زما نوی کور په جنت کې دی. وروسته دغه مهربانه ښځه د پرښتو پر خوا راغله او هغوی ته یې ووېل چې اجازه ورکړي زه له هغې سره بېرته ژوند ته راوګرځم. دې پرښتو ته ووېل چې مور او پلار ماته ډېره اړتیا لري او پرېږدي چې زه له هغې سره را وګرځم.»
د میرمن شارلوت له سترګو د خوښۍ او مینې اوښکې روانې وې. هغې د خپلې لور لاس ونیوه او ورته ویې وېل:
«ګرانې لورې، دغې میرمنې رښتیا وېلي، زه او پلار دې پرته له تا ژوند نه شو کولای.»
وروسته یې مخ میرمن سیلویا ته واړاوه او ویې پوښتله چې څرنګه داسې پېښې رامنځ ته کیږي. سیلویا اقرار وکړ چې دې پوښتنې ته روښانه ځواب نه لري. هغې په ډاګه کړه:
«څوک نه پوهېږي چې له هغه چا څخه چې دعا کوي څه لوی قوت دباندې وځي. ښایي د اګاهۍ ځینې برخې او زما فکر مرسته کړې وي چې د جنت له پرښتو وغواړم هغه ژوند ته راوګرځوي.»
د روح د سفر استاذان وایي چې ښه دعا هماغه بېپرې دعا ده او په دا ډول دعا کې د خپلو غوښتنو پر ځای غوره ده چې هرڅه لوی خدای ته وسپارو:
«د خدای اراده دې تر سره شي!
یا ووایو: زما په اړه دې د خدای اراده ترسره شي! او یا هم داسې دعا وکړو:
لویه خدایه! زما اراده نه، ستا اراده دې اجرا شي!»
ډېر وګړي تېر شوي چې دعاګانو یې اغېز کړې. په دې منځ کې بیا ډېر لږ شمېر دي چې پردې پوهېږي دعا یې څه وکړل. دلته د کلیسا د رییس ښځه دعا کوي، خو پر دې خبره نه ده چې دا تجربه څه ډول را پېښه شوه. دا ډول طریقې کله نا کله په هپنوتېزم او یا جادویي چارو کې ترسره کیږي، چې ځنې وختونه غوښتې یا نه غوښتې زیانونه پېښوي. غوره داده چې انسان د خپل دروني قابلیت له لارې نا اشنا ځمکو ته سفر وکړي او پوه شي، چې د مادیت او معنویت پوله چېرې سره بېلېږي؟
په هر حال لیزا لس ورځې وروسته له روغتون څخه رخصت شوه. دوه مېاشتې وروسته د عیسویانو د مذهبي جشن کرسمس په رارسېدو سره لیزا پوره روغه جوړه وه او کورنۍ یې له خدای څخه په مننې کولو سره د رخصتیو له ورځو ښه خوند واخیست.

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۶۷    سال       هشـــــــــتم         ثــور   ۱۳٩۱   هجری خورشیدی         اول می     ٢٠۱٢ عیسوی