کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

لومړی فصل

 

 

دویم فصل

 

 

دریم فصل

 

 

څلورم فصل
 

 

پنځم فصل
 

 

شپږم فصل
 

 

اووم فصل
 

 

اتم فصل
 

 

نهم فصل

 

 

لسم فصل
 

 

یوولسم فصل
 

 

دولسم فصل
 

 

دیارلسم فصل
 

 

څوارلسم فصل
 

 

پنځلسم فصل
 

 

شپاړسم فصل
 

 

 

 
 
   

د غږ او رڼا سپرغۍ
(مړینې ته څېرمه حالت کې د ماشومانو تجربې) 

پښتو ژباړه او سمونې: محمد انور وفا سمندر
       

 
 


اوولسم فصل

د دوستانو او خپلوانو له ارواوو سره د خبرو اترو پروژې

تردې مهاله ډېرو کوچنیانو شهادت ورکړې چې د ناروغۍ پرمهال، د ځمکې ها خوا واقعي بُعد ته یې سفر کړې او خپل دوستان او خپلوان یې د روح په کالبوت کې لیدلي. د سلګونو تجربه کوونکو په شهادت، هغه ارواوې چې په زرګونو کیلومتره د هغوی د هستوګڼې له سیمو لیرې اوسېدلې، دوی لیدلي.
استلارایف او د تره لور یې برنیس مور د غبرګونو کوچنیانو په څېر له یو بل سره ډېرې خواږې وې.
دغو کوچنیو نجونو د ماشومتوب دوره له یوې بلې سره په ډېره ښه شان تېره کړه. بل وخت د استلا کورنۍ له لانسینګ څخه د میشیګان جکسون ته کډه شوه.
درې کاله وروسته، د دسامبر په یوه شپه، استلا او دوست یې په کور کې یوازې وو. استلا له خونې ووته او له زینو څخه د کښته کېدلو نیت یې درلود چې ناڅاپه یې سر وڅرخېد.
هغې ووېل:
«برنیس، چې د نور تر وړانګو لاندې ولاړه وه او سخته وېرېدلې وه. ما هغه ښه سمه لیده او پوهېدم دا شونې نه ده چې هغه دې هلته وي.»
استلا په بېړه له زینو کښته شوه، د برنیس له مخې تېره شوه او د دړې په لور ور په منډو شوه. له کور څخه یو بلاک لیرې شوې وه چې دوست یې ځان ور ورساوه او هغه یې آرامه کړه.
دواړه دوستان د کور مخې سره ولاړ وو چې د مخابراتو له ادارې څخه یوه ښځه راغله او ویې پوښتل آیا د استلا کورنۍ په دې پوهېږي چې تیلفون یې خراب دی. دا ځکه چې د میشیګان له لاسنګ څخه یې هڅه کړې وه چې ورسره د تیلفون له لارې اړیکه ونیسي، خو نه وو بریالي شوي. هغې ښځې زیاته کړه چې د هغۍ کورنۍ پیغام یې په خپله راوړی دی.
په پیغام کې خبر ورکړل شوی و چې برنیس مور په هغه شپه ناڅاپه مړه شوې.
د اروا د سفر دا او دې ته ورته سفرونه ډېرې بې سارې تجربې دي. ددې لپاره چې فرد په دې پوه شي، د هغه اصیل شخصیت له داسې یوه جنس څخه دی چې نه په زمان، نه په مکان، نه په ماده او نه هم په انرژۍ پورې اړه لري؛ نو باید په اګاهانه ډول د ژوندي استاذ تر نظر لاندې د روح سفر تجربه کړي. دغه اصیل «زه» یعنې روح نه مري، نه ټپي کیږي او نه هغه څوک په بند کې اچولی شي او هغه هماغه د روح او اروا وضعیت دی، او ددې پوهې د تجربه کولو لپاره د روح سفر ښایي یوازنۍ لاره وي؛ خو که دا ډول تجربې پرته له معنوي تمرینونو او د دروني استاذ له لارښوونې تر سره شي، ښايي سړی ځان او یا نورو ته زیان پېښ کړي. د دروني استاذ په اړه باید ووایو چې نه د غرونو په سرونو او نه په تورو مغارو او نه هم په فزیکي معبدونو کې هغه موندل کېدای شي. دروني استاذ دننه دی، یوازې په پوره خلوص او مینه باید ځان وسپارل شي او نور نو هېڅ راز فزیکي هلو ځلو او مالي- اقتصادي لګښتونو ته اړتیا نه شته.
په خواشینۍ سره چې ځینې وګړي د نه پېژندلې خدایي انرژۍ په شخصي استعمال سره او یا د بل په ژوند کې او د هغه په شخصي آزادۍ او قلمرو باندې د تېري په موخه له دې انرژۍ څخه شخصي ګټه اوچتوي، نو ځکه دوی د یوه نیک عمل پر ځای جادو او کوډو ته مخه کوي او بده یې لا دا چې دې کار ته کله ناکله د ثواب او د نورو د ژغورلو نوم هم ورکوي.

د «دارسي برادن» موټر د لویې لارې په یوه ښوېدلې برخه کې ولوېد. دارسي برادن نیږدې شپږدېرش ساعتونه په یوه پاڼ کې پرته وه، یو ځل به لږ په هوښ راغله او بیا به بې هوښه شوه.
پولیسو د پیغلوټې دارسي د موندلو لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو ویې نه شول کولای هغه ومومي. د هغې ماما «فیرد اندرسون» هغه په خوب ولیده او بیا یې د هغې پوره پته پولیسو ته ورکړه.
دارسي له خپلې کورنۍ سره په شمال کې د پراته ارکانزاس ایالت د اوزارک د سیمې په یوه ځنګلي ښارګوټي کې ژوند کاوه. تېرکال پسرلی یې هغه د ښوونځي د فوټبال د ډلې د هڅوونکو مشره ټاکلې وه. او د فوټبال د لوبو په پېلیدلو سره هغې په ټینګار سره له کورنۍ څخه وغوښتل چې د تمرین ځای ته د تللو لپاره یو لیلامي موټر ورته واخلي.
د سپتامبر د مېاشتې د منځ په هغه خونړۍ شپه چې ګړۍ له یوې بجې واوښته او د دارسي هېڅ احوال و نه لګېده، کورنۍ وانګېرله چې یا دې ته او یایې موټر ته څه ستونزه پېښه شوې. د شپې په پېل کې ښه مست اورېدلي وو او ورپسې واورو ټوله سیمه پوښلې وه.
د شپې دوه بجې وې چې میرمن برادن نور زغم له لاسه ورکړ، داځکه چې دمخه هېڅ مهال داسې نه وه پېښ شوي چې لور یې پرته له اجازې تر دې مهاله دباندې پاتې شي او بله دا چې هغې به تل د خپل ځنډ له امله کورنۍ ته په تیلفون خبر ورکاوه.
د مور اندېښنه بې ځایه نه وه. هغو واورو چې ټوله سیمه یې تر خپلې بړستنې لاندې وپوښله، دارسي سخته وارخطا او وډاره کړه. هغه د تمرین له پای ته رسېدلو سره سم، له خپلو دوستانو را جلا او حتا له تمرینه وروسته نڅاه ته هم تم نه شوه. هغې غوښتل هر څومره ژر چې شونې وي، کور ته ورسیږي. ځوانه چلوونکې چې د ډېرو واورو له لامله لاس او پښې ورک کړي و، لاس یې اوږد کړ چې د موټر د راډیو په چالانولو سره د یوازېتوب وېره له ځانه لیرې کړي. په یوه شېبه کې یې د واټ سخته چړایي ولیده او د غیر مجاز سرعت له لامله یې موټر له واټه ووت، وڅرخېد، وڅرخېد تر هغو چې د خاورو په یوه کنده کې را غوځار شو. د خاورو د کندې څنګ سره پروت پاڼ لوړو طبیعي بوټو او وړو ونو پوښلی و.
همداسې چې موټر د خاورو د کندې په لور رغړېده، د دارسي سر څو څو ځله د موټر له اشترنګ سره ولګېد، امنیتي کمربند وشلېد او بیا هغه له موټر څخه پاڼ ته ور وغورځېده.
د بلې ورځې په سهار، د دارسي د کورنۍ لومړنی اقدام د هغې له دوستانو سره د اړیکو نیول و. میرمن برادن ووېل:
« هغه مهال یې چې ما ته ووېل دارسي له نورو دمخه د کور په لور حرکت راکړې و؛ نو وینه مې په رګونو کې وچه شوه.»
د سیمې د روغتون ځواب هم په دې اړه چې د موټر د ټکر کوم ټپي یې بستر کړې، منفي و. ځکه نو کورنۍ له پولیسو سره اړیکه ونیوه، چې که څه معلومات او پایله ترلاسه کړي!
«په څو ساعتونو کې د پولیسو کارکوونکو ټولې هغه لارې وڅارلې چې ددې اټکل کېده، ښایي دارسي ورباندې تېره شوې وي. د دارسي په اړه هېڅ راز معلومات په لاس رانه غی. ډېره وېرېدلې وم او هڅه مې کوله ځان امیدواره وساتم. پوهېږﺉ چې په داسې شېبو کې هره مور او پلار واک له لاسه ورکوي او د وژلو، تېري، تښتولو راز راز بدې پېښې یې په زړه فشار راوړي. په دې هم پوهېدو چې د دارسي دوستان ښه وګړي دي؛ خو هغه یوه ښکلې نجلۍ وه او ښار ته به چې سیلانیان راغلل؛ نو موږ به ورباندې ډېر پام کاوه.»
دارسي لا په هماغه پاڼ کې خپل ویجاړ موټر ته څېرمه په وینو لژنده پرته وه او کله کله به په هوښ راغله؛ خو بیا به بېرته بې هوښه شوه. ټولې جامې یې ټوټه ټوټه او ټول بدن یې ټوکر ټوکر شوی و.
هغې د راپور ورکولو پر مهال د پېښې په اړه ووېل:
«یو ځل مې د خپلې مور یو دوست «شریل ګرین» ولیده چې زما په لور راغله او څنګ سره مې کښېناسته هغې غوښتل ما له یوازېتوبه خلاصه کړي. څه وخت به مو خبرې سره وکړې. ورپسې ما ووېل ته صبر وکړه چې ښه دې ووینم، ته خو درې کاله دمخه د اوړي په موسم کې، د ګېډې د سرطان له لامله مړه شوې وې؛ ناشونې ده چې له ماسره خبرې وکړې. مقصد مې دادی چې ته خو مړه شوې یې.»
د هغې مړې شوې میرمنې شتون دارسي په دې پوه کړه چې خپله یا مړه شوې او یا به ډېر ژر ومري.
«ناڅاپه مې تر نظره شول چې خپل کالبوت مې پرې ایښی او ولاړه یم. د همدې تورې تورږمۍ شپې په یوه شېبه کې مې له پاسه خپل په وینو لړلی بدن ولید چې په خاورو او خځلو کې پروت دی. هرڅه مې له پاسه ښه سم لیدلای شول. احساس مې کړه چې په فضا کې الوزم. بې سارې وه. ښار او کروندې لاندې وې او زه پورته، لوړه...ما د ځمکې پرمخ هرڅه لیدل.»
هغه مهال چې دارسي د خپل ماما د کروندې د پاسه تېرېدله، ناڅاپه یې احساس کړه چې مخ په کښته را کښل کیږي.
«ما مې د ماما د ښځې غږ واورېد چې «فیرد» ماما ته مې وېلې، نور نه شي کولای کوم کار تر سره کړي او غوره داده چې لږ آرام وکړي. هغې زما ماما ملامتاوه چې ولې یې خوب نه وړي. او هغه ته یې ووېل چې هرځای ته ولاړ شې، نه شې کولای دارسي بېرته را ژوندۍ کړې. هماغه مهال پوه شوم چې فیرد ماما مې زما په خاطر له کور بهر و. زړه مې غوښتل خپل ماما په غېږ کې ونیسم او ښه یې ښکل کړم. هغه کوم اولاد نه درلود او زه ورباندې د خپل اولاد په څېر ډېره ګرانه وم. مور به مې وېلې چې زما او ماما ترمنځ مې ځانګړې رابطه او ورته والی شته.
هغه مهال داسې لکه څوک چې راته ووایي، خامخا باید لږ دا خوا ها خوا واوسم، چې ماما مې په خوب ولاړ شي. په یاد مې راځي ما خپل سر بله خوا واړاوه چې هغه د خوب جامه په تن کړه او پرېوت. په نظر مې راتلل چې د هغه په خونه کې داخوا هاخوا تاویږم راتاویږم. یو مهال مې د هغه د خوب غږ واورېد. یوه صوت راته ووېل چې اوس کولای شم له ماما سره مې وغږېږم، دا ځکه چې هغه زما غږ په خوب کې ښه اوري.»
دارسي وایي چې وخت یې له لاسه ورنه کړ او بې له ځنډه یې ماما ته ووېل چې کالبوت یې چېرې دی. څو دقیقې وروسته د هغه خوب والوت. خپلې ښځې ته یې ورغږ کړ او ویې وېل:
«زه پوهېږم چې دارسي چېرې ده. هغه مې په خوب کې راغله او راته ویې وېل چې چېرې ده. موټر یې په یوه پاڼ کې لوېدلی، له همدې لامله پولیسو هغه نه ده موندلې. هغه دا مهال په پاڼ کې پرته ده.»
دارسي لا د روح په کالبوت کې همالته وه او ماما یې ولید چې د هغې مور ته یې په تیلفون د ټرافیکي پېښې ځای ور وښود. ورپسې دارسي داسې احساس کړه چې د خپل کالبوت په خوا ورښکل کیږي.
«فیرد یو سرسختی سړی دی. هغه هېڅ مهال په خیالونو باور نه کاوه. ځکه نو چې ویې وېل دارسي یې په خوب کې لیدلې، ما حتا یوه شېبه هم د هغه په خبرو شک ونه کړ.»
هغه مهال چې د اندرسون او برادن کورنیو په هغه چړایي کې سره ولیدل چې فیرد ته په خوب ورغلې وه، زړونو ته یې یوڅه شک او بې باوري ورپېښه شوه، ځکه چې په هغه ځای کې په واټ د ښوېدلو څه نښې نښانې نه ترسترګو کېدې. او نه یوازې هغوی، بلکې د پولیسو پلټونکې ډله هم لس دولس ځله له هغې سیمې تېره شوې وه؛ خو هېڅ نښه نښانه نه وه په لاس ورغلې.
خو فیرد اندرسون په خپله خبره ټینګار کاوه.
«راشئ، لعنت! دارسي خپله راته ووېل چې پاڼ ته ورته ځای کې لوېدلې.»
دارسي باید شکر وکړي. پلار، مور او ماما یې د هغه خوب په اړه خپل باور ساتلی و او په پای کې شپاړس کلنه پیغلوټې په هماغه پاڼ کې چې فیرد په خوب لیدلی وه، په وینو لړلې او مرستې ته تږې وموندل شوه.
میرمن برادن له ډېر نیږدې کور څخه د بېړنیو مرستو مرکز ته تیلیفون وکړ. د څو دقیقو په ترڅ کې امبولانس را ورسېد او دارسي یې روغتون ته ولېږدوله.
د هغې روغتیایي حالت پوره یوه اونۍ ډېر خراب و. سربېره پردې چې د بدن څو ځایونه یې ژوبل او ټپي و، د پښې د هډوکي او دریو غاښونو د ماتېدلو له لامله ډېره کړېده.
فیرد اندرسون اوس مهال هم ددې دعوا نه کوي چې د وړاندوینې ځواک لري؛ خو باور لري چې د هغې او خورزې تر منځ یې ځانګړی تړاو شته دی.
داځل د ځانګړې احساسي اړیکې او د روح سفر له لارې دارسي وژغورل شوه.

په بله پېښه کې که څه هم چې مړینې ته نیږدې تجربې په اړه څه نه دي ذکر شوي؛ خو زما په نظر ډېره ورسره بې ارتباطه هم نه ده. په دې پېښه کې د یوه ځوان وړاندوینه، په اوبو کې د هغه د کوچني درې کلن ورور د ډوبېدو د مخنیوي سبب شوه. ښایي دې ماشوم به هم مړینې ته نیږدې تجربه ترسره کړې وي؛ خو په دې اړه یې خپل پلار او مور ته څه نه دي وېلي.
د نیوجرسي هستوګن جیمي اورلووسکي څو پرله پسې مېاشتې یو ډارونکی خوب لیده. او په دې خوب کې یې لیدل چې وړوکی ورور یې په یوه تیاره او ژور رود کې ډوبیږي.
که څه هم د خوب په تجربو کې د رود، اوبو، د اوبو څښل، په اوبو کې غسل کول او لامبل او ډوبېدل د معنوي برکتونو په اړه خبرتیاوې دي؛ خو ډېره اړینه ده چې هر وګړی د خپل خوب په باب خپل احساس ته پام وکړي. که چېرې احساس ښه وه؛ نو بې له شکه چې ترسره شوې تجربه یو معنوي زیری وی؛ خو که احساس منفي او خراب و، نو بیا ښایي د ټکان ورکوونکو پېښو په اړه خبرتیا په کې وي. دلته هم د دې تجربې په اړه د مشر ورور خپل احساس خراب و، ځکه یې نو موږ یوه وړاندوینه شمېرلای شو.
د جیمي له دې ناوړه او ګواښوونکو تجربو سره هرڅوک ددې اټکل کولای شي چې مور او پلار له خوا جیمي ته ددې خبر په اورېدلو سره چې د اوړي رخصتۍ به د «مین» په سیمه کې د «موس» رود په تفریحځای کې تېروي، د جیمي حالت به څرنګه و.
هغې تفریحي سیمې ته په رسېدلو سره د جیمي زیاته بوخته دا وه چې د رود اوبو ته د جیمي له نیږدې کېدلو مخه ونیسي. خو هغه برخلیک ټاکونکې ورځ راورسېده.
جیمي پرېکړه کړې وه چې د رود تر ټولو غټ کب د نیولو لپاره وړاندې لاړ شي. هغه نه و خبر چې درې کلن «ستیفن» هم ورپسې لاره نیولې. هغه مهال یې چې د اوبو شړپ شړپ تر غوږه شو، نو د ستیفن ماشوم سر یې ولید چې کله په اوبو کې ورک او کله راښکاره شي. جیمي ځای پرځای وچ ودرید. نیږدې و لیونی شي.
هغه دې ته چمتو نه و چې خونړی خوب یې رښتیا شي. جیمي اوبو ته ورټوپ کړ. هغه په بېړۍ هغه خوا ولاړ چې ماشوم ورور یې په اوبو کې د ډوبېدلو په حال کې و. هغه د خپلو خاطرو په یادولو سره وایي:
«د رود په اوبو ورننوتم، سر مې په اوبو ننوېست. ستیفن مې له ملا راونیو او هغه مې له اوبو پورته کړ، د خپل سر د پاسه مې ونیوه. ورپسې مې هڅه وکړه چې ځان د اوبو غاړو ته وباسم.»
ګواښ لا له منځه نه و تللی. دری کلن ماشوم له وېرې لاسونه او پښې خوځولې. دا کار ددې سبب کېده چې د جیمي سر اوبو کې ډوب شي.
«په عجیب سرخوږي اوښتی وم، ځکه نو اړ شوم چې سر له اوبو راوباسم او له نورو مرسته وغواړم.»
په دې مهال میرمن او ښاغلی اورلووسکي رارسیږي او ماشوم له اوبو راوباسي. جیمي وروسته ووېل چې یوازېنی غوره شی چې دی یې په هڅه کې و، له اوبو څخه د خپل ګران ماشوم ورور روغ او رمټ راوېستل و. هغه په دې پوهېده چې د ستیفن له ژغورنې وروسته تېر خوب بیا نه ویني.
موږ دامنو چې د جیمي د مېاشتو مېاشتو خراب خوب، د هغه د ورور د ژغورلو سبب شو. خوب یوه ژغورونکې وړاندوینه وه چې په قوي ګومان سره د مړینې د پېښیدلو مخه یې ونیوه.
خوبونه وړیا معنوي سفرونه دي. خوبونه د جنت کړکۍ ګانې او ورسره کلۍ ګانې دي. خوبونه موږ په را روانه خبروي. خوبونه موږ ته هغه درسونه را زده کوي چې په ویښه یې د خپلو دودیزو عنعنو او اخلاقو له لامله ترلاسه کولو ته چمتو نه یو.
 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۷۸،          سال    هشتم،       میزان/عقرب  ۱۳۹۱ هجری خورشیدی                  ۱۶ اکتوبر      ۲۰۱۲ عیسوی