لومړی فصل
دویم فصل
دریم فصل
څلورم فصل
پنځم فصل
شپږم فصل
اووم فصل
اتم فصل
نهم فصل
لسم فصل
یوولسم فصل
دولسم فصل
دیارلسم فصل
څوارلسم فصل
پنځلسم فصل
شپاړسم فصل
اوولسم فصل
اتلسم فصل
نولسم فصل
شلم فصل
یووېشتم فصل
|
|
|
|
د غږ او رڼا سپرغۍ
(مړینې ته څېرمه حالت کې د ماشومانو تجربې)
پښتو ژباړه او سمونې: محمد انور وفا سمندر |
|
|
دووېشتم فصل
له جسم څخه د روح وتلو خاطرې
ډاکتر «پ.ام.اچ.اتواتر» په خپل کتاب «له نور ها غاړه» کې د هغو وګړو ځوابونه چې مړینې ته نیږدې تجربې یې لرلې او د تجربو په وړاندې یې مثبت غبرګون ښوولی؛ شرحه کوي:
نشه راوړونکی: ددې تجربې شوکت او جلال، ښکلا او حیرت نشه راوړنکی دی.
هیجان لرونکی: دا ډول تجربې هغوی ته د معجزې حیثیت درلود، ځکه چې احساسوله یې ځانګړی امتیاز یې ترلاسه کړې دی.
شکرکوونکي: ځکه چې د نه باور وړ پېښه یې تېره کړې وه.
وېره (له درناوي سره یوځای): د خپلې تجربې په اړه خبرې نه شي کولای یا هغه کلمې نه مومي چې تجربه یې تصویر کړلای شي؛ خو پرته له ځنډه دې ته لیواله کیږي چې د مړینې، خدای او د عشق د قدرت په اړه نورو ته زیری ورکړي.
د فروتنۍ او بې وسۍ احساس: له دې لامله چې تجربه ډېره له جلال او شوکته ډکه وه او هم دا چې دغه جلال او شوکت د څه شي کیسه کوله.
ډاکتر اتواتر د خپلو څېړنو په پای کې راپور ورکوي، چې پر ماشومانو او لویانو باندې، د مړینې ته نیږدې تجربو راوروسته اغېزې یو شان وې. د هغه په وینا:
«خو تر ټولو لویه ستونزه چې دا ډول کوچنیان له هغې سره مخ کیږي داوي چې باید کوم وګړي ته پناه ور وړي؟ کوم وګړي ته خپله د نه باور وړ تجربه ووایي؟ هغوی لا د ژبې له پلوه دومره زده کړه نه لري چې د نه لیدلي قلمرو تجربه ورباندې بیان کړي.»
ډاکتر اتواتر په دې اړه وایي چې د دا ډول کوچنیانو میندې او پلرونه باید د خپلو کوچنیانو په اړه د هغوی ښوونکي، او که شونې وي د روانشناسۍ ښوونکی خبر کړي. همدا شان دا ډول کوچنیان ښایي د نور په وړاندې ځانګړی حساسیت ولري؛ نو هغوی باید اړ نه شي، چې د لمر تر سوځوونکو وړانګو لاندې لوبې وکړي.»
ډاکتر اتواتر د دغو تجربه کوونکو منفي غبرګونونه دا ډول یادوي:
د غوسې ښکاره کول: داچې اړاېستل کیږي چې بېرته ځمکې ته را ستانه شي، او یو ځل ځمکه کې له تجربې دمخه ژوند ته ادامه ورکړي.
د شرم او سپکاوي احساس: هغوی نه یوازې دا چې د ځمکې پرمخ خپلو دوستانو پسې یې زړه نه و تنګ؛ بلکې د هغوی لپاره یې هېڅ اندېښنه نه درلود.
د ناهیلۍ احساس: ددې لپاره چې یو ځل بیا خپل فزیکي کالبوت ته را ستنیږي.
د وېرې احساس: هغه مهال چې تجربه یې ویرونکې وي.
ژبه یې بندیږي: هغوی غواړي خبرې وکړي؛ خو یا وېریږي او یا خپل لیدلي څه نه شي وېلای.
د خپګان حالت: ددې لپاره چې باید خپل تېر ژوند بیا پېل کړي. او داسې لاره ومومي چې ورځنی ژوند یې بې له دې چې پېښې شوې تجربې ته پام واړوي؛ پایښت ومومي.
مړینې ته نیږدې تجربې خطرونه او هیجانونه او ددې لپاره هڅه چې په فزیکي دنیا کې ددې تجربې په شان شوکت او آرامتیا ترلاسه شي.
په دې کتاب کې زموږ پاملرنه د هغو کوچنیانو په اړه وه، چې د ناروغۍ یا پېښې له لامله یې مړینې ته نیږدې تجربې ترلاسه کړې وې. موږ په دې باور یو چې دا ډول تجربه ددې سبب ګرځي چې تجربه¬ګر له راستنیدو سره سم د وړاندوینې (پیشګویۍ) الهام او د بل چا د فکر لوستلو وس مومي.
د دا ډول وړتیاوو ترلاسه کول او لرل د کوچنیانو او لویانو لپاره کوم زیان نه لري، خو ددې ګواښ هغه هم زیاتر د کوچنیانو لپاره شته، چې هغوی له نه پېژندلي قلمرو سره د یووالي د احساس له مخې، او هم دا چې هغوی د تجربې په ترڅ کې سوله، عشق او آرامتیا ترلاسه کوي؛ نو ښایي په نه پوهېدلې توګه هڅه وکړي چې ځانونه په یو ډول د بېهوښۍ په حالت کې وساتي او ښایي له دې لارې د هغوی ارواوې هماغه جنت ته، چې مړینې ته نیږدې تجربې په ترڅ کې ورغلي وو، بیا ولاړ شي.
موږ باور لرو چې د ریاضت، راز راز طریقو او معنوي تمرینونو (چې اکنکار یې معرفي کوي) له لارې هر څوک کولای شي له جسم څخه ووځي او د روح سفر تجربه ترسره کړي، باید پردې چارې ټینګار وکړو چې له تمرین دمخه د نظم او ترتیب مراعتول او دروني استاذ سره نېغ په نېغه فردي اړیکه ضروري دي. او دا ډاډ نشته چې کوچنیان دې زموږ دا نصیحت ته غوږ کیږدي او د مشرانو او ځانګړي استاذ تر نظر لاندې له کالبوت څخه د وتلو او د روح د سفر تجربه تر سره کړي. په خپل سر د دا ډول تجربو ترسره کول ښایي له ځان سره هم لویانو او هم کوچنیانو ته خطر ولري.
د روح د سفر د لرغونې پوهې ټول لاروي د «دروني استاذ» په لارښوونه، په پوره اګاهانه او ژوندۍ بڼه له کالبوت څخه د وتلو او د روح د سفر تجربې سرته رسوي. د شته لیکل شویو او ثبت شویو تجربو له مخې ددغې طریقې پیروان هره ورځ د روح په کالبوت کې، د فزیکي دنیا او ناڅرګندو دنیاګانو ترمنځ تګ راتګ کوي او هغه څه ویني چې عادي وګړي یې له مړینې وروسته انتظار دي. دا په اصطلاح ورځنۍ مړینه ده او څوک چې یوځل د مړینې د معما تل ته ورننوتل؛ بیا نو له هېڅ شي نه وېریږي او تل ځانونه د خدای تر ملاتړ او حفاظت لاندې ګوري.
د پېژندل شوي عالم او نړیوال سیلاني ډاکتر «الکساندر کانون» په باور د انسان وجود له دریو جسمونو جوړ دی. یو یې فزیکي جسم دی، بل یې علوي (علتي) جسم او دریم یې هم اثیري (عاطفي) جسم دی. مادي جسم، روان او روح لپاره د لېږدونکې وسیلې حیثیت لري. ډاکتر کانون باور لري، بشر کولای شي پرته له دې چې مړینې ته ورته تجربه ولري، له خپل فزیکي جسم څخه ووځي؛ خو دې پولې ته د رسېدلو لپاره به تمرین کوي او د فکر د متمرکزولو وس باید ترلاسه کړي، چې بیا په پوره هوښیارۍ کې روح له تن څخه ووځي او نا اشنا اقلیمونو ته سفر وکړي.
هغه د «کارما ځواک» کتاب کې لیکي:
«که ذهن او عواطف تر انضباط لاندې ونه نیول شي، څوک نشي کولای د روح مسافر شي.»
یو انګلیسي څېړونکی د شخصي انضباط او د هدف د رښتینولۍ په اړه لیکي چې: «هغه شاعر چې ټول فکر او هڅې یې پر لوړو باورونو راڅرخي، خپل مسلک ته وفاداره عابد، هغه سرتېری چې ټوله پاملرنه یې د خپلې سپیڅلې دندې سرته رسولو ته ده، هغه ډاکتر چې خپل همنوع ته د خدمت په لاره کې وفاداره دی، ټول او ټول خپل روحي کالبوت روزي، تر هغو چې ښه پیاوړی او ویښ شي او ددې وس ومومي چې بې شمېره نااشنا طبقو ته لاره ومومي.»
د کتاب لیکوالانو ته یو نیږدې وګړی، چې ادعا کوي له خپل فزیکي جسم څخه وتلای شي، اقرار یې وکړ چې په پنځلس کلنۍ کې یې یوازې او د لنډ مهال لپاره د تمرین او ریاضت له لارې دا ډول تجربه ترلاسه کړه:
«یوځل مې پرېکړه وکړه چې د نیکه او نیا لیدلو لپاره له خپل بدن څخه ووځم. زه بل چېرې اوسېدم او غوښتل مې کله ناکله یې خبر واخلم.
په رښتیا چې پوهېدلم په دې بریالی شوی یم، د روح په ډول د هغوی کورته ورشم؛ خو ناڅاپه مې داسې تر نظره شوه چې یوې شیطاني کړۍ زه را چاپېره کړې یم او ورسره مې ټول بدن په یوه داسې تشنج اخته شو چې په ټول عمر مې نه و لیدلای. څټ ته مې راوکتل او یوه بې شکله توره دوړه مې ولیدله. وډار شوم. بې شکله دوړې کله کله هغه نازک مزي ته لاس وراچاوه چې زما فزیکي کالبوت او روح یې سره تړل. هماغه مهال به ما په خپل بدن کې د تشنج احساس کاوه.
له ځان سره مې ووېل لویه خدایه! دا بې شکله توره دوړه غواړي زما د روح او بدن ترمنځ مزی پرې کړي. ورپسې مې په یوه شېبه کې دا درک کړه، چې هغه بې شکله توره دوړه غواړي زما په کالبوت کې هستوګنه پېل کړي. له دې درک سره چې دا ډول شریر او بدنیتی څیز غواړي په زوره زما غوښن بدن ته ننوځي، پوه شوم چې باید ژر خپل جسم ته ورستون شم.
بې شکله تورې دوړې د تله¬پاتۍ او مستقیم درک له لارې زه پوه کړم، چې له هغې سره مبارزه او جګړه بې ګټې ده، هغه راغلې چې زما د بدن واک خپل کړي او دا چې هغه تر ما غښتلې ده، له هغې سره زور وهل بې ګټې دي. هغې زه وهڅولم چې له بدن بهر پاتې کېدل هومره هم بد نه دي، زه به ژر یا وروسته دا بدن خوشې کوم او د روح دنیا ته به ځم؛ نو ددې ګټه څه ده چې څو نور کلونه هم په دې خاورینه نړۍ کې پاتې شم؟ او دا یې هم راته په ډاګه کړه چې هغه به زما له بدن څخه د لباس یا جامو په ډول استفاده کوي.
پرېکړه مې وکړه چې ناهیلی نه شم او له هغه موجود څخه ونه وېریږم. باید ژرترژره خپل بدن ته ننوځم. که څه هم چې د هغې تورې دوړې له زیات تراکم څخه ما د خپګۍ احساس کاوه؛ خو له هڅو مې لاس وانه خیست. داسې لکه مسابقه مو چې ترمنځ پېل شوې وي. همداسې چې د خپل بدن په لور ورتللم، داسې راتر نظره کېدله، چې هغه هم زما له څنګه روانه ده.
د سترګو په یو رپ سره زه د خپل بدن په خونه کې وم. همدا چې هغه کرکجن موجود مې د خپل تخت له پاسه ولید، چې د تورو ورېځو په شان یې زما بدن را چاپېر کړی، سخت ووېرېدم.
هرځل مې چې غوښتل خپل بدن ته ننوځم، اراده مې له منځه تلله او څټ ته وهل کېدلم. چغه مې کړه او مرسته مې وغوښته او یوه غږ ځواب راکړ چې د ځان ژغورلو اړتیاوړ ځواک په خپل ځان کې دننه لرې!
په ټینګې ارادې، باور او ټول ځواک سره مې پر هغې تورې دوړې زور ور وړ او خپل بدن ته ننوتم. داسې مې احساس کړه چې فضا ته غورځول شوی یم. تور جوهر بیا راچاپېر شو او داسې یو شهاب چې د زیات اصطکاک له امله ځلانده دوړو ته ورته شوی و، پر ما ولګېد.
په بل پړاو کې خپل تخت ته راستون شوم او خپلې سترګې مې پرانیستې. پردې مهال مې له دې لامله چې لوی خدای زه روغ رمټ بېرته خپل جسم ته ورستون کړې وم، په ژړاندو سترګو مې شکر ووېست.
د کمزورۍ او کانګو احساس مې کاوه. درې ورځې نور بیا ناروغ وم او تر بل یوه نیم کال پورې مې بیا هڅه ونه کړه چې له خپل جسم څخه ووځم. اوس مهال چې غواړم له خپل فزیکي کالبوت څخه ووځم، له خدایه غواړم چې سنبال مې کړي او الهي نور زما په لور راولېږي.»
«الیور فاکس» په ډاګه کوي چې زیاتره مهال له خپل فزیکي کالبوت څخه د وتلو تجربه سرته رسوي؛ خو ددې کار لپاره څو چارې یادوي. هغه لوستونکو ته ور په یادوي چې څه ډول له جسم څخه بهر ووځي.
هغه له بدن څخه وتل د هغو وګړو لپاره چې د زړه ناروغۍ او کمزورۍ لري یا یې رواني- عصبي حالت مناسب نه وي، له ګواښه ډک بولي.
فاکس په ډاګه کوي چې که د ارواحو دنیا ته، د روح د سفر تجربه په ټینګه او ښه بڼه ترسره شي او دا چاره د پوره اخلاص او مینې له مخې وشي؛ نو بیا تر موټر ځغلولو زیات خطر نه لري. هغه زیاتوي چې هغو وګړو ته چې غواړي په پوره اخلاص الهي حقیقت تجربه کړي، د لارښوونې لپاره له جسم په وتلو سره سم، په بل قلمرو کې ناڅرګند موجودات، لارښوونکي، مرستندویان او پرښتو ته ورته مخلوقات چمتو ولاړ دي.
پېژندل شوی انګریز وړاندویونکی «جان پندراګون» د کتاب لیکوالانو ته ووېل چې له هرې هغې طریقې سره مخالف دی چې په هغه کې یو وګړی له بدن څخه د وتلو لپاره ډېر زور کاروي. پندراګون وایي هغه څوک چې غواړي په زور سره خپل روحي مهارت لوړ بوځي، هغه چا ته ورته دی چې غواړي د یوه ګل غوټۍ په زوره وغوړوي، چې په دې کار سره ګل زیان مومي؛ نو انسان هم له داسې سخت زور وهلو سره زیان مومي.
جان پندراګون وایي:
«زه کومه طریقه نه لرم چې په اړه یې رڼا واچوم. داسې ترنظره کیږي چې زما روحي کالبوت صادق او په خپله کار کوي او له بدنه وځي، داچې څه ډول دا کار سرته رسوي؛ زما لپاره د اهمیت وړ نه دی.»
یو بل تن چې په دې اړه کار کوي، وایي چې:
«بېلابېلې ارواوې شته دي چې دمخه له فزیکي کالبوت څخه وتي، خو لا تردې مهاله په ځمکه پورې نښتې دي او غواړي چې په یوه بل فزیکي جسم کې کور او جونګړه جوړه کړي.
ځینې له جسم څخه وتونکي بیا په خپله ځېنې نه بشپړشوي کارونه لري او د بې مسوولیتۍ له مخې ددې هیله کوي چې یو بل روح یې جسم ته ننوځي او د دوی نه بشپړ شوي کارونه پای ته ورسوي. دا چاره کله ناکله فکر دومره مشغول ساتي چې روح د ځان لپاره د لایق ځای ناستي په لټه کې کیږي او ورسره دا هڅه هم کوي چې ځان د ارواحو له دنیا سره همغږی کړي.
داسې شررناک موجودات هم شته چې له بدن څخه د وتلو پر مهال باید د هغوی په وړاندې جبهه ونیول شي. دغه شررناک موجودات تل د یوه ژوندي بدن په لټه کې دي چې ویې نیسي.»
موږ په یوه داسې پیر (عصر) کې اوسو او داسې یو فرهنګ لرو چې د بل په جسم د ننوتو لپاره انتظار شررناکو ارواوو په اړه هر راز نظریه او وړاندیز ردوي.
د روح د سفر لرغونې پوهه په دې اړه ډاډمن تمرینونه او لارې په ګوتو کوي، چې د هر راز شریرو موجوداتو له تېري څخه خوندي سفرونه او اګاهانه تجربې د لارویانو په واک کې ږدي.
دروېشتم فصل
پر سر باندې ګوزار خوړلو د اثیري دنیا دړه پرانیستله
د «راندکوییست» کورنۍ ته دا حالت ځکه ور پېښ شو چې «الین» او شپږکلن زوی یې «جاناتان»، له بلې میرمنې «جکی ساندرز» او د هغې له شپږکلنې لور «کارول» سره د لینکلن پارک ته ولاړل. دا له زړه تنګونکي ژمي وروسته د شیکاګو په ایالت کې د پسرلي یوه توده ورځ وه، ځکه نو هېچا نه غوښتل په کور کې پاتې شي.
ماشوم کارول د پارک په چمن کې څو سرکونډوګانې وخوړلې، چې ددې په ليدلو سره دواړو کورنیو هغه ډېر تشویق کړ. دواړو ښځو د لاسونو په پړکولو سره جاناتان نور هم ملاق خوړلو ته هڅاوه. جاناتان چې ښه په شوق راغلی و مور ته یې ور غږ کړ:
«مورې! وګوره، وګوره»
میرمن الین له میرمن ساندرز نه وپوښتل:
«ته یې تصور کړه که کوچنیان د ناستې په خونه کې داسې اوښتل را اوښتل وکړي، په لوښو به څه راشي؟»
دواړو همزولو همداسې د میشیګان د رود د څنډو په لور لوبې کولې چې ناڅاپه جاناتان د نرمو شګو له پاسه په ځمکه را ولوېد. الین په وارخطایۍ له ځایه پورته شوه؛ خو میرمن جکي ساندرز ډاډ ورکاوه چې څه خبره نه ده او ته آرامه اوسه.
پر همدې مهال و چې کوچنۍ کارول چغه کړه:
«مورې! میرمن الین، ژر راشئ! له جاناتان څخه وینې روانې دي.»
الین ورمنډه کړه. جاناتان بې حرکته پر ځمکه پروت و. د هغه پښه ښوېدلې وه او د پلیو په لار چې سیمان یې لرل، لوېدلی و. له وچولي یې وینه روانه وه.
کوم مهال چې هغه یې د بېړنیو مرستو مرکز ته ورساو، ډاکتر میرمن الین ته ووېل چې هلکي په سرباندې ضربه خوړلې، نور نو په هوښ راغلی او څه خطر ورته نه شته.
الین او مېړه یې پل په دې پوره اونۍ کې تر هغو چې کولای شول جاناتان خوځیدو ته نه پرېښود. د کوچني حالت ښه برېښېده. مور او پلار آرامه شول. دوی په دې جوړ نه راتلل چې په تېره مېاشت پلان کړي سفر ته ولاړ شي که نه؟
ګاونډۍ میرمنې جکي ساندرز، هغوی وهڅول چې ولاړ شي او جاناتان به د هغوی په کور کې د هغې له لور بېل او کارول سره پاتې شي.
الین او پل د ګاونډۍ له ډاډګیرنو سره جاناتان د هغوی د اوسېدلو سیمې ته وروست. جاناتان له پلار او مور سره د مخې ښې پر مهال ووېل چې د بېرته راستنېدلو پر مهال هغه ته ډالۍ هېره نه شي.
بله یکشنبه چې الین او پل له سفره بېرته شیکاګو ته راستانه شول؛ نو کوچني زوی پسې تر تلو دمخه یې هغه ډالۍ واخیسته چې جاناتان یې انتظار کاوه. مېړه او ښځه چې د جکي کور ته ورسېدل؛ نو د ګاونډۍ د کور په وره کې کوربه مېړه او ښځې معنادارو کتو هغوی هک او اریان کړل. د جاناتان پلار او مور چې هرڅه هغه میرمن او مېړه وپوښتل اصلي ځواب یې نه شو ترلاسه کولای. دواړه نه پوهېدل چې په زوی یې «جاناتان» څه راغلي. په پای کې میرمن الین وارخطا شوه او چغه یې له خولې راووته:
«خدایه! خدایه...جکی، فرانکه، دلته څه خبره شوې؟»
ښاغلي فرانک ووېل ښه ده چې په خپله یې ووینې. میرمن جکي د خپل مېړه خبره د سر په خوځولو تایید کړه.
«جاناتانه! ته کولای شي راووځې؟»
همدا چې میرمن جکي جاناتان ته ورغږ کړل، هغه خونې ته راغی او الین د هغه په لیدلو سره پوه شوه چې څه پېښ شوي دي! جاناتان په پوره دقت؛ خو پرته له هېڅ راز علاقې پلار او مور ته وکتل، ورپسې یې مخ میرمن جکي ته واړاوه او د لویانو په شان یې ووېل:
«بلې، میرمن ساندرز تاسو ما ته غږ وکړ؟»
جکي بې خونده موسکا وکړه او ویې وېل:
«جاناتانه! پلار او مور دې راغلي دي، ته هغوی نه ګورې؟»
د جاناتان د سترګو او بڼې په حالت کې د خپل مور او پلار د پېژندلو ډېره کوچنۍ نښه هم راښکاره نه شوه.
هغه الین او پل ته لنډ وکتل او ویې وېل:
«زما پلار او مور؟ دا دوه تنه؟ څه عجیبې خبرې کوﺉ! خواشینی یم...خو، خو په ډاډ سره چې هغوی نه پېژنم»
هغه غږ چې د شپږ کلن جاناتان له ستوني راوت، د یوه داسې پنځوس کلن سړي و چې په پوره ادب او امرانه لحن یې خبرې کولې.
ټول هک اریان ودرېدل. د جاناتان له مور او پلار لاره ورکه وه او نه پوهېدل چې څه وکړي، خپل اولاد یې هغوی نه پېژندل!
الین زنګون ولګاوه او د لوبو هغه غټ سپی یې چې جاناتان ته راوړی و، د هغه په لور ور واچاوه:
«ګرانه زویه! تا چې څه غوښتي و ما او پلار دې درته راوړل.»
جاناتان اریان و:
«کلونه کیږي چې زه دا ډول څیزونه نه لرم، زه هغه څه کړم؟ زه خو څه ماشوم نه یم!»
الین بېرته د لوبو سامان په غېږ کې واخیست، له څېرې یې ښکارېدله چې دا حالت نه شي زغملای.
وروسته له دې کوربه میرمنې او ښاغلي د جاناتان پلار او مور ته د کهوی ست وکړ او ولاړل چې په دې اړه ورسره جلا وغږېږي. میرمن جکي ووېل:
«جاناتانه، کولای شم له تاسو وغواړم چې کارول ته ورشې او پام پرې وکړﺉ»
جاناتان د لویانو په څېر ووېل: میرمنې زه له دې کاره خوشحالیږم، کوچنیان تل پر ما ګران وو.»
دغه شپږکلن کوچني هلک چې د پنځوس کلن سړي غږ یې له خولې وېست او همغسې چلند یې کاوه، د بل ماشوم په لور ولاړه. وروسته هغه مهال چې ټول د پخلنځي د میز خواوشا ناست وو، میرمن جکي را یاده کړه چې د دوی کور ته د جاناتان له سپارلو سره سم، هغه په خپل چلند کې داسې بدلون وښود چې هغه او مېړه یې فرانک، هک اریان شول.
فرانک ووېل:
«وروسته له څو ساعتونو چې هغه د لویانو په څېر راته وغږېد، وغږېد...زما پام شو چې نور نو باید له هغه سره د یوه ماشوم په څېر چلند ونه کړم. موږ پوه شو چې له یوه بالغ وګړي سره مخ یو. تېره شپه هغه د سوداګرۍ د چارو په اړه دومره په لوړه کچه پوهه غږېده چې ناشونې ده یو کوچنی دې وغږېږي.
جکي یې د مېړه په خبرو کې ور ولوېده او ویې وېل:
«البته داسې هم نه ده چې تل دې هغه د لویو سړيانو په څېر وي. کله ناکله یې حالت ښه وي، منظور مې دادی چې بېرته هماغه کوچنی جاناتان شي؛ خو ځینې وختونه بیا له سړي سره د انګلیسي نجیب زاده ګانو په څېر رسمي چلند کوي.»
وروسته بیا هغه مهال چې پلار او مور په جاناتان پسې بلې خونې ته ورغلل، زوی یې په خوشحالۍ سره نارې کړې:
«مورې! پلاره! تاسو څه مهال را ستانه شوﺉ؟»
ورپسې یې د هغوی په لور ورمنډه کړه د هغوی غېږې ته ورغی.
«زما لپاره ډالۍ مو څه کړه؟!»
پلار او مور ددغه شپږ کلن کوچني هلک دا ډول چلندونو ته هک پک پاتې و. څو شېبې دمخه هغه د پنځوس کلن سړي په څېر خبرې او حرکتونه کول. مور اریانه وه چې د لوبو سپی ور وښیي که نه؟ په پای کې یې ورته ووېل:
«واخله! دا هم ستا غوښتې ډالۍ!»
جاناتان په خوشحالۍ چغه کړه:
«اوه، لویه خدایه! څومره ښه ډالۍ یې راوړې. مورې مننه کوم. پلاره مننه کوم. کاروله، دا هماغه څه و چې ما ورڅخه غوښتي و.»
دا شپه هم تېره شوه. په سبا یې مور او پلار جاناتان ډاکتر «هولتن» ته وروست. ډاکتر هولتن له جاناتان سره د خبرو پرمهال، ځان له یوه ښاغلي او مودبه انګلیسي سره مخامخ ولید. ډاکتر له څو دقیقو خبرو وروسته خپل نظر څرګند کړ:
«بې سارې ده!»
الین او مېړه یې د خپل ماشوم په وضعیت کې دې ډول بدلون سخت ناکراره کړي وو، له ډاکتر هولتن سره د خبرو په ترڅ کې یې وپوښتل:
«څوک او څنګه زما د زوی له جسم څخه خبرې کوي؟»
ډاکتر هولتن ووېل چې دا ځواب به له ماشوم سره د پوښتنو کولو له لارې پیدا کړي؛ خو مخکې له دې چې هغه له جاناتان څخه څه وپوښتي، دغه ماشوم ځان داسې بدل کړې و چې هېڅ د منلو وړه نه و. په دې مهال هغه د ماشوم یا یوه مودبه انګلیسي سړي پرځای په یوه ښځه بدل شوی و. کټ مټ یې د یوې داسې ښځې غږ وېست چې ډاکتر هولتن له دمخه پېژندله.
له مور او پلاره ددې لاره ورکه شوې وه چې ماشوم څنګه د یوې پخې ښځې په شان غږیږي. د ډاکتر هولتن څېرې هم رنګ بدل کړې و، هغه مور او پلار ګوښې ته کړل او ورته ویې وېل:
«دا زما د یوې ناروغې «اوپال فن ویک» غږ دی. هغه داسې چارو ته اشاره کوي چې یوازې میرمن فن ویک ورباندې پوهېدله. ډاکتر هولتن مور او پلار ته روښانه کړه چې هغه میرمن څو اونۍ دمخه په یوه اورلګېدنه کې، د سوځېدلو له لامله مړه شوې.
هغه روح چې د جاناتان په کالبوت کې کور نیولی و، د هغوی خبرې واورېدې او د هغه رنځ او درد په اړه وغږېد چې په اور کې د سوځېدلو له لامله ورپېښ شوی و.
له دې حالت سره مور او پلار نیږدې وو چې بې هوښه شي. ډاکتر سړې اوبه د مېړه او ښځې لپاره راوغوښتې او بیا یې هغوی په څوکیو کښېنول او ورته ویې وېل:
«زه نه شم کولای په جاناتان کې کومه ځانګړې جسمي ناروغي په ګوته کړم...زه چې ګورم دلته یوه نه پېژندل شوې رواني ناروغي لیدل کیږي...زما وړاندیز دادی چې جاناتان یوه بل داسې چا ته چې پیریان وېستلی شي، ورولئ.»
د جاناتان پلار په قهر او غوسې سره ډاکتر ته ووېل:
«بس کړه ډاکتره!...دا خو څه منځنۍ پېړۍ نه ده...بیا ته خو یو روڼاندی وګړی یې؛ ستا یې په کوډو او ارواوو څه؟»
څو شېبې ټول غلي وو، بیا الین له ډاکتر څخه وپوښتل چې ولې چوپ یې؟...زموږ په ماشوم څه شوي؟ او ډاکتر ورو، ورو او په پخو ټکو ورته ووېل:
«زه په دې باور یم چې جاناتان د مړو د ارواوو تر یرغل لاندې راغلی.»
د ماشوم پلار پل له خپله ځایه راولاړ شو او ویې وېل:
«الین، راځه چې ولاړ شو. دا ۱۹۶۰کال دی؛ نه ۱۶۹۰کال!
د روح د سفر د لرغونې پوهې استاذان په خپلو زده کړو کې دا وایي چې د ځینو وګړو ارواوې هغه مهال چې له کالبوت څخه ووځي، په غیر مادي طبقو کې خپل ځای نه مومي، او دا ډول بې کوره ارواوې سرګردانې ګرځي او د یوه داسې چا په لټه کې کیږي چې د بدن ساتونکې هاله یې کمزورې وي او بیا سرګردانه اروا د داسې ناروغو او معیوبو وګړو کالبوتونو ته ننوځي.
داسې ارواوې هم شته چې پر دې باور نه کوي، چې د هغوی مادي او فزیکي ژوند نور ختم شوی، تر هغه مهاله چې دا ډول ارواوې د یوه معنوي استاذ له خوا په دې خبرې نه شي چې نور ېې مادي ژوند ختم شوی؛ نو هغوی د ژوند غوره کولو لپاره د بل کالبوت په لټه کې وي.
دلته د ډاکتر هولتن خبرې د جاناتان پلار ته د منلو وړ نه وې. ډاکتر ورته ووېل چې دا خبره د طب د علم او لوېدیځوالو له تجربي ذهن او دا شان د کلیسا د کشیشانو له نظره ناسمه ده؛ خو زه له پنځلسو کلونو را په دې خوا له یوې لویې ډلې ډاکترانو او څېړونکو سره کار کوم چې د هغوی په نظر بشر او د بشر ذهن له مادي څیزونو جلا یو بل ډول څیز دی. ډاکتر هولتن اعتراف کوي چې دغه پدیده د جسم په اړه د بشري علم او پوهې پرخلاف ده. د ډاکتر هولتن په نظر:
«موږ پوهېږو چې له پنځو حواسو پرته بل داسې څه هم شته، چې پر موږ اغېز کوي. وګړي کولای شي له ډېر واټن سره سره؛ پرته له هېڅ راز فزیکي اړیکې؛ له یو بل سره اړیکې ونیسي او دا شان ژوندي وګړي له مړو وګړو سره هم اړیکې نیسي.»
له ډېرو خبرو وروسته ډاکتر هولتن الن او پل ته وړاندیز وکړ چې زه تاسو ته د «دیانا وېلیس» په نامه د یوې ښځې پته درکوم چې ویې ګورﺉ. او زه نور څه په دې اړه نه شم کولای.
په هغه شپه الن او مېړه یې پل ډېر مهال د خوړنتون د میز څټ ته کښېناستل او اوږد ځنډ یې د ډاکتر هولتن د وړاندیز په اړه خبرې سره وکړې. پل چې یو عاقل نارینه و د ډاکتر هولتن پر وړاندیز ملنډې وهلې؛ خو میرمنې یې وروستی هغه قانع کړ چې هغې ښځې ته په ورتللو سره څه له لاسه نه ورکوي.
د بلې ورځې په سهار یې د دیانا وېلیس دفتر ته زنګ وواهه او په دې پوه شول چې پر هغې دومره بیروبار دی چې تر دوو اونیو جاناتان نشي لیدلای.
په دومره وخت کې د جاناتان د خبرو او چلندونو بدلیدل رابدلیدل له انتظار څخه بیخې بهر و. له دې وروسته انګلیسي شهزاده او هغه میرمن چې د سوځېدلو له لامله مړه شوي وه، جاناتان ته رانغلل؛ خو پرځای یې څو بېلابېلې ارواوې د هغه بدن ته ننوتلې او وغږېدلې. څو ارواوو دا کار څو څو ځله تکرار کړ. او مخکې تر دې چې جاناتان ددغو شریرو ارواوو له شر څخه ځان خلاص کړي، د را روانو شپږو مېاشتو په ترڅ کې، د څلویښتو په خواوشا کې ارواوو د هغه له کالبوت څخه خبرې وکړې.
په دغو دوو اونیو کې چې د جاناتان مور او پلار د میرمن دیانا وېلیس لیدلو ته انتظار وو، هغوی ټولې پېښې ثبتولې. هغوی دې پایلې ته ورسېدل چې ډېرې هغه ارواوې چې د جاناتان په کالبوت ننوتلې او خبرې یې کولې، داسې وګړي وو چې په همدې نیږدې وختونو کې د ټرافیکي پېښو او یا ځان¬وژنې له لامله مړه شوي وو.
ددغو تجربو په ورځو شپو کې جاناتان موټر کې له سپرېدلو سخت وېرېده. او د خونړیو ټرافیکي پېښو په اړه به د هغه له خولې داسې توضیحات وړاندې کېدل چې د پلار او مور پر بدنونو به وېښته را لک شول. له دې سره، سره جاناتان دا مهال د وړاندوینې وس موندلی و.
جاناتان یوه ورځ ناڅاپه په چغو پېل وکړ:
«هغوی ډوبیږي. یو څوک دې هغوی وژغوري. د هغوی بېړۍ ړنګه شوې ده. هغوی د ډوبېدلو په حال کې دي.»
مور او پلار په سختۍ سره په دې ورځې خپل زوی آرام کړ؛ خو سبا ورځ چې پل د فلوریدا یوه سیمه ییزه ورځپاڼه واخیسته؛ نو په لومړي مخ یې ولوستل چې یوه بېړۍ ډوبه شوې او له دې سره هغه پوه شو چې جاناتان د همدې پېښې وړاندوینه کوله.
په پای کې د میرمن دیانا وېلیس د لیدلو مهال راورسېد. وروسته بیا میرمن الین، میرمن جکي ساندرز ته کیسه کوله چې:
«دیانا وېلیس د جاناتان په لیدلو سره ووېل: کومه مغزي ضربه چې دغه ماشوم لیدلې، پر هغه یې ډېره ناوړه اغېزه پرې ایښې. داسې ده لکه یو څیز چې له خپله اصلي ځایه لېرې شي. د هغه کالبوت د ارواوو لپاره د یوې پرانیستې دروازې په څېر شوی.»
پل راندکوییست وپوښتل:
«ستاسو نظر دادی چې زموږ زوی د مړو وګړو د ارواوو لپاره یوه لار او ور ګرځېدلی؟»
«هو، همداسې ده. په تېره بیا د هغو وګړو د ارواوو لپاره چې په دې نیږدې وختونو کې مړه شوي او لا تردې مهاله د خپلې مړینې د پېښې په اړه نه پوهېږي. دغه زورېدلې ارواوې جاناتان د ځان لپاره یوه دروازه ګڼي او د هغه له لارې غواړي مادي نړۍ ته بېرته راستانه شي. ډېرو دغو ارواوو دردونکی مرګ تجربه کړې او لا نه پوهېږي چې هغوی نور له مادي دنیا څخه تللي او کور باید بل ځای ولټوي.»
ددغې روحي واسطې «دیانا وېلیس» طریقه دا ډول وه چې له دغو سرګردانه ارواوو سره د مخامخ کېدلو لپاره به یې ځان په یوه خاموشانه خلسه کې ایساراوه او پر دې حال به یې هغه ارواوې چې د جاناتان په کالبوت کې ننوتې وې، حضور موندلو ته هڅولې او چې را پیدا به شوې بیا به یې هغوی قانع کولې چې د فزیکي مړینې له لامله یې خپل جسمونه له لاسه ورکړي او دا غوره کار نه دی چې ددغه واړه ماشوم کالبوت ته ننوځي او د هغه د بدن له لارې وغواړي ځانونه په ځمکه کې مېشت کړي.
پل او الین به د دیانا وېلیس خبرو او کړو وړو ته هک اریان وو. میرمن وېلیس به زیاتره ارواوې قانع کولې چې پرته له ځنډه د ماشوم کالبوت خوشې کړي.
په لومړۍ کتنه کې میرمن دیانا وېلیس مور او پلار ته ووېل چې د ماشوم کالبوت ته د ننوتلو دروازه لا پرانیستې ده او نه پوهېږي چې څه وخت به د پردیو ارواوو په وړاندې وتړل شي. له مور او پلار څخه لاره ورکه وه چې د خپل ماشوم لپاره څه وکړي.
د روح د سفر لرغونې پوهې استاذان ددې زده کړه ورکوي چې د هر وګړي د سر پورتنۍ برخه (ښایي هغه ځای چې د ماشومتوب پرمهال نرم وي یا د تالو سر) داسې کړکۍ ده چې که یو ماشوم د اصیل استاذ تر روزنې او ساتنې لاندې وي؛ نو کولای شي د روح د سفر ستر هنر زده کړي او له ماشومتوبه په ډېرې آسانۍ سره وکولای شي نا اشنا اقلیمونه او خدایي ځمکې تجربه کړي. ددغې پوهې استاذان ددې وس لري چې د شاګرد پوره مراقبت وکړي او هغه د نورو ارواوو له هر راز تېري او د هغه بدن ته د پردۍ شریرې اروا له ننوتلو وساتي؛ خو دلته داسې بریښي چې ددې معنوي راز په اړه نه د ماشوم جاناتان پلار او مور او نه دغه درملګره میرمن دیاناوېلیس، څه اګاهانه پوهه نه لري.
هغه مهال چې دیاناوېلیس، الین او پل ته ووېل چې د جاناتان د سر دروازه همغسې پرانستې ده او زه نه پوهېږم چې څومره وخت وروسته به وتړل شي. له دې سره میرمن الین د بېوسۍ چغه وکړه:
«ستا مقصد دادی چې زوی به مو د تل لپاره همداسې پاتې شي...موږ به له دې کاره لیوني شو.»
درملګرې میرمن د ماشوم پلار او مور ته ووېل چې:
«هغه مهال چې ستاسو زوی د یوې مرګنۍ او دردونکې پېښې سیمې ته نیږدې وي، د هغه فکر د مقناطیس په ډول د هغو موجوداتو ارواوې د ځان په لور را کاږي؛ کوم چې د خپلې مړینې د سیمې له پاسه راتاویږي، او دې ته انتظار دي چې څوک ورته داسې بلنه وکړي. دغو پردیو ارواوو خپله لاره ورکه کړې، هغوی یوازې دي او په دردمن حالت اریانې دي چې څه وکړي؟ هغوی دا نشي درک کولای چې مړه شوي دي. نو هغه مهال چې نشي کولای څوک په خپل شتوالي خبر کړي، بیا ناهیلي کیږي. ځکه نو دا سرګردانه ارواوې له هغه موقعیت څخه چې جاناتان یې ورته برابروي، خوشحالیږي او د هغه وړاندیز په خلاصو ټنډو مني.
ددې غونډې په پای کې درمانګرې دیاناوېلیس د جاناتان پلار او مور ته ووېل چې ناروغ په دوامداره توګه هغې ته ورولي او هغه به هڅه وکړي چې د لوړو طبقو په لور د ارواو لارښوونه وکړي.
د راندکوېست کورنۍ په راوروسته شپږو مېاشتو کې په منظمه توګه جاناتان، دیاناوېلیس ته وروست. په هرځل به وېلیس هڅه کوله پردۍ ارواوې د جاناتان له کالبوت څخه وباسي.
په پای کې یوه شپه میرمن دیاناوېلیس، میرمن الین او ښاغلي پل راندکوېست ته دا زیری ورکړ، چې نور نو د جاناتان د سر دروازه تړل شوې او بله اروا نه شي کولای د هغه بدن ته ننوځي. په پای کې دیاناوېلیس د جاناتان مور او پلار ته دا وصیت وکړ چې له دې وروسته پر هغه پام وساتي. او دا ماشوم اوس ددې وس لري چې روحي واسطه شي.
«روحي واسطه» هغه نومونه ده چې د میدتیشن پیروان یې کاروي. د میدیتشن پیروان ددې دعوا لري چې روح حاضرولای شي. خو معاصر ژوندی عرفان دا ډول کړه وړه ردوي. ددغه عرفان له مخې روح یو خپلواک اګاه واحد دی چې باید د بل هرچا له تېري او اغېزو آزاد واوسي او د خپلې معنوي ودې پوړۍ باید په خپله ووهي. ددې وېره شته چې میدیتیشن په یوه تجارتي چاره او د ګټې وټې په یوه کاروبار واوړي. او بیا دلته ده چې کوډې او د بل هر وګړي پر شخصي قلمرو تېری رامنځ ته کیږي او یو معنوي قابلیت د تورو کوډو په لومو کې نښلي. ځکه نو د روح احضارول ددې پرځای چې یو سوچه معنوي کاروي، ښايي د کوډو او یوه ازاد وګړي ایلولو لپاره یو بل نوم وي.
|
|
|