کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

لومړی فصل

 

 

دویم فصل

 

 

دریم فصل

 

 

څلورم فصل
 

 

پنځم فصل
 

 

شپږم فصل
 

 

اووم فصل
 

 

اتم فصل
 

 
 
   

د غږ او رڼا سپرغۍ
(مړینې ته څېرمه حالت کې د ماشومانو تجربې) 

پښتو ژباړه او سمونې: محمد انور وفا سمندر
     

 
 


نهم فصل

پرښته یې ولیده چې د هغه روغتیا لپاره دعا کوي

(استیوکاست) نیږدې د اتلسو کلونو و چې پلار او مور په نهه کلنۍ کې، د شري په ناروغۍ د اخته کېدلو له امله، د هغه د مرګني حالت راز ورته ووایه. استیو په خپله وایي:
«دا هغه مهال و چې د نه باور وړ هر راز تجربې زما په ژوند کې جلا او ځانله مفهوم درلود. په دې ښه پوهېږم چې په هغه شپه لوی خطر را باندې تېر شو. دا ځکه چې کله را ويښ شوم د خپل تخت له څنګه مې یوه پرښته ولیده چې دعا یې راته کوله.»
استیو نن ورځ د اوه پنځوسو کلونو دی. هغه د پانګونې د برخې یو بریالی سلاکار دی. استیو سانفرانسیسکو سره نیږدې ژوند کوي؛ خو په اوکلاهما ایالت کې د خپل کوچنیوالي خاطره ښه پوره په زړه لري. په تېره بیا د هغې شپې چې دی په مرګ ناروغ و او پرښته یې د تخت له څنګه لاس په دعا وه:
«هغه مهال موږ د اوکلاهما د ختیځې برخې په یوه واړه کلي کې ژوند کاوه. په یاد مې راځي کله چې له ښوونځي څخه د کور په لور را تلم، د سرګنګسۍ او سستۍ احساس مې کاوه. ګومان کوم د ډاکتر تر راتللو دمخه څو ورځې زه بېهوښه وم. هغه مهال باید په ډاکتر پسې نورو ځایونو ته تللې وای.
د ۱۹۴۰کال نیمایي وه او د ناروغیو د درملنې لپاره پنسلین ډېر کارېدل. سره له دې چې راز راز پیچکارۍ یې ماته راولګولې؛ خو درملو پر ما هېڅ اغېز نه کاوه او په حالت کې مې څه بدلون نه راته.»
هغه مهال استیو په یوازېني څیز چې پوهېده دا وه چې د روغېدلو نه دی.
هغه بیا پوه شو چې ناروغۍ یې په ټول بدن کې ریښې غځولي او ډاکتر باید د هغه پلار او مور تر دې بدترو حالاتو راتلو ته چمتو کړي.
«یوه شپه په پوره هوښیارۍ له خوبه راپاڅېدم. یوه اونۍ کېده چې داسې نه و شوي. دیوالي ساعت ته مې وکتل. نیمه شپه وه.
همداسې چې بې حرکته په تخت پروت وم، فکر ته مې راغلل چې آیا ښه به شم؟ د یوې شېبې لپاره د مړینې حالت را تر نظره شو؛ خو ما دا فکر له ځانه لیرې کړ. پوهېدم مور مې نه پرېږدي زه ومرم.
د خدای په باره کې په فکر کولو شوم؛ خو زړه مې خپه شو، ما له ځان سره ووېل هغه خدای چې دا ټول عالم او مخلوقات ورله غاړې دي، او هر شي ته باید نظم او ترتیب ورکړي، چېرې د ما فکر کوي او چېرې به هغه زما د ناروغۍ په فکر کې وي؟ هغه مهال اندېښمن شوم، چې ښایي دومره ګناهګاروم چې خدای نه غواړي ما روغ کړي. په ذهن کې مې راوړل چې زه د خدای ځینو نورو مخلوقاتو په وړاندې څومره په زړه سخت او بې رحمه وم.
ما به له طبعیت او علومو سره د زیاتې علاقې له مخې کور ته څېرمه له نیږدې ویالې څخه ګڼ شمېر خځندې، واړه کبان، چونګښې او نور ژوندي کوچني موجودات راټولول او د یوه سطل یا کوتۍ دننه مې اچول او څارل مې چې تر څه مهاله کولای شي همداسې ژوندي پاتې شي.
خځندې به مې را نیولې او په بوتل کې مې اچولې چې له حرکته وغورځي. وروسته مې د هغوی په ځان کې ستنې منډلې او د یوې پاڼې له پاسه مې ځیل کولې او بیا مې هره اونۍ د بازار په ورځ نندارې ته ایښوولې. دا مهال چې په داسې یوه نیمه شپه کې د تخت د پاسه بې حرکته پروت وم، له خدای څخه مې د هغه د مخلوقاتو په وړاندې د بې احترامۍ له امله بخشش غوښت.
ما ځان محاکمه کړ، ځکه چې دغه موجودات ټول خدای خلق کړي وو، سربېره پردې که وغواړو موضوع یو څه راوسپړو، آیا ما کولای شول خپل ازمېښت له دغو خځندو پر غټو موجوداتو هم تر سره کړم؟
له دې ټولو سره سره څوک پوهېږي، زه ښایي د خدای له نظره له یوه میاشي هم ناڅیزه وم.»
استیو په یاد راوړي، په هغه له غم او درده ډک حالت کې مور ته د غږ کولو په چرت کې شو:
«غوښتل مې مور ته غږ وکړم؛ خو وېرېدم چې په خپلې چغې او نارې سره د هغې نه پېژندلې بلا، چې د کور د چت تر آهنپوش لاندې ژوند کوي، پام را وانه وړي! دا راته سل په سلو کې په ډاګه وه، چې هغه شی زما د خونې له پاسه، تر آهنپوش لاندې خځلو کې ژوند کوي. ځینې شپې ډاډمن وم، چې د هغې د ګامونو غږ چې په زینه را کوزېږي، اورم. ما ګڼله چې هغه دلته او هلته لږ لږ ودریږي، ترڅو په ټول کور کې ښه بلده شي. او بیا همغسې ځي تر ځمکې لاندې ننوځي.
زه همغسې بې حرکته د تخت د پاسه غځېدلی وم، او د هغه شي په بد انتظار کې مې زړه درب درب کاوه. ښه پوهېدم چې د پورته کېدلو او هغې بلا سره د مقابلې کولو وس نه لرم. په هغه شپه زما د پلار له غږه پرته چې د څنګ په خونه کې په خوب کې خرېده؛ ما د بل هېڅ شي غږ نه اورېده.»
استیو ناڅاپه د کانګو او بې هوښۍ احساس وکړ. په سترګو یې تور راغلل او داسې یې احساس کړه چې د سر کوپړۍ یې له تاوده، سره ریګ او شګو ډکه شوې.
«یوه لنډه موده مې داسې تجربه کړه، لکه ناروغي مې چې د لنډ وخت لپاره له بدن څخه دباندې وتې وي...څو شېبې وروسته مې داسې درک کړه چې ټوله ناروغي مې له کینې او غچ اخیستلو را پیدا شوې.»
په دې وخت کې د استیو پام د خپل تخت په کوزه برخه کې کمرنګه او نرم آبي نور ته ور اوړي.
د اکنکار یا د روح د سفر لرغونې پوهې له مخې آبي نور د اک یا ژوندي کلام د دروني استاذ د راتللو نښانه ده. دروني استاذ زیاتره وخت په داسې بڼه او څېره را څرګندیږي، چې په تجربه کې شامل وګړي ته اشنا او د هغه له باوري تعلیماتو سره برابر وي. او د دروني استاذ یا آبي نور استاذ را څرګندېدل د دغې پوهې له مخې لوی برکت دی. ستیو زیاتوي:
«هماغسې چې دغه آبي نور ما لیده، تر نظره مې شول چې په یوه بڼه بدلېږي. هغه د یوې داسې پرښتې په بڼه بدل شو چې زنګون یې لګولی و او دعا یې کوله...زه هک پک پاتې وم. هغه موجود زما، تخت او نورو فزیکي څیزونو په څېر مادي څېره پیدا کړه. په هغه آبي نور کې مې کولای شول د هغه د څېرې ټولې برخې احساس کړم. ما فکر کاوه، چې ماته یې له غمه ډک خبر راوړی او غواړي ما جنت ته له ځان سره بوځي.»
هغه مهال استیو دې ته چمتو نه و، چې له ژونده ولاړ شي. هغه نه غوښتل له مور او پلار سره له مخه ښې پرته بلې دنیا ته کډه شي. هغه غوښتل پلار او مور ته ور نارې کړي. دا وخت وه چې پام یې شو د پرښتې لاسونه د هغه لپاره په دعا دي.
یو نا اشنا غږ د زمزمې په ډول ور تر غوږو کېده. له دې سره استیو احساس کړه چې ټول بدن یې د څرخېدلو په حال کې دی.
«ټول ځایونه تیارو ونیول، او ما ګومان کاوه چې ړوند شوی یم. وروسته زما پام شو چې هغه ځلانده نور له ما واټن اخلي او لېرې کېږي. او احساس مې کړه چې زه هم د هغه آبي نور په لور ورکښل کیږم. ما ګڼله چې د یوه تونل دننه د لامبو وهلو په څېر وړاندې ځم؛ خو اړ نه یم په هغه لاره کې د نور پر خوا ولاړ شم. دا مهال هغه څه چې ګڼله مې ښایي د پرښتې دعا به وه، زما تر غوږه شوه:
«لویه خدایه دا کوچنی پرېږده چې د ځمکې پرمخ ژوند وکړي. خدایه! هغه له اګاهۍ او معرفت څخه ډک کړه، ترڅو وکولای شي تا ته خدمت وکړي. د حق اوحقیقت لاره هغه ته وښیه. هغه په خپل نور کې ثابت او همیشه وساته. ای د ځمکې او آسمانونو خدایه! ناروغي ددغه هلک له بدن څخه لیرې کړه، چې نوی ژوند پېل کړي.»
پرښته همغسې د دعا په حال کې و، چې زه د هغه له شوکته ډک آبي نور له لوري په څټ ووهل شوم او وروسته بیا ګورم چې د خپل تخت د پاسه یم. ورپسې مې کتل چې هغه آبي موجود بیا زما تخت سره را پیدا شو. هغه ښکلي جنتي موجود راته وخندل او زه پوه شوم چې روغ به شم.
په ژور خوب پرېوتم. په سبا ورځ چې له خوبه راولاړ شوم، په خولو کې جپ جوپ وم. او مور مې له خدایه شکر وښکه چې تبه مې لیرې شوې. زما د بدن تودوخه عادي حالت ته راګرځېدلې وه.»
په سبا ورځ یې استیو وکولای شول کښېني، د سبو سوپ وخوري او راډیو واوري او بله اونۍ هم بېرته ښوونځی پېل کړي. هغه زده کړل چې ټول عمر له خدایه شکر وکړي.










 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۷۰،          سال    هشتم،        جوزا/سرطان   ۱۳۹۱ هجری خورشیدی                    ۱۶ جون ۲۰۱۲ عیسوی