لومړی فصل
دویم فصل
دریم فصل
څلورم فصل
پنځم فصل
شپږم فصل
اووم فصل
اتم فصل
نهم فصل
لسم فصل
یوولسم فصل
دولسم فصل
دیارلسم فصل
څوارلسم فصل
|
|
|
|
د غږ او رڼا سپرغۍ
(مړینې ته څېرمه حالت کې د ماشومانو تجربې)
پښتو ژباړه او سمونې: محمد انور وفا سمندر
|
|
|
پنځلسم فصل
مړینې ته نیږدې تجربې راوروسته اغېزې
بېلابېل څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي دي چې مړینې ته له نیږدې تجربې ټول ژوندي راوتي وګړي، که ماشومان دي او که لویان، د ځانګړو مهارتونو او ځواک څښتنان شوي دي.
د روح د سفر لرغونې پوهه وایي چې د روح سفر بې له معنوي استاذه خطرناک او کله ناکله هم د مړینې او یا هم ذهني- دماغي ناانډولۍ سبب ګرځي. دا هغه څه دي چې اکاډمیکې څانګې ورته لاسرسی نه لري.
د براد ستایګر او شري ستایګر د څېړنو له مخې نه یوازې داچې په طبي چارو کې لګیا وګړي، بلکې هغه وګړي هم چې د ذهني مهارتونو په برخه کې مطالعه کوي، مړینې ته نیږدې تجربې په برخه کې له راز راز پدیدو سره مخ شوي چې بېلګې یې لاندې راوړل کیږي:
ډاکتر اتواتر چې په دې برخه کې یې ډېرې څېړنې کړي دي، څرګندوي له هغو وګړو څخه چې یا د وړاندوینې او د بل وګړي د فکر لوستلو وس لري، یا د خدای او وګړو ترمنځ د ارتباطي لارې په توګه عمل کوي او یا په نورو بڼو د خدای ورکړو قدرتونو خاوندان شوي، د هغوی پنځه اویا سلنه یې په ماشومتوب کې مړینې ته نیږدې تجربه ترسره کړې. دمخه هم اشاره ورته وشوه چې له دې وګړو څخه څلورشپېته سلنه یې ځانګړی قوت موندلی، او له دغو ۶۴ څخه بیا دواتیا سلنه یې له دولس کلنۍ دمخه مړینې ته نیږدې تجربې درلودلې.
لاندې هغه وګړي خپلې کیسې بیانوي چې له دا ډول تجربو څخه یې راز راز اغېزمنتیاوې ترلاسه کړي:
هغه تجربه کوونکې چې پر بریښنایي وسایلو اغېز پرېږدي.
«زه پر بریښنایي وسایلو اغېز پرېباسم. زما شتوالی د تیلفون، جامو وینځلو ماشینونو، میوې ماشین، پروجګتور او د څراغونو په فعالیت کې ګډوډي رامنځ ته کوي. هغه مهال چې موټر چلوم، په موټر کې بريښنایي ستونزې رامنځ ته کیږي.»
نه شم کولای په لاس ساعت وتړم
«په حقیقت کې زما په شتوالي کې هر الکترونکي شی ستونزه مومي. پرته له کوارتز- کریستال څخه بل هېڅ راز ساعت نه شم په لاس تړلی. کمپیوتري ساعتونه خرابیږي. تر دې مهاله مې هر ډول موټر چې درلود، الکترونیکي ستونزې یې پیدا کړي دي. کوم مهال چې د سړکونو او واټونو له غاړې ولاړو څراغونو سره تېریږم، پرته له هېڅ دلیله څراغونه خاموشیږي.»
د ډاکترانو حیرانتیا
«ډاکتران زیاتره مهال زما په اړه خپله حیرانتیا او بې وسي په ډاګه کوي. هغوی نه پوهېږي څه راز زما فزیکي اړتیاوې درمل کړي او دې ته اریان دي چې زه په الکترومقناطیسي دستګاه ګانو باندې څه اغېز پرېباسم. او همدا شان هغه اغېز چې دغه دستګاه ګانې یې پر ما پرېږدي هم د ډاکترانو له پاره د پوهېدلو وړ نه دي.»
د الکتریسیته څپو د اورېدلو وس لرم
«په لس کلنۍ کې مړینې ته نیږدې تجربې له مهاله را په دېخوا ددې وس لرم چې الکتریستې څپې واورم. که چېرې د تلویزیون له مخې تېر شم یا ورته نیږدې شم، د تلویزیون تصویر ړنګیږي. ما تر دې مهال مړینې ته څېرمه څو تجربې تېرې کړي دي.»
د نور، رنګ او صوت په وړاندې بې ساری حساسیت
مړینې ته نیږدې تجربه نه یوازې داچې ددې سبب شوه، چې زه لوړ ځواک ته لاره وموم، ورسره مې فزیکي حواسو هم بشپړ بدلون موندلی او وړتیاوې یې زیاتې شوي دي. زه د نور، صوت، رنګ او د څیزونو د لمس کولو په برخه کې فوق العاده حساسیت لرم. د اورېدلو ځواک مې دومره لوړ شوی چې حتا له ما څخه د دېرشو ثانیو په واټن لوړ غږونه اورم او هغه زما د غوږونو په دننه کې داسې ارتعاش رامنځ ته کوي چې د سخت درد لامل ګرځي. دغه لړزې او له کنتروله وتي ارتعاشات تر څو دقیقو پورې پایښت مومي.»
دننه رازونو لیدل او د زړه الهام
«له هغې ناروغۍ څخه د راوتلو په موقع چې په نهه کلنۍ کې مې درلوده او مړینې ته د نیږدې تجربې لامل شوه، دا ځواک په ما کې پیدا شو چې د راتلونکې پېښو وړاندوینه وکړم.»
د لوړ قلمرو په خپلسر لیکل
«له هماغه مهاله چې په یوولس کلنۍ کې مې مړینې ته نیږدې تجربه لرله، او د هغې له لامله دې پایلې ته ورسېدم چې مړینه شتون نه لري؛ بلکې یوازې د انسان نړۍ بدلېږي؛ بیا تردې مهاله د کاغذ پرمخ د په خپلسر لیکلو له لارې له خپل لارښود روح سره اړیکه لرم. په پېل کې ترلاسه کړي پیغامونه په معمولي پاڼو لیکل کېدل. او له هغه مهاله چې ټیپ کول مې زده کړي دي، په آسانۍ سره د ټیپستۍ د ماشین څټ ته کښېنم او وایم: «ډېر ښه دوستانو!» او په هماغه شېبې کې له لوړ قلمرو څخه تازه فکرونه زما ذهن ته لاره را کوي او د کاغذ پر مخ ټیپ کیږي.»
په لوړه کچه تله پاتي، او د زړه د الهام مهارت
« د څوارلسو کلونو وم، چې په یوه ټرافیکي پېښه کې سخت ټپي شوم او هغه مهال چې له درملنې وروسته له روغتون څخه ووتم، پام مې شو چې د تله پاتي ځواک لرم او کولای شم له نورو سره اړیکې ټینګې کړم. ما په لویه لار د خپل نیکه د مړینې وړاندوینه وکړه چې کټ مټ هماغسې وشول، او کلونه کیږي چې زما کورنۍ د خپلو مذهبي-کلیسايي- باورونو له مخې داسې ګڼي چې زما ځواک شیطاني دی.»
د بل چا د فکر د لوستلو اریانونکی ځواک
«په شپږ کلنۍ کې د روماتېزم د تبې له لامله د مړینې په حال کې وم. له هغه مهاله بیا تر شپاړس کلنۍ پورې په ما کې د بل چا د فکر لوستلو ځواک پیدا شو. تر دې مهاله هم دا ځواک له ما سره شته، د پخوا په پرتله کم شوی؛ خو ددې په بدل کې دا ځواک زما ماشومانو ته ورلېږدېدلی. هغه مهال یې چې هغوی تر څېړنو لاندې ونیول، په ډاګه شوه چې ډېر هوښیار او د زیات فکري ځواک خاوندان دي.»
له هرې فاجعې دمخه شدید سردرد را پېښیږي
هغه مهال چې د سانفرانسیسکو زلزله د پېښیدلو په درشل کې وه، په ما کې ډېر بد احساس را پیدا شو او ټوله ورځ په سخت سردرد اوښتې وم. هر مهال چې کومه لویه بدمرغي یا فاجعه د پېښیدلو په درشل کې وي، له وس په وتي سردرد اخته کیږم. او د پېښې له پای ته رسېدلو دمخه زما سردرد نه ښه کیږي.»
انګلیسي ځمکه پېژندونکی ډاکتر رابرت کروکال، چې مړینې ته نیږدې تجربې په اړه یو څېړونکی هم دی، دې چارې ته اشاره کوي چې بشر په یوه طریقه کولای شي له فزیکي جسم څخه جلا شي، سفر وکړي او بېرته ورته راستون شي.
د ډاکتر کروکال په نظر اثیري جسم هم مادي دی.
«اثیري جسم ډېر ظریف او دقیق دی. او ښایي هغه مافوق جسم ونوموو.»
د اروا د سفر لرغونې پوهه وایي چې هر روح یا هر فرد پنځه کالبوته په واک کې لري. او دلته چې ډاکتر کروکال اثیري کالبوت یو بل مادي، خو ظریف کالبوت یادوي، خبر یې پر ځای ده.
هغه څېړنې چې په پېل کې مړینې ته نیږدې تجربه لرونکو وګړو د «سپینو زرو د مزي» په اړه وشوې، ددې څرګندونکې دي چې روح په یوه ډول نه یو ډول سره له جسم سره اړیکه لري.
نننی عرفان دغه د سپینو زرو یا نقره يي مزی د یوه داسې لطیف مزي یا بند په توګه معرفي کوي چې د فزیکي جسم د مړینې تر مهاله، جسم له روح سره نښلوي. روح کولای شي د خوب له لارې، مراقبې او نورو معنوي تمرینونو پرمهال له کالبوته ووځي، نالیدلي وویني او له نویو تجربو او لوړو پوهو سره جسم ته راستون شي. دغه مهال چې روح کالبوت پرې ایښی وي، د همدغه نقره یي مزي له لارې له کالبوت سره اړیکه لري او کالبوت ځکه ژوندی پاتې کیږي. ثبت شوې تجربې دا ښیي، چې ځینې داسې وګړي او د خدای سړي هم شته چې په ځمکه کې د فعال ژوند په شېبو کې، د روح په توګه له کالبوته وځي او نااشنا ځمکو ته ځي؛ خو په فزیکي ډګر کې یې جسم خپل ټول وظایف په عادي بڼه سرته رسوي.
د سیلوان مالدون په نامه یو امریکايي زده کړېال راپور ورکوي چې ډېر ځله یې داسې یو مزی لیدلی دی چې فزیکي او اثیري جسم سره نښلوي. دغه وینا په یوه شعر کې تصویر شوې او پوهانو دغه خبره ټینګه کړې چې زموږ روحي او فکري وړتیا له جسم څخه د روح د انفصال سبب ګرځي.
«هغه مهال چې آدمي د ابدیت کور ته ځي، او ماتم نیونکي سړکونو ته را ګرځي، نقره يي مزی سستیږي یا لکه د اوبو د زېرمې څرخ چې پرې کیږي. هغه مهال د تل په څېر یو ځل بیا د وګړي کالبوت خاورې کیږي او په هماغه وخت کې روح د خدای په لور چې هغه یې په کالبوت کې پوه کړې، ور ستنیږي.»
د ډاکتر کارول په نظر دغه د سروزرو مزی، د مړینې پرمهال دومره نری کیږي چې نور نو نه شي کولای د ژوند جوهر له ځانه کالبوت ته ولېږدوي.
ډاکتر کروکال د یوه داسې وګړي له خولې چې مړینې ته نیږدې تجربه یې لرله، دا خبره را نقلوي، هغه سړي داسې احساسوله چې غواړي دا مزی را وکاږي، دا ځکه چې نظر ته یې ورتله دا مزي له یو ډېر سخت جنس څخه دی. یوې ښځې بیا ووېل هغه مهال چې د روح په توګه بېرته خپل کالبوت ته را نیږدې کېده، نظر ته یې ورغلل چې دغه مزی لنډ او تر پخوا پرېړ شوی.
د اریزونا د مسای اوسېدونکې نادین پلیسون ددغه مزي مفهوم په یوه شعر کې تصویر کړې. دغه شعر په ۱۹۹۴کال د امګانیوایج په مجله کې چاپ شوی:
«نقره یي مزی ما له ژوند او شتوالي سره تړي.
نقره یي مزی ما ته اجازه راکوي له خپلو حواسو دباندې تجربه ترسره کړم.
له نقره یي مزي جلاکېدل، د جنتي ټاټوبي په لور زما د الوت سبب کیږي.
نقره یي مزی ژوند دی.
نقره یي مزی ابدیت دی.»
د ډاکتر الکساندر کانون په نظر، د انسان اثیري جسم د هغه فزیکي کالبوت را چاپېر کړی دی. کټ مټ لکه د هګۍ پوټکي چې ژیړ او سپین په ځان کې نیولي دي. او دغه دوه جسمونه د نه لیدونکو ارتعاشاتو له لارې په یو بل اړه مومي. دغه ارتعاشات په غیر ارادي توګه د ذهن له مرکزونو عصبي سیستم ته رسیږي. د ډاکتر کانون په نظر اثیري جسم د سروزرو د یوې کاسې او فزیکي جسم د سپینو زرو د مزي په څېر دی.
مډرن عرفان وایي چې فرد ددې ترڅنګ چې پر فزیکي جسم سربېره اثیري کالبوت هم لري او اثیري کالبوت د فزیکي کالبوت په پرتله له یوې ډېرې لطیفې مادې څخه چې په فزیکي سترګو د لیدلو وړ نه دی، جوړ شوی. ددې په خوا کې وایي چې هر فرد یوه ځانګړې ساتونکې هاله یا د وړانګو یو میدان لري چې دده کالبوت یې را چاپېر کړې؛ خو دا نظر د ډاکتر کانون نظر ردوي.
ډاکتر کانون اثیري جسم د نور له یوې وړانګې سره تشبه کوي، چې د نخاع له مخې مخ په کښته ځي؛ خو له فزیکي جسم سره نه دی تړلی. نوموړی اثیري کالبوت په روح پورې تړي او فزیکي کالبوت له غیر ارادي اعصابو جوړ بولي.
د ډاکتر کانون په خبره، ختیځوال له پخوا را هیسې په دې ګروهه دي چې له مړینې درې ورځې وروسته اثیري کالبوت له بدن څخه جلا کیږي او وروسته له کلونو او پېړیو دغه جسم هم مري او د روح په بڼه اوړي.
د اروا د سفر معاصر بنسټګر پال تویچل (Paul Twitchel) د «روح د سفر» په اړه د خپلو څېړنو او موندنو په لړ کې، په ۱۹۶۵کال، د اکنکار لرغونې طریقه په نوې بڼه معرفي کړه. تویچل خپله د ماشومتوب تجربه داسې روښانوي.
هغه مهال چې د پنځو کلونو و، د سږو د پاړسوب له لامله مړینې ته نیږدې شو. ناسکه خور یې د روح د سفر له لارې هغه ته شفا ورکړه. په هغه شپه چې د پال د ژوند وروستۍ شپه ګڼل کېده، خور یې خونې ته راغله او د هغه د تخت له څنګه کښېناسته. ورپسې یې دوه درې ژورې ساه ګانې وکاږلې او ناڅاپه له خپل فزیکي کالبوته بهر شوه. پال وایي:
«هغې زه هم له ځانه سره بوتلم. موږ دواړه د خونې چت سره نیږدې را ځوړند وو. او له پاسه مو هغه وړ ماشوم چې د ناروغۍ پر بستر غځېدلی و، لیده. زما ناسکه خور زما د درملنې لپاره لاس په کار شوه. او زما افکار یې داسې تر اغېز لاندې راوستل چې خپله وغواړم بېرته خپل جسم ته ورستون شم.»
همدا چې پال پوه شو چې ښه شوی دی او پر تخت پروت خاورین بدن یې ځای دی؛ نو کالبوت ته راستنیدلو لپاره یې خپله بې علاقه ګي وښووله. د څه شېبې له پاره یې مخالفت وکړ؛ خو خور یې د مستقیم درک له لارې هغه تر اغېز لاندې راوست، چې بېرته کالبوت ته ستون شي. دا هر څه په یوه دقیقه کې پېښ شوي و. پال تویچل په یاد راوړي هغه مهال چې په هوښ راغی، ناسکه خور او د کورنۍ نور غړي یې ولیدل چې دده د تخت پر خواوشا راټول شوي او د هغه دا ډول ناڅاپي روغېدلو ته هک او اریان دي.
هغه تجربه چې پال په ماشومتوب کې لرله داسې وه؛ لکه د سترو ارواوو لیدلو ته چې تللی او د تبتي کاهنانو تر بېلابېلو زده کړو لاندې چې نیول شوی وي؛ خو دا ټول په یوه شېبه کې و. او دلته په ډاګه کیږي چې د زمان مفهوم نسبي دی. او کیږي چې یو فرد ددې قابلیت تر لاسه کړي چې زمان منبسط یا منقبض کړي.
په ۱۹۶۰کال پال تویچل ومنله چې مړینې ته څېرمه تجربه دومره د حیرانۍ او تعجب وړ چاره نه ده. پال تویچل په هغو آزادو ورکشاپونو کې چې زیاتره زړو، خوابدو، یوازې شویو او متقاعدو نرانو او ښځو به په کې ګډون کاوه؛ د روح د سفر زده کړه او عملي تمرینونه ورکول. ورو ورو د هغه د علاقمندانو شمېر ډېر زیات شو؛ تر دې چې د اکنکار معاصره بڼه په ټوله نړۍ کې د معنویت د تږو او لارویانو د پام وړ وګرځېده او دا مهال په میلیونونو وګړي، دا لاره لولي او په معنوي طبقو کې خالصې معنوي تجربې سرته رسوي.
پال تویچل په دې عقیده و چې هرڅوک پرته له دې چې مړینې ته نیږدې تجربې ته انتظار شي، کولای شي په پوره هوښیارۍ کې، د معنوي تمرینونو له لارې، د روح د سفر تجربه زده او ترسره کړي.
«د اروا له سفر څخه موخه هماغه د خدای تعالی په لور تلل دي او دا کار نه یوازې یوه وګړي او یوه فرد بلکې د هغه نیږدې کسانو ته هم په زړه پورې دی.
باید دا ټکی په یاد ولرو چې د روح سفر یا په بله وینا د روح حرکت یوازې د اروا له طبقې کښته شونی دی. د اروا طبقه چې د پاکو، مجربو، ځانپېژاندو ارواحو لپاره ده، د معنوي طبقو لومړۍ یې ده. او د فزیکي طبقې په لړ کې پنځمه طبقه ده.(د هستۍ په لاندې برخه کې لومړی فزیکي طبقه، بیا اثیري طبقه، له هغه وروسته علي طبقه، ورپسې هم ذهنې او اتري او پورته یې د اروا طبقه راځي) له هغې وروسته موږ د حقیقي ذات په قلمرو کې یو او نور حرکت او سفر ته اړتیا نه شته او روح هم نور نو په زمان او مکان پورې تړلی نه دی. په هغه حال کې روح هم اوسي، هم ویني او هم پوهېږي.
تر هغه مهاله چې د هستۍ د دویمې برخې په لاندنیو طبقو کې یو، نو زمان او مکان هم مفهوم لري او حرکت را ته اړین دی؛ خو چې له ټولو مادي طبقو تېر شو او د روح طبقې ته ورسېدو؛ نو نور زمان او مکان خپله معنا له لاسه ورکوي او حرکت ته نوره اړتیا نه شته. موږ نور نو بیا په پوره هوښیارۍ او ویښتیا کې اوسو او په ټول وس سره د خدای تعالی وجود درک کوو.»
|
|
|