اتم فصل
په شفا ورکوونکې نوراني تورې سره د تبې او حساسیت درملنه
په دې پلمه چې د زېږون پرمهال د لاري ګالویت، د بدن هډوکو سخت ناروغ حالت درلود؛ نو پلار ېې د ددغه ماشوم له مور سره خپل ګډ ژوند ته د پای ټکی کېښود. او دا چاره د هغه د را روانې عصبي ناروغۍ لامل شوه.
«نیږدې د دوو کلونو وم چې پلار مې موږ یوازې پرېښودو. او مور مې د رواني ناروغیو په روغتون کې بستري شوه. زما پالنه نیا او نیکه په غاړه واخیسته. د خدای رحمت و چې زه له عقلي پلوه روغ وم. او نیا له دې امله چې زه یې په خوا کې وم، د خوښۍ احساس کاوه. زه رالویېدم او له خپلو دوستانو او شاوخوا وګړو سره مې د نیا او نیکه غلې غلې خبرې اورېدلې چې وېل یې، زما مور اصلاً ددې حق نه درلود چې اولاد دنیا ته راوړي.»
ددې خبرو په اورېدلو سره لاري په دې باور شوی و چې باید هېڅ نه وای پیدا شوی.
«ډېر ځله د خپل بد جسمي حالت له امله ما د طفیلي ګرۍ احساس کاوه؛ په تېره بیا چې له ښوونځي څخه کور ته له راتللو سره به نیا په نارو شوه «هغه هلکان چې له ښوونځي ناوخته راځي، او یا د خوړو لوښی ښه نه پاکوي، چې په خدای نه دي ګران.» د ما باور نه کېده چې زه په ذاتي توګه د کرکې وړ واوسم. نیکه ډېره پاملرنه نه راته کوله. مګر هغه مهال چې کمربند به یې را خلاص کړ او زه به یې وهلم، بیا خبره بل ډول وه. زما هېڅ باور نه راته چې زه دې د هغه ښه واېسم...ماته ثابته شوې وه چې په خدای زه هېڅ نه یم ګران. داځکه چې ما داسې فکر کاوه؛ که پر خدای ګران وای داسې یې نه ناروغولم. ډېری مهال د سړو وهلو، برونشیت، تبې او نورو ناروغیو له امله ښوونځي ته نه شوم تلای او غیرحاضرېدلم. هر راز وبایي ناروغي چې راتلله، زه یې نیولم.»
هغه مهال چې لاري نهه کلن و، نیکه یې په خوب کې ساه ورکړه او مړ شو. هغه د خپل نیکه وروستی ټوخی او اهونه واورېدل او خجالت و چې ګڼې دا ناروغي له هغه څخه نیکه ته لېږدېدلې او هغه یې وواژه.
په یوولس کلنۍ کې لاري د مرګ پولې ته ورسېد.
«د هغه سینه بغل او نفس تنګۍ له امله چې زیات ژمی او د پسرلي په پېل کې ورباندې اخته وم، زما حال ډېر خراب و. تل مې تبه لرله او یو ځل د لوږې له امله نیږدې و، ومرم. دا ځکه چې له ما سره یو ځای نیا هم ناروغه وه. د موږ دواړو حال دومره خراب و چې د څه شي د خوړلو؛ حتا درملو د خوړلو وس مو نه درلود.»
د سختې تبې، کمزورۍ او د لوږې له لامله ورپېښې بیحالۍ پرمهال و، چې لاري مړینې ته نیږدې تجربه تر سره کړه:
«یوه شپه مې احساس کړه چې له چت سره نیږدې یم. او له پاسه مې پر تخت خپل پروت بدن ولید. په پېل کې ډېر وډار شوم. داسې لکه عقل مې چې پوره له لاسه ورکړې وي او نظر ته مې راغلل چې مړ شوی یم.»
لاري په یاد راوړي چې زیات وخت د خپل بدن د پاسه دا خوا ها خوا تېر را تېر شو.
«اریان وم، چې که مړ شوی یم، نو ولې هغه پرښته یا بل څوک نه شته چې ما د جنت په لور بوځي. وروسته له اوږده ځنډه دا فکر را ته پیدا شو چې خامخا زه نه یم مړ شوی او دا زما رښتینی وجود دی چې له بدن څخه وتلی. ورپسې دا اندېښنه راته پیدا شوه چې بیا هېڅ مهال بدن ته نه شم ورګرځېدلی...ورو ورو مې فکر ته راغله اوس چې جنت ته نه ځم، نو خامخا دوزخ همدلته نیږدې د خونې له چت سره دی. که څه هم چې خبرې مې نه شوای کولای او غږ مې نه وت، خو داسې مې احساس کړه چې په ځان کې دننه ژاړم او مرسته غواړم...ناڅاپه مې له خوا سره د یوه پیاوړي سړي لوی تصویر چې د آبي، سپین او بنفش رنګونو په څېر ځلېده، را پیدا شو. په ښي لاس کې یې تورې ته ورته څه شی و. هغه مهال چې هغه په خبرو پېل وکړ؛ خبرې یې دومره له جذبې ډکې وې، چې زه لړزې واخیستم. سم نه پوهېږم چې څه یې ووېل؛ خو مهم ټکی دا و، چې زه باید د حقارت او ځان کم ګڼلو عقده، چې د مرګ پولې ته یې رسولی وم، له
ځانه لیرې کړم. همدا شان هغه ناروغي اوحساسیت چې زما ځواني یې مړاوې کړې وه، باید له ځانه لیرې کړم. ورپسې مې داسې تر نظره شول؛ لکه په خپلې تورې سره یې چې پر ما یرغل راوړی وي. داسې مې احساسوله؛ لکه توره یې چې زما له ټولې تنې تېره کړې وي. خو هغه داسې توره نه وه چې ما ژوبل کړي. تورې نه یوازې دا چې هېڅ زه ژوبل نه کړم؛ بلکې بدن ته مې د بریښنا په ډول یو ټکان ورکړ او له دې سره زه له بیساري ځواک څخه ډک شوم.
یوازېني څه مې چې له هغې وروسته یاد ته راځي دا و، چې خپل تخت ته راوګرځېدم. ما د سختې لوږې احساس کاوه.»
لاري په یاد راوړي چې په بې حاله وضعیت د پخلنځي په لور ولاړ او ځانته یې لږ ورېځې پخې کړې.
«ولې مې دا کار وکړ، خپله یې هم په دلیل نه پوهېږم. په داسې حال کې تیار چمتو خواړه هم کور کې و. ورېځې مې له کوچو او لږ شودو او بورې سره وخوړلې او یو ځل مې داسې احساس کړه چې حال مې ډېر ښه دی.»
لاري ګالویت لیکوالانو ته وېلي چې تر زړښته یې هغه له شوکته ډک نوراني مخلوقات لیدل. هغه وایي چې هېڅ شی ورته دومره له لذته ډک نه و؛ لکه هغه شفا ورکوونکې توره یې چې پیدا کړه...لاري روغ رمټ شو. لاري له راز راز حساسیتونو او سختو تبو راووت او له هغه مهاله را په دې خوا کله کله، له هغه ښکلي موجود سره چې د سپین، آبي او بنفش نور وړانګې ترې خوریږي، مخامخ کیږي.
د روح سفر له دغې تجربې ډېره موده وروسته لاري په ډاګه کړه چې پټو او نا اشنا څیزونو او فکرونو لیدلو او د پېښو مخکې له مخکې وړاندوینې ځواک یې ترلاسه کړې. لاري په خپله وایي:
«زه اوس د څلویښتو کلونو یم. او کله نا کله داسې پیغامونه؛ چې ډاډمن یم هماغه معنوي موجودات یې رالېږي؛ ترلاسه کوم. هغوی ماته وایي چې د خپل ژوند د لاښه کولو لپاره باید څه وکړم. یا دا چې له اړو وګړو سره څه ډول مرسته وکړم. کله هم چې لاره رانه ورکه وي او په غلطو لارو روان وم، هغوی اخطار را کوي، چې که همداسې نور هم دوام ورکړم، څه ډول برخلیک به ځان ته جوړ کړم!»
|