کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

لومړی فصل

 

 

دویم فصل

 

 

دریم فصل

 

 

څلورم فصل
 

 

پنځم فصل
 

 

شپږم فصل
 

 

اووم فصل
 

 

اتم فصل
 

نهم فصل

 

 

 
 
   

د غږ او رڼا سپرغۍ
(مړینې ته څېرمه حالت کې د ماشومانو تجربې) 

پښتو ژباړه او سمونې: محمد انور وفا سمندر
     

 
 


لسم فصل

اثیري دوستانو یې هغه د ماشومانو جنت ته بوته

د نیوجرسي هستوګن پنځه پنځوس کلن (پیترفادن) د یوولس کلنۍ عمر په ترڅ کې، د رومانتېزم او مړینې ته نیږدې تجربې په اړه خپل معلومات له موږ سره شریک کړل. او ویې وېل، هغه مهال چې د بدن د تودخې درجه یې په بېړې سره لوړه شوې وه، داسې یې احساس کړه چې په یوه مبهم خوب کې خپل ژوند له نظره تېروي.
«څرګنده ده چې په یوولس کلنۍ کې څوک زیاتې خاطرې نه لري. دومره عمر مې لا نه وه کړې چې ژوند مې له پېښو ډک وي. مړینې ته په دغه نیږدې تجربه کې ما د خپل زېږون د ورځو میلمستیاوې، کریسمس جشنونه او له پلار سره د توپ کولو د لوبې صحنې بیا له سره ولیدې. خامخا ما ددې صحنو د لیدلو پر مهال په لوړه خبرې کړي، ځکه چې مور مې په دې ګومان چې پرته غږېږم، زما مشره خور جسي لېږلې و، چې ډاکتر خبر کړي. پلار مې د دندې په خاطر کوریا هېواد ته سفر کړې و او مور مې په یوازې ځان دومره وس نه درلود چې داسې دروند غم په اوږو واخلي.»
هغه مهال چې پیتر خپل تېر ژوند له نظره تېراوه، دوه نا اشنا څېرې خونې ته راننوتې.
«ناڅاپه یوه راهبه او یو کشیش را پیدا شول. داسې مې وګڼله چې مور مې کشیش خبر کړې چې وروستي مذهبي مراسم راته ونیسي. هغه مهال مې چې ووېل خپل تخت سره کشیش او راهبه ګورم؛ نو له مور مې لاره ورکه شوه. جسي راننوته مور یې په غېږ کې ونیوه او مور چغې کړې: هغه مري. د ما خوږ زوی د مړینې په حال کې دی.
ورپسې زما مخې سره هرڅه تیاره او بې رنګه شول.»
هغه څه چې وروسته پیتر په یاد راوړل داسې وه لکه روغتون ته ورته ځای کې یې چې سترګې را لوڅې کړې وي.
«هغه مکان درې خواوې درلودې. ما کولای شول له هغه ځایه دباندې منظره وګورم. په هغه منظره کې ما په یوه شنه چمن کې راز راز ښکلي ښکلي ګلان، شوپرکونه او ګوزنې ولیدلې. هغې خونې چت نه درلود. او آبي آسمان او ورېځې تر سترګو کېدې. وروسته مې پام شو چې کشیش او راهبې یوه دیوال ته ډډه لګولې. کشیش وخندل، او په موسکا سره یې د پیتر حال وپوښته.
«پیتره، څنګه یې؟»
«زه چېرې یم، تاسو څوک یاست، پلار؟...»
راهبې یو قدم را واخیست او هلک ته رانیږدې شوه
«موږ ستا دوستان یو، راغلي یو چې له تا سره مرسته وکړو.»
«جیسي او مور مې چېرې دي؟ دا کوم ځای دی؟»
راهبې د پیټر د آرامولو هڅه وکړه:
«ښه، ښه ته آرام اوسه. ته آزاد وغځېږه، یو څه آرام وکړه.»
پیټر د تخت له پاسه نا آرامه کښېناست او سمدستي یې احساس کړه چې تبه یې لیرې شوې او درد یې هم آرام شوی دی. کشیش په خندا سره ووېل:
«پام دې شو؟ ته وینې چې ټول دردونه دې له منځه ولاړل.»
پیټر احساساتي شو:
«دا ځای...دا کوم ځای...؟»
راهبې د هغه خبرې غوڅې کړې:
«ته ګورې څه ښکلې منظره ستا مخې سره ده. دا ټول حیوانات، ګلان، الوتونکي...»
پیټر د راهبې خبره غوڅه کړه:
«تاسو دواړه زما په خونه کې وﺉ. ما تاسې دواړه هلته ولیدلئ. هلته په...»
کشیش خپل سر وخوځاوه:
«هو، چېرې؟»
پیټر خپل د نه باور وړ افکار په ژبه راوړل:
«د ځمکې پر مخ. زه مړ شوی یم، همداسې نه ده؟ او اوس دلته...»
راهبې چې د هغه افکار لوستل، ووېل:
«دا د جنت یوه ګوښه ده، خو تر دې مهاله نه ده اعلان شوې چې ته مړ شوی یې؟»
«نو ولې زه دلته یم؟»
کشیش له خندا سره زیاته کړه:
«له موږ څخه یو هم نه شو کولای ستا ځواب در کړو. موږ یوازې استازي یو.»
«استازي؟ یعني داچې تاسو په رښتیا کشیش او راهبه نه یاست؟ تاسو پرښتې یاستئ؟»
راهبې وخندل:
«موږ خپل دوستان وګڼه. کولای شې ما (مرین) او هغه (هنري) ونوموې.»
پیټر په بې باورۍ خپل سر وخوځاوه. هغه لا تر دې مهاله بدن درلود او کولای یې شول هغه وپېژني. هنري او مرین د عادي وګړو په څېر تر نظره کېدل او مخې سره یې ښکلی ځنګل لیدل کېده. هغه له اسوېلی سره ووېل:
«مړینه هغه ډول چې ما خیال کوه نه ده. اصلاً مې له مړینې دا ډول انتظار نه درلود.»
هنري د هغه له حیرانۍ ډکې خبرې تایید کړې:
«ډېری وګړي نه پوهېږي چې د څه شي انتظار ګالي. یوازې یو ډېر وړوکی لږکی په دې پوهېږي، چې څه ته انتظار دي او څه پېښیږي. مړینه د هر وګړي لپاره توپیر لري.»
مرین د پیټر له څنګه پر تخت کښېناسته او پیټر دا مهال پوه شو چې هغه یوه واقعي راهبه نه ده. مرین ووېل:
«موږ نه پوهېدلو چې په څه ډول بڼه او څېره ستا په وړاندې را څرګند شو؟ موږ یوازې دومره پوهېدو چې ته یو ښه کاتولیک هلک یې او ښایي که موږ په بله بڼه یا د وزرلرونکو پرښتو په بڼه ووینې، نو وبه ډار شې. وېرېدو چې ته داسې خیال ونه کړې چې موږ راغلي یو تا د پوښتنو لپاره د برزخ دنیا ته بوځو.»
پیټر ژر ووېل:
«ما تل هڅه کوله چې بې ادبه ونه اوسم او تل کلیسا ته تللی او هلته مې اعتراف کړې دی.»
مرین له خندا سره د هغه لاس کیښکود:
«ماشومه آرام وکړه. موږ قضاوت نه کوو او جزا هم نه ورکوو. موږ ټول روح یو. او که چېرې د سزا لپاره کوم ځای شتون هم ولري، په موږ اړه نه لري.»
پیټر آرام شو، خو لا هم اریان و. مرین هڅه کوله هغه آرام شي:
«غوره داده ته داسې تصور کړې چې موږ ستا دوستان یو، ځکه چې موږ کولای شو د اوږده مهال لپاره له یو بل سره دوستان واوسو.»
هنري ورته ډاډ ورکړ:
«له هغې ورځې دې چې دنیا ته سترګې رڼې کړي، موږ له تا سره یو.»
«نو تاسو دواړه زما ساتونکې پرښتې یاستئ؟»
هنري نرم ورته وخندل او بیایې ووېل:
«که د ساتونکو پرښتو نوم تاسو راضي کوي، نو موږ یې در سره منو. موږ پوهېږو چې تاسو انسانان هغه مهال چې په یو څیز باندې نوم ږدﺉ، ښه راضي کیږﺉ»
مرین د تخت له څنډې پورته شوه او ویې وېل:
«هنري، کولای شو چې خواوشا دغه هلک ته وروښیو؟»
هنري د موافقې په توګه سر وښوراوه:
«البته، پیټره آیا خوښیږي دې چې له لارښود سره یو څه سیل وکړې؟»
پیټر په پېل کې یو څه تم شو بیا یې ووېل:
«بده نه ده؛ خو په دې زیرجامه کې نه غواړم.»
مرین وخندل او ویې وېل:
«زه پوهېږم ستا دا خوښیږي چې هغه د کوبای زوړ پتلون او هغه د بخمل چارخانه بلوز دې واغوندې. ښه ستا نظر څنګه دی؟»
مخکې تر دې چې پیټر ځواب ورکړي، آبي رنګې زیرجامه یې د کوبای په پتلون او چارخانه بلوز بدل شول. جامې رښتینې وې.
پیټر هک اریان پاتې و چې هنري لاسونه سره ووهل او ویې وېل:
«دا واقعي دي. البته ددې بُعد لپاره واقعي دي. دا د روح او فکر قلمرو دی. ټول کارونه په ادراک سره عملي کیږي. هغه څه چې باید په خاورینه نړۍ کې هم په یاد ولرې دادي چې هرڅه فکر جوړ کړي، او فکر هلته هرڅه دی.»
مرین د میوې لوښی د پیټر په لاس کې ورکړ:
«ونیسه وخوره. دا واقعي دي. موږ دا یوازې ستا لپاره راوړي دي.»
پیټر لږ ځنډ وکړ، وروسته یې د کیلو، انګورو او ناکو له منځه یوه سره مڼه را واخیسته، له مڼې یې یو کپ وکړ او ویې وېل:
«خوندوره ده. له اوبو ډکې مڼې خوند کوي.»
مرین په خندا سره ووېل:
«آخر مڼې دي، یوه بله هم واخله!»
«ښه ښایي یوه بله هم واخلم...تاسو یې نه خورﺉ؟ ښه نه ده چې داسې بې جوړې میوې خوسا او بېکاره شي.»
هنري یو ناک را واخیست او ویې وېل:
«دلته هېڅ شی نه خوسا کیږي او هیسته نه غورځي، هر څیز چې ونه کارول شي؛ بېرته خپلې اصلي سرچینې ته ورستنیږي.»
مرین څو دانې انګور خولې ته کړل او ویې وېل:
« په دې بُعد او مکان کې چې ته هرڅومره زیار وباسې څه شی له منځه نه شې وړای.»
هنري د میوې ټوکرۍ په خپل سر پورې ونیوه او ویې وېل:
«ښه، ټولو پوره اندازه میوه وخوړه؟»
هغه مهال چې د هغه پوښتنه ټولو تصدیق کړه پیټر په پوره حیرانۍ ولیدل، چې د میوې ښایسته ټوکرۍ او په هغه کې ایښې میوې له نظره ورکې شوې. مرین ووېل:
«پام دې و، دمخه موږ ووېل هغه څه چې نه کارول کیږي، بېرته خپلې اصلي سرچینې ته ورګرځي.»
هنري ووېل:
«ښه نو، زما په نظر اوس یې وخت دی چې د ګرځېدلو لپاره د ارواحو دنیا ته ولاړ شو.»
پیټر دا په یاد راوړي چې له هغوی سره یوځای له شنو چمنونو او ښایسته باغونو تېر شو. د هغې دنیا ټول رنګونه له هغو رنګونو څخه چې پیټر په ځمکه کې لیدلي و، شفاف او ځلانده و. هلته وړاندې لیرې، یو له سرو زرو جوړ ښکلی معبد تر سترګو کېده. له هغه زرین معبد څخه یو دوامداره آرام او زړه راښکونکی صوت راته.
وروسته له څه مهاله هغوی په داسې یوه ځای کې چې د دولسو په خواوشا کې کوچنیان په لوبو اخته وو، ودرېدل. پرښتو کوچنیان په څو ډلو سره بېل کړل او هرې ډلې ته یې جلا موضوع ورزده کوله. هنري او مرین روښانه کړه چې دا د جنتي کوچنیانو سیمه ده. مرین ووېل:
«د هغو کوچنیانو ارواوې چې د بېلابېلو لاملونو له مخې مري دلته راځي، چې د ځمکې د وچې په څېر دلته را لوی شي.»
هنري د یوه آسیایي ماشوم چې په لوبو لګیا و، د ویښتانو په لور لاس اوږد کړ او ویې وېل:
«دلته ماشومان په جلا جلا سني ډلو کې له دا ډول ښوونې او روزنې لاندې نیول کیږي، چې په ځمکه کې ناشوني دي.»
پیټر د هغې سیمې او ځای د عظمت او شوکت تر اغېز لاندې راغی:
«واه، دا ځای څومره ښکلی دی!»
مرین د هغه پر خبرو ور زیاته کړه:
«دلته هدف وجود لري. دا ځای د هغو ماشومانو لپاره چې د ځمکې په وچه کې له زده کړو د محرومیت له لامله نیمګړي پاتې شوي، طراحي شوی، چې داسې یې افکار وده وکړي. او په دې لوی او ښکلي قلمرو کې هوښیار او اګاه شي. او د ویښتیا او تعقل پړاو ته ګام کیږدي.»
په هماغه ځای کې چې ولاړ و، د پیټر پام د نور هغو رنګینو وړانګو ته واوښت چې له معبد څخه راوتلې. د نور وړانګې ژوندۍ او ډېرې شفافې وې او ټوله سیمه یې رڼوله. او داسې تر نظره کېدله چې وړانګې تل په حرکت کې دي. د نور د رنګینو وړانګو ترکیب پیټر ته ژوندی او له ارمتیا ډک احساس ورکاوه.
پیټر وایي:
«په هغه ځای کې هېچا نه شول کولای غمجن واوسي.»
وروسته له هغې چې پیټر څه مهال ددې سیمې د ماشومانو لوبې ولیدلې، مرین او هنري هغه تر دې د لویو ماشومانو سیمې په لور بوته. هغه داسې یوه ښکلې او بې جوړې سیمه وه، چې هره خوا یې ښکلي رودونه او د اوبو ډنډونه تر سترګو کېدل. ودانۍ مرغلرو ته له ورته موادو څخه جوړې شوې وې. د کورونو د مهندسۍ سبک ځمکې کې کارول کېدونکي سبک ته ورته و. د هرې خونې لویوالی او پراخوالی د کوچنیانو په عمر او شمېر پورې تړلی و. هنري ووېل:
«هڅه شوې دا سیمه د ځمکې د معمارۍ په څېر ودانۍ ولري، ترڅو هغه کوچنیان چې د ځمکې له وچې دلته راځي داسې تصور کړي چې په خپل کور کې اوسي او آرامي حس کړي.»
پیټر اصلاً دا نه شوای منلای چې د جنت ودانۍ او کورونه هغو ودانیو او کورونو ته ورته وي، چې هغه د افسانو په کتابونو او د ماشومانو لپاره د کیسو په کتابونو کې لیدلي او لوستلي دي. هغه بیا وپوښتل چې دا ودانۍ قصدي داسې جوړې شوي چې ماشومان احساس کړي، په خپل کور کې دي؟
مرین ووېل:
«ښه داده ته داسې نتیجه وانه خلې چې ګڼې د ارواحو دنیا بل کار نه لري پرته له دې چې تا یا نور ماشومان له ځمکې پور واخلي. د مادي دنیا ټول مخلوقات په خوب او خوب لیدلو کې دا قلمرو او د هغه ښکلې ودانۍ ویني.»
همغسې چې هغو قدم واهه، پرښتو ته ورته دوستانو پیټر ته رڼا اچوله چې په هر دغه ښکلي کور کې ګڼ شمېر ماشومان اوسي او هر یو یې د مشر کوچني تر نظر لاندې دی او دا مشر کوچنی یې د لارښود دنده پرمخ وړي. دغه ماشومان له ښوونې او روزنې وروسته کولای شي له هر راز ناوړه شرایطو سره مقابله وکړي.
پیټر یوه ډله خوشحاله ماشومان ولیدل چې مست او خندان په هغه سیمه کې تیت شوي وو. یو شمېر سره په لوبو وو، او بله ډله یې په شنه او ښیرازه چمن کې سره ناسته وه او استاذ ورته خبرې کولې.
«زه داسې تصور کوم چې دا هغه ځای دی...مقصد مې دادی چې که دلته پاتې شم، دا هسې ځای دی چې...»
هنري د هغه خبره ور بشپړه کړه:
«هو، پیټره که د خدای اراده وي، بیا به ستا کور په دغې جنتي سیمه کې وي.»
د پیټر زړه ډېر غوښتل همالته واړوي، همالته پاتې شي. په دې وخت کې داسې تر نظره شول چې مرین د ادراک د قوې له لارې څه الهامات ترلاسه کوي. هنري وپوښتل:
«څه شوي دي؟»
مرین ورو او په آرامه خپل همکار ته ووېل چې پرېکړه شوې چې پیټر خپل جسم ته ستون شي.
هنري په شوخۍ سره پیټر په اوږه وټپاوه او ویې وېل:
«زما کوچنیه دوسته، تر دې مهاله ستا وخت نه دی را رسېدلی. باید نیوجرسۍ ته ستون شې. درد او غم...»
مرین ادامه ورکړه:
«او ژوند!»
هنري وخندل او سر یې وخوځاوه. ورپسې یې خپل لاس د پیټر په لور اوږد کړ او ویې وېل:
«راځه چې ولاړ شوو.»
وروستنی څیز چې کالبوت ته له راستنیدلو دمخه پیټر ته ورپه یادیږي دادي چې مرین ورته ووېل له دې وروسته به له هغه سره وي او تل به یې ملګری وي.
پیټر موږ ته ووېل:
«هغه مهال چې ما خپلې سترګې پرانیستې، ډاکتر (فوګارتي) زما د مور او جسي له څنګ سره و. تر دې مهاله واقعیت راته تیاره او ګډوډ برېښېده. د خوب او ویښې په حالت کې وم؛ خو کولای شم ووایم چې مور مې سخته عصبي وه او هغه مهال چې وامې ورېدل ډاکټر ووېل له تللو دمخه هغه ته د آرامتیا او خوب راوستلو دارو ورکړﺉ؛ نو ما له خدایه شکر وکړ.»
پیټر باید د ناروغۍ اوږده موده تېره کړې وای:
«پوره درې مېاشتې مطلق استراحت وم. که څه هم چې په دې پوهېدم چې ټول واقعیت او رښتیا و؛ خو له هېچا سره مې د جنت د سفر په اړه څه ونه وېل. په دې هم پوهېدم چې که مور ته مې کیسه وکړم، داسې به وګڼي چې له تبې وروسته؛ زه بیا پرته غږیږم. هغه ډېر څه چې ما تجربه کړي و، زما د کورنۍ په مذهبي (عیسیوي) تعلیماتو او باورونو کې نه ځایېدل. ځکه مې نو چوپتیا غوره کړه. پر دې سربېره دوه مېاشتې وروسته زما پلار د کوریا په جګړه کې ټپي شو. هغه یې کور ته را واستاوه او شپږ مېاشتې د پوځ په روغتون کې بستر شو. مور مې هم ډېره ځورېدلې وه او د بل دردسر او شوک وس یې نه درلود.»
د پیټر د خبرو له مخې، هغه په اولس کلنۍ کې دغه پېښه خپلې مشرې خور جسي ته چې اوس یې د امریکې په بروکلین کې اپارتمان کرایه کړې و، تېره کړه:
«جسي داسې احساس کړې وه، چې زما لپاره عجیبه پېښه شوې ده. ځکه چې هغه ډېر ساعتونه زما د تخت له څنګه ویښه پاتې شوې وه. جسي تر یوې اندازې شپږم حس درلود، او له ځینو پېښو مخکې له مخکې خبرېده. د خدای شکر دی چې هغې زما په کیسه باور وکړ او زه یې وهڅولم چې د خپلې تجربې په اړه ټول رښتیا خلکو ته ووایم.»
ما ته د خوښۍ ځای دی چې خپله تجربه کوچنیانو او هغو وګړو ته چې زما په څېر مړینې ته نیږدې تجربې یې تېرې کړي او ددې تصور نه کوي چې زه د دا ډول کیسو په کولو سره لیونی شوی یم، وایم. ښایي دا ډول تجربې ما او نورو هغو وګړو ته چې دا راز ډول ډول تجربې یې لرلې، دا ځانګړنه راکړې وي چې له بلې دنیا څخه یو څه زیات خبر واوسو.
 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۷۱،          سال    هشتم،        سرطان   ۱۳۹۱ هجری خورشیدی                    اول جولای ۲۰۱۲ عیسوی