کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

لومړی فصل

 

 

دویم فصل

 

 

دریم فصل

 

 

څلورم فصل
 

 

پنځم فصل
 

 

شپږم فصل
 

 

اووم فصل
 

 

اتم فصل
 

 

نهم فصل

 

 

لسم فصل
 

 

یوولسم فصل
 

 

دولسم فصل
 

 

دیارلسم فصل
 

 

څوارلسم فصل
 

 

پنځلسم فصل
 

 

شپاړسم فصل
 

 

اوولسم فصل
 

 

اتلسم فصل
 

 

نولسم فصل
 

 

شلم فصل
 

 

 
 
   

د غږ او رڼا سپرغۍ
(مړینې ته څېرمه حالت کې د ماشومانو تجربې) 

پښتو ژباړه او سمونې: محمد انور وفا سمندر
           

 
 


یووېشتم فصل

جنت د نیکانو ځای دی

حضرت مسیح یو ځل د حواریونو د آرامتیا لپاره ووېل چې په جنت کې د ټولو لپاره ځای شته. کلیسایي کشیشانو له دې ټکي څخه چې د انجیل تر ټولو د مینې وړ برخه ده؛ داسې تفسیر جوړ کړی چې حضرت مسیح د آبدي کور قول روح ته ورکړې.
...که څه هم موږ مړینې ته د ورته تجربې راز راز بېلګې (له جسم څخه د وتلو احساس، د تونل په لور حرکت، له الهي مخلوقاتو او پرښتو سره مخامخېدل، د دوستانو او خپلوانو له ارواوو سره لیده کاته او نور...) چې نیږدې ټولې یې له یوې سرچینې را پېلېږي؛ تاسو ته راټولې کړي. او ددې ترڅنګ هغه مهال چې وګړي بلې دنیا ته ځي یا جنت ته ننوځي؛ خو له مړینې وروسته ژوندانه په اړه د هر وګړي درک او اګاهي له بل سره توپیر لري، له دې سره سره بیا دا خبر را اخلو چې «په جنت کې د ټولو لپاره ځای شته.»
زیات شمېر هغو وګړو چې مړینې ته نیږدې تجربه یې تېره کړې، په خپلو کړنو او د اګاهۍ په سطحو سره دا په ډاګه کړې چې په دې خاورینه دنیا کې تر نورو د لوړ درک او اګاهۍ خاوندان دي.
زموږ بله څېړنیزه موضوع، هغه ارزونې او شننې دي چې زرګونو وګړو د رڼا کوچنیان تر سرلیک لاندې، د جنت په اړه تجربه کړي دي.
ګڼ شمېر هغو وګړو چې مړینې ته ورته تجربې یې سرته رسولي، جنت له همغږۍ، او لوړ عشق څخه د یوه داسې ډک مکان په توګه پېژني، چې هلته هستوګن مخلوقات له ارواوو سره په وفاکولو، رښتینوالي، غوره چلند او د خواخوږۍ په صفتونو مشهور دي.
په هغه قلمرو کې عشق د یوه داسې لارښود ستوري دریځ لري، چې پرښتې یې تر وړانګو او اغېز لاندې دي او د وګړو اثیري کالبوت ټول له لذت څخه ډکوي.
په هغه سیمه کې ټول بشري وګړي د یوې کورنۍ حالت لري او د نژاد او مذهب له پلوه هېڅ راز وېش نه تر سترګو کیږي. داسې تر نظره کیږي چې ځمکني مذهبونه هلته څه ځانګړی مفهوم نه لري. ګڼ شمېر ماشومانو چې مړینې ته ورته تجربه یې تېره کړې باور لري چې روح له فزیکي کالبوت څخه له وتلو سره، د لنډ وخت لپاره، د شخصي باورونو او عقیدو تر اغېز لاندې پاتې کیږي. د یوه ځانګړي مذهب ځوابویونکي یو شان رڼا اچوي. د ساري په توګه د کاتولیکو مسیحیانو هرکلی د سپیڅلې مور له خوا شوی دی. یو کلیمي ښایي له حضرت موسی یا حضرت ابراهیم سره چې لاسونه یې د هغوی د هرکلي لپاره اوږده کړي، مخامخ شي. او یو پروتستان مسیحي ددې انتظار لري چې حضرت مسیح یا یوه پرښته یې مخې ته د هرکلي لپاره راشي او د جنت دروازه یې په مخ خلاصه کړي. په هر حال تجربه کوونکي وګړی له څه ځنډ وروسته، له نوي چاپېریال سره اشنا کیږي او بیا د تجربې اساسي برخه (چې هماغه بنسټیزه نوې زده کړه ده) رامخته کیږي.
سره له دې چې زیات شمېر کوچنیانو له جنتي او نورو معنوي مخلوقاتو سره لیدنې کړي؛ خو په یادو شویو تجربو کې د کومې داسې پرښتې په اړه چې چنګ او نغاره ورسره وي، څه نه دي وېل شوي. له دې سره سره ډېریو تجربه کوونکو د صوت د اورېدلو تجربه ترسره کړې. داچې تجربې په یوه داسې قلمرو کې ترسره کیږي، چې د غږ د فریکانس او جنس له پلوه، له خاورینې نړۍ سره توپیر لري؛ ځکه نو په یاد راوړل یې هم د ذهني او فزیکي- حسي اوزارو له لارې ستونزمن دي او ګرانه ده ومنو چې ذهن او حافظه موږ ته بشپړه تجربه په واک کې راکړي. داسې تجربه کوونکي هم و چې د ځانګړې موسیقۍ غږ یې اورېدلی.
یو شمېر ځواب ورکوونکو وېلي چې خدای یې مړینې ته ورته هغو تجربو له لارې پېژندلی چې له دوه کلنۍ تر څلورکلنۍ پورې یې درلودلې. هغوی زیاته کړې چې له هغې تجربې سره یې باور د کایناتو او هستۍ په اړه بدلون موندلی. هغوی خدای تعالی داسې توصیفوي:
«خدای تعالې د پوهې او درک وړ نه دی او تر هغه څه ډېر ډېر لوړ دی چې موږ یې تصور کولای شو.»
نیږدې ټولو ځواب¬ویونکو د ونو، ګلانو، غرونو، رودونو، سیندونو، چمنونو، ورېځو او نورو هغو زرګونو ښکلو او په زړه پورو طبیعي پدیدو په اړه چې په ځمکه کې موږ ته ګران دي، غږېدلي دي. دا شان هغوی د ودانیو، د کور د موبل او څوکیو، کتابونو، جامو او نورو جنتي څیزونو شاهدان هم وو. ښایي ووېلی شو چې هر هغه څه په خاورینه نړۍ کې په طبیعي ډول شتون لري، یا بشر جوړ کړي، ها غاړه په تر ټولو ښکلې او لوړه کچه شته دي.
د الهي پوهنې یو شمېر مخکښان په دې باور دي چې تر فزیکي طبقې پورته طبقه هم مادي ده، یوازې په دې توپیر چې څیزونه او د مادې جنسیت یې تر فزيکي مادې ډېر لطیف دی. په بله وینا هغه دنیا هم د خاورینې دنیا په څېر ځانګړی ترکیب، ابعاد، چاپېریال او مادي جنس دی او دا مساله موږ دې فکر ته رسوي چې د فزیکي کالبوت له مړینې وروسته، فرد په اثیري طبقه کې، د اثیري کالبوت له لارې ژوند کوي او هلته له هغې پایلې سره مخ کیږي چې په خاورینه نړۍ کې یې په خپل فکر او عمل سره رامنځ ته کړي. یعنې دا چې هر چا ته خپله کرونده ور رسیږي. هرڅوک د خپلو کړو بشپړ مسوول دی. هېڅوک د هېچا د کړو او افکارو بیه نه ورکوي او دا ښيي چې هر فرد یو استثنایي موجود دی او د ژوند د تجربو له لارې باید خپله معنوي آزادي ترلاسه او د مسوولیت پېژندنې د معنوي قانون له مخې د خدای او د هغه د مخلوقاتو خدمت ته مخه کړي.
«موریس باربانل» چې ځانله روحاني او معنوي لاره لري په خپل کتاب «د ارواوو په عالم باور » کې لیکي چې له مړینې وروسته ژوند او د «ارواوو دنیا» تېروتنه ده. هغه باور لري چې یوازې یو عالم او یو ژوند شتون لري. د هغه له نظره ارواوې کومه ځانګړې دنیا نه لري او همدا نړۍ د ارواوو لپاره هم ځانګړې شوې.
د روح د سفر لرغونې پوهه وایي چې فرد (وګړی) کوچنی کیهان دی. یعني دا چې هرڅه دننه دي. لکه هماغسې چې خدای دننه دی. هرڅوک وېلی شي چې خدای لري، خدای ورسره شته او خدای شته؛ خو هېڅ وګړی، هېڅ فزیکي جغرافیه او هېڅ زماني مقطع ځان خدای نه شي بللی. خدای یو دی. ابدي دی. نه مري او نه پیداکیږي. او دا هغه معنوي تناقض دی چې یوازې د زړه له لارې حل کیږي، ذهن دلته مه راکاږﺉ.
د باربانل په باور بشر ددې وس لري چې د خپل ژوند په ترڅ کې د درک داسې واقعي پړاو ته ګام کیږدي، چې ژوند وپنځوي. نوی او تازه زېږون، هغه څه چې د عرفان ستوریو، مولانا، حافظ، شمس، رحمان...کبیر، خیام او نورو ګام ورایښی و. ځکه نو هغوی د خپل نوي زېږون شاهدان شول.
د باربانل په نظر دغه حالت داسې حرکت او پرمختګ په ځان پسې لري چې فرد، فرد به د طبیعت له ټولو ککړتیاوو خلاصون مومي او انسان به کمال ته رسیږي.
د «کمال»کلمه ډول، ډول تعبیر شوې او تعبیر کیږي. خو غوره معنوي تعبیر یې دادی چې «کمال بل ګام دی.» وګړی د معنوي غوړېدنې او ودې په هر پړاو کې چې وي، په مخکې یې بل ګام شته او کمال یوه پرله پسې معنوي غوړېدنه ده. کمال پولې او سرحدونه نه لري. کمال د خدای پوله ده. او هېڅوک خدای کېدلای نه شي. او موږ که د رښتینو معنوي مخکښانو کیسې او اصلي خبرې واورو، ګورو چې لا د هغوی په مخکې څومره منزل او لاره لیده. نو بیا به راشو دې ته چې کمال بل ګام دی، ځکه نو خدای پېژندنه یوه ژوندۍ او تلپاتې چاره ده او بله دا چې روح تل د زده کړې لپاره نوي څه لري.
د لندن د روحي څېړنو د موسسې پخوانی رییس «اچ.اچ.پرایس» وایي چې په ځمکه کې زموږ د ژوند لویه موخه داده چې یو شمېر خاطرې رامنځ ته کړو او وروسته له فزیکي مړینې، پر هغو باندې خپله خیالي دنیا جوړه کړو.
د پرایس په نظر که څه هم چې د وګړو لپاره هستي یو مادي عالم په نظر راځي؛ خو دا عالم یو معنوي عالم دی؛ نه یو مادي.
په یوه وینا، ښايي په پېل کې روحاني او ذهني عالم د مړیو لپاره داسې محسوس او ملموس واوسي چې په سختۍ به باور کوي، هغوی مړه شوي دي.
د «سی.جي.یانګ» په نظر د مبهمو او مجردو خوبونو عالم یوازې هغه مهال مفهوم مومي چې په غیر علمي قوانینو سره وسنجول شي، ځکه چې د تجسمي دنیا څیزونه مادي نه دي.
پرایس په دې باور دی چې له مړینې وروسته دنیا، د تجسم له لارې د هغې د هستوګنو د تمایلاتو او خاطرو څرګندونکې ده.
څېړنو په ډاګه کړې چې مړینې ته نیږدې یا مړینې ته ورته تجربې رښتینې دي. خو د تجربه ګرو راز راز بیانونه، تعبیرونه او جلا جلا تفسیرونه زیاتره د دوی د زړو پوهو، باورونو، عقیدو په سیوریو کې له یو بل سره ډېر توپیر په ډاګه کوي.
د «نفس امکاناتو او استعدادونو ته لاسرسي» ټولنې بنسټګر او لوی هندي مرتاض «پآراماهانسا» په نظر د مسیحیت او هندي یوګا ترمنځ یو راز یووالی او همغږي شته.
نوموړی په «هغه ځای چې نور هلته شته» کې وایي زموږ حقیقي وجود روح دی او روح ابدي دی او له مړینې وروسته له خدای سره یو ځای کیږي.
د هغه په باور مړینه د تېرېدلو یوه مرحله ده. ځکه نو موږ باید د هغه چا لپاره چې د مړینې له پړاوه تېریږي، زړه ونه سوځوو؛ دا ځکه چې هغه له لنډ ځنډ وروسته پردې پوهېږي، چې روح دی او روح مړینه نه لري. او مړینه د آزادۍ دروازه ده.
هغه له مړینې وروسته له ځانګړي دهلیز یا تونل څخه تېرېدل هم مني او لیکي:
«له مړینې وروسته پړاو د هر وګړي د فزیکي ژوند د مهال د فکر او باور پر بنسټ تجربه کیږي. هماغسې چې د وګړو خوبونه له یو بله توپیر لري؛ همدا شان مړینې ته نیږدې تجربې هم سره توپیر لري. ښه او په خدای باورمن وګړي څه مهال په یوه ژور او آرامه خوب پریوځي، وروسته په ملکوتي او آسماني ژوند کې راویښیږي او وایي: اه، زما د خدای په کور کې ښکلې ماڼۍ شتون لري.»
هندي مرتاض ټینګار کوي:
«وګړي کولای شي په عمل کې د ادراک له لارې، په ملکوتي ژوندانه کې هرڅه سمدواره پلي کړي. ملکوتي کالبوت د نور په څېر ځلېږي. په هغه قلمرو کې داسې رنګونه او غږونه شته چې د خاورینې دنیا وګړي ورڅخه خبر نه دي. او هغه یوه ښکلې او له لذتونو ډکه دنیا ده.»
 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل     ۱۸۲،          سال    هشتم،     قوس/جدی       ۱۳۹۱ هجری خورشیدی           ۱۶ دسمبر      ۲۰۱۲ عیسوی