کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

لومړی فصل

 

 

دویم فصل

 

 

دریم فصل

 

 

څلورم فصل
 

 

پنځم فصل
 

 

شپږم فصل
 

 

اووم فصل
 

 

اتم فصل
 

 

نهم فصل

 

 

لسم فصل
 

 

یوولسم فصل
 

 

دولسم فصل
 

 

دیارلسم فصل
 

 

څوارلسم فصل
 

 

پنځلسم فصل
 

 

شپاړسم فصل
 

 

اوولسم فصل
 

 

اتلسم فصل
 

 

نولسم فصل
 

 

شلم فصل
 

 

یووېشتم فصل
 

 

۲۲/۲۳ فصل

 

 

 
 
   

د غږ او رڼا سپرغۍ
(مړینې ته څېرمه حالت کې د ماشومانو تجربې) 

پښتو ژباړه او سمونې: محمد انور وفا سمندر
             

 
 


څلوروېشتم فصل

مړینې ته نیږدې تجربې له لارې دروني بدلون

د اورګان ایالت د کلاتس¬کاني هستوګنه «جوېل الیوت هوکر» هغه مهال چې د اوو کلونو وه، د شنې ټوخلې ناروغۍ له لامله تقريباًً مړه شوه. د «برخلیک» خپرونې د هغې کیسه په ۱۹۶۷کال خپره کړه.
د ۱۹۲۳کال د اپریل مېاشتې په لومړیو کې دوه تنو ډاکترانو د الیوت د کور ور چې د میسوري په یوه باغ کې یې موقعیت درلود؛ له چوکاټه راوښکه؛ څو د جراحۍ د عملیاتو د تخت په توګه کار ترې واخلي. هغوی غوښتل د جوېل یوه پوښتۍ او د سږي یوه برخه چې میکروبي شوي وه، ورڅخه لیرې کړي او په دې ډول د بدن نورو برخو ته د میکروب له تیدېدلو مخنیوی وکړي.
د جوېل پلار «اروي» درې کاله دمخه مړ شوی و. او د جوېل مور د زړه له تله دعا کوله چې لور یې ژوندۍ پاتې شي. خو جوېل د یوه ډاکتر خبرې چې وېل یې:«ګټه نه لري، هغه تلونکې ده!» ښې اورېدلې.
نجلۍ هماغه مهال ځان د یوه داسې پله پر سر روان ولیده، چې جنت ته ورته یوه ښکلي ځای ته ورغځېدلی و. جوېل په پله وړاندې ولاړه. د پله په بل سر کې یې پلار له یوې پرښتې سره ورته ولاړ و. هغه په آرامه لهجه جوېل ته ووېل:
«جوېل بېرته وګرځه. مور دې تا ته اړتیا لري!»
جوېل د خپل پلار په خبره غوږ ونه ګراوه او ویې وېل چې غواړي په هغه ښکلي ځای کې پاتې شي. بیا یې مخ پرښتې ته ور واړاوه او ویې وېل غواړي حضرت مسیح وویني.
پرښتې او پلار یې ورو، ورو هغه وپوهوله چې د هغې په مخکې ډېر کارونه پراته دي. باید د خپلو کارونو بشپړولو لپاره بېرته ځمکې ته ستنه شي، چې له هغې وروسته به بیا په خپل وخت بېرته جنت ته ولاړه شي.
جوېل له هغې پېښې پنځه وېشت کاله وروسته مړینې ته نیږدې تجربې په اړه داسې ووېل:
«هغه مهال داسې را تر نظره شول چې په میسوري کې په خپله کرونده کې یم. کتل مې چې ډاکتران زما د مور له څنګ خوشحاله ولاړ دي. مور مې له زیاتې خوښۍ اوښکې تویولې او دایې وېل: خدایه شکر، خدایه شکر!
جوېل چې لویه شوه، بیا پوه شوه چې د طب د علم له پلوه، نیږدې پنځلس دقیقې مړه وه.
که څه هم چې د براد ستایګر او شري ستایګر له خوا د راټولو شویو تجربو ګڼ شمېر وګړي، د ټرافیکي پېښې، سختې ناروغۍ او نورو لاملونو له امله مړینې ته نیږدې تجربې ترلاسه کړي. خو اړینه نه ده چې موږ د بدن پرېښوولو تجربه یوازې د کتاب په پاڼو کې د نورو د خاطرو لوستلو له لارې حافظې ته وسپارو. ننی عرفان او معنوي پوهې داسې آسانه تمرینونه معرفي کوي چې انسان کولای شي په پوره خبرتیا سره نورو قلمروونو او غیرفزیکي طبقو ته ولاړ شي او نااشنا واقعیتونه تجربه کړي او تر ټولو مهمه دا چې ځان د روح په توګه ومومي او خپل اصیل بې مرګه هویت وپېژني.
«د ژوندانه وختونه او نوي ژوند په اړه حقیقتونه» کتاب لیکوال فیلسوف «فردریک لنز» په سل ګونو داسې وګړي لیدلي چې په نورو دنیاګانو کې د ژوند په اړه یې ورسره خبرې کړي.
د کالیفورنیا د ایالت د ساراتوګای د سیمې اوسېدونکی او د «ته تردې هم ډېر وخت دلته وې» او «تېرو ژوندونو ته د روانپوهنې نظر» او ډېرو نورو کتابونو لیکوال روانشناس ډاکتر «ادیت فیور» وېلي چې د هغه له ناروغانو څخه زیات شمېر یې د خپلو ترسره کړو تجربو له مخې دې پایلې ته رسېدلي وو، چې تېر ژوندونونه یې په بله وچه کې وو. ډاکتر فیور د هغو معلوماتو له مخې چې له خپلو ناروغانو څخه یې ترلاسه کول، د هغوی په درملنه پېل کاوه.
که څوک غواړي مړینې ته څېرمه تجربو په اړه څېړنه وکړي، غوره داده چې خپل شخصي عقاید خواته پرېږدي.
که څوک د روح په تلپاتې¬توب باور لري؛ نو د تناسخ او تېرو ژوندونونو خبره رامخته کېږي. او دا چې روح د پرله پسې تناسخ او کالبوت بدلولو له لارې د تکامل په لور پرمختګ کوي، ځان د یوه منفرد، آزاد او مسوول روح په توګه پېژني او د خدایي خدمت له لارې، د اصلي سرچینې په لور د بېرته ستنېدلو سفر پېلوي، چې د هر فردي روح برخلیک دی.
که څوک د تېر ژوندانه له معنوي مفهوم څخه خبر شي؛ نو الهي عدالت ورته عملي معنا پیدا کوي، له دې پرته په نړۍ کې د وګړو ترمنځ اقتصادي، ټولنیز، روغتیايي او نور تفاوتونه د هستۍ فلسفه پوچه او د لومړي عدالت خبره تش خیال ګرځوي. روح راغلی چې خپل الهي درسونه زده کړي، او دا چې ددې چارې لپاره په څه ډول بدني پوښښ کې ظاهرېږي؛ په دې پورې تړلی، چې یو وګړی کومو معنوي تجربو ته اړتیا لري.
که څوک دا ومني چې بشر د خپل ژوندانه په اوږدو کې د یادولو او معنوي ودې وړتیا او استعداد لري، نو موږ ولې باید په دغه خاورینه وچه کې، چې د زده کړې د ښوونځي حیثیت لري، بندي واوسو؟
لاندې د هغو وګړو ځوابونه راغلي چې مړینې ته نیږدې تجربو په اړه یې، د براد ستایګر د پوښتنې ځواب کړي:


هغې داسې احساسوله چې په ځمکه یې یوازې پرې ایښی
پنځه کلنه وم چې د ستوني تنسلونه یې را عملیات کړل. په یاد مې راځي د هغه سخت درد له امله چې راپېښ و، ما په سختۍ خبرې کولې. د روغتون په خونه کې را چاپېر وګړي مې نه پېژندل. څه مهال وروسته مې هغه نارینه او ښځینه چې ځانونه یې زما پلار او مور معرفي کول، وپېژندل. را تر نظره کېدله چې داسې نوې اګاهي او درک مې ترلاسه کړې چې دمخه مې په دغې خاورینې ګردې کې نه درلوده. هغه شپې ښې په یاد راځي چې په نیمه شپه کې به ډک له ژړا له خوبه را ولاړیدم او زړه به مې غوښتل خپل واقعي کور ته چې په ستوریو کې و، ولاړه شم. هغه مهال چې ښه لویه شوم، داسې مې انګېرله چې له خپل پلار، مور او دوو نورو خوېندو سره ډېر توپیر لرم. تل مې داسې احساسوله چې د هغوی لور د تنسلونو د جراحۍ پرمهال مړه شوې او زه د هغې کالبوت ته ننوتې یم.

هغه خپل ځان د کورنۍ په منځ کې یو ټګ ګڼي
زه پوهېږم چې جسم مې په خاورینه ګرده کې دی؛ خو تصور کوم چې په نهه کلنۍ کې د فلج (ګوزڼ) د ناروغۍ له لامله ما مړینه تجربه کړې او روح مې په بل ځای کې دی. اوس شل کلن یم او احساس کوم چې د کورنۍ د غړو په منځ کې یو ټګ او چلبازه وګړی یم. ډېری مهال د خپلې مور خبرې اورم، چې نورو ته وایي: له هغه مهاله چې مړینې ته څېرمه حالت ورباندې راغلی، هغه بیخي بدل شوی.

د هغه روحي عصارې له بل بُعد څخه سرچینه اخیستې
له خپل بدن څخه ووتم. ډاکتران او نرسان مې لیدل چې زما بدن یې عملیات کاوه. تر خپله څنګه ددوو نوراني مخلوقاتو په اړه؛ چې انساني څېرې یې درلودې؛ خبر شوم. هغوی د مستقیم درک له لارې ووېل چې زه هم د هغوی له جنس څخه یم. روح مې له بل جوهر څخه دی او خپل کالبوت ته ورګرځم چې د خاورینې ګردې د وګړو په منځ کې ژوند وکړم.
۱۹۴۴کال و او زه څوارلس کلن وم. هغه مهال به خلکو د اوس مهال په څېر علمي- تخیلي فلمونه نه کتل. که څه هم چې هغه موضوع زما لپاره ډېره سخته وه؛ خو هېڅ مهال به هغه تجربه هېره نه کړم.

په لوی عمر کې نوراني مخلوقاتو هغې ته نوی ژوند ورکړ
د کشیش وروستۍ موعظه مې اورېدله. زه لس کلنه وم او پر دې ښه پوهېدم چې د مړینې په حال کې یم. مور او پلار مې له څنګ سره ولاړ وو. مور مې سخت ژړل. زما په نظر یوه پرښته...یا یو نوراني مخلوق ماته رانیږدې شو او ویې خندل. ورپسې یې زه له خپل کالبوته جلا کړم. هغه مخلوق ماته ووېل چې زه به مړه نه شم. او بېرته به ځمکې ته راوګرځم او بیا به غټه ښځه شم. هغه مهال به له ما څخه نور نوراني مخلوقات ژوند تر لاسه کوي؛ خو دا کار هغه مهال شونی دی چې بچیان دنیا ته راوړم. هغه مهال مې چې ورڅخه وپوښتل ولې؟
په ځواب کې یې ووېل: دا ځکه چې زه هم یوه له هغو څخه یم.

مړینې ته ورته تجربې په ترڅ کې یې د امریکایي بومیانو ژوند راوښود
په شپږ کلنۍ کې له مړینې سره مخ شوم. د پلار په موټر کې ناست وم چې د یوې سختې چړایۍ پر سر له موټر څخه دباندې غوځار شوم. داسې را تر نظره شول چې ګڼې جنت ته ولاړم. زه د ورېځو په منځ کې وم. پرته له ځنډه یو ډېر ځلانده نور را څرګند شو، بیا هغه شانداره نور په یوه داسې سره پوستي چې پرسر یې له بڼکو جوړ تاج ایښی و، واوښت. هغه ماته د سپین پوستو له یرغل دمخه د سره پوستو ژوند راوښود. داسې را ترنظره شول، چې زه هم د هغوی له ډلې څخه یو تن یم او له طبعیت سره په بشپړه همغږۍ کې ژوند کوم. هغه راته ووېل چې زما تصور رښتینی دی. ورپسې یې راته ووېل چې ژر به خپل جسم ته بېرته ستون شم. او هغه مهال چې لوی شوم، خپلو خلکو ته به خدمت وکړم. نن ورځ مې چې هر کار په وس وي د امریکې د سره پوستو لپاره یې سرته رسوم.

د لرغونو مصریانو د ژوند له نظره تېرول؛ نه فنا کېدل په اثبات رسوي
د ټرافیکي پېښې له لامله په څوارلس کلنۍ کې د مړینې حالت ته ورسېدم. احساس مې کړه چې روح له بدنه ووت. ما ځان د ابوالهول د مجسمې په وړاندې ولید. کولای شم ووایم چې هغه ځای لرغونی مصر و. هغه مهال چې خپل کالبوت ته راستون شوم، داسې مې احساسوله چې د لرغونو مصریانو د ژوند صحنې یې را ښودلي دي. او دې تجربې راته په ډاګه کړه چې روح نه مري.

هغه په غرونو کې د حضرت مسیح موعظه واورېده
په دیارلس کلنۍ کې یې له ښوونځي څخه ووېستلم. له ماشومتوبه شوخ او جنجال جوړونکی وم. پلار او مور خواران مې زما له لاسه لیونتوب ته رسېدلي وو.
یوه ورځ چې په بایسکل سپور وم، له موټر سره مې ټکر وکړ. درې ورځې د کوما او بېهوښۍ په حالت کې وم. روح مې داسې ځای ته ولاړ چې احساس مې کړل یو سپېڅلی ځای دی. ورپسې مې هغه پلونه تعقیب کړل چې ګڼله مې د حضرت مسیح دي. هغه طلايي رنګي ږیره او اوږده ويښتان لرل. لوړه سپینه چپن یې پرځان وه او له وجود څخه یې بې قیده او شرطه مینه احساسېدله. هغه مهال چې له کوما څخه بېرته راووتم، زه بل څوک شوی وم...زما په ګروهه زه هغه څوک یم چې د کوما پر مهال ماته اجازه راکړل شوه چې د غره پرسر د حضرت مسیح موعظه واورم. زه باور لرم چې په خپل تېر ژوندانه کې د هغو وګړو په منځ کې وم، چې د غره پر سر یې د حضرت مسیح وینا واورېدله.
د برادستایګر او شري هانسن ستایګر راټولو شویو معلوماتو ته په پاملرنې سره اړینه ده چې دا پوښتنه طرحه شي، څنګه کېدلای شي تېره او تللې زمانه په یوه حقیقي تجربه واوړي؟
د روح د سفر لرغونې پوهه دې پوښتنې ته ساده ځواب لري. او هغه دا چې د هستۍ په لاندې پوړ کې له فزیکي طبقې وروسته، عاطفي طبقه او ور بره علي طبقه راځي. علي طبقه کې د روح ټول تېر کړه وړه زیرمه دي. هلته د فرد د کړو وړو ټول ارشیف خوندي دی. او د روح د سفر استاذان هغه وګړي چې د معنوي تمرینونو له لارې یې ښه چمتوالی موندلی وي، د روح د سفر د تجربې له لارې دغې طبقې ته بیایي او هلته تللی روح د خپل تېر ژوندانه هره برخه چې لازمه ګڼي، له سره یې ویني او زړې او هېرې خاطرې بېرته را په زړه کوي او ددغو تجربو له لارې فرد ته دا شونې کیږي چې د خپلو کامیابیو او ماتو دلایل وویني او ورته ثابته شي، چې د هېچا د کړو او افکارو ځواب بل څوک نه شي وېلای. دلته ده چې هر روح د بشپړ مسوول موجود په توګه اصیل معنوي قوانین پېژني او د هستۍ او د هستۍ د خاوند په اګاه همکار بدلېږي.

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل     ۱۸۴،          سال    هشتم،       جدی /دلو      ۱۳۹۱ هجری خورشیدی           ۱۶ جنوری      ۲۰۱۳ عیسایی