کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 

لومړی فصل

 

 

دویم فصل

 

 

دریم فصل

 

 

څلورم فصل
 

 

پنځم فصل
 

 

شپږم فصل
 

 

اووم فصل
 

 

اتم فصل
 

 

نهم فصل

 

 

لسم فصل
 

 

یوولسم فصل
 

 

دولسم فصل
 

 

دیارلسم فصل
 

 

څوارلسم فصل
 

 

پنځلسم فصل
 

 

شپاړسم فصل
 

 

اوولسم فصل
 

 

اتلسم فصل
 

 

نولسم فصل
 

 

شلم فصل
 

 

یووېشتم فصل
 

 

۲۲/۲۳ فصل

 

 

څلوروېشتم فصل
 

 

پنځه وېشتم فصل
 

 

 

 

 
 
   

د غږ او رڼا سپرغۍ
(مړینې ته څېرمه حالت کې د ماشومانو تجربې) 

پښتو ژباړه او سمونې: محمد انور وفا سمندر
               

 
 


شپږوېشتم فصل

د کمال حد ته رسېدل

د ۱۹۹۰کال په پېل کې یوې ملي خپرونې له برادستایګر څخه وغوښتل چې د ډهلي د پوهنتون د یوه څېړونکي ماورالطبیعه او روانشناسي څېړنې له نظره تېرې کړي. د هند د ډهلي د پوهنتون پوه یوه عجیبه پېښه څېړلې وه. هغه ادعا کړې وه چې د یوه په قتل رسېدلي هټیوال روح، په یوه نوي هلک کې تناسخ موندلی.(د یادولو وړ ده چې د تناسخ مساله د اسلام د مبارک دین له نظره مردوده ده)
درې کلن هندي ماشوم له یوې سختې ناروغۍ څخه په ژوندي راوتلو سره، په ټینګار ددې غوښتنه کوله چې هغه په بل نوم ونوموي؛ په هغه نوم چې په تېر ژوند کې یې درلود. هغه خپلې هکې اریانې مور ته ووېل چې په تېر ژوندانه کې هغه هټۍ درلوده او آزاد کاروبار یې کاوه. هغه د خپلې هټۍ موقعیت وښود چې د ښار په اتلس مایله واټن کې و. درې کلن ماشوم وېل چه په هغه ژوند کې یې واده کړې و او دوه ځوان زامن یې لرل او ژوند یې په خوښۍ او ښه شان تېرېده. په دې مهال یوه سیال سوداګر د هغه د وژلو طرحه جوړه کړه.
په راتلونکو نورو څو کلونو کې هغه هلک داسې سندونه او نښې نښانې په ډاګه کړې چې ثابتوله یې هغه پخوا هم دلته، د اوسني هستوګنځي نیږدې ښار کې اوسېده.
هغه څارنوال ته په خپله ککرۍ باندې هغه نښې نښانې وروښولې، چې د ټوپک مردکی یې په یوه طرف ننوتی او له بل طرفه وتی و.
هلک هغه میرمن چې دده په خبره تېر ژوندانه کې یې ښځه وه؛ له هغې سره د ګډ ژوندانه د پټو رازونو په وېلو قانع کړه، چې دغه ماشوم تېر مهال د هغې مېړه و. په زړه پورې داده چې د هغه هټیوال د مړینې پر مهال دغه ماشوم د څلورو مېاشتو و. (د روح د سفر لرغونې پوهې له نظره جسم کې د روح حلول، د زېږون یا لږ څه وروسته پېښېږي.)
هلک د مقتول له پلار سره خبرې وکړې او د ډېرو پټو رازونو په وېلو سره یې هغه قانع کړ چې هغه یې په رښتیا زوی و او دادی بیا دنیا ته راغلی.
پرهغه مهال چې برادستایګر دغه پېښه څېړله، ماشوم د شپږو کلونو و. هغه وېل د خپل تېر ژوندانه له وژونکي څخه د غچ اخستلو په موخه بیا فزیکي دنیا ته راغلی. ماشوم محکمې ته عرضپاڼه وړاندې کړه او د سیمې سوداګر یې پردې تورن کړ، چې نوموړی یې په قتل رسولی دی.
هلک محکمې ته څرګند او مشهود مدرکونه او لاسوندونه وړاندې کړل او ددې سبب شو، چې قاضي له پېښې سره جدي چلند وکړي. قاضي د هغه پر خبرو باور کاوه؛ خو د محکمې رییس د تور د پلټلو پای او د دوسیې خاتمه اعلان کړه. دا ځکه چې په دنیایي مکتوبو قوانینو کې هېڅ دا راز پېښه چې مړی دې راستون شي او څوک دې پر قتل تورن کړي، نه وه ثبت شوې.
لیکوالان پوښتي چې آیا سختې ناروغۍ ماشوم دومره اغېزمن کړې و چې د تېر ژوندانه خاطرې یې را ژوندۍ شي او هغه دې باور ته اړباسي چې ددې لپاره دنیا ته راغلی چې خپل قاتل پېدا او د قانون منګولو ته وسپاري؟
یا دا چې د سختې ناروغۍ پرمهال د غچ اخیستونکي وګړي روح د هغه ماشوم کالبوت ته ننوتی؟
په هرحال د دا ډول پوښتنو راسپړل یو فردي کار دی او هر لوستوال ددې حق لري، چې په دې اړه د فکر او خیال وزرې وغوړوي او ځواب له ځان سره ومومي.

پر «ماریا تالارکو» باندې د راغلې پېښې په اړه څه وېلای شو، هغه چې کوم مهال د کوراس، میان سیانو او کاتانزارو د رود د پله له پاسه تېرېده، ناڅاپه عجیبه حالت ورپېښ شو؟
هغه څه مهال د پله له پاسه پرته وه، یا ښه ده ووایو مړه پرته وه. وروسته د درد له سختۍ پرځان تاوراتاو شوه او په پای کې کله چې راپورته شوه؛ نو نوره هغه د ښوونځي شرمندوکه نجلۍ نه وه. هغه په بې پروا او سرسخته ځوان؛ چې «ګیپسي ورالدي» نومېد؛ بدله شوې وه.
تردې درې کاله دمخه، د ۱۹۳۶کال په فبروري مېاشت کې، څوارلس کلنه ماریا او څو نورې ټولګیوالې یې د همدغه پله پر سر تېرېدلو پرمهال متوجه شوې چې خلک د پله پر سر راټول شوي دي. هغوی ځانونو ته ددغه هیجاني جمعیت له منځه لاره خلاصه کړه او د پله د څنګ له اوسپنیزو میلو څخه یې تر پله لاندې د رود پر غاړه د نظر په غوړولو سره، د رود د اوبو له څنګه، د ډبرو له پاسه د یو ځوان سړي ژوبل او له ښې وتی جسد ولید.
یوې زړې بوډۍ د جمعیت له منځه خپل لاس د نویو ځوانانو پرخوا وخوځاوه او هغوی ته یې ګواښ وکړ چې د هغه ځوان سړي له ژوند څخه عبرت واخلي.
«هغه عیاش او شرابخور و. هغه ښه سړی نه و. د بد سړي پای همداسې وي. چې بد ګرځي؛ بد به پرځي»
په هماغه شپه ماریا پوه شوه چې د هغه ځوان سړي نوم ګیسپی ورالدي دی. هغه یې داسې موندلی و چې نیم بدن یې لوڅ و. د هغه جامې د رود څنګ سره تیتې پرتې وې. کیڼ لاس یې پر سینه مات پروت و. دا خبر ورځپاڼو خپور کړ. ډاکترانو ددې پخلی وکړ چې د ککرۍ هډوکی یې مات شوی او یوه سیمه ییز چارواکي ددې اعلان کړې و چې هغه سړي ځان د ناهیلیو او په ژوندانه کې د ماتې خوړلو له وېرې، له پله لاندې غوځار کړی.
دادی له هغې پېښې درې کاله وروسته، په ۱۹۳۹کال ګیسپي ورالدي بېرته د هغې نجلۍ په کالبوت کې ژوند ته راستون شوی و. ګیسپي- ماریا د هغو کسانو په وړاندې چې تحقیق یې ترې کاوه، خپل کنترول له لاسه ورکړ:
«هغه پل له سلو فوټو ډېر لوړ و. تاسو داسې ګڼئ چې زه بېړا وم او ځان مې له دومره لوړې لاندې غوځاراوه؟ زه د ګیسوسو په بار کې له یو شمېر دوستانو او اشنایانو سره ناست وم. نیمه شپه له خپلو څلورو دوستانو «توتو»، «دامیانو»، «وابل»، او «روزاریو» سره له بار څخه ووتم. هغو نامردانو زه ووهلم، ښه یې له پښو وغورځولم او بیا یې زما نیمځاله کالبوت د هغو ډبرو له پاسه وغورځاوه.
میرمن ورالدي راوغوښتل شوه، څو هغه نجلۍ وګوري چې ځان یې د هغې زوی ښوده. ماریا- ګیسپي د میرمن ورالدي له لیدلو خوښ شو، هغې ته یې یوه څوکۍ راوړه او له هغې سره یې خپله مینه او محبت په ډاګه کړ. ویې وېل:
«درې کلونه! هو،درې کلونه کیږي چې مورې ته مې نه یې لیدلې!»
میرمن ورالدي ډېره ناهیلې وه. هغې له ځان سره د خپل مړه زوی ګیسپي د خور مېړه راوستی و. دا مهال یې ماریا- ګیسپي ته د خپلې هغې لور چې خاوند یې دلته ولاړ و، عکس ور وښود او «ماریا تالاریکو» چې په عمر یې هغه نجلۍ نه وه لیدلې، هغه وپېژندله؛ دومره چې هغې یې ته هغه له ټولو پټه دردونکې پېښه یې هم رایاده کړه. وروسته یې د ماریا د کالبوت له لارې مور ته ډاډ ورکړ چې «هېڅ مهال دا ګومان ونه کړي چې ګڼې هغه زوی دی ځان وژلی. خامخا هغو څلورو ناولیو پرما څه خوړلي و. ما چې څومره کولای شول له ځانه مې دفاع وکړه؛ خو هغوی په ډبرو او اوسپنیزو میلو سره زه تر وهلو ډبولو لاندې ونیولم. هغو بدو دوستانو زما ژامه او لاس را مات کړل. جامې یې راڅخه وکاږلې او وروسته یې زه د رود د ژۍ پر ډبرو غوځار کړم.»
ګیسپي د ماریا د بدن له لارې څارنوالانو او د پولیسو مامورینو ته معلومات ورکړل، چې له وژونکو څخه یو تن یې د «ابل» په نامه، د ۱۹۳۸کال په سپتمبر کې، د زړه د ناروغۍ له لامله مړ شو. «توتو» په ختیځه افریقا کې د موسولیني له لښکر سره د جګړې په ترڅ کې ټپي شو. ددې دواړو راپورونو رښتینوالی تایید شو.
د ګیسپي بله خبره د څارنوالانو د حیرانۍ سبب شوه، ځکه چې هغه ووېل همدا مهال بل وژونکی یعنې «دامیانوی» د تالاریکو د کور په لور روان دی.
«هغه دلته را روان دی چې هغه نجلۍ چې ځان ګیسپي نوموي، تر یرغل لاندې ونیسي؛ خو زه چمتو یم.»
له دې خبرو څو شېبې وروسته، د وژنې له څلورو تورنو وګړو څخه یو تن یعنې دامیانو د تالاریکو کور ته راننوت. بې له ځنډه یې ماریا لیونۍ وبلله او نور وګړي یې د احمقانه کارونو په کولو تورن کړل.
دامیانو له هغې نجلۍ سره چې د ګيسپي له نامه ورسره غږېده، له څو دقیقو خبرو وروسته په خولو کې ډوب شو او ځان یې د ډاکترانو او پولیسانو له منځه وښکه او په منډه له کوره ووت.
په ټول هغه وخت کې چې ماریا د ګیسپي په واک کې وه، خپل ټول دوستان یې وپېژندل.
د کلي هغه هستوګن چې ماریا- ګیسپي د هغوی له غلطیو پرده پورته کوله، خجالت په خپله مخه تلل.
ګیسپي په حیرانونکې بڼې سره ماریا بېرته خپل کالبوت ته راستنه کړه؛ هغې څارنوالان د رود غاړې ته بوتلل، صحنه یې هماغسې له سره جوړه کړه، چې یو مهال هلته پولیسو د ګیسپي کالبوت موندلی و.
نجلۍ لس دقیقې همالته وغځېده او بیا ورو ورو په هوښ راغله او کښېناسته. یو ډاکتر چې هلته ورسره راغلی و، کورتۍ یې د پیغلوټې نجلۍ پر بدن واچوله، له دې سره سره کوم مهال چې هغې ځان دا ډول د رود پرغاړه ولید، سخت ټکان یې وخوړ.
ماریا د هغو پېښو په اړه چې په تېر دوو اونیو کې د هغې کالبوت ته د ګیسپي د ننوتو پرمهال رامنځ ته شوې وې، نه پوهېده او څه یې په یاد نه راوړل. وروسته له هغې چې له پولیسانو او ډاکترانو څخه په خپل جسم کې د یوه مړه وګړي د روح د حلول په اړه واورېدل، ډېره وشرمېده. ماریا بیا څو اونۍ یوازېتوب غوره کړ او په هېڅ راز چمتو نه وه له کوره بهر ووځي.
د ډاکتر په مشوره ماریا وروسته یوه وینا خپره کړه او وېلي یې و، چې هغه د هغو دوو اونیو د پېښو په اړه څه په یاد نه لري. هغه یوه روغه رمټه نجلۍ ده او قسم یادوي چې په ټول ژوندانه کې یې د ګیسپي په نامه څوک نه پېژانده او له هغې ورځې وروسته چې درې کاله دمخه یې، د ګیسپي جسد تر پله لاندې لیدلی و، د هغه په اړه هېڅ راز فکر یا احساس هغې نه درلود او نه یې هم کوم ځل ګیسپي په خوب لیدلی.
د خوښۍ خبره داده چې له هغې پېښې د ماریا روغتیا ته هېڅ راز زیان نه و اوښتی؛ خو تر هغې وروسته یې هېچا ته ددې حق نه ورکاوه چې د هغو دوو اونیو په اړه څه ترې وپوښتي.
څو کاله وړاندې روت مونتګمري «د سبا په کنډو کې» کتاب کې د تېر ژوندانه د خاطراتو توپیرونه وڅېړل او روښانه یې کړه چې په دا ډول پېښو کې ښایي یو روح په ډېر غیر عادي حالت کې له جسم څخه ووځي او اجازه ورکړي چې بل روح یې بدن ته ننوځي او بیا هغه پردی کالبوت د لنډ مهال یا تل لپاره په واک کې ونیسي.
«امي بورتنر» په خپله خبرپاڼه کې څرګندوي چې د بل روح له خوا د کالبوت نیول بېلابېلې لارې لري، خو ډېره معموله بڼه یې داده چې دوه روحه تر خپله منځه موافقه کوي چې خپل وضعیت سره بدل کړي. په دې توګه هغه روح چې کالبوت په واک کې لري، خپل جسم پرېږدي او هغه روح چې کالبوت نه لري، هغه جسم ته ورننوځي. په کالبوت کې دا ډول ځای پرځای کېدل ډېر په بېړه سرته رسیږي. دا ډول بدلون ډېر ځله هغه مهال چې یو وګړی په سخته ناروغۍ اخته وي، یا د ترافیکي پېښې له لامله او یا هم په بل ډول د بشپړې بېهوښۍ او کوما حالت ولاړ شي، په دا ډول حالتونو کې د روحي بدلونونو په اړه پوهه او خبرتیا ترلاسه کوي.
«ملیسا.اف.هالسي» چې د «وې» ورځپاڼې ته کار کوي، وایي چې:
«د نور کوچنیان» هغه کوچنیان دي چې د بې کالبوته ارواووو په واک کې ورځي. او شمېر یې هم په دې خاورینه وچه کې لږ نه دی. د دا ډول بدلون لپاره باید د ارواوو ترمنځ موافقه وشي، کله د هوښیارۍ په ترڅ کې او کله هم په روحي بُعد کې دا کار تر سره کیږي.
ډاکتر کارون ګودي وایي:
«د ځمکې وچه یوه او یوازېنۍ ده. دا ځکه چې هلته د ژوند تجربې د روح په واک کې دي، چې ځینې یې په مادي بڼه او ځېنې یې د وړانګو په ډول دي. هغه مهال چې ارواوې پرېکړه کوي، خپلې حاملې څپې له خوب څخه راویښې کړي، او د انسان په بڼه را څرګندې شي، یا خپلې بڼې له یوې بلې سره بدلې رابدلې کړي؛ نو په لومړي پړاو کې دا دواړو خواو ته اړینه ده چې ترمنځ یې موافقه وشي. دغه موافقه د بېرته بدلولو لپاره هم اړینه ده. په دا ډول حالاتو کې روح کولای شي په اګاهانه ډول خپل بُعد بدل کړي.»

اوس د څېړل شویو دوسیو څو مورده دلته شرحه کیږي:
د کلورادو د ایالت څلورکلن هستوګن هلک له یوې ډېرې سختې تبې ژوندی راووت. له تبې وروسته د هغه حالت بیخي عادي په نظر راته؛ خو دا ادعا یې کوله داسې یو سوداګر دی چې شریک یې تېروېستلی او وروسته یې په قتل رسولی دی.
دغه هلک چې څو ځله یوه عمومي پلورنځي ته ننوت، د کورنۍ د غړو د شرمولو لامل شو، دا ځکه چې هغه په لوړ آواز د پلورنځي څښتن پر دې تورن کړ چې دی یې په خپلو لاسونو وژلی دی.

هغه مهال چې «کارلا» د لور زېږولو پرمهال په روغتون کې بستري وه، د ډاکترانو له څنګه ېې خپله ترورۍ ولیده. ترورۍ چې پر کارلا ډېره ګرانه وه، پر هغه مهال ژوند له لاسه ورکړ چې په بېړۍ کې سپره وه، دغه بېړۍ په اوبو کې ډوبه شوه؛ خو د ترورۍ جسد چا ونه مونده.
هغه مهال چې د کارلا لور دوه کلنه شوه، کووي ته ورته ناروغۍ ونیوله. له درملنې او روغتیا وروسته ماشومې په ټینګار سره وېل چې نوموړې هماغه «اینګا» ترورۍ ده.
د کارلا د وینا له مخې نجلۍ کولای شول چې د اینګا ترورۍ ګاڼې او سامانونه وپېژني او حتا د اینګا ترورۍ د دوستانو عکسونه چې په البوم کې وو، دغې ماشومې پېژندل.

هغه مهال چې څلور کلن «بآبي» د مننجیت (سخته دماغي ناروغي ده) په ناروغۍ اخته کېدلو له لامله د مړینې په حال کې و، خپلې مور ته یې ووېل چې د هغې غېږې ته به ډېر ژر بېرته راستون شي.
د هغه له مړینې شپږ مېاشتې وروسته پلار او مور بیا غم په مخه کړل، ځکه چې د کووي ناروغۍ له لامله د هغوی دوه کلنه لور «سیندي» د مړینې په حال کې وه. هغه مهال چې سیندي بېرته رکه روغه شوه، داسې نه ترسترګو کېدله چې دا دې هماغه دوه کلنه ماشومه نجلۍ وي. هغې د لوبو له خپلو وسیلو سره هېڅ علاقه نه ښوده. نور یې د علاقې یا کرکې وړ څیزونه هماغه وو، چې د مړه شوي بآبي و.

یو دوه کلن ماشوم له دوو ورځو بې هوښۍ وروسته په هوښ راغی. هغه له زینو څخه د لوېدلو له امله د کوما حالت ته تللی و. له بېرته په هوښ راتللو سره یې خپل پلار او مور ته ووېل، دا چې هغه د لوییس په نامه یادوي، کرکه کوي. هغه خپل نوم «آلبي» وښود او غوښتل یې خپل کور، خپلې میرمنې او اولادونو ته ورستون شي.
هغه د پلار د پوښتنو په ځواب کې ووېل، هغه یو بریالی بزګر و چې د درې تنو کارګرانو له خوا وژل شوی دی. هغه زیاته کړه، هغو دریو تنو نوموړی تر غوجلې پورې تعقیب کړې و او وروسته له هغې یې د مړینې ترپولې وهلی دربولی او په پای کې یې په یوې اوسپنیزې میلې وژلی و.

براد ستایګر دې پایلې ته رسېدلی دی:
«هغه وګړي چې مړینې ته نیږدې تجربه ترسره کوي، د روح د بدلون پړاو ته رسیږي او زیاتره وختونه ځان بل وګړی ګڼي.»
یوځل د«وې» مجلې چلوونکي «بارلیزنلسون» د بل وګړي جسم ته د روح د حلول په اړه له برادستایګر سره خبرې اترې لرلې. هغه په دې اړه وایي:
«براد یو ځل بیا له خپلې زړې عقیدې څخه په دفاع لاس پورې کړ؛ خو په هرحال ډېره هڅه وشوه، چې ټول دغه کتاب له هر راز تعصب څخه پاک وي. براد ووېل:
« د ماورالطبیعه پدیدو په اړه له څلویښتو کلونو څېړنو او مطالعو څخه وروسته دا پایله لاس ته راغله چې هېڅوک یو څیز په سلو کې سل نه مني. زه پوهېږم چې وګړي په یوه څیز هومره پوهېږي چې عقیده یې اجازه ورکوي. «نیچه» وېلي چې:«هېڅ راز بشپړ حقیقت شتون نه لري. هرڅه یوازې شرحه او تفسیر دي.»
په هرحال دا د لیکوال نظر دی او موږ به یوازې د یوه نظر په توګه ورسره چلند کو. او پاتې یې دا چې:
«خو پیغمبران، اولیا او یو شمېر فیلسوفان د لس هاوو زرو کلونو په ترڅ کې په دې ګډ باور وو چې هرڅه وکرې، هماغه به ریبې. په دې باب بې شمېره بېلګې راوړل شوې دي چې نه شو کولای هغه رد کړو...
که چېرې په تناسخ، او دا چې تناسخ د روح د بقا نښه ده، باور لرﺉ...نو باید په دې هم باور ولرﺉ چې خاورینه ځمکه زموږ لپاره د یوه ستر عملي ښوونځي دریځ لري او «روح» پرځمکه پل ایښی چې د فردي تجربو له لارې زده کړه وکړي، او د «ځانپېژندنې» او «خدای پېژندنې» لوړو پوړیو ته پورته شي، او بیا هغه مهال له ځمکنۍ مدرسې د فارغیدلو او اعلا درجو ترلاسه کولو له لامله په نوې اګاهۍ او پوهې سره د ټولو الهي جهانونو او طبقو د ګډ هستوګن په توګه، د الهي ارادې د پاکې مجرا په توګه، اسماني کور ته د اګاهو ارواو د بېرته ستندېدلو له سفر سره مرسته وکړي.
هغه وګړي چې مړینې ته نیږدې تجربې تېروي، د تېرې زمانې په اړه له ځانه لږ تعصب په ډاګه کوي. ښایي دا ډول بدلون ددې پرځای چې یو څوک ځان بل څوک وګڼي، ددې لامل شي چې خپل واقعي «زه»؛ چې هماغه روح دی؛ ومومي.
یو له هغو وګړو څخه چې دا ډول تجربه یې لرله داسې وایي:
«هغه مهال چې زه جورج اندرسون وم، د خپل واقعي «زه» په اړه نه پوهېدم؛ خو اوس چې دا له ولولو ډک واقعیت رامخته شوی؛ ما نور ولید او د الهام حالت له ما لاره وکړه. ما خپل حقیقي زه وموند. اوس زه یو نوی وګړی یم. او دا زما تازه نوم دی. هغه خبرې چې زما له خولې دا مهال وځي، زما په پخواني «زه» پورې اړه نه لري، او له لوړې سرچینې څخه رابهېږي. او له هغه نوي زېږېدلي انسان څخه چې زه یم؛ زما غوږو ته راځي. دا زما اوسنی او «ژوندی زه» دی.»

«دایفرینوکلز» چې د «لوري جین فلوري» له کالبوت څخه غږېده، د روح مساله یې داسې روښانه کړه:
«د مینې وړ انسانانو، تاسو د نور سمفوني یاستئ. ستاسو په ارواوو کې څو بُعدي همغږۍ او له هر راز عیبونو او زیانونو تش انډول په آزادانه ډول جاري دی. یوازې دومره اړتیا ده چې غوږ ونیسئ او متبرک شئ ، څو د خدای تعالی اعجاب انګیزه ښکلا تاسو ته د الهام په ډول وړاندې شي. عزیزانو راویښ شئ، او د نور له شان او شوکته او عظمته ډکې موسیقۍ په څېر؛ چې خپله هم له هماغه جنس څخه یاست؛ ځانونه د عشق او نور له ځواک سره همغږي کړﺉ...
مهرباني وکړﺉ، په یاد ولرﺉ چې تاسو د نور او عشق اعجاب انګیزه مخلوقات یاست، او په هغه لاره ګام پورته کوﺉ چې په پوره اګاهۍ او پوهې سره خپل اصل ته ورګرځئ. او د خدای نور ستاسو په سلول سلول کې شته دی او دا مهال ددې فرصت په لاس درغلی چې په خاورین ستوري کې تجربې ترلاسه کړﺉ. ځانونه وپېژنئ او په دې پوه شئ هغه وګړي ډير دي چې غواړي بیا تجسم ومومي. نو ای انسانانو، دا شېبه ښه وګنئ. دې خاورین ستوري ته راتګ هم هومره آسانه نه دی او پوه شئ تاسو د خدای تعالی په وړاندې ډېر عزیز او درانه یاست چې دا فرصت یې درته درکړ.
مخلوقاتو سره مینه وکړﺉ. له خپلو بشري تجربو څخه خوند واخلئ. تاسو د خاورین ستوري پر سر تل تر تله نه اوسئ. خو «واقعي زه» به مو چې هماغه نوراني وجود دی؛ ابدي شتون ولري!
ستاسو د روح او روان معنوي وړانګې؛ ستاسو له فزیکي کالبوت څخه سر را پورته کوي او غوړیږي. پوه شئ سره له دې چې ستر روح یاست؛ خو له جسمي پلوه کمزوري یاست. تاسو الهي موجودات یاست. دا مهمه نه ده چې بشر یادیږﺉ...احساس لرﺉ...تجربه ترلاسه کوﺉ...د نورو مخلوقاتو په وړاندې د ترحم او زړه سوي احساس لرﺉ...
تر ټولو ډېر مهم دا چې د نورو وګړو په اړه ژر تر ژره قضاوت مه کړﺉ. بلکې له هغوی سره مینه او عشق وکړﺉ.»

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل     ۱۸۶،          سال    هشتم،      دلو /حوب     ۱۳۹۱ هجری خورشیدی           ۱۶ فبوری      ۲۰۱۳ عیسایی