کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

لومړی فصل

 

 

 

 

دویم فصل

 

 

 

 

 

 

 
 
   

د غږ او رڼا سپرغۍ
(مړینې ته څېرمه حالت کې د
ماشومانو تجربې) 




پښتو ژباړه او سمونې: محمد انور وفا سمندر

 
 

دریم فصل

 

              مړینې ته د څېرمه تجربو روښانول او د هغو را وروسته اغېز

 

د روم دولتي روغتون د جراحۍ برخې مشر او د روم پوهنتون پروفیسور ډاکتر آنتونینو آلدو سودارو (Antonin Aldo Sodaro) له زیاتو څېړنو او مشاهداتو وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې له فزیکي مړینې وروسته هم ژوند شتون لري.

ډاکتر سودارو د هغه نوي ځوان چې په ترافیکي پېښه کې سخت ټپي شوی و، خبره را یادوي.

هغه ځلموټی له خپل بدن څخه ووت. هغه د خپل ساړه بدن د پاسه الوت کاوه او د نړېدلي موټر دننه یې خپل بې ځانه او ټوټه ټوټه بدن لیده. هغه دا لیدل چې ښځې او نران د موټر له کږو، وږو اوسپنو څخه د هغه د جسد راوېستلو لپاره څومره سختې هڅې کوي، خو هغه همداسې بې غمه له پورته دا هرڅه لیدل او د بشپړې آرامتیا احساس یې کاوه. هغه همداسې چې پورته او لا پسې پورته الوت؛ تر نظره یې شول چې یو ډېر ښکلی نور هغه د ځان په لور وربولي. همداسې چې د جنتي نور په لور وړاندې او نور هم وړاندې ورته، په پوره حیرانۍ یې له یوې ښځې سره خپل نیکه، چې دمخه له فزیکي نړۍ څخه کډه شوی و، ولیده. هغو دواړو ورته ووېل:

«بېرته وګرځه. دلته لا ستا د پاتې کېدلو مهال نه دی را رسېدلی. ژوند ته ور وګرځه. خلک تا ته انتظار دي.»

ځلموټی متوجه شو چې غواړي په زوره هغه بېرته خاورینې نړۍ ته ور وګرځي. هغه غوښتل د هماغه آرامتیا بښونکي نور تر څنګه پاتې شي. نیکه یې په لوړ غږ ورته ووېل:

«غوږ ونیسه. ته باید بېرته وګرځې. باید ځان هغه ځواک ته وسپارې چې تا ځمکې ته ستنوي.»

ځلموټي په بې علاقه ګۍ د نیکه خبره ومنله او ځان یې هغه ځواک ته وسپاره چې هغه یې د خپل جسد په لور ور وست.

ډاکتر سودارو زیاتوي په هماغو شېبو کې چې د ډاکترانو ډلې ژوند ته د ځوانکي را ګرځولو لپاره هلې ځلې کولې، نوموړي هلک په خبرو پېل وکړ او ویې وېل چې خپل مړ نیکه یې له جنتي نورسره نیږدې لیدلی، خو هغه ښځه چې له نیکه سره یې وه، ده نه ده پېژندلې.

د سیمې خلک چې ددغې ترافیکي پېښې شاهدان وو او د مرستې لپاره هلته را ټول وو، د ښځې په اړه د هلک د خبرو له اورېدلو سره هک، پک پاتې شول.  هلک د داسې یوې ګاونډۍ ښځې نښانې یادې کړې چې دا مهال ژوندۍ او روغه جوړه وه. د هغوی تصور داسې وو چې د سخت درد له لامله هلکی پرته غږیږي. او داسې ګومان کوي چې د روح په حالت کې یې خپل مړ نیکه لیدلی دی.

له دې سره، سره ډاکتر سودارو د هلک خبرې جدي وبللې او د هغې ښځې لیدلو ته ور روان شو چې لاژوندۍ وه، خو هلک د روح په بڼه جنت کې له خپل نیکه سره لیدلې وه. هغه مهال چې د ښځې د کور وره ته ورسېده، ښځه یې په بستره کې مړه ومونده. هلک د موټر د ټکر د پېښې پرمهال له جسم څخه په وتلو سره دا ښځه له خپل مړه نیکه سره یو ځای لیدلې وه.

براد ستایګر د مړینې ته څېرمه تجربې(Near-death Experience) اصطلاح د هغو وګړو له خوا د تایید وړ کلمې په توګه په کار وړي، چې د مړینې له پولې بېرته را ګرځېدلي.

د روح د سفر لرغونې پوهه هر وګړي ته، په خپل ژوند کې، دا تجربه شونې اعلانوي. هر فرد په ژوند کې کولای شي غیر مادي طبقو ته د روح د سفر له لارې ګام کیږدي. خو د براد ستایګر په نظر:

«هغه مهال چې په ۱۹۸۳کال کې مړینې ته څېرمه تجربو په اړه زموږ څېړنې له نورو څېړونکو سره پرتله شوې، دا پایله راووته:

۱. هغه وګړي چې مړینې ته نیږدې تجربې لري، ددې شاهدان وو چې څرنګه یې معنوي جسم له فزیکي جسم څخه جلا کیږي؛

۲. نیږدې ټولو هغو وګړو چې دا ډول تجربې یې لرلې څرګنده کړه چې د اګاهي حس یې د مکان او زمان له قید څخه آزاد دی او هېڅ راز فزیکي محدودیت نه لري؛

۳. هغه راپورونه چې مړینې ته څېرمه تجربه لرونکو وګړو له کورنیو، دوستانو، ډاکترانو او نورو وګړو څخه ترلاسه شوي، د دا ډول وګړو له ګډوډ حالت څخه حکایت کوي؛

۴. دا ډول وګړي څرګندوي چې له یوه تیاره تونل څخه د یوه ځلانده نور په لور ورښکل شوي دي؛

۵. ددې وګړو له منځه زیات شمېر یې دا حقیقت په ډاګه کوي، چې مړینې ته څېرمه تجربو پرمهال د نوراني مخلوقاتو، پرښتو او یا ورته اشنا نورو هغو ارواوو سره مخامخ شوي چې په فزيکي توګه دمخه مړه شوي وو؛

۶. یو شمېر وګړي چې مړینې ته څېرمه تجربې یې تېرې کړي، په ډاګه کوي چې د تجربې په ترڅ کې د خپل پخواني ژوند د لیدلو شاهدان وو.(د اسلام د مقدس دین له نظره دا یوه د بحث وړ موضوع ده، خو موږ د ژباړې د بېپریتوب او اصالت له مخې متن کټ مټ راوړ.)

۷. یو شمېر دا ډول وګړي وایي چې د جنت یوه برخه د کوربه پرښتې له خوا ور ښوول شوې او یا دا چې د جنت نور یې پر وجود اغېز پرایښی؛

۸. له دغو وګړو څخه زیات شمېر یې فزیکي نړۍ ته له بېرته راګرځېدلو سره مخالف وو.

هغه احصاییې چې په ۱۹۹۲ کال کې راټولې شوې، په ډاګه کوي چې د دیارلسو میلیونو په خواوشا کې امریکایانو لږ تر لږه په ژوند کې یوځل مړینې ته څېرمه تجربه ترلاسه کړې.

ډاکتر پي.ام.اچ.اتواتر(Dr.P.M.H.Atwarer) پر دې ټینګار کوي چې له دغو وګړو څخه ۳۳ سلنه یې په روغتون او درملځي کې له مړینې سره مخ شوي دي. ډاکتر ملوین مورس(Dr.Melvin Morse) او همکار یې کیمبرلی کلارک شارب(Kimberly Clark Sharb) او مرستندویه ډله یې څرګندوي چې دا چاره د کوچنیانو په منځ کې ۷۵ سلنې ته رسیږي.

څو کلونه کیږي چې «له نورها غاړه مړینې ته ورته تجربو په اړه نه وېل شوې خبرې» کتاب لیکوال ډاکتر اتواتر په دې برخه کې څېړنې کوي او د خپلو څېړنو له مخې په ډاګه کوي چې مړینې ته څېرمه تجربو په اړه د کوچنیانو خبرې د سړي ښې راځي، خو لویان بیا په دې اړه دوزخي داستانونه بیانوي. د هر ځل سفر له پای ته رسولو وروسته د دویمې طبقې(اثیرې طبقې) هغو پوړیو ته د زده کړو په موخه بیول کیږي چې د فزیکي ژوند پرمهال یې وړتیا ترلاسه کړې وي. کله کله اروا ددغې نااشنا طبقې داسې درسخونو ته بیول کیږي چې انساني ذهن یې د دوزخ په نامه پېژني، خو دا چې هر فرد د خپلو ټولو کړو وړو مسوول او ځواب ویونکی دی، ځکه نو موږ د ژوند په ډګر کې د مخالفو طبقاتو، جنسونو، روغو او معیوبو جسمونو راز راز اقتصادي مدني وضعیتونو لرونکي یو. هر فرد په هغه قالب کې ژوند پېلوي چې دده لپاره د معنوي ودې او زده کړې تر ټولو ښه فرصت برابرولای شي. خو اکنکار په ډاګه کوي چې ددې پرځای چې فرد هر رنځور، معیوب، په اقتصادي تنګسیا کې را ایسار وګړی تحقیر کړي، د عشق د الهي قانون له مخې باید تر وسه وسه د هغه مرسته او لاسنیوی وکړي. ځکه ټول مادي قالبونه موقتي دي او خاورین کالبوت د هېڅ روح اصلي ذات او هویت نه دی. او د عشق قانون ترټولو قوانینو لوړ دی، ځکه چې عشق د اکنکار د نړۍ لید زړه دی.

براد ستایګر او میرمن یې شري هانسن ستایګر د خپلو څېړنو په لړ کې لیکي:

حتا نوی زېږېدلی ماشوم هم مړینې ته څېرمې تجربې لري چې بیا د ژبې په زده کولو خپلې خاطرې نورو ته وایي. داسې ماشومان هم شته چې د جنتي حیواناتو په اړه غږیږي.

زیاتره ماشومان مړینې ته څېرمه تجربې په ترڅ کې، له خپلو هغو خوېندو او وروڼو سره مخ کیږي چې ددوی له زوکړې دمخه مړه شوي وي. او بیا ځنې یې خپلې هغه خوېندې یا وروڼه ویني چې له هغوی وروسته دنیا ته راغلي او دا مهال مړه شوي وي.

د ډاکتر اتواتر، د څېړنو له مخې، مړینې ته څېرمه تجربو لرونکو څخه ۸۰ یا ۹۰ سلنې یې د دغو ځانګړو روحي او رواني بدلونو ښکارندویه وو:

په دقت سړي ته ګوري او خپلې چارې همغسې سرته رسوي؛

زیاتره خاندي، نوراني څېرې لري او سترګې یې ځلېږي؛

زیاته انرژي لري؛

د نور او په تېره بیا د لمر د رڼا په وړاندې یې حساسیت لوړ وي؛

د راز راز زیر او بم غږونو په وړاندې د هغوی حساسیت لوړ وي؛

د عادي وګړو پرخلاف یې د ځینو کارونو په وړاندې ستړیا او خستګي زیاته او د ځینو نورو کارونو په وړاندې یې دا ډول احساس لږ وي؛

د عصبي فشارونو او ناراحتیو په وړاندې ټینګ وي او د ناروغۍ یا ټپي کېدلو پرمهال په بېړه بېرته روغېږي؛

د هغوی مغزي او فکري فعالیت بل ډول وي. 

دغو تجربو او ورڅخه راولاړو شویو اغېزو ته په پام سره، په ډاګه کیږي چې د انسان یا فرد رښتینی (زه) څه شی دی؟ که د انسان اصلي ذات اروا وي، نو جسم، حواس، روان او ذهن یې بېلابېل غلافونه دي چې فردي اروا د هغوی له لارې، په فزیکي ډګر کې ژوند او زده کړه کوي. نننۍ نړۍ د نورو څېړنو ترڅنګ دا رازونه هم را سپړي، خو دا په ډاګه شوې چې بشري معلوماتي پوهه یا علم ددې وس نه لري چې له فزیکي او رواني هستۍ ور وړاندې پښه کیږدي. او انسان یوازې د بې شرطه پوهې له لارې کولای شي خپل اصلي وطن ومومي او ددې بې شرطه پوهې دروازه د انسان دننه خلاصیږي او پایله هم دا چې انسان د دروني سفر له لارې ځان پېژندنه ترلاسه کوي.

د ۱۹۸۳کال د فبروري په ۱۹مه د نوبل د طبي جایزې وړونکی او د امریکې د هاروارد پوهنتون پروفیسور جورج والد (George Wald) له خولې د دیتریک تامسن په خپرونه کې داسې راغلي:

«په علومو کې دوه اساسي او بنسټیزې طریقې راغلي دي چې د زیاتو څېړلو وړ دي. یوه یې د اګاهۍ او هوښیارۍ او بله یې د هستۍ نظام دی. باید اقرار وکړو چې د یوه پوه په توګه هېڅوک په مطلق ډول نه شي کولای د اګاهۍ او د هستۍ د نظام مساله تفسیر کړي.»

د نوبل د علمي جایزې ددغه وړونکي منظور ښایي داوي چې سوچه اګاهي د هستۍ د نظام لامل او جوړونکې ده، نه بشري معلوماتي پوه! او دا شان ژوند هم اګاهۍ پنځولی او ورسره یې د هوښیارۍ بېلابېلې پوړۍ رامنځ ته کړي دي.

جورج والد وایي:

«عالم ددې غوښتونکی دی چې وپېژندل شي. آیا د هستۍ نظام خپل رول او نقش لوبوي او غواړي ټولې څوکۍ له افرادو تشې کړي؟»

نننۍ نړۍ بشري معلوماتي پوهې پوښلې. نن بشر د خاورینې ځمکې ټولې لوړې او ژورې تر کنترول او استفادې لاندې نیولي. نن ټول طبیعت د انسان د ذهن په لابراتوار کې تجربه شوی، خو هغه کیسې او هغه انکار نه منونکي حقایق چې مړینې ته څېرمه تجربو لرونکي وګړي یې بیانوي، چېرې، په کومو نا اشنا ځمکو کې او په څه ډول زماني ظرف کې ترسره کیږي. انسان بله لاره او زینه نه لري. خیال، تصور، د اګاهۍ غوړېدل او د اروا سفر او د خوبونو ژوندۍ تجربې دي چې ښایي موږ د خپل نه پېژندلي برخلیک اقلیم ته ورسوي.

 

 نوره بیا

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۶٤      سال       هشـــــــــتم         حمل    ۱۳٩۱   هجری خورشیدی         ۱۶  مارچ ٢٠۱٢ عیسوی