کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

لومړی فصل

 

 

 

 

دویم فصل

 

 

دریم فصل

 

 
 
   

د غږ او رڼا سپرغۍ
(مړینې ته څېرمه حالت کې د ماشومانو تجربې) 


پښتو ژباړه او سمونې: محمد انور وفا سمندر

٤

 
 


څلورم فصل

مشرې خور یې هغه کور ته واستاوه

ډاکتر ک.ام.دیل (Dr.K.M.Dale) چې د پیترزبورګ سیمه کې په طبابت بوخت دی، د یوه داسې ۹کلن ماشوم یادونه کوي چې د پلار او مور له پرله پسې شپږدېرش ساعته بې خوبیو او څار څخه وروسته یې سخته تبه لیرې شوه.
کوچني ادوارد (Edward) همدا چې سترګې بېرته را وغړولې د هغې پرښتې کیسه یې وکړه، چې نوموړی یې له ځان سره جنت ته بیولی و. هغه پلار ته ووېل:
«پلاره، ما خپله آنۍ او روزا(Rosa)ترور ولیدله»
د اداورد پلار جوزیپ (Joseph) پر ملا ورټیټ شو، د کوچني له وچولي یې په خولو لامده خیشته ويښتان لیرې کړل او ویې وېل:
«چیششش...ادي، ته اوس خوب ته اړتیا لرې»
ماشوم ټینګار کاوه چې مور او پلار ته مهم خبر لري. جوزیپ ادي ته ووېل چې مور یې له ساعتونو انتظار او بیخوبیو وروسته، نور د ودرېدلو وس نه درلود او دا مهال د روغتون په یوه بله خونه کې په خوب ویده ده.
نرسې یو کنډولی اوبه خولې ته ورنیږدې کړې، ادي له اوبو یو غړپ تېر کړ او ویې وېل:
«پلاره، زه جنت ته ولاړم او خپل ډېر خپلوان مې هلته ولیدل.»
جوزیپ ډاکتر دیل ته وکتل او لاسونه یې په تعجب وښورول:
«زما په نظر د تبې له شدته پرته غږیږي. آیا همداسې نه ده؟»
ډاکتر دیل یادونه کوي چې هڅه یې وکړه جوزیپ آرام کړي. څرګنده وه چې جوزیپ د ډاکتر دیل په مخکې دا کیسې چې نهه کلن ناروغ زوی یې د خپلوانو له ارواوو سره مخ شوی؛ نه شوای اورېدلای؛ ځکه نو د زوی له پلوه د ډېر شرم احساس ورپېښ شو. هغه جوزیپ ته ووېل:
«سړی څه وېلای شي. کوچنی ادي د مړینې تر پولې وړاندې ولاړه. موږ تقریبا ناهیلي شوي وو. که ته له فزیکي مړینې وروسته هم پر ژوند باور لرې، نو څوک وېلای شي چې ادي څه شی لیدلي دي؟»
کوچني ادي خپلو خبرو ته ادامه ورکړه:
«پلاره، ما پرښتې ولیدلې. کاشکي مې مور هم دلته وای چې ما ټول څه وېلي وای. دا رښتیا دي چې ما مې آنۍ ولیدله. او...»
جوزیپ په داسې حال کې چې په مهربانۍ سره یې د خپل زوی په سر لاس را ښکه، ووېل:
«رښتیا هم، رښتیا هم، خامخا دی لیدلې.»
«ماما، لورنزو (Lorenzo)او ترزا(Tereza) مې هم ولیدل. دا ترزا وه چې ما ته یې ووېل؛ بېرته باید دنیا ته را وګرځم»
جوزیپ په حیرانتیا سره ځان په څوکۍ کې را سم کړ او ویې وېل:
«ترزا؟...امکان نه لري چې تا دې خور لیدلې وي...ادي، ته باید داسې خبرې ونه کړې!»
ډاکتر دیل پوهېده چې د جوزیپ نولس کلنه لور د ورمونت (Vermont) ښار په پوهنتون کې زده کړې کوي. جوزیپ په ټینګه خپله خبره بیا تکرار کړه:
«نه، شونې نه ده چې تا ترزا لیدلي وي!»
«خو پلاره، ما په خپلو سترګو هغه ولیدله. ډېره ښکلې شوې هم وه.»
جوزيپ له خپله ځایه را ولاړ شو، هېڅ یې ونه وېل. هغه د څوکۍ لوړه شا په لاسونو ونیوله او هومره یې فشار پرې راوړ چې د ګوتو بند بند یې، د سپینو مرمرو په څېر سپین او بې رنګه شول. پلار ووېل:
«ډاکتره، د هغه د خبرو اورېدلو وس را سره نه شته. څنګه کولای شم د هغه خوله ور وتړم. هغه باید نور چوپ شي.»
ډاکتر دیل ووېل:
«ته هم استراحت ته اړتیا لرې. له دوه شپو ورځو زیات وخت کېږي چې سترګه دې نه ده سره ورغلې. لاړ شه لږ وغځېږه. ادي، ته مسکن دارو ورکوم چې آرام وکړي.»
ادي په ژړا پېل وکړ:
«آیا ترزا له آنۍ، روزا ترور او ماما لورنزو سره په جنت کې پاتې کیږي؟ یعنې هغه په کرسمیس کې کور ته نه راځي؟ د ما نه خوښیږي هغه هالته پاتې شي. زړه مې غواړي هغه دلته کور ته؛ موږ ته راشي.»
جوزیپ د خپل زوی د تخت له څنګه پر څوکۍ کښېناست او په داسې حال کې چې سترګې یې د ستړیا له لامله موښلې ووېل:
«ادي، غوږ ونیسه زویه زه څه وایم...د ترزا حال ښه دی. هغه په پوهنتون کې ده او خپله هم په دې خبره ښه پوهېږې. هغه رکه، روغه، جوړه ده. ما دوه شپې دمخه له هغې سره خبرې کړي. سبا سهار هم ورته تیلیفون کوم. خامخا د هغې هم زړه غواړي ستا په حال پوه شي. یوه دوه ورځې وروسته ته هم کولای شې له هغې سره وغږيږې.»
ادي له درد او غمه سر وښوراوه او ویې وېل:
«خو ترزا له آنۍ سره په جنت کې وه. ما غوښتل له هغې سره هلته پاتې شم؛ خو هغې راته ووېل چې باید بېرته تاسو او مور ته راشم.»
ډاکتر دیل په یاد راوړي چې د جوزیپ پر اوږه یې لاس کېښود او ورڅخه ویې غوښتل چې د ماشوم له خونې ووځي.
«ما کولای شول دا درک کړم چې پلار ددغه کوچني زوی خبرو څومره تر اغېز لاندې راوستی و. جوزیپ ډېر اندېښمن شوی و. احساسوله مې چې له هومره زیات فشار وروسته، د ۹کلن کوچني هلک خبرو پلار پوره له پښو وغورځاوه.»
حیرانونکې خو داده چې د کوچني هلک پرته غږېدل رښتیا شول. په هغه شپه چې جوزیپ د کوچني زوی له خونې وت، ډاډه و چې لور یې پوره روغه جوړه ده؛ خو سبا سهار هغه او ښځه یې خبر شول چې ترزا په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوې. د پوهنتون چارواکو هڅه کړې وه، چې هغوی ته خبر ورسوي؛ خو د هغوی په کور کې څوک نه و.
«وروسته پوه شوم چې د شپې له دولسو بجو دمخه ترزا وژل شوې وه. یعنې درې ساعته له هغې مخکې چې د ادي تبه لیرې شي او بیا له خپلې خور او نورو خپلوانو سره د لیدلو په اړه څه ووایي.
ډاکتر دیل ووېل:
«هېڅ لاره نه وه چې جوزیپ د کومې اړیکې یا له چا سره د ارتباط له لارې، د خپلې خور د مرګ له پېښې خبر شي. زه دا پېښه له مړینې وروسته ژوند په اړه د یوه روښانه واقعیت په توګه منم. دا ددې لامل شوه چې زه د ژوند او مړینې په اړه، په خپلو ماده پرستو افکارو او باورونو له سره نظر وکړم.»

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۶۵    سال       هشـــــــــتم         حمل    ۱۳٩۱   هجری خورشیدی         ٠۱ اپریل      ٢٠۱٢ عیسوی