کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

لومړی فصل

 

 

دویم فصل

 

 

دریم فصل

 

 

څلورم فصل
 

 

پنځم فصل
 

 

شپږم فصل
 

 

اووم فصل
 

 

اتم فصل
 

 

نهم فصل

 

 

لسم فصل
 

 

یوولسم فصل
 

 
 
   

د غږ او رڼا سپرغۍ
(مړینې ته څېرمه حالت کې د ماشومانو تجربې) 

پښتو ژباړه او سمونې: محمد انور وفا سمندر
     

  

 
 


دولسم فصل

هغه کوچنیان چې د جنت صحنې یې انځور کړې

مشهور څېړونکی (جرج.ام.لامسا) چې زیات کلونه یې له آرامي ژبې څخه انګلیسي ژبې ته د انجیل په ژباړه کار کړې، څرګندوي چې د بشر ژبه په هېڅ توګه د روحي او معنوي اګاهۍ، خوبونو او الهامونو د توصیفولو وس نه لري. او په هېڅ وسیله نه شي کېدای د روح شتون او ماهیت؛ لکه مړینې ته نیږدې تجربې او بې واسطې اګاهۍ او درک وسنجول شي.
د (خیزوا) کلمه په آرامي ژبه کې د ارواوو په قلمرو کې د څه شي د لیدلو او (ګیلیانا) د هغه څه د لیدلو په معنا دي چې یوازې د دریمې سترګې (چې تیسراتیل یې هم نوموي او موقعیت یې د دوو وروځو ترمنځ یو انچ دننه په وچولي کې ښوول شوی) له لارې د لیدلو وړ ګرځي او فزیکي سترګې یې نه شي لیدلای. د روح په قلمرو کې زمان او مکان هېڅ معنا نه لري او ارواوې له مادي قید او بند څخه آزادې دي. ځکه نو روحي او معنوي تجربې په انساني ژبه نه شي تفسیر او تعبیر کېدلای او توضیح کول یې یوازې د تمثیل، شعرونو، د مفاهیمو بیانولو، انځورګرۍ یا موسیقۍ له لارې شوني دي.
د بریتش¬کولمبیا د پوهنتون پخوانی پروفیسور (جودي برتوا) د راشل په نوم د یوې نجلۍ چې په نهه کلنۍ کې د وینې د سرطان له امله مړه شوه، ښکلې انځورګرۍ راټولې او د«د مړینې په حال کې یوې کوچنۍ انځورګرۍ» په نامه کتاب کې یې چاپ کړې.
راشل دغه انځورونه مخکې تردې چې ناروغي هغه له پښو وغورځوي او بلې نړۍ ته کډه شي، کښلې وې. زړورې نجلۍ د ژوند په وروستیو ورځو کې وېلې چې جنت ته تللې او پوهېږي هغه ځای څه شکل لري.
«جنت ډېر ښکلی او له راز راز رنګونو ډک و.»
له درې کلنې دردونکې کیمیایي درملنې سره سره چې له وسه وتي سردردونه او خپګان یې له ځان سره درلودل، راشل بیا هم خپل وخت د هغې نه پېژندلې دنیا د انځورونو په وېستلو تېراوه.
د پروفیسور برتوا په وینا راشل څو څو ځله د بې هوښۍ او کوما حالت ته ولاړه او هرځل عادي حالت ته د ډاکترانو په هڅو سره په راستنیدلو سره، راشل بیا هم د هغو رنګ رنګ انځورونو وېستلو ته مخه کوله چې د مړینې او ژوند ترمنځ حالت کې یې هغو ته ورته صحنې لیدلې. یو ځل راشل ووېل داچې په جنت کې ککړتیا نه شته، نو رنګونه شفاف او ځلانده دي. هغې زیاته کړه چې کوچنیان په زیات دقت سره هر څه ته پام کوي، ځکه چې تر لویانو خدای ته نیږدې دي. راشل هیله وکړه چې خدای یې د ماشومانو لارښوده پرښته وګرځوي. د هغې زړه غوښتل هلته واوسي، واړه ماشومان په غېږ کې ونیسي او له هغو سره مهر او محبت وکړي او د اړتیا پرمهال د هغوی لاسنیوی وکړي.
د نبراسکا ایالت د اوماها په ښار کې د ماشومانو متخصص ډاکتر مایکل ورتن د یوه داسې لس کلن هلک په اړه چې له راشل څخه یې غوره څېړنه او ځیرنه لرله، وایي:
«د ښکار په یوه پېښه کې (جیمي لادک) سخت ټپي او مشر ورور یې چې (ساموېل) نومېده، ووژل شو.
له یوه خنډ څخه د تېرېدلو او ټوپوهلو په موقع د ساموېل د ټوپک ماشه په خپلسر کش شوه او له ټوپکه وتي د کالتوس ساچمو د هغه د مخ زیاته برخه له منځه یوړه. نورې ساچمې د هغه له څټه تېرې او د جیمي په مخ او غاړه ونښتې. هغه روغتون ته تر رسېدلو دمخه د وینې له لاسه ورکولو له امله کوما ته ولاړ.
جیمي څه وختونه ګیچ او ګونګ و. حتا له پلار او مور سره یې هم خبرې نه کولې. روښانه وه چې د خپل څوارلس کلن ورور په مړینه غم کوي. جیمي او ساموېل په لومړي ځل، بې له دې چې پلار یا تره یې ورسره وي، ښکار ته تللي وو. د ساموېل مړینې جیمي له پښو وغورځاوه. هغه ونه شول کولای د خپل ورور د مړینې په مذهبي مراسمو کې ګډون وکړي. له بلې خوا له مړي سره د مخه ښې مراسم هم له سرپټي تابوت سره ترسره کېدل؛ نو د وروستۍ لیدنې وخت هم نه و.
حتا له یوې اونۍ بستري کېدلو سره سره د جیمي په حالت کې ډېر لږ ښه والی هم رانغی. که څه هم چې ټپونه یې ژور نه وو، خو داسې تر نظره کېدله چې جیمي نور نه غواړي ژوندی پاتې شي.
«یوه ورځ د ناروغانو د کتو په ترڅ کې د ما پام شو چې جیمي له هغو کارتونو څخه چې ورته رالېږلي یې وو، د یوه په څټ رسم وکاږي. د پایوازانو د لیدنو پرمهال مې چې د هغه پلار او مور ولیدل، پوه شوم چې د جیمي تل طرحې او انځورګرۍ خوښېدې. یوې نرسې ته مې لارښوونه وکړه چې د جیمي تخت سره په میز باندې د هغه لپاره د طرحو او رسامیو یوه سپینه کتابچه او څو رنګه پنسلونه کیږدي، چې ښایي له دې لارې هغه په خبرو راشي.»
د بلې ورځې په ماسپښین د ډاکتر ورتن پام شو هغه انځورونه چې جیمي وښکلي، ډېر تیاره او ډاروونکي دي. انځور د دوو ځوانانو په وینو لړلي بدنونه ښوول چې له چنجیو او مارانو په یوه ډکه کنده کې پراته وو او له پاسه ورباندې ټپوسانو دورې وهلې. جیمي خپله انځورګري «سامي او جیمي په دوزخ کې» ونوموله.
داچې جیمي خواړه نه خوړل؛ نو هغه ته یې سیروم ور تېر کړې و. په هماغه شپه د جیمي تبه ډېره زیاته شوه او د کوما او بې هوښۍ حالت ته ولاړ.
ډاکتران، نرسان، د جیمي پلار او مور ټول راټول شول؛ خو هېڅ راز طبي مرستو اغېز نه کاوه.
جیمی د سهار ترڅلورنیمو بجو د کوما او بې هوښۍ په حالت کې و. دا وخت هغه ناڅاپه سترګې را لوڅې کړې او په ژړا یې پېل وکړ. د مور لاس یې ونیو او په لومړي ځل یې د پېښې له ورځې وروسته په خبرو پېل وکړ:
«پلاره! مورې! ما سامي ولیده! ما خپل مشر ورور ولیده! د هغه حال ښه و. هغه له پرښتو سره یوځای په جنت کې اوسېده. ډېر په غوره کې و. هغه دوزخ ته نه و تللی. ما په خپله ولیده!»
ښاغلی لادک او میرمن یې په ژړا شول او خپل زوی یې په غېږ کې ونیوه. هغوی ډاکتر ورتن او هغې نرسې ته چې یوځای ورسره و، ووېل:
«ددې یوه زوی له لاسه ورکول مو په وس نه و. خدایا! شکر چې جیمي دې بېرته پر موږ ولوراوه.»
د جیمې دا خبرې چې خپل مړ ورور یې په جنت کې لیدلی، د هغه د کورنۍ لپاره د خوښۍ زیری شو. د جیمي خبرې کول د روغتیایي ډلې لپاره هم لویه بریا وه. له دې پېښې دوه ورځې نه وې تېرې شوې چې د ډاکتر ورتن پاملرنه د جیمي له خوا کښل شویو انځورونو ته واوښته. په یوه نقاشئ کې یې یو لوړ قدی هلک انځور شوی و چې یوه کوچني هلک ته یې لاس ورکاوه. دغه شان د پرښتو یوې شپږ کسیزې خندانې ډلې چې اوږدې سپینې جامې یې په ځانونو وې او طلايي ځلانده حلقې یې په سرونو ټومبلې وې د هغوی خواوشا چاپېرې ولاړې وې. انځور په ښادي ورکوونکو رنګونو کښل شوی و. جیمي ووېل:
«رښتیا وایم ما په رښتیا هم سامي ورور ولیده!»
هغه د تېرو ورځو پرخلاف چې غمجن او سوړ حالت به یې درلود، ددې خبرو په ترڅ کې موسکا په شونډو لرله:
«ما سامي ولید او له هغه سره مې خبرې وکړې. هغه ماته ووېل چې ژوند یې ښه دی او نه ده لازمه چې دوزخ ته ولاړ شي. حتا پرښتو ماته ووېل چې سامي به له هغوی سره پاتې شي.»
ډاکتر ورتن ته دا پوښتنه پیدا وه چې ولې جیمي دوزخ ته د سامي د تللو په اړه دومره اندېښنه درلوده. جیمي چې د سامي د لارښودې پرښتې د انځور د کښلو په حال کې و، ووېل:
«ځکه...ځکه چې...»
هغه انځور کښلو ته دوام ورکړ. په پای کې ډاکتر ورتن د ښوونځي د یوې زده کوونکې نجلۍ په مرسته، د جیمي له خولې خبره را وښکله.
کیسه داسې وه، چې له هغې خونړۍ پېښې څو اونۍ دمخه، د جیمي پلار ښاغلی لادک، د یوې دندې له پاره له دې ښاره ولاړه او خپله میرمن یې هم له ځان سره بوتله. دواړه زامن په کور کې یوازې وو. اوولس کلن سامي د پلار او مور په نشتوالي کې دوه نور همزولي خپل کور ته را میلمه کړل. هغوی په دې ګومان چې جیمي ویده دی؛ څوکوتیه بیر را اخلي او د تلویزیون نندارې ته کښېني. ناڅاپه جیمي له خوبه را پاڅيږي؛ دغې خونې ته راځي او خپل مشر ورور او دوه نور هلکان د شرابو خوړلو په حال کې ګوري، ددې ناوړه کار د ودرولو له پاره په سختو ټکو کې خپل ورور ته وایي:
«ته لا دومره لوی شوی نه یې چې شراب وخورې او کوم خبرلوڅ به دا خبر پلار او مور ته ورسوي! له دې ناوړه کاره دې خجالت وباسه! ستا خوښیږي چې دوزخ ته ولاړ شې؟»
سامي او دوستان یې چې د نشې له لامله بې پروا شوي وو، د جیمي پر ماشومانه غوسه خاندي او هغه ته وایي چې دا ورته مهمه نه ده دوزخ ته ولاړ شي یا ولاړ نه شي؛ خو که دا کار رښتیا شي؛ نو هغوی دا اورېدلي دي چې په دوزخ کې بیر وړیا ورکول کیږي.
د جیمي خوله له زیات تعجبه له خبرو نښلي. هغه تل د غوسې پرمهال د ژبې په بندښت اوښته؛ خو د ښوونځي د دویم ټولګي له پای ته رسولو وروسته داسې تر سترګو کېده چې دا حالت یې ښه شوی.
سامي پرېکړه کوي جیمي آرام کړي، هغه ته وایي:
«وګوره! آیا زه او ته باید د یو بل پلو ونه ساتو؟»
جیمي د هغه خبره تاییدوي، خو اوس هم پر خپله عقیده ټینګ دی او د دوزخ خبرې کوي، سامي وایي:
«چې که داسې وي؛ نو بیا که په رښتیا هم زما د کوچني ورور په توګه زما ملاتړې، په دوزخ کې باید هم له ما سره واوسي، داسې نه ده؟»
د سامي دوستان هم د هغه په پلوي جیمي ته وایي چې باید خپل مشر ورور ته وفادار پاتې شي. او په دوزخ کې ورسره یوځای واوسي.
په پای کې جیمي دا مني، د سامي لاس نیسي او په دې هوډ چې راز به یې ساتي سر ورته ښوروي؛ خو سامي نور هم ټينګار پرې کوي:
«قسم وخوره! کوچنیه وروره قسم وخوره! قسم وخوره چې له ما سره یوځای دوزخ ته ځې او قسم وخوره چې ددې ورځې په اړه هېڅ مهال پلار او مور ته څه نه وایې!»
جیمي قسم خوري، خو ټوله شپه یې ددې خطرناکه وعدې له لامله خوب سترګو ته نه ورځي.
له هغې وروسته جیمي د سامي لاس تړلی غلام ګرځي. کټ مټ د هغه اوري او د هغه مني. له هغه سره بیر خوري او په خوا کې ورسره د دوزخ په اړه ټوکې او مسخرې هم کوي. په حقیقت کې هغه مهال چې د پېښې په ورځ سامي خپل کشر ورور رابولي چې ښکار ته ورسره ولاړ شي؛ خو جیمي غوښتل پوه شي چې آیا سامي له ځان سره بیر پټ رااخیستي دي که نه؟ سامي په سختو ټکو کې ځواب ورکړ:
«نه، نه مې دي راوړي. ډېره احمقانه ده چې شراب له باروتو سره ګډوله شي. ښه داده چې بیا دوزخ ته زما د تللو په اړه هغه اپلتې پېل نه کړې. که زړه مې وغواړي، شراب وخورم؛ نو خورم یې. او که دوزخ ته ولاړم تا هم راسره بیایم.»
ډاکتر ورتن ددې کیسې له اورېدلو وروسته، له نتیجې اخیستلو دمخه لږ چوپ شو او بیا یې سر وښوراوه:
«سامي دوزخ ته له ځان سره د جیمې د بیولو خبره هسې هوایي کړې و؛ خو کوچني وفاداره ورور یې د مړینې هیله کوله چې په دې ډول وکولای شي د خپل ورور له څنګه چې هغه یې ځانته بت ګرځولی و، واوسي.
آیا دا پېښه دا حقیقت نه ښي چې د بې ځایه خبرو پرځای غوره داده چې د هغو په اړه لږ ډېر فکر وکړو؟
ډاکتر هغې انځورګرۍ ته چې په کې یوې لویې پرښتې لاسونه پرانیستي وو او دوه هلکان یې په غېږ کې نیولي وو، په اشارې کولو سره ووېل:
«د خدای شکر دی. هغه ډاډمن دی چې سامي یې په جنت کې خوشحاله او روغ لیدلی دی. څوک کولای شي ووایي چې هغه سامي نه دی لیدلی؟ په هر حال هغه نور هېڅ مهال د دوزخ په اړه نه غږیږي.»
 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۷۳،          سال    هشتم،        اسد   ۱۳۹۱ هجری خورشیدی                    ۰۱ اگست      ۲۰۱۲ عیسوی