لومړی فصل
دویم فصل
دریم فصل
څلورم فصل
پنځم فصل
شپږم فصل
اووم فصل
اتم فصل
نهم فصل
لسم فصل
یوولسم فصل
دولسم فصل
دیارلسم فصل
څوارلسم فصل
پنځلسم فصل
شپاړسم فصل
اوولسم فصل
|
|
|
|
د غږ او رڼا سپرغۍ
(مړینې ته څېرمه حالت کې د ماشومانو تجربې)
پښتو ژباړه او سمونې: محمد انور وفا سمندر |
|
|
اتلسم فصل
د پرښتو روغتیاپال مرکز
په لومړي ځل له یوې داسې موضوع سره مخ شو، چې تر ټولو اریانونکې وه. دا پېښه په ۱۹۶۰کال کې، په «پاولا وېلیامز» راغله.
هغه د دروېشتو کلونو و او په همدې نیږدې وختونو کې له پوهنتون څخه فارغ او د ایندیانا په یوه ښاري ښوونځي کې د ښوونکې په توګه ګمارل شوې وه، چې ورسره په خوا کې یې د سپورت د مربي چارې هم مخته وړې. هغه مهال چې په لومړي ځل له دې ژوندۍ، خوځنده، ښادې او خندانې ښوونکې سره مخ شوم، راته سخته وه دا ومنم چې په دیارلس کلنۍ کې د نه وینې د نه رغیدونکې ناروغۍ له لامله خپګان په مخه کړې نجلۍ دې همدا وي.
د پاولا د خبرو له مخې، ډاکتر د هغې پلار او مور ته ځواب ورکړې و چې لور یې له روغتونه نوره وباسي او د شفا موندلو لپاره یې متبرکه ځایونو ته د دعا کولو لپاره بوځي، چې ښايي د یوې معجزې له امله هغه بېرته روغه شي! میرمن او ښاغلي وېلیامز د ډاکتر خبره ټینګه کړه او هغه یې په الوتکه کې لوردس ته چې د شفاورکولو مشهور ځای و، بوتله.
«تردې دمخه چې په سفر ولاړ شو، زما حال ډېر خراب شو. زه یې د اکسیجن ځانګړې کیږدۍ ته دننه کړم. اوس ددې وخت را رسېدلی و چې زه په خپله د معجزې غوښتنه وکړم.»
یوه شپه چې د پاولا مور او پلار د قهوې څښلو لپاره کفیتریا ته تللي وو، هغې د ډاکتر او نرس خبرې واورېدې.
«هغوی ګومان کاوه چې یا ویده او یا هم بې هوښه یم. ډاکتر او نرس پرته له څه احتیاط څخه خبرې کولې. وامې ورېدل چې ډاکتر نرس ته ووېل: شک لري چې تر سبا سهاره دې زه ژوندۍ پاتې شم.
په هغه وخت کې مې د ټول وجود په سلول سلول سره خدای ته دعا وکړه او له خدایه مې وغوښتل چې یوه معجزه وکړي. انتظار مې درلود چې دغې بې ګناه دیارلس کلنې نجلۍ ته خپله معجزه ور وښیي.»
په دې مهال د پاولا داسې تر نظره شوه چې د روغتون خونه د کږېدلو په حال کې ده او داسې را تر سترګو کېدله چې هرڅه په یوه لیونۍ طریقه څرخي.
«تر نظره مې شول چې خپل تخت مې پرېښود او چت ته نیږدې ولاړم. خپل کالبوت مې د تخت له پاسه لیده؛ خو ذاتي جوهر مې چت سره څېرمه و او زما بدن ته یې ورکتل.
هغه مهال چې ماشومه وم، زما د زېږون په جشن کې به مې پلار پوکاڼې ته باد ورکړ، خوله به یې وروتړله، ورپسې به یې له باده ډکه پوکاڼه په خپلو جامو موښله چې برسیره ورباندې الکتریسته پیدا شي، له هغې وروسته به یې خوشې کړه. پوکاڼه به پورته شوه، په چت به سریښ شوه او زما لاس به نور نه ورسېده. اوس مې ځان داسې احساساوه. زه د پوکاڼې په څېر د روغتون د خونې په چت نښتې وم.»
پاولا لومړی اریانه شوه؛ خو بیا سخته ووېرېده.
آیا هغه مړه شوې وه؟ که مړه شوې وي، نو خامخا دا د خدای معجزه ده او په قوي ګومان دا دواړه پېښې په یوه وخت کې رامنځ ته شوې.
«زما تصور داسې نه و چې د یوې پوکاڼې په څېر په چت ونښلم او داسې جنت ته ولاړه شم...څه مهال په توره تیاره کې راباندې تېر شو، چې زما په نظر له یوې دقیقې نیولې تر یوه ساعته یې پایښت درلود، داسې مې احساس کړه چې د حرکت په حال کې یم.
هغه مهال چې له ساختماني توکو او چت څخه ووتم، ماته د تخنېدلو حالت را پېښ شو. او وروسته ترهغې له دې فضا بهر په یوه ځای کې وم. او د څه مودې لپاره مې پرته له تیارې بل څه نه لیدل.
په رښتیا چې ډېره وډاره شوم. دا تر ټولو بده تیاره فضا وه چې ما په ژوند کې لیدله. دا تیاره زما له تصوره وتې وه. غوره مې بلله چې د خپل جسد له پاسه د الوت په حال کې واوسم. غوښتل مې را وګرځم.»
ورپسې پاولا واورېدل چې څوک ورته را غږ کوي:
«غږ مې وپېژاند. دا غږ زما د نیا و چې څلورکاله دمخه مړه شوې وه. نه مې شول کولای هغه ووینم، خو ورغږ مې کړ چې راشي او ما له ځانه سره بوځي.
ناڅاپه یوه نري نور د تیارې زړه وڅېره. که څه هم چې داسې تر نظره کېدله چې نور ډېر لیرې دی، د نیا تصویر مې هلته ولیده. د هغې غږ مې اورېده چې د نري نور په لور تللو ته یې هڅولم.»
پاولا د خپلې تجربې په دې برخه کې باور کوي چې مړه شوې ده.
«دا چې پلار، مور او دوستان مې پرې ایښي وو؛ زړه مې خپه شو او غم په سر واخیستم. خو له بلې خوا خپله نیا هم ډېره راباندې ګرانه وه. هغې به تل زه په خپل زنګانه کښېنولم او چاکليټي بسکیت به یې راکاوه. ورپسې دې فکر واخیستم که له نیا سره واوسم، نو مړینه بیا دومره هم بده نه ده.»
هغه مهال چې پاولا ته د پاتې کېدلو فکر ورغی، احساس یې کړه چې په ډېره چټکۍ د نور په لور الوزي.
«زه تقریباً د خپلې نیا له څنګ سره وم. کولای مې شول د خپلې نیا څټ ته له ګلونو په یوه ډک باغ کې د هغې ښکلې جونګړه ووینم. نیا په ګلانو زړه ورکړې و او ما ته د چاکلیټي بسکیت بوی راته.»
ناڅاپه د پاولا الوتل دریو موجوداتو چې آبي-بنفشي چپنې یې په ځانونو وې، ودراوه.
«په یاد مې راځي چې له هغو آبي پوشو څخه یوه یې ږیره درلوده، ځکه نو ښایي نارینه به و. خیال نه کوم چې هغه دوه تنه نور دې هم ښځینه واوسي. له هغو څخه یو یې هم هغو پرښتو ته ورته نه و چې ما د دیني لوستونو په ساعت کې مجسمولې.»
ږیرور خدایي سړي پاولا ته ووېل چې نه شي کولای له نیا سره واوسي.
«له دې خبر څخه خواشینې او غمجنه شوم. داسې مې خیال کاوه چې ګڼې غواړي ما له نیا څخه جلا او بل ځای ته بوځي! خو هغه آبي پوشه مخلوق رڼا واچوله چې زما د مړینې وخت لا نه دې شوی. او زه باید خپل کالبوت ته ستنه شم.
هغه ته مې ووېل دا شونې نه ده چې زه ژوندۍ پاتې شم، ځکه ما له ډاکتر څخه واورېدل چې تر سهاره ژوندۍ نه شم پاتې کېدلای. سربېره پردې ډېر مهال کېده چې ناروغه وم او دې حالت زه ډېره ستړې کړې وم. په رښتیا چې زړه مې نه غوښتل خپل رنځور او ناروغ بدن ته راستنه شم.»
هغه خدایي سړي پاولا ته ووېل چې رنځور بدن به په هغه حالت پاتې نه شي او له هغه سپیڅلي قلمرو څخه د هغې له بېرته راستنیدلو دمخه به یې جسم شفا ومومي.
«عجیبه دا وه چې په هغه مهال کې دریواړو موجوداتو خپلې خولې پرانیستې او یو بې شانه، شانداره او ښکلی سرود یې په ګډه سره ووایه، چې له دې سره زما ټول روحي کالبوت په لړزه پېل وکړ. په یاد مې راځي چې پر هغه مهال هرڅه، پرښتې، کایینات، د هستۍ ټول عالم، ټول سره یو شوي وو.
هغه څه چې وروسته را یادېدل دا و چې د سترګو له پرانیستلو سره مې ځان د اکسیجن په ځانګړې کیږدۍ کې ولید. مور او پلار مې له څنګه ولاړ وو او اوښکې یې تویولې. ډاکټر چې له دې پېښې شوک لیدلې و، یو په بل پسې همدا وېل: «هغه عادي حالت ته راوګرځېده. د هغې حال ښه شو. ماګڼله چې هغه مو له لاسه ورکړه. هغې بیا ژوند وموند...»
پاولا باور لري چې څه پېښ شول، معجزه وشوه چې داسې یو ناروغ چې ډاکترانو د هغې درملنه ناشونې ګڼله، بېرته روغه شي.
ډاکترانو ووېل:
«څه پېښه وشو او ورسره دا ناروغي ورکه شوه.»
له هغې وروسته پاولا څلور پنځه کلونه د ډاکترانو تر څار لاندې وه چې ناروغي یې بیا سر را پورته نه کړي.
«نولس کلنه وم چې ډاکترانو ایله دا ومنله او اعلان کړه چې علاج مې موندلی. البته شپږ کاله تېر شول چې هغوی ومني یوه معجزه پېښه شوې، خو زما باور دادی چې حی او حاضر خدای خپلو مامورانو ته اجازه ورکړه چې ما روغه کړي.»
«برنادت لوپز» چې اصل او نسب یې د نیو مکسیکو لاس کروسس ته رسیږي، د پرښتو له خوا د ځان د درملنې او له اور څخه یې د مور د ژغورنې په اړه وایي:
«په ۱۹۴۲کال کې چې د ښوونځي زده کوونکې وم، د ماشومانو فلج ته ورته ناروغۍ باندې اخته شوم. دومره چې د تبې په اور کې به سوځېدم، ښۍ پښه مې بې حرکته شوې وه، پلار او مور اړ و لاس وینځلو یا بلې خونې ته د تللو وخت کې ما په غېږ کې پورته کړي.
ډاکترانو زما پلار او مور ته وېلي و چې ښایي هېڅ مهال په خپلو پښو حرکت ونه شم کولای.»
برنادت لوپز په ډاګه کوي چې یو ځل د ژمي په یخنۍ کې داسې سړو او تبې ونیوه، چې هېڅ یې لړزه نه ودریده. هغه وایي چې مور به د بريښنا په لګښت کې د سپما په موخه زما په بړستن راننوته، ځان به یې توداوه او ورو ورو به یې کیسې راته وېلې.
زه د تبې له زوره د کیسې د اورېدلو نه وم. هغه مهال چې د تبې له زوره بې هوښۍ په لور تلم، له دې خوښه وم چې مور مې له څنګ سره ده. خو د تبې زور دومره و، چې نه پوهېدم زه چېرې یم.»
وار په وار برنادت لیدل چې دوه لیکې بې شانه موجودات یې د تخت دا او ها خوا ولاړ دي.
«ما په ښکاره لیدل چې شپږ له شوکت ډک ښکلي موجودات مې یوې خوا او شپږ نور داسې بې شانه موجودات مې د کټ بلې خواته ولاړ دي.
دغو موجوداتو د داسې سرود په وېلو پېل وکړ، چې په ژوند کې مې له هېچا نه و اورېدلی. پام مې شو چې د موسیقۍ یوه لویه ډله چې په سترګو نه لیدل کیږي، له سرود سره یو ځای تر ټولو بې شانه ساز غږوي...ورو ورو د هغو غږ لوړ شو.»
څومره چې د موسیقۍ غږ لوړېده، دا خدایي موجودات هم لوړېدل او غټېدل. هغه مهال چې د موسیقۍ او سرود آواز تر ټولو لوړ حد ته ورسېد، برنادت په وېره او ډار را په هوښ شوه او خپله مور یې د اور د لمبو په منځ کې ولیده. هغې له تخت څخه ټوپ کړل او مور یې چې لمبو را چاپېره کړې وه، وژغورله.
«ما مې مور چې بې هوښه شوې وه، له تخت څخه لیرې کړه او پرته له ځنډه د اور په وژلو لګیا شوم. په پېل کې مې په لاسونو کار کاوه وروسته مې یو رخت ته ورته شی لاس ته راغلل او اور مې ورباندې واژه. د تخت رو¬جایي، بړستن او یو بالښت ډېر سوځېدلي وو. پلار مې د خونې په وره کې را پیدا شو او له ډېره شوقه یې ناره کړه: «برنادت لورې، ته په خپلو پښو ګرځې. ته خپله له تخته را پاڅېدلې یې!.»
د ښاغلي لوپز له نارې وروسته د برنادت پام دې معجزې ته شو. دا چې څرنګه یوې وړې شلې نجلۍ چې سختې تبې مړینې ته رسولې وه، ځان له تخته راپاڅاوه او بیا یې مور د اور له منګولو وژغورله؟
«دا هرڅه د هغو دولسو پرښتو زیری و چې زما د تخت دواړو خواو ته ولاړې وې. په پېل کې یې زما شلې پښې ته شفا ورکړه، بیا یې په دومره لوړ غږ سرود واوراوه چې زه را په هوښ شوم او ومې کولای شول خپله مور له اور څخه وژغورم. د اور د لګېدلو لامل دا و چې مور مې خوب وړې وه، سریې د شمعې په لوښي لګېدلې و او بیا له شمعې اور نورو شیانو ته رسېدلی و.
که څه هم چې د مور د خوب د جامو کیڼې برخې اور اخیستی و او زما د خوب جامو تور دود نیولی و، خو یوه هم نه وو سوځېدلې...دا شپه زما لپاره د معجزې شپه وه، زه نوره په خپلو پښو تللای شوم. نوره دې ته اړتیا نه وه چې مور او پلار ما په غېږ کې کښته پورته کړي. ډېر وخت لا نه و تېر شوی چې ما نور منډې وهلای شوای. ما وکولای شول بېرته د ښوونځي یوه خوشحاله زده کوونکې شم. پوهېږم چې هغه پرښتې اوس هم زما مرستندویې دي.»
ډاکتر اتواتر د هغې پیغلې نجلۍ په اړه خبرې کوي چې په نور کې د لیدلو موجوداتو په لټه کې وه.
«هغه نجلۍ له یوې خونې بلې ته تېرېده، تر تخت لاندې یې کتل او هرځای یې څاره چې ښایي د هغو موجوداتو څه نښه پیدا کړي. هغې مړینې ته نیږدې تجربه درلودله او پوهېدله چې یوازې هماغه له نوره جوړ موجودات کولای شي مرسته ورسره وکړي.
مړینې ته نیږدې تجربې پر مهال هغه کوچنۍ وه. او هېڅ داسې لاره یا د بیان ځواک یې نه درلود چې خپله تجربه له نورو سره شریکه کړي. هغه چې لویه هم شوه، ویې نه شول کولای خپله تجربه توصیف کړي.»
د هستۍ په لومړنۍ معنوي برخه کې هغه طبقې راځي چې یوازې د نور او غږ له جنسه دي. هلته زمان، مکان، ماده او انرژي نه شو لیدلای، ځکه نو شکل هم نه شته. نو هغه یوه بې شکله هندسه بللی شو او بې شکله هستۍ په اړه زموږ فزیکي ژبه تل نیمګړې وه او نیمګړې ده. نو سوچه معنوي تجربې یوازې ترسره کېدای شي، هغه د وېلو، توصیفولو او معنا کولو نه دي. غوره داده چې د معنوي تمرینونو، د خدای د نومونو د ذکر له لارې موږ نااشنا ځمکې تجربه کړو او تر مړینې دمخه هغه قلمرونه ووینو چې د آزادو او اګاهو ارواوو قلمرونه او وطنونه دي.
|
|
|