کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

لومړی فصل

 

 

دویم فصل

 

 

دریم فصل

 

 

څلورم فصل
 

 
 
   

د غږ او رڼا سپرغۍ
(مړینې ته څېرمه حالت کې د ماشومانو تجربې) 

پښتو ژباړه او سمونې: محمد انور وفا سمندر
 

 
 

پنځم فصل

مړینې ته د څېرمه حالت په اړه د څېړونکي خپلې کیسې



«هغه مهال چې له خوبه را ولاړ شوم، د هېچا پام را وانه وښت. زه د کانکتیکات د آیالت د چشایر د ښار میکس وېل رود کې لامبو وهلو لپاره ولاړم.
دغه رود زموږ له کوره نیږدې یو کیلو متر لیرې دی. دغه رود کې لامبوکول د ټولو لپاره آزاد وو. او په هغه وخت یعني ۱۹۵۳کال کې د ډوب شویو لپاره د ژغورونکو شتوالی اړین نه بلل کېده. یوه ورځ له غرمې وروسته پر بایسکیل سپور شوم او د لامبو وهلو د ځای په لور ولاړم. د لامبو وهلو لپاره اوبو ته د ځان غورځولو له ځای څخه چې نیږدې دوه متره لوړ و، په یوه ټوپ د اوبو پر خوا ور والوتم.»
څوارلس کلن جان په یوازې ځان د لامبو وهلو د ځای په لور تللی و. هغه په لاره کې له خپل هېڅ دوست او اشنا سره نه و مخ شوی. په هغه ورځ د رود خواوشا څوک نه وو. د ټوپ وهلو ځای هم له نورو لامبوزنو تش و. یوازې څو تنه د رود له غاړې لمر ته لوڅ پراته وو. جان وروسته خپله کیسه کوي:
«زه د نوي ځلمیتوب له غرور څخه ډک او غښتلی د اوبو په خوا ورغلم. غوښتل مې خپله وړتیا او طاقت وښیم. د ټوپ وهلو په ځای ور پورته شوم. اوبو ته په غورځولو کې مې مهارت نه درلود. څو ځله مې اوبو ته ور ټوپ کړل، خو داځل مې غوښتل د سمندري سرتېرو په څېر ځان اوبو ته ور وغورځوم.»
د سمندري سرتېرو د غوټې وهلو خبره، جان له خپلو دوستانو اورېدلې وه، خو خپله ور باندې نه پوهېده. نن ورځ هغه د یوه لوی وګړي په توګه په دې ښه پوهېږي چې د لامبلو لپاره دا ډول کومه ځانګړې طریقه نشته. هغه د ځلمیتوب له جوشه په دې کار لاس پورې کوي، هغه داسې اټکلوله په داسې حال کې چې سمندري سرتېري یا ماڼوګانو لاسونه پر ډډو هوار نیولي وي، په سر اوبو ته ور ټوپ وهي. جان همداسې کوي:
«زه د ټوپ وهلو له تختې څخه یو څه پورته په هوا کې والوتم او بیا په سر د اوبو په لور ورغوټه شوم. په رښتیا چې څه احمقانه کار و.»
جان په یاد راوړي چې د اوبو په منځ کې ډوب شو او له معمولي حالته د اوبو تل ته ډېر ژور ولاړ:
«دومره په اوبو کې ډوب شوم چې سر مې د رود په تل ولګېد. له دې لګېدو سره یو سخت شوک او ټکان زما په ټول بدن کې خپور شو. او داسې مې احساس کړه، چې ګڼې عقل مې له لاسه ورکړ. په سترګو مې تور راغلل او بېهوښه شوم.»
که هغه یې د الکترو کاردیو ګرام (E.L.G) او الکتروانسفالوګرام (E.E.G) په دستګاګانو سره کنترول کړې وای، دستګاه ښوول چې د ژوند نښانې په کې شته. د هغه زړه حرکت کاوه، خو مغزو یې غیر عادي غبرګون له ځانه ښود او د هغه د عادي تنفسي بهېر مخه یې نیوله. او ځکه نو اوبه د هغه سږو ته ننوتې. اوس چې جان تېرې ته نظر کوي، نو خپله وایي:
«په هغه شېبه کې زما درک بدلون موندلی و. څو شېبې په پوره بې هوښۍ کې د رود پر تل وغورځېدم. د بیحالۍ موده مې د دوو څیزونو له لارې اټکل کېدای شي؛ په کتابونو کې درج شویو مطالبو له لارې، د ساري په توګه دا چې د اکسیجن د کمښت له لامله مغزي ضایعات څومره موده پاتې کېدای شي. دویم دا د هغې سیالۍ له لارې چې کله ناکله مې له دوست ټولګیوال سره کوله. په هغه سیالۍ کې د وړلو شرط دا و چې څوک کولای شي زیات وخت خپل تنفس بند وساتي. او زه به زیاتره ددې سیالۍ وړونکی وم. او لږ ترلږه کولای مې شول د دوو دقیقو لپاره خپله ساه بنده وساتم.
په هماغو شېبو کې چې د جان بدن د رود په تل کې بې هوښه پروت و، د شاوخوا تیاره دنیا یې لیرې شوه، او له خوښۍ سره مل د آرامتیا احساس ور پېښ شو. هغه له بهرنۍ نړۍ سره هېڅ راز اړیکه نه لرله او عقل یې هېڅ کار نه کاوه.
«ما په آسانۍ سره د لامبو وهلو احساس درلود. او تر پخوا مې د آرامۍ او امنیت احساس ډېر پیاوړی و. د کمزورۍ او بیخودۍ په هماغه حال کې ما احساس کړه چې ټول ژوند مې د سترګو په وړاندې تېریږي.»
جان په یاد راوړي چې د خپل ژوندانه لیدل یې پړاو په پړاو نه و، بلکې ټول په یوه وخت د بصیرت او خرد له لارې ور وښوول شو.
جان د ژوندانه د صحنو په یاد راوړلو په ترڅ کې وایي:
«داسې مې نه ګڼله چې زه شاهد او ناظر یم، بلکې ما په خپله په هغو صحنو کې ځای او رول درلود او په هغو صحنو کې مې ژوند کاوه. له دې سره یو ځای هممهاله پردې هم پوهېدم چې ما دا ژوند پخوا تجربه کړې او اوس هغه له نظره تېروم.»
د روح د سفر لرغونې پوهه، هستي په دوو لویو برخو وېشي. لومړنۍ برخه یې خالص معنوي جنس دی او لاندنۍ برخه بیا معنوي-منفي ځانګړنه لري چې په څو جلا جلا طبقو وېشل کیږي. هره طبقه د مادې ځانګړی شکل دی. په دې طبقو کې تر ټولو ټیټه یې فزیکي طبقه ده، چې ځمکه، ستوري، کهکشانونه او نور په کې راځي. په فزیکي طبقې سربېره اثیري طبقه شتون لري. دا طبقه هم مادي ده،خو شفافه او لطیفه ماده، له اثیري طبقې سره د فرد یا روح عواطف او احساسات اړیکه لري. او ورپسې علي طبقه ده، چېرې چې د هر فرد د ټول برخلیک کړه وړه زیرمه پراته دي. د اکنکار پیروان د خپل ژوندي استاذ په مرسته، د خوب یا مراقبې په ترڅ کې، د روح سفر کوي او په علي طبقه کې خپل تېر ژوند ویني.
جان د کتاب لیکوالانو ته وېلي چې د هغه تجربه د نورو په څېر چې روح یې له بدن څخه وځي نه وه. په حقیقت کې د هغه روح له بدن څخه جلا نه شو.
«ما داسې نه انګېرله چې د ګناهونو په خاطر احضار شوی یم. که څه هم چې د ځینو صحنو په لیدلو سره زما پام دې ته کېده چې کله کله مې یوازې د شخصي ګټو د خوندي کولو په خاطر، په ډېرو شرموونکو کارونو لاس پورې کاوه. خو په یاد ولرﺉ چې زه دا مهال د څوارلسو کلونو وم. او هومره عمر مې نه وه کړې چې د ژوندانه د ټول بهېر لیدل زما لپاره ډېر ځنډ ونیسي.»
جان په داسې حال کې چې آرامه و، د رضایت یو مبهم احساس وموند او ورو ورو په ځان خبر شو. داسې لکه د څه شي زورور ټکهاری یې چې غوږ ته رسېدلی وي. وروسته په یاد راوړي چې د سینې کپس یې د ساه را کښلو لپاره زور وهي.
« د اوبو په تل کې هرڅه تیاره و. د وېرې او ډار احساس ټینګ په منګولو کې ونیوم، او بیا ډېر سخت او ناوړه حالت را پېښ شو.»
ورپسې ناڅاپه د جان لاسونه د رود په شګو لګیږي او خپله د وتو لاره مومي.
«په پوره لیونتوب مې د لاسونو او پښو په ښورولو سره ددې لټه پېل کړه چې ولامبم، او ځان د اوبو سرته ورسوم. له دې هلو ځلو سره سره، د آرامۍ نا آشنا احساس راغی او زه یې ښکل کړم. د خپلو سږو دننه مې غیر عادي فشار ولید. سږي مې پړسېدلي وو. ځکه مې هوا نه شوای را ښکلی.»
په پایله کې هر ډول چې وه ځان یې د اوبو سر ته راوښکه.
«هک اریان وم چې ولې لیدلای شم، خو ساه نه شم را کښلی. ما څوک مرستې ته هم نه شو را بللی. په حقیقت کې دومره بې حاله او له روحي پلوه ټوکر ټوکر وم چې نه مې شول کولای ځان له اوبو راوښکم.»
جان د خدای تعالی د مهربانۍ او خالصې مینې له لامله ژوندی پاتې شو. هغه هر رنګه چې و ځان د اوبو پرسر وساته، تر هغو چې تنفسي غړي یې بیا فعال شول. د هغو وګړو چې لمر ته ډډې وهلې وې، هېڅ هغه ته پام نه کاوه. جان له څو شېبو وروسته په لامبو وهلو سره ځان هغوی ته ور ورساوه.
«په هر زیار او زحمت چې و پر زینو ور پورته شوم. ورپسې په بایسکیل سپور او د خپل کور په لور ولاړم.»
جان په دې اړه له هېچا سره خبرې ونه¬کړې. کلونه وروسته یې؛ کله چې مړینې ته نیږدې تجربو په اړه لیکنې وکړې، له ریموند مودي (Raymond Moody) او کېنېت رینګ (Kennenth Ring) سره اړیکه ونیوه او دا پېښه یې ورته بیان کړه.
ولې هغه خپل پلار او مور ته په دې اړه څه ونه وېل؟
«ماته دا موضوع هغه مهال دومره اړینه او مهمه نه برېښېده، ځکه مې خوله پټه ونیوه. ما هڅه وکړه دا پېښه په خپله حافظه کې (هغه ځای چې خاطرې د خمیرې په څېر ورو ورو د لمدو اوړو په تغاره کې خپل اغېز ښندي) خوندي وساتم.»
نن ورځ چې جان خپلې تېرې خاطرې را په یادوي وایي:
«له خدایه شکر کوم چې دغه حالت ددې سبب شو، چې د بشري ژوندانه اګاهۍ بُعدونو او پټو زیرمو ته لاره وکړم. له هغه مهاله مې د اګاهۍ بېلابېل پړاونه او ژورې تجربه کړي دي؛ خو دا هماغه مهال و چې مړینې ته نیږدې تجربو زړی مې په مغزو کې وکرل شو او ورو ورو یې وده وکړه.»
جان موږ ته وایي چې په نوي ځلمیتوب کې د دا ډول زړي وده تر هغه پړاوه ورسېده چې په خپل وروستي کتاب له روح سره د علم لیدنه، کې داسې ووایي:
«د اګاهۍ او هوښیارۍ د قلمرو په لور هېڅ بله لار نه شته، مګر هغه بې قید او شرطه مینه چې حضرت مسیح موږ ته ثابته کړې. دا هغه څه دي چې د مسیح په دین او نورو برحقو دینونو کې شتون لري...د بلاشرطه مینې ښوول، د ښو کارونو سرته رسول، فردي مسوولیت پېژندنه، ژمنه او معنوي تمرینونه غواړي. دا ډول خپلواکې اګاهۍ ته رسېدل، پر ځان، خپلو ذهني نفسانیاتو انضباط لګول او هر کار د مینې له مخې سرته رسول غواړي.
دغو تجربي حقایقو ته ارزښت ورکول، په اګاهۍ او معرفت کې د بنسټیزو بدلونونو د راوستلو لامل ګرځي؛ خو په خواشینۍ سره چې ځینو وګړو دغه همیشه ژوندی حقیقت هېر کړی او اوسني ډېری مسیحیان داسې تصور کوي، چې جنت له ځمکې بهر په بله تشه او فضا کې ځای لري. او په خواشینۍ سره چې د وګړو ترمنځ د دنیایي ژوندانه په اړه اګاهۍ او معرفت شتون نه لري.
د ساري په توګه، د ټول بدن په اوبو ننوېستلو د تعمید د غسل معمول ډول یوازې د لویانو لپاره یو شونی تمرین و. دا هم ددې لپاره چې هرڅوک د روحي او معنوي انضباط لپاره چمتو شي. او په اوبو کې د یوه وګړي بشپړ ننوېستل ددې ګواښ له ځان سره درلود چې ډوب شوی وګړی مړینې ته نیږدې تجربې سره مخ شي او د روح د سفر تجربې لپاره شرایط چمتو شي. هغه وګړي ته چې د تعمید غسل ورکول کېده، مخامخ یې قیامت تجربه کاوه او د مړینې پر وېره ور اوښته، له مادي نړۍ څخه یې هاغاړه ګام ایښود او روح یې نوې اګاهي ترلاسه کوله. د تعمید هغه غسل چې نه یې د کلیسا خاوندان ترسره کوي، د نورو له سترګو پټ داسې ترسره کیږي چې ژوند ته لږ ګواښ پېښ کړي. دا اوسنی غسل هغه مهال د توجیې وړ دی چې پټ ترسره شي او د واقعي درک او اګاهۍ لامل وګرځي.»
 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۶۶    سال       هشـــــــــتم         حمل / ثــور   ۱۳٩۱   هجری خورشیدی         ۱۶ اپریل      ٢٠۱٢ عیسوی