اووم فصل
پرښتو هلک ته ووېل چې معجزې ته انتظار واوسي
د نیویارک د لوی روغتون ټول ډاکتران، نرسان او نورو کارکوونکي له هغه لنډ نظر څخه چې اته کلن کوچني د هغوی په لور واچاوه، له زیاتې خوښۍ په جامو کې نه ځایېدل. دغه کوچنی ډېر ښکلی او په ځان باندې و؛ خو پر هغه مهال یې چې روغتون ته راوست، ټول په دې پوهېدل چې د مړینې په حال کې دی. دا ځکه چې له ټولو طبي کتنو وروسته په ډاګه شوه چې د سرطان په ناروغۍ اخته دی.
هغه ډاکتر چې دلته یې د ډاکتر ګینزبرګ په نامه یادوو، پر هغه مهال د طبي زده کړو محصل و. او هغه ورځ په یاد راوړي چې یې د کوچني د روغتیايي کتنو پاڼه ولیده. هغه هیله کوله چې یوه معجزه وشي او په پایله کې یې طبي معاینې اشتباه وبلل شي.
وروسته له هغې چې کوچنی په روغتون کې بستر شو، یوه ورځ سهار مهال چې هغه د روغتون د ډاکترانو د خوب په خونه کې، د طبي محصلینو رییس ډاکتر کرین ولید؛ نو له هغه یې وپوښتل چې آیا د هماغه ناروغ ماشوم (بآبي اونز) روغتیایي معاینې قطعي دي؟
ډاکتر کرین ځواب ورکړ:
«هو معاینې قطعي دي او هېڅ شک ته په کې ځای نه شته!»
ورپسې یې د ایکسرې وروستۍ نتیجې د هغه په لاس کې ورکړې او ویې وېل:
«بآبي د ورانه په هډوکي کې د پرمختللي سرطان په ناروغۍ اخته دی.»
ګینزبرګ هیله¬من و واوري چې آیا د هلکي د ژوندي پاتې کېدلو څه امید شته. رییس خپلې اوږې پورته واچولې او ویې وېل:
«ډېر لږ امید شته! که چېرې د سرطان د ناروغۍ د پرمختګ ډب کولو په خاطر، په هغه د جراحي عملیات په بریالتوب سره تر سره شي، بیا به هم ډېر وخت ژوندی پاتې نه شي. په دا ډول سرطان باندې له اخته وګړو څخه ډېر کم شمېر یې تر پنځه کلنۍ ژوندي پاتې کیږي.»
محصل ددې په اورېدلو سره، د کوچني د ایکسرې معاینې بېرته مشر ډاکتر ته ورکړې او ویې وېل نو ګټه نه لري!
ډاکتر ګینزبرګ په یاد راوړي:
«دوه ورځې وروسته مې تر دې بد خبر واورېد. ماته خبر را ورسېد چې د بآبي پلار او مور د جراحۍ له عمل سره مخالفت ښوولی.»
هغه مهال چې ګینزبرګ د کوچني پلار پوښتي؛ ولې په دې کار سره خپل زوی د مرګ کندې ته غورځوي؟
نو د ناروغ پلار (مایک) په دقت سره هغه ته ګوري او ورته وایي:
«ډاکتر ګینزبرګ! زه په خپل زوی مین یم. چمتو یم چې ځان پر هغه باندې قربان کړم. ولې داسې سپکه خبره کوې، زه نه غواړم خپل زوی له لاسه ورکړم!»
مایک خپل سر کوز واچاوه او ویې ژړل او ځوان ډاکتر ته یې دا هم په ډاګه کړه چې اوس یې د زوی دواړو بډوډو ته هم د سرطان ریښې ور غځېدلي. او ځکه مېړه او ښځه نه غواړي د عملیاتو په کولو سره خپل زوی نور هم په عذاب کړي.
ډاکتر ګینزبرګ په یاد راوړي:
«له هغه بېچاره سړي لیرې شوم. او په هماغه حال کې مې د بیهودګۍ او بې وسۍ احساس وکړ. څنګه مې دومره زړه وکړ چې یو پلار د زوی په وژلو تورن کړم؟ او دې لعنتي سرطان څنګه کولای شول د یوه ښکلي هلک ژوند ورڅخه واخلي؟ له هغې وروسته به شېبه په شېبه د ناروغ کوچني لیدلو ته ورتلم، او هرځل مې د هغه له پیاوړې روحیې او خندانه شخصیت څخه خوند اخیست. هېڅ شي هغه پیاوړی هلک نه شو ماتولای.»
هغه مهال چې بآبي له سختې تبې سره له دویمې مبارزې راووت، نو معجزه داسې ترسره شوه، ډاکتر ګینزبرګ وایي:
«هغه مهال چې د بآبي خونې ته ورننوتم، هغه له نرسې او پلار او مور سره خبرې کولې. په خونه کې خوره معنوي فضا هېڅ مهال له یاده نه شم وېستلای. داسې تر نظره کېدله چې هرڅوک خونې ته راننوځي، دا سپیڅلې فضا احساسوي. نرسې له بآبي څخه وغوښتل چې ځوان ډاکتر ته خپلې خبرې له سره وکړي.»
بآبي خوله په خبرو خلاصه کړه:
«پرښتو ماته ووېل چې پوره به روغ شې»
د بآبي مور کارول وپوښتل:
«ګرانه، ښه خوب دې لیدلی. تا پرښتې په خوب لیدلي؟»
بآبي په ټینګار سره ووېل:
«خوب نه و! پرښتې او زیات شمېر نجونې او هلکان هم را سره وو. حتا نیکه مې له زاړه سپي (زیپر) سره ولیده.»
مایک وخندل او بآبي ته ورنیږدې شو، چې ځواب یې ښه سم واوري:
«زوړ سپی یعنې زیپر او نیکه څنګه وو؟ حال یې ښه و؟»
بآبي وخندل او ویې وېل:
«ښه وو. نیکه ووېل چې تاسو ته ووایم له یاده مو ونه وځي چې غشی او لینده د مخکښانو موزیم ته وسپارﺉ»
ددې خبرې په اورېدلو سره د بآبي پلار هک اریان پاتې شو، دا ځکه چې د نیکه د مړینې پر مهال بآبي یوازې د څلورو کلونو و. د مایک پلار د مړینې پر مهال د بآبي پلار ته وصیت کړې و چې د امریکايي لاسي صنایعو ټولګه یې د هغه هېواد په نیوهمپشایر کې، د هغه د دوست واړه موزیم ته وسپاري. او له دې رازه بآبي لا خبر نه و.
بآبي له خندا سره زیاته کړه:
«زه ژر له روغتونه کور ته ستنېږم، هم نیکه او هم پرښتو راته ووېل چې ژر به روغ شم.»
د ځوان ډاکتر په ګډون ټول هک پک پاتې وو او کوچني بآبي لس دقیقې په دې اړه چې د ځلانده نور په لور یې ګامونه وهل او یوه ښکلې پرښته یې لیدلې چې د هغه لاس یې نیولی و او هغه یې د جنت په لور بیوه، وغږېده. هغه په ټینګار سره وېل:
«پرښتې راته وېل چې زه په جنت کې نه پاتې کیږم؛ خو د روغتون خونې ته تر راستنیدلو دمخه څو شېبې هلته پاتې کیږم چې آرام وکړم. هغې ووېل اوس په جنت کې زما د پاتې کېدلو لپاره غوره وخت نه دی. هغې ووېل دا مهمه نه ده چې ډاکتران څه نظر لري، خو ته به په هر حال پوره روغ او جوړ شې.»
د حیرانتیا او نه منلو وړ داده چې د بآبي دغه خبرې په سلو کې سل رښتیا وختې. سره له هغو سختو شېبو چې تېرې یې کړې، بآبي اوس د پنځه وېشتو کلونو دی.
ډاکتر کرین د بآبي د دا ډول درمل کېدلو په اړه یوه مقاله ولیکله. یوه ډاکتر چې دا مقاله یې لوستې، وایي:
«د بآبي درملنه کېدلای شي ددې لپاره غوره بېلګه شي موږ دا ثابته کړو، چې د بآبي د سرطان ناروغي په خپلسر ښه کېدلو قهقهرایي لاره په مخکې ونیوه.»
له «په خپلسر ښه کېدلو» مو مقصد څه دی؟
ډاکتر ګینزبرګ وایي هغه مهال چې موږ ډاکتران دې ته ورته پېښو په اړه پوه نه شو، نو دا اصطلاح کاروو.
نوره بیا |