کابل ناتهـ، Kabulnath








Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

۶۵

 

 

۶۶

 

 

۶۷

 

۶۸

 

 

۶۹

 

 

۷۰

 

 

۷۱

 

 

۷۲

 

 

۷۳

 

 

۷۴

 

۷۵

 

 

۷۶

 

 

۷۷

 

 

 

۷۹

 

 

۸۰

 

 

۸۱

 

۸۲

 

 

۸۳

 

۸۴

 

۸۵

 

۸۶

 

 

۸۷

 

 

۸۸

 

 

۸۹

 

۹۰

 

 

۹۱

 

 

۹۲

 

 

۹۳

 

 

۹۴

 

 
 

ډاکټر لطیف یاد

 
 
هندوئېزم (هندومت)

۹۵ برخه


 

 

 
 

 

 دهندوانو لرغوني ښارونه


ډهلي :

ډهلی چې نن ورځ دهندوستان پلازمیینه ( پایتخت ) دی دهندوانو ډیر لرغونی او پخوانی ښار ګڼل کیږي.دغه ښار دهندوستان ددریو مهمو ایا لتونو سره په ګاونډ کې پروت دی چې دغه ایا لتونه دراجستهان ، هاریانا او اتهر پردیش ایالتونه دي.
ډهلي په لرغونو زمانو کې دایندر پریسټ په نامه یادیده او دهند دمشهورې او تاریخي رزمیې مهابهارت پر بنسټ دا دپنډوانواپلازمینه وه.همداراز ډهلي دعیسی مسیح علیه السلام تر زیږیدو درې سوه کلونه وړاندې دموریا دواکمنۍ لوی ښار ګڼل کیده.
دډهلی دسلطنت په وخت کې په تیره بیا دغوریانو ،مریانو ، غلجیانو،لودیانو او سوریانوپه وخت کې هم دغه ښار ددوی دواکمنیو پلازمیینه ګڼل کیدله .
په ۱۵۲۶زیږدیز کال کې دچنګیزخان له اولادې نه بابر پر هندوستان برید وکړاو دلودي پښتنو واکمني یې ویجاړه کړه . دهمدې بابر داولادې نه یو بل واکمن شاهجهان ډهلی له سره ودان کړاو پر هغه یې ګر دچاپیره دیوالونه راتاو کړل او دشاه جهان آباد نوم یې پرې کیښود.
کله چې پر هندوستان باندې انګریزانو خپله ولکه ټینګه کړه نو په ۱۸۵۸ زیږدیز کالکې هندي خبلواکي غو ښتونکي ورسره وجنګیدل او دوی په همدې کال ډهلی ونیواو تر هغې وروسته دختیز هندانګریزي کمپنۍ دفترونه چې په کلکته کې وو هغه ډهلي ته راولیږدول شول .
په ۱۹۲۷ زیږدیزکال انګریزانو دغه ښار ته دنوي ډهلي نوم ورکړ او دهند لویه نیمه وچه یې له همدې ځایه اداره کوله.
تر انګریزانو وروسته کله چې هندوستان په ۱۹۴۷ زیږدیزکال دآګسټ په میاشت کې خپله خپلواکي ترلاسه کړه نوډهلی دهندوستان رسمي پلازمیینه شوه .
نن ورځ ډهلی څه دپاسه ۲۲ ملیونه وګړي لري او دنړۍ دسترو ښارونو نه یو ښار دی .ددغه ښار په ختیځه برخه کې دجمنا سیند بهیږي.
نن ورځ سربیره پر دې چې ډهلی یو ستر ښاردی ددې ترڅنګ زیات صنعتی فابریکې او ډیر پو هنتونونه او کالجونه هم لري .دډهلی په سترو پو هنتونو کې کولای شو دډهلی، جواهرلال نهرو .جامعه ملیه اسلامیه، دایندرا ګاندهي پوهنتون.دډهلي دانجنیرینګ پو هنتون او دډهلي دټیکنولوجۍ دانیستیټیوټ نومونه یاد کړو .
همداراز دډهلي ښار دخپلو تاریخي او لرغونو ودانیو له کبله هم دزیات شهرت نه برخمن دی چې دځینو مشهورو تاریخي ځایونو نومونه یې په لا ندې ډول دي :
قطب منار،لال کلا ( سره کلا). پورانا کلا (زړه کلا) ،انډیا ګیټ ، لودي ګارډن، دهمایون مقبره ،جنتر منتر ، دډهلی جامع مسجد ،تغلق آباد ونور...
لنډه داچې ډهلي دهندوانو یو لرغونی او پخوانی ښار تیر شوی دی .
دډهلي دښار په اړوند انځورونه په لاندې ډول لیدلای شئ
 

 

 

 

 

 

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۲۰۶         سال نهــــــــــم                      قوس/جدی   ۱۳۹۲                ۱۶ دسمبر   ۲۰۱۳