کابل ناتهـ، Kabulnath










Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

۶۵

 

 

۶۶

 

 

۶۷

 

۶۸

 

 

۶۹

 

 

۷۰

 

 

۷۱

 

 

۷۲

 

 

۷۳

 

 

۷۴

 

۷۵

 

 

۷۶

 

 

۷۷

 

 

 

۷۹

 

 

۸۰

 

 

۸۱

 

۸۲

 

 

۸۳

 

۸۴

 

۸۵

 

۸۶

 

 

 

 

 

 
 

دکتر لطیف یاد

 
 
هندوئېزم (هندومت)

 ۸۷ برخه


 
 
 

   دهندوانو لرغوني ښارونه :

اننت نا ګ (अनन्तनाग ) :

دهندوانو دزړو ښارونو دپیژندنې په لړکې داځل دکابل نات ګرانو آغلو او ښاغلو لوستونکو ته د اننت ناګ دښار په اړوند لنډ شانته معلومات وړاندې کوم چې یادونه یې دهند په زړو مذهبی او تاریخي نسخو او له هغو نه په بهګود ګیتا کې شوې ده . انت ناګ دهندوانو یو لرغونی ښار ګڼل شوی دی چې نن ورځ دهندوستان دجمو او کشمیر په ایا لت کې پروت دی او دجمو او کشمیر دایا لت دپلاز میینې سرینګر نه ۵۳ کیلو مټره واټن لري.
دهند دتاریخونو پر بنسټ دغه ښار دحضرت عیسی علیه السلام تر زیږیدو (۵۰۰۰) کلونه وړاندې ودان شوی دی. دژبپوهانو دوینا پر بنسټ داننتناګ مانا ( ناپایه جهیلونه ) دی یعنې هغه ځای چې ډیر جهیلونه لري ،خو ځینې بیا په دې اند دي چې د ا ځای د لارډ شیوا دمارانو له کبله په دې نامه سره یادیږي ،ځکه چې په هندي ژبه کې ناګ د مار مانا لري او لارډ شیواچې تل به یې په غاړه کې ماران تاوشوی وو دغه ځای ته سفر هم کړی و،خو په کشمیري ژبه کې ناګ د جهیل په مانا راغلی دی.
په کشمیر باندې دمسلمانانو دواکمنۍ نه دمخه يعنې د ( ۱۳۲۰ زیږدیز کال ) نه وړاندې کشمیر پر دریو برخو ویشل شوی و: ماراز د کشمیر جنوبي برخه ،یمراج دکشمیر منځنۍ برخه او کامراج د کشمیر شمالي برخه. دکشمیر ددرې دکتاب لیکوال لارینس لیکي چې وروسته په ۱۸۷۱ زیږدیز کال کې دغه درې برخې پر ځلورو ډیویژنونو یا برخو باندې وویشلې شوې.
په اننت ناګ کې دهندوانو اووه لرغوني معبدونه هم شته چې له هغو نه یو هم دمرتاند یا دسوریا معبد و چې د۴۹۰ او ۵۵۵ زیږدیزو کلونو تر مینځ ودان شوی و.هرکال ډیر سیلانیان دغې سیمې ته ورځی او داننتناګ دهوا،په لیکونو( جهیلونو ) کې د کو چنیو کښتیو چلولو اوددغه خای د ښایسته جهیلونو او زړه راښکونکو طبیعي منظرو او غرونو نندارې کوی.نن ورځ اننتناک دکشمیر یو ستر سوداګریز مرکز ګڼل کیږي .
 




 

 

 

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۹۸            سال نهــــــــــم                      اسد/سنبله    ۱۳۹۲                ۱۶ اگست   ۲۰۱۳