کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

۶۵

 

 

۶۶

 

 

۶۷

 

۶۸

 

 

۶۹

 

 

۷۰

 

 

۷۱

 

 

۷۲

 

 

۷۳

 

 

۷۴

 

۷۵

 

 

۷۶

 

 

۷۷

 

 

 

 

 

 

 
 
 
 

دکتور لطيف ياد

 
 
هندوئېزم (هندومت)

۷۹ برخه


        
 
 

   

دهندوانو لرغوني ښارونه:

اودھ :(Awadh) :

اودھ چې اوس دهند داتهراپرادیش په ایالت کې پروت دی د هندوانو یولرغونی ښار ګڼل کیږي. ددغه ښار پخوانی نوم لکشهمن پور و. د اودھ نوم دایو دهیا یا اجو دهیا نه اخیستل شوی دی چې په اوسنی وخت  کې بهړایچ،امبيډ کر نګر،فیض آباد ،هردویی، لکهنو،رای بریلی ،اوناو،باره بانکی ،لکهیم پور کیری، ګونډا،پرتاب ګړ او  دسلطان پور ډیسټریکونه (ولسوالۍ) یې اړونده جغرافیایی سیمې ګڼل کیږی.

که چیرې د اودھ   لرغونی تاریخ ولولو نو جوته به شی چې دغه ځای دهندوانو دکوسالا دواکمنۍ پلازمیینه ( پایتخت ) و.همداراز  دتاریخ په اوږدو کې اودھ دبیلا بیلو هندو واکمنانو تر ولکې لاندې و. د۱۳۵۰ زیږدیز کال راهیسې داودھ سیمه د ډهلی سلطنت،دشرقی واکمنانو، دهند دمغولی واکمنانو،د اودھ دنوابانو ،دختیز هند دکمبنۍ او انګریزانو له خوا اداره کیده او لکهنو د هند انګریزی ښکیلاکګرو پر خلاف  د۱۸۵۷ زیږدیز کال دپا څون ستر مرکز ګڼل کیده او داهغه پاڅون و چې دهندوستان ټولې پراخه پرګنې او ولسونو په ګډه سره دبریتانوی ښکیلاکګرو په وړاندې یو موټی شول او دخپلې خپلواکۍ داخیستلو لپاره یې خپل خواږه ځانونه قربان کړل ،خو دغه پاڅون دانګریزانو له خوا په ډیرې بې رحمۍ سره وټکول شواو ډیر خلک يا پا ڼسی شول او یا هم دخپلواکۍ غو ښتنې به جرم دجیلونو دتورو دروازو شاته وغورځول شول.

لکه چې وړاندې وویل شول د اودھ سیمه دتاریخ په بیلا بیلو مودو کې دبیلابیلو واکمنانو تر ولکې لاندې وه. دغه سیمه د۱۳۹۴ نه تر۱۴۷۸ زیږدیز کلونو پورې د هند دشرقی واکمنۍ یوه برخه وه چې دجونپور له خوا اداره کیدله. وروسته د هند دمغولی کورنۍ واکمن نصیرالدین محمد همایون په ۱۵۵۵ زیږدیز کال کې دغه سیمه د مغولي امپراتورۍ یوه برخه وګرځوله.د اودھ   دنوابانو په وخت کې دغه سیمه ډیره وغوړیدله او ددغه ځای دنوابانوله خواډیرې ماڼۍ او تاریخي ځایونه پاتې دي .پټه دې نه وي چې د اودھ په نوابانو کې نواب سعادت علی خان،صفدر جنګ، شجا ع الد وله او نواب واجد علی شاه ډیر مشهور نوابان تیر شوی دي.

د اودھ دنوابانو وروسته داسیمه په ۱۸۷۷ زیزدیز کال د هند دختیزې کمپنۍ لاس ته ور ولویدله.

باید وویل شی چې د اودھ   سیمه دخپل ماښام(شام اودھ) او همدارازدخپلو خوړو کبابونو او بریاني له کبله ډیر شهرت لري.

 

ددې مقالې په اړوند لاندیني انځورونه وګورئ!

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۱۹۰              سال نهــــــــــم                      حمل/ثـــــــور    ۱۳۹۲                ۱۶ اپریل   ۲۰۱۳