کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

۶۵

 

 

۶۶

 

 

۶۷

 

۶۸

 

 

۶۹

 

 

۷۰

 

 

۷۱

 

 

۷۲

 

 

۷۳

 

 

۷۴

 

۷۵

 

 

۷۶

 

 

۷۷

 

 

 

۷۹

 

 

۸۰

 

 

۸۱

 

۸۲

 

 

۸۳

 

۸۴

 

 
 

دکتر لطیف یاد

 
 
هندوئېزم (هندومت)

 ۸۵ برخه


 
 
 

   
تانجاوور:
تانجاوور دهندوانو یو لر غونی او تاریخي ښار دی او دجنوبي هندوستان دتمیل ناډو د ایا لت یوه ولسوالي یا ډیسټریکټ دی. د تانجاوور ښار دتاریخ په اوږدو کې دبیلا بیلو واکمنانو له خواداره کیده. په پیل کې دغه ښار دکولاس دواکمنانو تر ولکې لاندې و او دتاریخي مستندو روایتونو پر بنسټ ددوی پلازمیینه (پایتخت ) واو دوی دغه ښار ته دقدر وړ خد متونه وکړل.
دکولاس دواکمنانو تر پرزیدو وروسته په تانجاوور باندې دویجی نګر و اکمنانو قبضه وکړه او هغوی هم ددې ښار په ودانولو کې ډیرې هڅې او کوښښونه وکړل.
دویجی نګر تر واکمنانو وروسته دتانجاوور پر ښار باندې پر خپل وار سره دمادهورای نایکانو ، دتانجاور نایکانو او دتانجاوور مر هټه وو او په پای کې انګریزانو حکومت کړی دی.
ویل کیږي چې تانجاوور په جنوبي هندوستان کې د هندوئیزم یو ستر مر کز ګڼل کیده او دمعمارۍ ، آرټ او نقاشۍ له پلوه هم مشهور ښار و.چې دکولاس معبد دخپل لر غو نتوب په وجه دیو نیسکو د فر هنګي او لرغونو میراثونو په لیسټ کې شا مل دی. همداراز د بریهاردیشوارار لر غونی هندو معبد هم د دې ښار په مرکزي برخه کې ودان شوی دی.
همداراز دغه ښار دتانجاوور دآرټ یو مهم او غوره مر کز ګڼل کیږي.
همداراز دغه ښار دکرنې په برخه کې ډیره وده کړې ده ،په تیره بیا ددې ځای وریجي په ټول تمیل نډو ایا لت کې دزیات شهرت نه بر خمنې دي .
لنډه داچې تانجاوورپه جنوبي هندوستان کې دهندوانو یو لرغو نی او تاریخي ښا ر ګڼل کیږي .

دتانجاوور دلرغونی او تاریخي ښلر ځینې انځورونه په لاندې دول لیدلای شئ :
 

 

 

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۹۶            سال نهــــــــــم                      سرطان/اسد    ۱۳۹۲                ۱۶جولای   ۲۰۱۳