کابل ناتهـ، Kabulnath









Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

۶۵

 

 

۶۶

 

 

۶۷

 

۶۸

 

 

۶۹

 

 

۷۰

 

 

۷۱

 

 

۷۲

 

 

۷۳

 

 

۷۴

 

۷۵

 

 

۷۶

 

 

۷۷

 

 

 

۷۹

 

 

۸۰

 

 

۸۱

 

۸۲

 

 

۸۳

 

۸۴

 

 

 

 

 

 
 

دکتر لطیف یاد

 
 
هندوئېزم (هندومت)

 ۸۶ برخه


 
 
 

   

دهندوانو لرغوني ښارونه :

) :अवध اودھ  (

اودھ په شمالي هندوستان کې دهندوانو یو ډیر لرغونی ښار دی چې دهند په تاریخونو کې ترې ډیره یادونه شوې ده. دغه ښار دهند داتهراپردیش په ایالت کې پروت دی .که موږ د اودھ سیمه دجغرافیایی پلوه وڅیړو نو په دې لویه  او پراخه سیمه کې دالاندینی ځایونه هم شامل دي : امبیډ نګر ،بهرایچ،خیر آباد ، ګوړکهپور،بلرام پور،باره بنکي،فیض آباد ، ګونډا ،هردویی،لکهیم پور کهیري،لکهنو، پرتاب ګړه،رای بریلي ، شراوستي ،سیتاپور،سلطانپور ، اوناو،کانپور ،کانپور دیهات،فتح پور ،کوسمبای او ښکتنی دوآب.

اودھ یوه زرخیزه سیمه ده ځکه چې دګنګا او جمنا  دسیندونو تر مینځ پرته ده او ډیر کرنیز حاصلات ترې لاسته راځي.

اودھ دتاریخ په اوږدو کې دهندوانو دبیلابیلو حکمرانانو، دډهلي دسلطنت،شرقي واکمنانو،مغولو ، د اودھ دنوابانو آو په پای کې دانګریزانو له خوا اداره شوی دی.

اودھ  دمغولو واکمنانو او په تیره بیا دجلا ل ا لدین محمد اکبر دواکمنۍ په وخت کې ډیر وغوړید او  دده دپنځلسو صوبو نه یوه صوبه ګڼله کیدله .

کله چې مغول دزوال او ځوړتیا خواته لاړل نو د اودھ نوابانو پر د ې ځای باندې واکمن شول:

نواب سعادت علیخان،نواب صفدر جنګ ،نواب شجا ع الدوله، نواب وزیر علی خان ،نواب سعادت علی خان ،نواب غازی الدین حیدر،نواب نصیرالدین حیدر، نواب محمد علیشاه ،نواب امجد علیشاه او نواب واجد علی شاه.

کله چې پر هند باندې  انګریزانوخپله ولکه ټینګه کړه نود اودھ  یو شمیرنوابان یې چې ددوی دپالیسیوسره مخالف وو یا یې هم بندیان او یا یې  هم تبعیده کړل.

 لکه څنګه چې دبنارس ښار دخپل سهار له خو ا مشهور دی نو اودھ هم دخپل ماښام لپاره هم مشهوردی چې په عامه اصطلاح یې ( شام اودھ ) بولی .همداراز دغه ښار دخپلو خوړوله کبله هم ډیر مشهور دی او ډول ډول خواړه لکه: کباب ،قورمه ،بریاني ،نهاری،رومالی روټي،ورقي پراټه  او مټن پنیریې یې مشهوردی چې ډول ډول خو شبو لرونکي مسالې پکې اچوي په تیره بیا په خوړو کې له زعفرانه ګټه اخلي.

د اودھ دلیدلو وړ مشهور تاریخي ځایونه دادی :رومي دروازه ،دسراج الدوله مقبره،چوټها امامباره، دباهو بیګم مزاراو دفیض آباد ګیټ .

لنډه داچې اودھ په تاریخ کې یو لر غونی ښار تیر شوی دی.

 

 

 

 

 

 

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۹۷            سال نهــــــــــم                      اسد    ۱۳۹۲                اول اگست   ۲۰۱۳