کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

۶۵

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)

۶۶  برخه


دکتور لطيف ياد
 
 
 

دهندوانو لرغوني ښارونه:

کوسا مبې ( कौसाम्‍बि ) :

کوسامبې چې د خوشامبې يا کو سمبې په بڼو هم راغلى دى دشمالي هندوستان داتهراپرديش په ايا لت کې الله اباد ته نږدې يو لر غونى ښار دى چې د جمنا د سپيڅلي سيند پر غاړه ودان شوى دى .
دکوسامبې د ښار لر غونتوب ويدي پېر(عصر) ته رسيږي او ويل کيږي چې دغه ښار په ويديک عصر کې يو ډير مهم ښار گڼل کيده،په تيره بيا د موريا او ګوپتا د واکمنيو په دوران کې دکوسا مبې ښار ډير مشهورو.
دسونګا دواکمنۍ په وخت کې کوسا مبې دوامسا دايالت پلازميېنه وه او وامساد سونګا دواکمنۍ يو ايا لت گڼل کيده.د مهاجانا پاداس يا(دهندوستان دسترې واکمنۍ) په وخت کې کوسا مبې يو پر مختللى ښار گڼل کيده ،په تيره بيا دبودا په وخت کې داښار ستر سوداګريز مر کز گڼل کيده چې له هرې خوا به سوداګران دې ښار ته راتلل او زياترو يې په دې ښار کې استو ګنه غوره کړې وه اوسوداګريز کارونه يې پر مخ بيول.
ويل کيږي چې بودا دخپل ژوندانه په وخت کې دې ښار ته راغلى و او له همدې کبله دا ښار د بو دايي مذهب پير وانو ته ډير سپيڅلى ښار و.
د کوسا مبې ښار دلر غون پيژندنې له مخې هم ډير مشهور دى ا‌و لر غون پيژندونکو په ١٩٤٩-١٩٥١ او ١٩٥٦ زيږديزو کلونو کې په دغه ښار کې ډيرې کيندنې کړي دي چې په پا يله کې يې ډير لرغوني تاريخي اثاريې پکې و موندل چې لر غو نتوب يې دعيسى مسيح عليه السلام زيږيدونه ٣٩٠ کلونه وړاندې اټکل شوى دى چې ډير شمير تاريخي اثار يې د الله اباد په پو هنتون او دالله اباد او لهکنو په ميو زيمونو کې هم خوندي دي.
لنده دا چې کو سامبي د لرغوني هند يو مشهور ښار و.


ددې مقالې په اړوند انځورونه په لاندې ډول وګورئ !
 

 

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۷۷،          سال    هشتم،       میزان  ۱۳۹۱ هجری خورشیدی                   ۰۱ اکتوبر      ۲۰۱۲ عیسوی